د وینې لوړ فشار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وينې لوړ فشار دغه پرېشر يا فشار چې د ويني په واسطه د رګونو په ديوالونو باندي پرېوزي د ويني د فشار په نوم يادېږي او په دوه ډوله دی يو يې لوړ او بل هغه يې د وينې ټيټ فشاردی.

لوړ فشار هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي او ټيټ هغه دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځې يانې هغه وخت اندازه کېږي چې زړه د وينې د داخلېدو لپاره پراخېږي.

په کاهلانو کې د وينې نورمال فشار ( mm hg ٨٠/١٢٠) ښودل شوی چې يو سل و شل (۱۲۰) يې لوړ نورمال او اتيا (۸۰) يې ټيټ نورمال فشار دی.

د ويني لوړفشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې دپرېشر اندازه (mm hg ٩٠/١٤٠ ) ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

ځينې وختونه د راز راز روغتيايې لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي د ې حالت ته په طبې اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايفرټينشن) وايې.

دا حالت د دې لامل کېږي چې زړه له خپل عادي اونورمال حالت څخه په ګړندۍ توګه فعاليت وکړې، کېدای شې له خپل توان زيات فعاليت يې دنده ټکنۍ کړي او په وجود کې د يو شمېر ناخوالو لامل وګرځې، يا په بله مانا:

که د ويني لوړ فشارژر کنترول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي د زړه د درېدو او له فعاليته د غورځېدو لامل کېږي.

دوينې لوړ فشار هغه ناروغي ده چې هميشه يې د انسان له ژوند سره لوبه کړې او په ډير کم وخت کې د مرګ تر کومي رسولی.

که چېرته يې په لومړيو څو دقيقو کې درملنه ونه شې او کنترول نه کړای شې د بدن بيلا بيلي برخې او سيستمونه تر خپل تاثير لاندې را ولي، چې تر ټولوناوړه اغېزه يې په زړه، پښتورګو او دماغو باندې دی.

زړه دماغ او پښتورګې د انسان په بدن کې له هغو مهمو او کارنده ارګانونو څخه دي چې په ودرېدلو او د دندې په له منځه تلو سره يې انسان کېدای شې ډېر ژر خپل ژوند له لاسه ورکړې اوورځنۍ چارو ته يې د پای ټکی کېښودل شي.

که څه هم تر اوسه پورې مالومه نه ده چې په لوړفشار باندي د اخته ناروغانو او يا دهغو کسانو شمېر چې د دې خطرناکې ناروغۍ له امله په کال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي څو دی خو په دې ورستيو کې روغتيايې څېړنو ښودلي چې په نړۍ کې روغتيايې کارکونکي په خپلو کلينيکونو کې په احتمالې توګه د وينې په لوړ فشار د اخته ناروغانو په شمېر کې د زياتوالی خبره کوي.

لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه که چېرته د وينې لوړ فشار په ناروغانو کې د لومړيو څو دقيقو په ترڅ کې کنترول نه شي کيدای شې ډير ژر د اخته کس په مړينه تمام شي له دې کبله خو د طب پوهانو ورته (Silent killer ) يا د پټ وژونکي ناروغي نوم هم ورکړی.

روغتيا پوهان د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره سپارښتنه کوې چې د ټولنې وګړې دې په منظمه توګه فزيکې فعاليتونه ترسره کړي تر څو يې په خپل وجود کې له دې ناروغۍ سره سره د ځېنو نورو ناروغيو کنترول اومخنوي هم کړی وي.

د لوړ فشار لرونکو کسانوته ښايي، چې د توان ترحده په خپلوپښو وګرځي، له ډېرو غوړو خوړو او مالګې پرهېز وکړي او پر ځای دې تازه مېوې او سبزيجات وخوري، په منظمه توګه بايدله ډاکټر سره وخت ناوخت مشوره وکړي.

د دې لپاره چې د دې پټ وژونکي او مرموزي ناروغۍ له بدو پايلو او عواقبو مو ځان ژغورلی وي پکار ده چې د پيژندنې لپاره يې لږ تر لږه په هر دوو کلونو کې يو ځل په ځانګړې ډول هغه کسان چې عمر يې له څلوېښت کلنۍ څخه زيات وي، زيات وزن ولرې خپل د وينې فشار وګورې ترڅو په ياده ناروغۍ باندې د اخته کېدومخه يې نيولې وي او د دې ناروغۍ له عواقبو يې ځان ژغورلی وي .

د ويني لوړ فشارد سرخوږو، سر ګنګسېدا او په ليدلو کې د ستونزي د راپيدا کېدو لامل ګرځې خو په ډېرو پيښو کې دا نښې نه را څرګنېدږي، همدا لامل دی چې زيات کسان خپل فشار هم نه ګوري ځکه خو ډېر کله د ويني د لوړ فشار درملنه هم په خپل وخت مخکي له مخکي نه کېږي.

