د کتابتون معلوماتو ساینس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتابتون پوهه (چې زیاتره د کتابتون مطالعاتو، بېبلیوتیکوګرافي او د کتابتون د اقتصاد په نوم یادېږي) یوه کثیر الرشتوي څانګه ده چې په کتابتونونو کې، د معلوماتو د سرچینو په راټولولو، تنظیم، ساتنه او خپرولو کې او د معلوماتو په سیاسي اقتصاد کې، د مدیریت، معلوماتي ټکنالوژۍ، زده کړې او د نورو برخو کړنې، لیدلوري او وسایل کاروي. مارتین شریټینګر، چې یو باویریایي کتابدار و، دا علمي څانګه په خپل  کار (۱۸۰۸ – ۱۸۲۸ ز کلونه) کې چې د Versuch eines vollständigen Lehrbuchs der Bibliothek-Wissenschaft oder Anleitung zur vollkommenen Geschäftsführung eines Bibliothekars تر نوم لاندې و، وړاندې کړه. نوموړي د دودیز-اړخه عناصرو پر بنسټ د معلوماتو د طبقه بندي پر ځای، لکه څنګه چې مخکې د هغه د باویریا په کتابتون کې ترسره شوي وه، کتابونه د الفبا په لړۍ ترتیب کړل. د کتابتون د پوهې لپاره لومړنی امریکایی پوهنځی په ۱۸۸۷ ز کال کې د کولمبیا په پوهنتون کې د میلویل ډیوی له لوري تاسیس شو.

له تاریخي اړخه، د کتابتون په پوهه کې د ارشیف پوهه هم ګډون لري. دا پوهه په ګوته کوي چې څنګه د معلوماتو سرچینې د ټاکل شوو کاروونکو ډلو د اړتیاو پوره کولو لپاره تنظیم شي، څنګه خلک د طبقه بندي د سیسټمونو او ټیکنالوژۍ ته غبرګون ښیي، څنګه معلومات د کتابتونونو دننه او بهر او همدارنګه د دودونو تر منځ د خلکو له خوا ترلاسه کېږي، ارزول کېږي او کارول کېږي، څنګه خلک په کتابتونونو کې د مسلک لپاره ښوول او روزل کېږي، هغه اخلاق چې د کتابتون چوپړ او ادارې ته لارښوونه کوي څه ډول دي، د کتابتونونو قانوني وضعیت او د معلوماتو سرچینې څه ډول دي، او د کمپیوټري ټیکنالوژۍ کاربردي پوهه چې د اسنادو او ریکارډونو مدیریت کې کارول کېږي.

د کتابتون د پوهې او کتابتون دارۍ د اصطلاحاتو ترمنځ په عمومي ډول کوم هوکړه شوی توپیر نشته. تر یوې کچي دوی د یو بل پر ځای کارول کېږي چې ښایي اساساً یوازې په ضمني مفهوم کې توپیر ولري. د کتابتون او معلوماتي مطالعاتو اصطلاح (په بله بڼه د کتابتون او معلوماتو پوهه)، چې د LIS په بڼه مخفف شوی، زیاتره کارول کېږي، خو ډېری کتابداران دا یوازې د یوه اصطلاحي بدلون په توګه انګېري، چې موخه یې د موضوع په علمي او تخنیکي بنسټونو او د معلوماتي پوهې سره د هغه په اړیکه ټینګار دی. LIS باید د معلوماتو له تیوري سره، چې د معلوماتو د مفهوم ریاضيکي مطالعه ده، ګډوډ نه شي. د کتابتون فلسفه د کتابتون له پوهې سره توپیر لري، لکه څرنګه چې دا د کتابتوالۍ موخې او توجیهات تر څېړنې لاندې نیسي، برعکس د کتابتون پوهه د تخنیکونو پراختیا او اصلاحات دی.

تاریخچه[سمول]

۱۷مه پېړۍ[سمول]

د "کتابتون د چارو" په اړه لومړنی کتاب، چې د کتابتون د جوړولو په اړه سپارښتنې تر نوم لاندې و، په ۱۶۲۷ ز کال کې د فرانسوي کتابدار او عالم ګابریل ناوډ له لوري خپور شو. ناوډي په مفصله بڼه لیکنې کړې، چې د سیاست، مذهب، تاریخ او مافوق الطبيعیت په ګډون یې په ډېرو موضوعاتو کې کارونه ترسره کړي دي. نوموړي د کارډینل جولس مزارین د کتابتون د جوړولو او ساتلو په وخت کې په مشوره کې وړاندې شوي ټول نظرونه عملي کړل. [۱]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

مارټین شریټینګر له ۱۸۰۸ ز کال څخه تر ۱۸۲۹ ز کال پورې په دې موضوع دویم درسي کتاب (لومړی په آلماني ژبه کې) لیکلی دی.

