سمندري غڼې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Pantopoda
سمندري غڼې
مملکه ژوی
شاخه بې شمزۍ ژوي
طایفه بند پښه لرونکی ژوي
ډله نوسی لرونکې ژوې
تیره سمندري غڼې
د سمندری غڼو آناټومي: A: سر; B: ټټر; C: نس 1: proboscis; 2: chelifores; 3: پالپونه; 4: ovigers; 5: تخمدان ; 6a–6d: څلور جوړې پښې

سمندري غڼې (په لاتين: Pycnogonida) د سمندري څیرونکي ژويو څخه دی چی په گرمو عمیقو سمندرونو کی ژوند کوي خو څو ډوله په شمالي سمندرونو کی هم شته. په اوس وخت کی په نړی کی تقريبا ۱۳۰۰ د سمندري غڼو ډولونه ژوند کوي. سمندري غڼې په نړی کی د کاربن (چی ۵۴۱ میلیون کاله کېږي) په وخت کی ژوند کړي دي.

پېژندنه[سمول]

سمندري غڼې کوچنی ژوي دی چی اوږدوالي یی د ۱۰ میلیمترو څخه تر ۹۰ سانتیمترو پورې وی. بدن یی د سر، ټټر او نس څخه جوړ شوي دي. سمندري غڼه کولای سی څلورو یا شپږو جوړو پښو ولري. نوموړي ژوي په ځانگړي ډول نیښ لرونکي ژوي (meduses) ښکار کوي. د هاضمو سیستم یی د رودو څخه جوړ شوي دي. جنسی سیستم یی پر پښو باندي او په رودو کی دی. د سمندری غڼې ښځینه تر القاح وروسته هگی اچوي چی د نارينې لخوا حمل او ساتل کېږي. د هغو هگیو څخه پروټونینفون (protonymphon) چاکوي چی درې جوړې پښې لري چی ورو ورو په بالغ تبدیل کېږي.

خواړه ېې د وړو غېرې فقاریه له بدنه جوس زبېښل یا په مرجاني حیواناتو ځان نښلونو دي. کله کله برایزوانس هم خوري. څلور ساده سترګې لري خو کومې غڼې چې په ډېرو ژورو اوبو کې ژوند کوي سترګې نلري. د هاضمې جهاز او د مثل تولید سیستم ېې برخې لري چې د دې غڼو له پښو سره وصل دي. دا غڼې نر او ښځه لري نر ېې په خپلو دوه پښو پسې هګۍ ګرځوي تر څو په بچیانو بدلې شي. واړه بچیان ېې د جوېنایل په نامه لاروال دوره لري او په وړکتوب کې د سي نیدارین په بدن باندې پرازیتي ژوند کوي. د وینې د دوران سیستم او عصبي سیستم ېې ساده ده. د طراح او تنفسي سیستم نلري. په اوسني وخت کې ۶۰۰ ډولونه پېژندل شوي او په سمندر کې ېې له ۱۳۶،۰۰۰،۰۰۰ تر ۱۹۰،۰۰۰،۰۰۰ کلونو ترمنځ پخواني فوسیلي جسدونه موندل شوي.