دپارکونو ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنه او ځنګلونو څانګه

تاريخچه[سمول]

Veale Gardens in Adelaide, Australia

دتاريخ په اوږدو کي دانسانانو څرنګوالي اوپه ګډه سره تو پير په يو طبيعي منطقه کي يو ډول نه وي چه په بعضي ځايو نو کي دانسان ارتباط په ساده ډول او بعضي ځايونو کي دمذهب ،اجتماعي ،او انساني ډولونو پواسطه پيژندل کيږي چه په پخوانى ايران کي مذهبي اوسياسي ﻻرښوونکو (رهبرانو) خلک دوښو اوبوټو په ساتنه او روزنه کي ډير زيات تشويقول او حصول يي. په پخوانيو کتابونو کي راغلي چه يوه ورځ (زردشت ) دلوي خداي ج په باره کي پوښتنه کوله چه دخلکو دښه ژوند دتامين دپاره اوهمدارنګه دهغوي دنيکبختۍ دپاره څه په کاردي چه ددي ځواب کي الله ج داسي وفرمايل ديوي ټولني خلک دي سړځايونه برابر کړي .دايران دخلکو دونونيالګيو سره مينه او ميلان ډيرزيات ؤ چه مهم مثال يي دسروي ونه ده چه پدي باره کي د(کوروشي ) اوداريوشي بعضي فرمانونه صادر کړيدي چه مثال يي دداريوشي يو ليک دي چه ګوداتس دهغه يو حاکم ؤ چه يو ليک يي ور ليږلوچه په هغه کي يي ليکلي ؤ چه زه دستاسي دښايسته نيت خوښونکي يم او تقديروم يي چه دفرات دسيند څخه داسيايي ځمکو دپاره يوه وياله وباسي چه ځمکه په باغونو بدله شي . حجازي په خپله تاريخچه کي دلرګيو په مصرفونو کي داسي رانقل کړي دي چه خشا پاد شاه دلښکر کشۍ (ايله جاري ) په وخت کي داسيا يي صغير يا کوچني آسيا دساتني په وخت کي دسروي دونو يو لوي ځنګل دسلطنتي ګارد دپاره غوره کړو چه ددي ځنګل نيالوونکي دحضرت عيسي ع دميلاد څخه مښکي وه اودا ځنګل دساتني يو لمړني ځاي دي نو دعربو په اصطلاح داسلام مقدس دين دايران په مملکت کي ددستورونو په تر تيبولو کي دځنګل دلاري شويدي چه ډير معتبر سندونه دايران په تا ريخ کي دادبياتو لخوا تايد شويدي لکه فردوسي ، رودکي او نور شاعرانو په منظم ډول په نيکو روابطو سره دانسان په طبيعت معرفي کړيدي لکه دزردشت ددين قوانين او پخواني نقاشي او ليکوالي اود واقعاتو بيانول اود ايران دخلکو دګياه اودطبيعي ځنګلونو نيالګيو اوهمدارنګه دتصويرونو ويستل دجمشيد په تخت کي ددي نظرونو تايد دي . زمونږ داسلام دمقدس دين پيغمبر خضرت محمد ص هم دنيالګيو دکرهڼي په برخه کي دچاپيريال دښه ښايست دپاره امر کړيدي او فرمايلي دي چه زما نزد دنيالګيو ماتول دفرشتو دوزرو ماتول دي دپورته مطالبو په اعتبار لنډه داچه دګياه اهميت په نړۍ او چاپيريال کي دبعضي متخصصينو په وينا ډيري خاصي او ځانګړي فايدي لري چه دبعضو کتابونو دمطالعي په اساس دنيالګيو يوه