توماس جیفرسن، چې په مونټیسیلو کې یې کتابتون په زرګونو کتابونه درلودل، د طبقه بندي سیسټم یې د بیکون د تګلارې څخه په الهام یې کتابونه د الفبا په پرتله، لکه د تېر په شان، د موضوع په اساس ترتیب کړل.  

د جیفرسن ټولګه د هغه څه پیل چمتو کړ چې وروسته د کانګرس کتابتون شو.

د کتابتونوالۍ په اړه لومړنی امریکایی پوهنځۍ د میلویل ډیوی په مشرۍ، چې د ۱۸۷۶ ز کال د اعشار طبقه بندی له امله یی شهرت ترلاسه کړ، د کولمبیا په پوهنتون کې د ۱۸۸۷ ز کال جنوري په ۵، د کتابتون د اقتصاد پوهنځۍ په توګه پرانستل شوه. د کتابتون د اقتصاد اصطلاح په متحده ایالاتو کې تر ۱۹۴۲ ز کال پورې عامه وه، خو د کتابتون د پوهې اصطلاح، د شلمې پیړۍ په اوږدو کې برلاسې وه. "د امریکایی کتابتون د پوهې په تاریخ کې: د هغې سرچینه او ابتدايي پراختیا"، مهمې پیښې تشرېح شوې دي[۲]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

د وروسته، دا اصطلاح د اس، آر. رنگناتان په اثر کې چې د کتابتون د پوهې د پنځو قوانینو تر نوم لاندې و او په ۱۹۳۱ز کال کې خپور شو، او د لی پییرس بټلر د ۱۹۳۳ ز کال په کتاب کې، چې د کتابتون د پوهې پېژندنه تر نوم لاندې و (د شیکاګو پوهنتون نشرات)، و کارول شوه.  

د اس. آر. رنګاناتن د کتابتون پوهې پنځه قوانین او د لومړي لوی تحلیلي-ترکیبي طبقه بندي سیسټم پراختیا، د کولون طبقه بندي په اند کې ونیوله.

په متحده ایالاتو کې، د لی پییرس بټلر نوي لیدلوري په ټولنیزو علومو کې د کمیتي تګلارو او نظرونو په کارولو سره د ټولنې د معلوماتو اړتیاو د پوره کولو لپاره د کتابتون کارولو په هدف د څېړنې ملاتړ وکړ. نوموړي د شیکاګو د پوهنتون د لېسانس په کچه د کتابتون د پوهنځۍ له لومړنیو غړو څخه و چې په شلمه پېړۍ کې یې د کتابتون په اړه د زده کړې جوړښت او تمرکز بدل کړ. د دې څېړنې موضوع د "کتابتون اقتصاد" د اجرایي-اړخه لیدلوري سره په ټکر کې راغله، چې تر ډېره د کتابتونونو په اداره کې په عملي ستونزو راڅرخېده.  

د ویلیم سټیټسن میرل اثر چې  د ډلبندۍ لارښود، تر نوم لاندې و، له ۱۹۱۴ ز کال  څخه تر ۱۹۳۹ کال پورې په څو نسخو کې خپور شو او د ډېر عملي لیدلوري یوه بېلګه ده، چې په کې د څېړنې د هرې برخې په اړه د ژورې پوهې څخه استدلال د طبقه بندي سیسټم د وړاندیز کولو لپاره په کار اچول کېږي. په داسې حال کې چې د رنګاناتن لیدلوری فلسفه یي و، د کتابتون د ورځنیو چارو سره هم تړلی و. د رنګاناتن د قوانینو بیاکتنه په ۱۹۹۵ ز کال کې خپره شوه چې د کتابونو لپاره یې ثابتې مبناوې لرې کړي. د مایکل ګورمن اثر چې د زموږ دوامدار ارزښتونه: په ۲۱ پیړۍ کې کتابتونوالي تر نوم لاندې و، د کتابتون د کارپوهانو له لوري اړین اته اصول وړاندې کوي او د دوی په ټولو بڼو کې پوهه او معلومات شاملوي، چې د ډیجیټلي معلوماتو په اند کې نیولو ته لاره هواروي.  

