د چیچنیا لومړۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د چیچنیا لومړۍ جګړه، د لومړي چیچن عمليات  په نامه هم پېژندل کېږي، دا جګړه د روسیې لوی فدراسیون په وړاندې د چیچنیا اړوند اچکیریا جمهوریت یو بغاوت و، چې له هغه بیا لویه جګړه جوړه شوه. دې جګړې د ۱۹۹۴ ز کال له ډسمبر میاشتې نه د ۱۹۹۶ ز کال تر اګسټ میاشت پورې دوام وکړ. لومړۍ جګړه د روسیې د لاسوهنې له امله په اچکیریا کې وه، چې هلته روسیې په پټه توګه د اچکیریا حکومت د نسکورولو هڅه وکړه. د ۱۹۹۴-۱۹۹۵ ز کلونو لومړني عمليات نه وروسته د ګروزني ویجاړوونکی جنګ پای ته ورسېد، د روسیې فدرالي ځواکونو هڅه وکړه، چې د چیچنیا غرنۍ سیمې کنترول تر لاسه کړي، خو د چیچنیايي چریکانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او په فلیت لیندونو يې برید وکړ. سره له دې چې روسیې د اور وژنې ځواک، نظامي ځواک، وسلو، توپخانې، جنګي وسایطو، هوايي بریدونو او هوايي ملاتړ په برخه کې پراخ ظرفیت درلود او ښه ګټه یې ترې واخیسته، خو په پایله کې د فدرالي ځواکونو پراخه بېرحمي او د جګړې په وړاندې د روسانو نړیوال مخالفت د دې لامل شو، چې د بوریس یلسین حکومت له چیچنیا سره په ۱۹۹۶ ز کال کې د اوربند اعلان وکړي او په پایله کې په ۱۹۹۷ ز کال کې د سولې تړون وکړي. [۱][۲][۳][۴]

د روسي پوځیانو د مړینې رسمي شمېر ۵۷۳۲ تنو ته ورسېده. زیاتره اټکلونه د مړینې دا شمېر د ۳۵۰۰ او ۷۵۰۰ تنو تر منځ بولي، خو ځینې نورو اټکلونه کې دا شمېر تر ۱۴۰۰۰ پورې لوړیږي. که څه هم د وژل شوو چیچني ځواکونو د شمېر په اړه کره معلومات نه شته، خو بېلابېل اټکلونه ښيي، چې له ۳۰۰۰ نه تر ۱۷۳۹۱ پورې چیچیني ځواکونه هم په دې جګړه کې وژل شوي یا ورک شوي. همدارنګه بېلابېل ارقام داسې اټکل کوي، چې په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو شمېر له ۳۰۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې وژل شويو او ښایي له ۲۰۰۰۰۰ نه ډېرو ټپيیانو ته ورسېږي، حال دا چې له ۵۰۰۰۰۰ نه ډېر خلک د دې جګړو له امله بې ځایه شوي دي، چې د جمهوریت په اوږدو کې یې ښارونه او کلي ویجاړ شوي دي. د تاوتریخوالي او تبعیض له امله رامنځته شوې دا جګړې د غیر چیچنیانو په نفوس کې د پام وړ کمښت لامل شو. [۵][۶][۷][۸][۹]

چیچنیا د روسیې سترواکۍ او شوروي اتحاد پر مهال[سمول]

د روسیې د امپریالیزم په وړاندې د چیچنیانو مقاومت له ۱۷۸۵ ز کال نه د قفقاز خلکو لومړي مشر شیخ منصور په وخت کې پیل شو. هغه د شمالي قفقاز بېلابېل هېوادونه تر خپلې قوماندې لاندې راټول او متحد کړل، چې د روسیې د یرغلونو او پراخېدو په وړاندې مقاومت وکړي.  

له ۱۸۱۷-۱۸۶۴ ز کلونو پورې د قفقاز جګړې په لړ کې له اوږد سیمه ییز مقاومت نه وروسته، روسي سترواکۍ ځواکونو چیچنیا ته ماتې ورکړې، د دوی ځمکې یې ضمیمه کړې او په زرګونو چیچینیان یې د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې منځني ختیځ ته وشړل. په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې د سترواکۍ له ړنګېدو وروسته د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د چیچنیا هڅې ناکامې شوې او په ۱۹۲۲ ز کال کې چیچنیا د شوروي اتحاد برخه او د ۱۹۲۲ ز کال په ډسمبر میاشت کې د نوي جوړ شوي شوروي اتحاد USSR)) برخه شوه. په ۱۹۳۶ ز کال کې د شوروي اتحاد مشر جوزف سټالین د روسیې د (SFSR) په اډانه کې د چیچینو-انګوش خپلواک شوروي سوسیالیستي جمهوریت تاسیس کړ.