برخه لکه: ګردو ، سروه ،بادام ، ايکاليپټيس ،دمرغې ژبه داسي مواد په هواکي تيتوي چه دبعضو باکترياؤ دنه لويدو او حتي دهغه دمرګ سبب کرځي چه پدي مورد دکاج دوني څخه چه کوم مواد پخپل شاو خوا محيط کي تيتيږي چه ددي موادو پواسطه استرو پتوکوک اواستا فيلو کوک باکتريا متاثره کوي چه دي ته فيتو سايد وايي بنا پردي دګياه دسالمي روزني دچا پيريال په پيژندنه اود هغي په قيمتي اوباارزشه کولو کي ځانګړي قاعدي او قوانين شته په پوره ډول دګياګانو طبيعي پوښول دځمکي پر مخ په څلور ډوله ليدل شويدي چه عبارت دي له ځنګلونو ،ښوره لرونکي ،واښه لرونکي ،اويخچالي څخه . دميوسن ددورو څخه سرچينه موندلي ده مګر تيزي آب هوا اود يخ بندونو او پليسيتوسن دوښو په مخ ډير تاثيرونه وارد کړيدي . چه ديخ بندي په زمانه اوعصر کي د( ٢٨-١٠٠ ) دځمکي مخ يخ پوښلي ؤ اوپليسيتوسن وښوته خپورتيا ورکړيده چه يو دهغه څخه دګياه پوښل ديخ پواسطه تشکيل شويدي چه دتاريخ په تيريدو سره د(١٠٠٠٠) لس زره کاله وروسته دانسانانو اشنايي په تدريجي ډول داور سره پيدا شوه چه اور يي دځنګلونو دپاکولو اود هغه څخه يي دزراعتي ځمکي دجوړوني اود ځنګل دخرابيدو ګټه پورته کوله. دتانا هيل په وينا د( ١٩٧٣) ع کال دڅيړني لمخي چه ( ١٠٠٠٠) کاله مخکي پخوانيو انسانانو په مستقيم ډول دځمکو اود ځنګلونو په پاکولو اقدام وکړ چه پدي ترتيب دځنګلونو دتخريب په نتيجه کي چه دلمړنيو انسانانو پواسطه تر سره شوي ډيري پراخه زراعتي ځمکي رامنځ ته شوي دداريي دوينا په حواله په (١٩٥٦) م کي کړيده داسي وايي چه دمرکزي اوغربي اروپا دځمکو اود ځنګلو نو پاکول د١٣٥٥ ميلادي څخه وروسته په زياتو برخو کي رامنځ ته شول په(١٤ ) او(١٥ ) پيړيو کي ځنګلي ځمکو پراخوالي را منځ ته کړ مګر دځنګلونو پاکوالي اوتخريب په اخرنيو پيړيو کي په غيرمنظم اوکلاسک ډول نه ؤچه دتکنالوژي مختلف شکلونو دخپريدو يو مهم قدم ؤ چه دهغي پواسطه دبيالوژيکي اوايکالوژيکي تعادل په چاپيريال کي کيښودل شو چه دهغي ساتنه يي يوه لويه او ملي منبع وګڼله .اود ځنګل يو واقعي ارزښت اود هغي تاثير ونه يي په شنه فضا کي دانسان دښايست سره وپيژندل اود هغي پريښودل او سالمه روزنه يي دانسانانو پواسطه تخريب شويدي درغيدوپه طرف او بيرته جوړ کړي اود اهميت وړ نقطه هغه وخت کي رابرسير ه کيدايشي چه دعمومي فرهنګ سطحه مخ په لوړيدو شي نو انسانانو دځنګلونو په ساتنه کي دفقر څخه دخلاصون يواځيني لاره وبلله نو بنا پردي دپارکونو جوړول او يو شنه فضا دمحيطي شرايطو سره په مختلفو منطقو کي دزراعت په نظر ضروري او لا زمه ښکاري .