په وروستيو کلونو کې، د ډیجیټل ټیکنالوژۍ له ودې سره سم، دا څانګه د معلوماتو د پوهې د مفکورې له لوري خورا اغېزمنه شوې ده. په انګلیسي ژبه نړۍ کې د "کتابتون د پوهې" اصطلاح داسې ښکاري چې د لومړي ځل لپاره په هند کې د ۱۹۱۶ ز کال د پنجاب کتابتون پرائمر په کتاب کې کارول شوې وي، چې د آسا ډان ډیکنسن له لوري لیکل شوی و او د پاکستان د لاهور د پنجاب پوهنتون له لوري خپور شو. دا په اسیا کې لومړی پوهنتون و چې د "کتابتون د پوهې" تدریس یې پیل کړ. د پنجاب کتابتون پرائمر د کتابتون د پوهې په اړه لومړنی درسي کتاب و چې د نړۍ په ټولو انګلیسي ژبو هېوادونو کې خپور شو. په متحده ایالاتو کې لومړی درسي کتاب د جیمز ډف براون له لوري د کتابتون د اقتصاد لارښود تر نوم لاندې و چې په ۱۹۰۳ز کال کې خپور شو. په ۱۹۲۳ز کال کې، سي سي ویلیامسن، چې د کارنیګي شرکت له لوري ګومارل شوی و، د کتابتون د پوهې د زده کړې یوه ارزونه یې چې د "د ویلیامسن راپور،" تر نوم لاندې وه، خپره کړه او وړاندیز یې وکړ چې پوهنتونونه باید د کتابتون د پوهې روزنه وړاندې کړي. دې راپور د کتابتون د پوهي د روزنې او زده کړې په برخه کې پراخ اغېز درلود. د کتابتون څېړنه او عملي کار، د معلوماتو د پوهې ساحه، د روزنې او څېړنې برخه له پراخ توپیر سره پاتې شوي دي.  

شلمه پېړۍ[سمول]

ډیجیټلي دوران معلوماتو ته د لاسرسي او بېرته لاسته راوړلو بڼه بدله کړې ده. "کتابتون اوس د پېچلي او متحرک تعلیمي، تفریحي او معلوماتي زیربنا یوه برخه ده." له بې سیم شبکې سره ګرځنده وسایلو او پروګرامونو، د لوړ سرعت کمپیوټرونو او شبکو، او کمپیوټري فضا د معلوماتو د ساینس او ​​معلوماتي چوپړتیاوې په ژوره بڼه اغېزمنې او پرمختللې کړې. د کتابتون د پوهې تحول د لاس رسي د برابرۍ او د ټولنې د فضا په برخه کې او همدارنګه د معلوماتو د ترلاسه کولو نوې وسیلې چې د معلوماتو د سواد زده کړې مهارتونه بلل کېږي، خپل رسالت ساتي. ټول کتلاګونه، ډیټابیسونه او د کتابونو مخ په زیاتیدونکی شمېر ټول په انټرنیټ د لاس رسي وړ دی. د دې تر څنګ، آزادو سرچینو ژورنالونو او نورو سرچینو لکه ویکیپیډیا ته د وړیا لاسرسي پراخوالي په بنسټیز ډول د معلوماتو د لاسرسي څرنګوالي اغېزمن کړی. د معلوماتو سواد هغه وړتیا ده چې پر بنسټ یې یو کس توانېږي "د اړتیا وړ معلوماتو کچه وټاکي، اړین معلوماتو ته په اغیزمنه توګه لاسرسی ومومي، د معلوماتو او هغوی سرچینو په ژوره توګه وارزوي، ټاکل شوي معلومات د پوهې په بنسټ کې مدغم کړي، د یو ځانګړي هدف د ترسره کولو لپاره په اغېزمنه توګه معلوماتو وکاروي، او اقتصادي، حقوقي ټولنیزې ستونزې چې پوهه یې چاپېره کړې ده، درک کړی او په اخلاقي او قانوني توګه معلوماتو ته لاسرسی ترلاسه کړي. "

زده کړې او روزنه[سمول]

د کتابتون په پوهه کې علمي درسونه د ټولګې مدیریت، معلوماتي سیستمونه او ټېکنالوژي، د څېړنې مېتودونه، د معلوماتي سواد، نوملړ لیکنه او طبقه بندي، ساتنه، مرجع، احصایه او مدیریت تر پوښښ لاندې راولي. د کتابتون پوهه په دوامداره توګه وده کوي، نوي موضوعات لکه د ډیټابېس مدیریت، د معلوماتو جوړښت او د معلوماتو مدیریت او داسې نور په کې ګډون لري. د يوې ارزښتمنې او معتبرې مرجع سرچينې په توګه د ويکيپېډيا زيات خوښول، زيات شمېر کتابتونونو، موزيمونو او آرشيفونو د اوسېدونکي  مويکيپېډيان یا Wikipedian in residence ونډه معرفي کړې ده. له دې کبله یو شمېر پوهنتونونه په خپلو MLIS پروګرامونو کې په ویکیپیډیا او د پوهې په مدیریت پورې اړوند درسونه شاملوي.