په ۱۹۴۴ ز کال کې د (NKVD) د مشر لاورینتي بیریا په امر له ۵۰۰۰۰۰ نه ډېر چیچنیايي، انګوش او د شمالي قفقاز ځینې نور خلک په توکمیز ډول له خپلو سیمو پاک او د سایبریا او منځنۍ اسیا اړوند ته ولېږدول شول. په چیچنیا کې د ۱۹۴۰-۱۹۴۴ ز کلونو بغاوت په لړ کې له یرغلګرو الماني ځواکونو سره همکاري  د سزا لپاره رسمي پلمه وه، سربېره پر دې چې زیاتره چیچنیان او انګوشیان له شوروي اتحاد سره یوځای شول او د نازیانو په وړاندې یې جګړه کوله، حتی د شوروي اتحاد ترټولو لوړه پوځي جایزه یې ترلاسه کړه (د بېلګې په توګه خانپاشا نورادیلوف، مولید ویسایتوف). د ۱۹۴۴ ز کال په مارچ میاشت کې، شوروي چارواکو د چیچینو - انګوش جمهوریت ړنګ کړ او په پایله کې  د شوروي اتحاد لومړي سکرتر نیکیتا خروشچیف د وینخ (چیچن او انګوش) خلکو ته اجازه ورکړه چې خپل هېواد ته ستانه شي او په ۱۹۵۷ ز کال کې یې خپل جمهوریت بېرته جوړ کړ.[۱۰]

د شوروي اتحاد د انحلال او د روسیې د فدراسیون رامنځته کولو تړون[سمول]

روسیه د ۱۹۹۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته یو خپلواک هېواد شو. د روسیې فدراسیون په پراخه کچه د شوروي اتحاد د ځایناستي دولت په توګه ومنل شو، خو د پام وړ پوځي او اقتصادي ځواک یې له لاسه ورکړ. نژادي روسیان د روسیې فدرالي سوسیالیستي جمهوریت له ۸۰٪ نه زیات نفوس جوړوي، خو په ځینو سیمو کې د پام وړ توکمیز او مذهبي توپیرونه د سیاسي انحطاط ګواښ پېښوي. د شوروي اتحاد په دوره کې د روسیې نږدې ۱۰۰ ملیتونو نه زیاتو ته یې ځینې قومي سیمې ورکړل شوې، چې بېلابېل رسمي فدرالي حقونه ورسره تړلي و. له فدرالي حکومت سره د دې ادارو اړیکې او د خپلواکۍ غوښتنې د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې په یوه لویه سیاسي مسئله کې راڅرګندې شوې. بوریس یلسین دا غوښتنې د ۱۹۹۰ ز کال په خپل ټاکنیز کمپاین کې شاملې کړې او ادعا یې وکړه، چې د دوی حل یو لوړ لومړیتوب دی.

د قانون لپاره یوه بېړنۍ اړتیا دا وه، چې د هرې فدرالي موضوع واکونه په روښانه توګه تعریف کړي. دا قانون د ۱۹۹۲ ز کال د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه تصویب شو، کله چې ییلسین او روسلان خاسبولاتوف د روسیې د ستر شوروي اتحاد مشر او په خپله چیچن توکمه د ۸۸ فدرالي مضامینو له جملې نه ۸۶ سره یې په دوه اړخیزه توګه د روسي فدراسیون تړون لاسلیک کړ. په دې تړون کې د فدرالي مضامینو درې بنسټیز ډولونه او هغه واکونه په ګوته کوي، چې د سیمه ییزو او فدرالي حکومتونو لپاره ځانګړي شوي و. یوازیني فدرالي مضامین چې دا تړون یې لاسلیک نه کړ، هغه چیچنیا او تاتارستان وو. په پای کې د ۱۹۹۴ ز کال په لومړیو کې یلسین د تاتارستان له ولسمشر منتیمر شیمییف سره یو ځانګړی سیاسي تړون لاسلیک کړ، چې په روسیه کې یې د جمهوریت لپاره د لا زیاتې خودمختاري غوښتنې ډېرې کړې، په دې توګه، چیچنیا یوازینۍ فدرالي موضوع پاتې شوه چې دا تړون یې لاسلیک نه کړ. نه ییلسین او نه هم د چیچنیا حکومت د خبرو اترو لپاره جدي هڅې وکړې، نو ځکه حالت په بشپړ ډول شخړو ته واوښت.