دپارکونو ا رزښت[سمول]

څرنګه چه پارکونه دانسان په ژوند کي ډير اهميتونه لري نو په مختصر ډول دلته ديو څواهميتو نو څخه بحث کوو

اقتصادي ارزښت[سمول]

داچه پارکونه دملک په ملي اقتصاد کي پوره ونډه لري روزمره خلک دتفريح او سيل دپاره پارکونو ته ځي چه ددي سره ددولت اقتصاد پرمختګ کوي دلوي پارکونو په جوړولو سره کولاي شو چه داخلي او خارجي سيلانيان راجلب کړو اود هوټلونوپه جوړلو سره چه په عصري ډول جوړشوي وي او مختلف سهولتونه په کي مهيا شوي وي ترڅو خارجي او داخلي ميلمانه ورڅخه دمختلفو مراسمو د اجرا کو لو دپاره کار اخلي لکه ودونو ،کانسرتونو او نورو تفريحي سياسي علمي اودوديزو ميلو داجرا کولو په وخت کي اودبهرنيو فنکارانو مختلف فنونو او سرکشونو په وړاندي کولو سره چه په پارک کي اجرا کيږي او په نتيجه کي يي ګټه دملک ملي اقتصاد ته رسيږي .

تفريحي ارزښت[سمول]

:پارکونه  ښايسته او زړه راښکونکو جوړښتونو او دمختلف رنګه ګلانو او زينتي بوټو او ونو په لرلو سره دسيلانيانو زړونه جلبوي اود ناروغانو په صحت باندي دنوي ساينس او دډاکټرانو دتجربي لمخي ډير مثبت تاثيرات لري اوخصوصاً دهغه مريضانو دپاره چي رواني تکليفونه ولري نو لدي کبله په روغتونونو او په هغه روغتونونوکي چه هلته رواني او عصبي مريضان تاداوي کيږي ډير ضرورت پارکونو ته دي چه بايد جوړشي .

اجتماعي ا رزښت[سمول]

داچه پارکونه تفريحي او سياحتي ځايونه دي او دمختلفو ځايونو نه خلک دسياحت او دچکردپاره راځي او پارک په خپل تشکيل کي مختلف ډوله دلوبو ميدانونه او سپورتي ځايونه لري او دنړۍ دهرځاي لوبغاړي او سپورت والا دمختلفو مسابقو په کولو سره ديو ځايي نه بل ځاي ته ځي او هلته ديو بل سره مسابقي کښيناستل او پاڅيدل او حتَي ديو بل سره ملګرتيا او انډيوالياني جوړوي او د مختلفو ملکونو خلک دسياحت دپاره ديوملک څخه بل ملک ته ځي او هغه پارکونو ته خلک ډير ځي چه هلته دسيلانيانو مختلف سهولتونه او ټول شرائيط په نظر کي نيول شوي وي نو پس ويلاي شو چه .

پارکونه دشکلونو ،منطقوي خصوصياتو او عاداتو لمخي ډولونه[سمول]

١ – ځنګلي پارکونه ٢ – تفريحي پارکونه ٣ – عمومي پارکو نه

ځنګلي پارکونه[سمول]

: داپارکونه دخاصو ضوابطو لرونکي دي چي دملي پارکونو سره ډير فرق لري چي دهغي داحداثولو نقطي بايد په نظر کي ونيول شي چي په عمومي دول ځنګلي پارکونه په دوه ډولو ويشل کيږي چه دهغي څخه دګټي اخستلو په منظور هغه عبارت دي له .

طبيعي ځنګلي پارکونه[سمول]

:  دحرکتي او تفريحي امکاناتو منځ ته  راتلل په طبيعي فضا کي دطبيعي ځنګل په نوم ياديږي 

مصنوعي ځنګلي پارکونه[سمول]

Veale Gardens in Adelaide, Australia
Sad Janka Kráľa park in Bratislava (Slovakia)
دمصنوعي پارکونو شنه کول دتفريح په منظور دښارونو په شاو خواکي جوړول همدارنګه مصنوعي پارکونه بايد صنعتي مرکزونو تر خوا جوړ شي او هم په مناسبه ډول سره مصنوعي پارکونه ددشتو خواؤته وغزول شي چه په پوره ډول سره دهغي دساتني امکانات موجودوي مصنو عي پارکونو پارکونو جوړولوته په پوره دول توجه وشي چه ددوي شنه کيدل په طبيعي ډول ياپه مصنوعي شکل سره وي دديوالو پواسطه محدود شي چه هلته انسانان ژوند کوي پدي پارکونو کي بايد لازم تاسيسات په نظر کي ولرو چه په هغه کي پياده رو ،پارکينګ دموټرو ،شني جادي ،دلرګيو شني کوټي پټ شوي تعميرونه ،ورزشي ځمکه ،رستوران ،دلوبو ځايونه ګلکاري ، ځنګل کاري چه دپارک سره په ارتباط کي وي يعني دپارک سره تړل شوي وي .

تفريحي پارکونه[سمول]

A well-lit path in Dehli's Garden of Five Senses
بايد په موازي ډول سره خپاره اوښاريانو دټولو خدمتونو په مخ وړلو سره اعيار وي اود چاپيريال دښه ښکاره کيدو پوره امکانات په کيپه نظر کي نيول شوي وي تفريحي پارکونه يو عام نوم دي چه په داخل دښارکي ياپه خارج دښا ر کي وي او په عمومي ډول دهغي دښايست او ساتني ته پوره پاملرنه شوي وي او په معني کي جداوالي لري په خپل منځ کي نو لازمه ده چه دتفريحي پارکونو پوره پاملرنه وکړو معلوماتواو هدفونو په لرلو سره يي په څو ډولونو ويشو .

