سفارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سفارت (په انگرېزي: embassy) په يوه بل هېواد کې د يوه هېواد لنډمهاله يا اوږدمهاله نمايندگي ده. کله- کله د بهرنيو دولتونو سفير يا هم نور استازي په کې استوگن وي. د نړيوالو قوانينو (د وين کنوانسيون) پر بنسټ، د هېوادونو سفارتونه د هغوى د خاورې يا قلمرو برخه گڼل کېږي، کوربه هېواد د هېڅ ډول لاسوهنې يا يرغل حق نه ورباندې لري.

سفارت د يوه بهرني دولت د نمايندگۍ ودانۍ ته کارول کېږي. په افغانستان کې سفارتونو ته جدي امنيتي تدابير نيول شوي وي. په ځينو مواردو کې پر سفارتونو بريدونه هم شوي دي.