په متحده ایالاتو کې زیاتره پوهنځي په کتابتون پوهه کې یوازې ماسټري  یا MLIS وړاندې کوي او په دې موضوع کې د لېسانس درجه نه وړاندې کوي. شاوخوا پنځوس پوهنځي دا لېسانس برنامه لري او اووه پوهنځي لاهم په درجه بندي په حال کې دي. زیاتره پوهنځي آنلاین برنامې لري، که چېرې کالج د زده کوونکي د کور په شاوخوا  کې نه وي، دا برنامې د زده کوونکي ته ګډون ډېر اسانه کوي. د متحده ایالاتو د نیوز آنلاین ژورنال له قوله، د الینویز پوهنتون د پوهنتونونو له خوا د غوره MLIS برنامو د نوملړ په سر کې دی. دوهم د شمالي کارولینا پوهنتون او دریم د واشنګټن پوهنتون دی.

د کتابتون زیاتره مسلکي دندې په کتابتون پوهه کې د فوق لیسانس مسلکي سند یا له دې سره معادل سند ته اړتیا لري. په متحده ایالاتو او کاناډا کې دا تصدیق معمولاً د هغه ماسټرۍ سند  څخه حاصل کېږي چې د ALA-جواز لرونکي انسټیټوټ له خوا ورکړل شوی وي،  نو حتی غیرعلمي کتابداران په اصل کې علمي مخینه لري. که څه هم په برېتانیا کې د کتابتون مسلکي پوستونو ته د داخلېدو د شرایطو د پراخېدو په اړه ګامونه اخیستل شوي، لکه په یو شمېر نورو رشتو کې وړتیا، یا تجربه د منلو وړ ګرځیدلې. په آسټرالیا کې یو شمېر انسټیټوټونه د ALIA ( د اسټرالیا د کتابتون او معلوماتو ټولنې) له لوري منل شوي سندونه وړاندې کوي. په کتابداری کې د اعتبار ورکړې یا تصدیق ورکولو نړیوال معیارونه لا تر اوسه نه دي جوړ شوي.

د متحده ایالاتو په علمي کمیسونونو کې د کتابتون د پوهې د کمیس رنګ لیمويي دی.

د کتابتون پوهې ماسټري (MLIS) د ماسټرۍ هغه سند دی چې په متحده ایالاتو او کاناډا کې د کتابتون د زیاتره مسلکي دندو لپاره اړین دی. MLIS نسبتاً تازه سند دی، یو پخوانی او لاهم عام سند چې کتابداران یې باید ترلاسه کړي، د کتابتون پوهې ماسټري (MLS) ، یا د کتابتون پوهه د علومو ماسټري (MSLS) سند دی. د امریکايي کتابتونونو ټولنې (ALA) په وینا، "په کتابتون او معلوماتې زده کړو کې د ماسټرۍ سند اکثراً د MLS په نوم یادېږي، خو د ALA له لوری معتبر سندونه مختلف نومونه لري لکه د ټولنیزو علومو ماسټر، د کتابتداری ماسټر، د کتابتون او د معلوماتو د زدکړو ماسټر یا د علومو ماسټر. د سند نوم د پروګرام له مخې ټاکل کېږي. د (ALA) اعتبار ورکنې کمېټه په کتابتون او معلوماتي زده کړو کې د ماسټري پروګرامونو د سند د نوم پر بنسټ نه، بلکې د اعتبار ورکوونې معیارونو څخه د پيروۍ پر بنسټ ارزوي.

سرچینې[سمول]

 

  1. Suominen, Vesa (2019-04-01). "Gabriel Naudé". Informaatiotutkimus. 38 (1). doi:10.23978/inf.79889. ISSN 1797-9129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Richardson, John (2010). "History of American Library Science: Its Origins and Early Development." In Encyclopedia of Library and Information Science, 3rd ed., edited by Mary Niles Maack and Marcia Bates (New York: CRC Press, 2010), vol. 5, pages 3440-3448.