واښه لرونکي پارکونه[سمول]

داډول پارکونه په داخل دښار اويا دښار څخه خارج جوړکړو چه داډول پارکونه درواجي پارکونو پشان په عملي توګه رواج کړو او په ټولنيز شکل دنړۍ څخه واښه ،وني او نيالګي راټول کړو اوويي کرو اود هغي په ساتنه کي لکه څنګه چه پوهانو او متخصصينو ددوي تعريف دمفهوم په لرلو سره کړيدي په پام کي ونيسو اوددي په کرنه کي فعاله ونډه واخلو په ضمني ډول دپارکونو خوښونکي اويا غير کسبي خلک هم کولاي شي چه دپارکونو جوړولو څخه ګټه پورته کړي چه انسانان هلته دمطالعي دپاره ځي .

دغه پارک بايد صالون ( لوي اطاقونه ) اود هغي ساتونکي يعني مستخدمين په نظر کي ولرو اوهمدارنګه ميدانونه ،ويالي ،لاري ،په مختلفو ډولونو جوړي شي چه داډول پارکونه دتفريح په منظور جوړيږي او عملي ليدنه کتنه او څيړنه دځانه سره لري لکه دبرلين دګياه شناسۍ پارک .

وحشي پارکونه[سمول]

Burnside Skatepark in Portland, Oregon is one of the world's most recognizable skateparks.
هغه خصوصيات چه پدي ډول پارکونو پوري بعضي ګياه ګاني دتوجه وړندي بلکه لا زمه ده چي دوحشي پارکونو اکثره برخه په هغه ګياه ؤ پټه اووپوښل شي چي ګټه تر ي اخستل کيږي ځکه چي پدي پارکونو کي بعضي حيوانات په پنجرو او ياکه امکانات موجودوي دهغوي د ډولو ساتنه په پارکونو کي په نظر کي ونيول شي .

پدي پارکونو کي ،رستوران ، دتفريح ځايونه ، دماشومانو دلوبو ځايونه ،اود خيمو وهل او بايد بعضي نقطي په نظر کي ولرو چي داستراحت فضآ او همدارنګه دهر ډول ارامي فضا لرونکي وي ،ميدانونه ،ډول ډول دکښيناستو دپاره چوکۍ جوړي شي اوهمدارنګه ددي دښايسته کولودپاره په زړه پوري او رنګه ګلان وکرل شي . ====صنعتي پارکونه==== : دا پارکونه معمولا دخلکو راغونډول دسوداګري او يا دنوي ټکنالوژي دمخکيدو په خاطر جوړ شوي وي چه صنعتي پارکونه په يو محدود ځايي کي وي داسي پارکونه دودونو کولو په وخت کي داستفادي وړوي چه په ضمن کي دارامۍ او سهولت په خاطر ټولي خواوي په نظرکي ونيول شي کوم

تا سيسات ددي پارکونو دپاره[سمول]

درستورانت جوړول[سمول]
داډول پارکونه دژوو (حيواناتو ) دساتني دپاره اود هغي دټولو خصوصياتو په نظر کي نيولو سره دخلکودفايد ي وړ وګرځي 
دماشومانو دلوبوشيان[سمول]
شنه چمنونه اوګل کاري[سمول]
پارکينګ اصلي او فرعي ميدانونه[سمول]
اود توجه وړ لوي ميدانونه اود محفلونو دپاره لوي کوټي (صالون) دکالو دښودلو دپاره او همدارنګه نورد ګلانو ښودلو ځايي په چاپيريال کي ځاي پر ځاي شي .

دلوبو او ورزشي پارکونه[سمول]

: نوموړي پارکونه په يومعلوم پراخه لوي اود ښار څخه بيرون جوړيږي  چه لاندي ضروري نقطي په کي بايد مراعت شي چه دهغي دجملي څخه  دبوټانو دايستلو ځايونه په بين المللي ډول دلوبو ځايونه اودهغي تر منځ فاصلي دژمي او اوړي دلوبو ځايونه جداکول او په مناسبو سامانونو اودهغي دفاصلو معلومول دچمنونو جوړول ځنګلي وني  کرل يعني دټولو ضرورياتو پوره کول لکه  درستوران ،پارکينګ اونور. دورزشي ميدانونو په چاپيريال کي داسي ځنګلي وني کينول شي چه لوړ قد ولري اويو دبل سره يي فرق وشي يعني بيلي بيلي ورايټي کينول شي .

عمومي پارکونه[سمول]

Yoyogi Park is a large urban park in Tokyo.
: داهغه پارکونه دي چه دانسانانو ټولي طبقي کوﻻي شي چه په دي پارکونو کي تګ راتګ او استراحت وکړي .