بايد ياونه وشي چې تر پنځه نوې سلنه زياتو پېښو کې د ويني د لوړ فشار لاملونه نه وي څرګند خو په پاتې پنځه سلنه پيښو کې يې لامل پيژندل کېږي لکه د پښتورګو د فعاليت غير عادې کېدل، په ادرېنال غده کې د تومور را منځ ته کېدل او يا دزېږېدو د وخت څخه د زړه د شريان بندوالی چې په داشان حالاتو کې کله چې د وينې د فشار د لوړېدو اصلې لامل اوجرړه له منځه يوړل شې د ويني لوړ فشار بيرته خپل عادي حالت ته را ښکته کېږي.

ځېنې مهم لاملونه لکه د وزن زياتوالی د سګريتو څکول په وينه کې د کلسترولو د اندازې لوړېدل او د شکرې ناروغۍ د وينې د لوړ فشار د منځ ته راتلو لاملونه دي چې په نتېجه کې يې دزړه د دوري د رامنځ ته راتلو خطر څوچنده زياتيږي.

که چېرته د چا فشار له نورمال حد څخه زياتېږي او يا هم د لوړ فشار دوره پرې کله راغلې وي درملنه يې په څه شې نشې کېدای پرته له دې چې د ژوندا سالمه لار غوره کړي دا يوازنۍ لاره ده چې د وينې د فشار په عادي او نورمال ساتلو کې مرسته کوي .

د وينې د فشار د نورمال ساتلو لپاره د ژوند سالمه لار طبي کتابونو او روغتياپوهانو په لاندې ډول ياده کړې.

ـ د سګريټو له څکولو څخه بايد ځان وژغورل شي.

ـ د بدن وزن بايد کنترول شې او لپاره يې لږ تر لږه په ورځ کې دری ځله د شلو د قيقو لپاره ورزش تر سره شي.

وړ خواړه وخورئ، د غوړو له زيات خوراک او د مالګي له ډ ېرو خوړلو څخه ډډه وکړئ.

ـ که روحې اندېښنې لرئ د ليري کولو هڅه يې وکړۍ او په اړه يې له ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.

د وينې د لوړ فشار د تداوي يا د دې ناروغۍ له بدو پايلې د ساتلو په موخه په کار ده چې د طب د داخلې د څانګې له متخصص ډاکټر سره مشوره وشې، کېدای شې د پورتنۍ لاري سره سره يې د درملو په توصيه کولوهم تداوي کړې.

خو بايد ټينګار وشي چې د دې ناروغي له خطراتو څخه د ساتنې په موخه د ژوندانه د سالمې او ګټورې لارې څخه چې پورته ترې يادونه وشوه کار واخستل شي.

د لوړ فشار له امله د کوزن منځ ته را تلل :

د وينې د لوړ فشار له امله په وجود کې د راپورته شويو ستونزو له جملي څخه يوه هم د کوزڼ منځ ته راتلل دي، لوړ فشار ډير کله وګړې له مرګ او يا هم له کوزڼ سره مخ کوي.

پورته يادونه وشوه چې د وينې فشار د لوړېدو وېره په ځانګړې ډول په هغو کسانو کې چې عمر يې له پنځه څلوېښت کلنۍ څخه لوړ وې زياته ده

چې په اخته کسانو کې د زړه په حملې برسېره ډير کله د اخته کس د خولې پر کوږوالي، د لاس او پښو د ندې دله منځه تلو هم لامل ګرځي، کله يې له امله د سترګو ديد هم کمېږي.

د وينې لوړ فشار له نورو غړو سره سره تر ټولو بد تاثير په عصابو هم لري دا تاثير د دې لامل ګرځې چې د اخته کس د بدن د يوې برخې حس يا د دواړو برخو حس له منځه ولاړ شي.

د وينې د لوړ فشار له امله د عصبې نظام فعاليت کمزوری او خراب شي چې په نتېجه کې د ټول وجود ياد وجود يوه غړي او برخي فلج رامنځ ته کېږي.

که د ټول وجود فلج رامنځ ته شې جنرل پارالايسيس، که د وجود د پورتنۍ برخې وي همي پليچيا، که د وجود د ښکتنۍ برخې وي پراپليچيا او که يوازې مخ يا د مخ يوه برخه فلج شوې وې ورته في شي ايل پارالايسيس ويل کېږي.

د پوليو او کوزڼ يا د فشار له امله د رامنځ ته شوې فلج اوپوليو تر منځ فرق دا دی چې پوليو معمولاً له پنځو کالو ښکته ماشومان ګواښې او کوزڼ په هغو کسانو کې منځ ته راځې چې عمر يې له پنځه څلويښت کلنۍ څخه لوړ وي او د لوړفشار حملې پرې راځې.

تړلې لیکنې[سمول]

وینه فشار زړه