د چیچنیا د خپلواکۍ اعلامیه[سمول]

د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر په ۶مه د چیچنیا د خلکو د ټول ملي کانګرس NCChP))  ګوند وسله والو، چې د پخواني شوروي اتحاد د هوايي ځواک جنرال جوهر دودایف له خوا شوی و، د چیچنیا د انګوش د خپلواک شوروي سوسیالیستي جمهوریت د ستر شوروي اتحاد پر غونډه د خپلواکۍ د تاکید په موخه برید وکړ. دا برید د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د ګروزني څانګې د مشر ویتالي کوتسینکو د مړینې لامل شو، چې د تېښتې په وخت کې یې دفاع ونه شوه کولای او ولوېد. دې کار د شوروي اتحاد د چیچینو-انګوش خودمختاره جمهوریتي حکومت منحل کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

د چیچنیا ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې د ۱۹۹۱ ز کال د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شوې، چې یوه ورځ وړاندې د شوروي اتحاد سترې واکمنۍ په سیمه ییزو چیچنیايي مطبوعاتو کې دا خبر خپور کړ، چې دا ټاکنې غیر قانوني دې. دا ټاکنې په ۷۲ سلنه رای ورکولو سره ترسره شوې، چې ۹۰.۱ سلنه خلکو دودایف ته رایه ورکړه.[۱۴]

لنډمهاله اداره چې د مرکزي حکومت له خوا یې ملاتړ کېده، د دې ادارې لرې کولو لپاره دودایف د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ (لکه څنګه چې د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې په لوړه رایه اچونه او د دودایف بریا څرګنده شوه). هغه ولسمشر شو او له شوروي اتحاد نه یې خپلواکي اعلان کړه.

د ۱۹۹۱ ز کال په نومبر کې ییلسین ګروزني ته داخلي ځواکونه واستول، خو کله چې د دودایف ځواکونو دوی په هوايي ډګر کې محاصره کړل، هغوی بېرته وتلو ته اړ شول. وروسته له هغه چې چیچنیا د خپل حاکمیت لومړنۍ اعلامیه ورکړه، د چیچنیا-انګوش خودمختاره جمهوریت د ۱۹۹۲ ز کال په جون میاشت کې په دوو برخو ووېشل شو چې له بل روسي جمهوریت، شمالي اوسیتیا سره د انګوش وسله والې نښتې په ترڅ کې د انګوشتیا نوی رامنځته شوی جمهوریت بیا د روسیې فدراسیون سره یوځای شو، په داسې حال کې چې چیچنیا په ۱۹۹۳ ز کال کې اچکیریا، د چیچنیا جمهوریت ChRI)) په توګه له مسکو نه بشپړه خپلواکي اعلان کړه.  

سرچينې[سمول]

  1. http://smallwarsjournal.com/documents/akhmadovinterview.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  2. Федеральный закон № 5-ФЗ от 12 января 1995 (в редакции от 27 ноября 2002) "О ветеранах" کينډۍ:In lang
  3. . {{{title}}}. РИА Новости.
  4. . 20 лет конфликта в Чечне: как республику возвращали к мирной жизни. РБК.
  5. Casualty Figures Jamestown Foundation Archived August 14, 2014, at the Wayback Machine.
  6. "The War That Continues to Shape Russia, 25 Years Later". The New York Times. 2019-12-10. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. O.P. Orlov; V.P. Cherkassov. Россия – Чечня: Цепь ошибок и преступлений (په روسي ژبه کي). Memorial. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Unity Or Separation: Center-periphery Relations in the Former Soviet Union By Daniel R. Kempton, Terry D. Clark p. 122
  9. Allah's Mountains: Politics and War in the Russian Caucasus By Sebastian Smith p. 134
  10. Aurélie, Campana (2007-11-05). "The Massive Deportation of the Chechen People: How and why Chechens were Deported". Sciences Po (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Evangelista, Matthew (2002). The Chechen Wars: Will Russia Go the Way of the Soviet Union?. Washington: Brookings Institution Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-2498-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. German, Tracey C. (2003). Russia's Chechen War. New York: RoutledgeCurzon. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-29720-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gall, Carlotta; De Waal, Thomas (1998). Chechnya: Calamity in the Caucasus. New York: New York University Press. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-2963-2. Vitaly Kutsenko, the elderly First Secretary of the town soviet either was defenestrated or tried to clamber out to escape the crowd. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Первая война" [First war]. kommersant.ru (په روسي ژبه کي). 13 December 2014. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2020. ... По данным Центризбиркома Чечено-Ингушетии, в выборах принимают участие 72% избирателей, за генерала Дудаева голосуют 412,6 тыс. человек (90,1%) ...' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)