ددي پارکونو مهمي او ګټوري نقطي دآب هوا ښه جوړښت چه دخلکو دساتني ، سلامتيا او روغوالي سره مرسته کوي په عمومي پارکونو کي هرډول سامان آﻻت دصليقي او فکر قد او قامت اود ښه بدن درلودونکي و ي هغه تاسيسات چه پدي پارکونو کي ضروري دي په لاندي ډول دي . اول اداري تشکيلات : پدي عمومي پارکونو کي داسي اداري کارکونکي دفترونه اود سر بازانو دپاره په پراخه ډول داوسيدو ځايونه چه اداري تشکيلات يي متغيروي جوړشي اود امکان په صورت کي ددي پارکونو ځمکي داسي موقعيت ولري چه په هر ځايي کي نور واړه پارکونه موجودوي دسربازانو دپاره وړي او کوچني کوټي جوړي شوي وي اوپه هرډول تجهيزاتو باندي سمبال وي پدي پارکونو کي امکان وي لوړي قدي وني کښينول شي اوهمدارنګه رسټورانټ ، چاي خاني ،ورزشي ، ځمکي ،دکوچنيانودپاره باغونه او همدارنګه درڼا په خاطر دبرق سيستم پدي پارکونو کي موجودوي

دپارکونو تشکيلا تي جوړښت[سمول]

[[File:NYC - Manhattan - Central-Park.jpg|thumb|Central Park in New York City

:  دپارکونو تشکيلا تي جوړښت په عمومي ډول په مختلف ډول جوړيږي  چه عبارت دي له .

( الف) خيابانونه ِ: په عمومي ډول سره خيابانونه په مختلفو شکلونو او مختلفو اندازو او تفاوت لرونکي وسايلو او محيطي شرايطو پوري اړه لري چه په لاندي ډول دي .اصلي خيابانونه ، فرعي خيابانونه او پياده رو ځايونه اصلي خيابانونه بايد ١٥متره وي او همدارنګه پياده روبايد دبلور شکل ولري اوپدي خيابانونو کي دپياده او سپاره دپاره پياده رو ١.٥-٢مترو پوري چمنونه او ګلکاري وشي چه ددغه خيابانونو په غاړو بايد دلوړ قد نيالګي هم کښينول شي چه ددغه اصلي خيابانونو فرعي خيابانونو او پياده رو ځايونو تر منځ فاصله د٣٥- ٥٠ متروپوري وي چه يودبل سره د ارتباطى خطونو او چمونو نو پواسطه وصل شوي وي او ددوي تر منځ ويالي هم موجودي وي چه دغه چمنونه او وني ددغه ويالي پواسطه اوبه کيږي خاص پياده رو خيابانونه داډول خيابانونه حصاروي چه دپياده رو کسانو دپاره په نباتاتو ښکلي شوي وي چه داصلي او فرعي خيابانونو سره ارتباط لري . (ب) – کوجني کوټي چه وتل او ننوتل دهغي پواسطه پارکونو ته کيږي پارکونه بايد دخپل پراخوالي او موقيعتونو سره وړي وړي کوټي دعبور او مرور دپاره ولري چه د مختلفو شکلو نو او مختلفو اندازو او ډول ډول مشخصاتو درلودونکي وي چه دسيال کونکو دنظر جلبولو دپاره مناسب وي .(ج):- پدي خاطر چه دخلکو نقليه وسايط چي پارکونو ته داخليږي دهغي ددريدو دپاره پراخه ځايي جوړ شي . (د) – ددي دپاره چي په پارکونو کي دخلکو جموجوش او بيروبار زيات وي نو بايد په مختلفو ډولونو يره په خاصوځايونو کي دحيواناتو دپاره موزيمونه ،مجسمي ،او نورو مختلفو شيانو دپاره موزيمونه جوړشي ترڅو دخلکو دعلا قي او خوښي سبب شي . (ه)- ګل خانى اوګرمي کوټي : په پارکونو کي دژمي او اوړي نباتاتو دپاره ګل خاني او ګرمى کوټى دګياه دساتني دپاره په اصولي او فني ډول سمبال وي چه دکتونکو او سيال کونکو دتوجه وړ وګرځي . (و )- اکواريوم – داچه پارکونه پدي منظور جوړيږي چي دخلکو ګرمولو اودهغوي دفنونو دښودلو اودعلا قي وړوي اود مختلفوحيواناتوگلي (پادي ) لکه ډول ډول ماهيان او نوربحري حيواناتوته پدي پارکونوکي ځايونه جوړشي چي دهغوي حفاظت اودهغوي روزني ته پوره پاملرنه وشي.

پارک ته ښکلا ورکوونکي ساختمانونه[سمول]

پدي منظور دډول ډول زينتي پارکونو جړول لا زم دي چي دپوره امکاناتو دموجديت څخه په طبيعت کي الهام واخستل شي نو په طبيعي ډول ښايسته او متحرک او نوي شيانو ته په پارکونو کي ځايي ورکړل شي ترڅو توصيه شي

( الف )- شراره ددي عنوان يادونه چه دشرارو حوضونو (دډنډونو ) جوړول چي لږ ژورو الي ولري او لرونکي ديو شمير مصنوعي چينو چه دنلونو پواسطه جوړ او په مختلفو او رنګه چراغونو ښايسته شو ي وي او همدارنګه دډنډونو ژوروالي ٤٥-٦٠سانتي متروسره په فني جوړښت او يونوي فورم سره اعياروي چه بعضي چيني په مختلفو شکلونو او مخصوصو شيانو پوښل شوي وي او همدارنګه دحيواناتو او مرغانو او انسانانو مجسمي په انفرادي او اجتماعي شکل دډبري دګلداني په شکل دپارک په غاړو ياپه منځ دپارک کي ډيزاين شوي وي او يادغه اشکال دډبري يادګلداني په شکل په مخصوصو ځايو کي دچينو په خواکي ډيزاين شوي وي . ( ب )- (حوض ) دحوض جوړول دپارک دهوا او ښايسته توب دپاره دير مؤثردي حوض په منظم ياپه غير منظم شکل چي دپارک ځنګل ته نژدي وي ياپه منځ دپارک کي ياپه خوا دپارک کي چي ګلکاري ته نژدي وي او لږژوروالي ولري جوړشي او هغه ګلان چي ددي حوض سره کرل کيږي ددي حوض سره هم نوعي او ډير زينتي وي او ددي منطقي دښه ښکلا سبب شي


(ج )- د ګلانومصنوعي دروازي : په هغه پارکونو کي چه لوي او ډيري اوبه ولري او دخلکو سره نژدي واقع وي نامنظم خطونه دګلانو پواسطه داسي منظم شي چه طبيعي ښکلاولري او ددي دروازي اندازه د١٥٠ سانتي متروپه اندازه وي او دا مصنوعي دروازه چه دګلانو په واسطه ډيزاين کيږي په منظم او يا غير منظم شکل وي او ددي دروازي شاؤخوا ته يو او يا څو ګلدانونه جوړ شي او شاوخوايي ښکلي واښه ډوله نباتات وکرل شي چه ښکلا او نما ولري اوبه دپارک ديو طرف نه راوستل شي او دپارک ټولو ساحو ته تقسيم شي او په اخرکي بيا خارج شي او ٢٤ساعته رواني وي ددي او بو دپاره ويالي ١-١٥٠سانتي مترو پوري وي .


په کلي ډول سره چيرته چي مونږ پارکونه جوړؤ بايد يو خواته يا دواړو خواؤته رواني اوبه موجودي وي او په منځ دپارک کي دروازه وي چي دواړو خواوته ارتباط ولري او په هغه پارکونو کي چه دډيرو خلکو داستفادي وړوي لوي لوي حوضونه ولري او ماشيني کشتۍ هم موجودي وي چه خلک ورکي لامبي

ځنګل کاري ( په پارک کي ځنګل جوړول )[سمول]

معمولاپه پارک کي ځنګل جوړول دخلکو دتوجه دجلبولو اود ښارداب هوا دپاکيدو دپاره جوړيږي فرعي چمنونه په داخل دپارک کي په مختلفو اندازو او شکلونو ( نامنظم او متناوع ) شکلونو جوړول اوپه تش او ډک ځايونو کي چوکي ګاني اچول دتيږو او لرګينو وسايلو څخه دکښيناستلو او استراحت دپاره استفاده کول معمولا په لويو پارکونو کي دځنګل جوړول په قطع شکل ياد يو بل سره ديو ځايي کيدو په صورت کي جوړ شي چه عام خلک تري استفاده کوي . (ه) ګلان او چمن جوړول – ديو پارک عمومي سطحه په نظر کي ونيول شي چه دغه پارک څه مشخصات لري منظم که غير منظم شکل لري چمن او ګلکاري بايد په منظم شکل سره شوين وي ترڅو خلک دتګ راتګ پواسطه دګلانو او چمن مزاحمت ونکړي او بايد دچمن او ګل کاري خواکي فرعي حوضونه موجودوي چه خلکو ته ښه نما وکړي او هغه پارکونه چه لوي جوړښت ولري زيات فرعي چمنونه او ګل کاري ولري او همدارنګه وني يا نيالګي په جلايايو ځايي شکل چه هموی اهمیت لری

ديو خاص اهميت لرونکي پارک جوړول په لاندي ډول دي[سمول]

الف هوټل جوړول په پارک کي زهوټل بايد دخلکو مخي ته جوړ شي يا وړي چايي خاني وي چه دخلکو ضرورت رفع کړي هوټلونه بايد دصالون په شکل وي چه سرونه يي پټ او محفوظ وي اود هوټل خواکي ښايسته چمن او ګل کاري وي چه دسيلانيانو دتوجه وړوګرځي او په ازاد شکل دهوټل خواکي د موټرو تم ځايي وي ترڅو سيلانيان په کي خپلي موټري ودروي او ددي تم ځايي ترڅنګ بايددوړو وسايطو ځايي جوړشي چه دپارک او چمن دګلانو دماتيدو او خرابيدو سبب ونه ګرځي . (ب) دکانسرت دځايي جوړول .دکانسرت دځايي جوړول پدي پارک کي چه دخلکو دمشغولتيا سبب ګرځي بايد په فني ډول ډيزاين شوي دکانسرت دځايي ديوالونه بايد په شنو ګلانو پوښل شوي وي چه يوه خاصه ښکلاولري ترڅو دهنرمندانو او سيلانيانو دتوجه وړ وګرځي او که چيري يخني وي بايد دسيلانيانو دپاره ښايسته سندلي مو جودي وي ټول صالونونه بايد سر پټي او سر خلاصي وي پدي خاطر چه عام خلک هلته خپلي پارټياني کوي . (ج )دلاس پريمينځلو ځايونه : دپارک دپاک ساتلو دپاره بايد دلاس پر يمينځلو ځايونه موجودي وي چه دغه دلاس پريمينځلو ځايونه دپارک په پاکوالي کي مهم رول لري دغه امکانات يا ددغه محل جوړول نژدي دځنګل ياپه څنګ ړد ګلانو کي جوړ شي چه بوټي ور څخه استفاده وکړي اود ماشومانو دپاره بيل باغ جوړ شي يو باغ وحش جوړشي . (د) دسينما او تياتر جوړول – معمولا په لويو پارکونو کي دصالون جوړول چه سريي پټ يا سر خلاصي وي ديو فلم ډرامي يا دنمايش ورکولو په منظور دکال په مختلفو وختونو کي ايجاديږي او همدارنګه په کوچنيو پارکونو کي او په ازاده هواکي دنمايش دپاره يوفيل چه دخلکو نظر جلب کړي او همدارنګه دخلکو دخوشحالتيادپاره ليري دخلکو د جمع کيدو څخه داستراحت دپاره يو وړوکي باغ وحش دماشومانو دپاره جوړ شي چه مرغان او حيوانات پکي مو جودوي . (هـ) سپورتي ځايونه : په عمومي ډول پارکونو کي دورزشي ځايونو جوړول ضروري دي نظر دپارک په اندازي سره دځنګل خواکي جوړشي او لوبو دپاره ځايونه مثلا ټينس ، بسکټ بال ، کرکټ وغيره يعني لوي پارکونه بايد په بين المللي سټنډرډ جوړشي .


( ز)-دماشومانو دلوبو ځايونه په عمومي پارکونو کي دماشومانو دمشغولتيا دپاره چه دلويانو تر نظر لاندي وي چه ماشومان دڅه مشکل سره مخ نشي اود ماشومانو دلوبو سامان الات اود ماشومانو دپلرونو دپاره دکښيناستو دپاره محدوده ساحه موجوده وي .

دپارکونودنوعو اوشکلونه بايد دکاغذپر مخ طرحه او ډيزاين شي يعني دپارک داخل څلور خواوي مشخصي شي چه ته يي غواړي دخپل ځان دسهولت دپاره طرحه وکړي چه دغه طرحه په څو حصوتقسيموؤ . منظم پارکونه : ديو پارک په جوړولو کي دهندسي اشکالو څخه منظمه استفاده کول اود يو پارک په طرحه او ډيزاين کي بايد زوړ او ((Classical ميتود څخه استفاده ونکړو چه مثلا دا فرانسوي پارک دي يعني مستقيما په يو پارک باندي اطلاق ونکړو دپارکونو تيرو تاريخونو ته زغلنده نظر اچول اود هغي څخه نتيجه ګيري کول اود تيرو تاريخونو څخه لاسته راوړني دخپل پارک دطرح او ډيزاين په موضوع کي داخلول اوپه صحيحه توګه ورڅخه استفاده کول ترڅوزمونږ پارک په منظم شکل دسيلانيانودتوجه جلبول اوهمدارنګه دورزشي لوبغاړو دپاره دورزش ښه ښکلي او منظم ځايونه جوړول .


٢- غير منظم پارکونه :پدغه پارکونو کي اصلي او فرعي خطونه په غير منظم شکل وي خو مربوط يو دبل وي او په شکل کي تقريبا دمنظم پارکونو سره يو شان وي په غير منظم پارکونو کي زاويه غير منظم خو فني اصول په کي مراعت شوي وي چه دګلانو فرعي دروازي په کي ډيزاين شوي وي حوضونه ، ګل کاري غټ او واړه نيالګي هم پکي کرل شوي وي چه دغه قسم پارک ته يي يو خاص زينت او ښکلا ور بخلي وي غير منظم شکل دپارکونو طبيعت ته خاص الهام او ښکلا ور بخي چه دخلکو په ذهنونو کي ارامتيا اود خلکو دمشغولتيا سبب ګرځي دغه پارکونه دلمړي ځل دپاره په انګلستان کي جوړ شو چه نن ورځ په غير منظم انګليسي پارکونو په نو م ياديږي او دغه نوعي يعني غير منظم پارکونه ذعمومي پارکونو پيروي کوي . ٣- مختلف پارکونه : نن ورځ چه کوم نوعه دپارکونو مروجه او جو ړيږي دپارکونو خاص قوانينو څخه پيروي کوي تعريف او بيان دپارکونوهغه داسي بيانوي چه دغه نوعه پارک په منظم او غير منظم شکل په ډيرو مشکلا تو جوړيږي او يو اصلي ساختمان او شکل ورکول کيږي مثلا رستوران ،چايي خاني ، حوضونه ، کانسرت ځايي، دماشومانو دپاره دلوبو ځايونه ،ژوبڼ اوورزشي ځايونه جوړول . ٤- خيالي پارکونه : خيالي پارکونه دهيچا دقلم کاغذ او طرح او ډيزاين پوري مر بوط ندي او دغه پارکونه دکوم پارک جوړوني دقانون تابع ندي يعني دپارک جوړوني دقانون څخه پيرون دي مثلا روزمره او ياد سياري غوندي . ٥- Modern يا عصري پارکونه : ددغي پارکونو شکل دخاص او معينو قوانينو څخه پيروي کوي دعصري پارکونو طرح ډيزاين او ښکلا چه يو عادي سړي هم پري پوهه شيس يعني مستقيم خطونه صاف خطونه او زاويي يي کوږوالي او را کوږوالي ولري او همدارنګه دڅو طبقو وښينو

دوتنه:Medieval-Hunting-Park.JPG
Depiction-of-a-medieval-hunting-park-from-a-15th-century-manuscript

ساختمانونو څخه استفاده وشي او ټيټوالي يي په تدريجي ډول وي قوسونه زاويي يي محدودي او ساده او کمي تکراري وي دپارکونو په داخل کي دمختلفو ميتودونو څخه استفاده کو مثلا دتيږو باغ او يو بله طرحه او ډيزاين ورکول او يو نو ي نو عه دباغونو يا ژوبڼ جوړول چه دنورو پارکونو سره هماهنګي ولري .

سرچینې[سمول]

 ١- مهندس  حکمتي ( ج ) طراحي باغ وپارک دانشګاه تهران چاپ خانه سپيده احرار سال ١٣٨١هـ ش صفحه٣١٦-٣٢٧.

٢- WWW.Floraculture.int.com

٣- شيرزاد ( ر) دننګرهار پوهنتون دکرني دپوهنځي دهارټکلچر دڅانګي دڅلورم کال دمحصلينوليکچر نوټ .

٤- بهرامي ( ت ) تاريخ کشاور زي .ايران انتشارات وچاپ دانشګاه تهران سال ١٣٣٥هـ ش صفحه ١٢٩.