خاکرېز ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خاکرېز ولسوالۍ
خاکریز
د خاکریز سیمه د پسرلي په وخت کي
د خاکریز سیمه د پسرلي په وخت کي
د خاکریز سیمه د پسرلي په وخت کي

Map
کورډېناټونه: ۳۱°۵۹′۰۶″شمال ۶۵°۲۸′۲۲″ختیځ / 31.985°شمال 65.47277778°ختيځ / 31.985; 65.47277778  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد کينډۍ:Afghanistan
ولایت کندهار ولايت
پراخوالی
لوړوالی 1530 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (۲۰۱۲)
 • ټولټال ۱۹،۲۰۰
وروستي مالومات
وخت زون + 4.30
جيو کوډ 7053302  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د خاکرېز په ولسوالۍ کي د شاه مقصود (رح) مزار

خاکرېز ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت یوه ولسوالۍ ده.

په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۹،۲۰۰ وگړو ته رسېږي. خاكرېز ولسوالي له كندهار ښار څخه لېري پرته ولسوالى ده، چي دا مهال ډيره ناامنه ده. د نوموړي ولسوالۍ مهم پيداوار ځيره، جواري، غنم، انگور او انار دي او زيات شمېر اوسيدونكي يې په كرهڼه بوخت دي او تقريباً ۶۰ كيلومتره سړك پكښي تير سوى چي ټوله خام دئ او نه دئ رغول سوى. د نوموړي ولسوالۍ مځكي د كاريزونو په واسطه اوبېږى، چي هغه يې هم زيات ډك سوي او د هغه د پاكيدو كار نه هم دولت كړى او نه هم د كومې موسسې لخوا څخه په دغه اړه کوم څه تر سره سوي دي.نوموړې ولسوالي د ولسوالۍ تعمير نه لري او د امنيه قومندانۍ د تعمير د رغيدوكار يې اوس روان دئ او په نژدې راتلونكي كي به بشپړ سي.په نوموړې ولسوالى كي يو كلينيك فعاليت لري، دغه راز د ملي پيوستون لخوا څخه په نوموړې ولسوالي كي يو شمير پروژې ترسره سوي دي، خو د امنيت د خرابوالي له امله نورو موسسو زړه نه دى ښه كړى، چي په خاكريز كي د بيارغوني او نور كارونه ترسره كړي. نوموړې ولسوالي د ولسوال په گډون ټول ۹۰ تنه پرسونل لري، چي په هغو هم د ولسوالۍ امنيت ساتي او هم يې نوري چاري پر مخ بيايي. په نوموړې ولسوالي كي مختلف قومونه ژوند كوي، چي لويه برخه يې پوپلزي او الكوزي او بيا په ترتيب سره توخي، كوچيان، اڅکزي، محمدزي، اهل تشيع او نورزي تشكيلوي.

د وسپنې کان

د وسپنې کان د کندهار ښار شمال لور ته د ٦٠ کيلومترۍ په واټن په خاکرېز ولسوالۍ کې دى، د لومړنۍ سروې له مخې په دغه کان کې ٨،٥ ميليونه ټنه وسپنه اټکل شوې، خو د نا امنۍ له امله يې د را ايستنې په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى. [۲]

نوروز په خاکرېز ولسوالۍ کي

په کندهار کې له دود سره سم د نوي کال جشن ددغه ولایت د خاکریز ولسوالۍ د شاه مقصود آغا په زیارت کې د بيرغ په پورته کولو سره پیل کېږي. ددغه جشن یا نوي کال د لمانځلو لپاره د کندهار ښار د اوسیدونکو سربیره د کوټې او چمن څخه هم پښتانه خاکریز ولسوالۍ ته ورځي. [۳]

دا هم وگورۍ

سرچينې

  1. GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537222 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پانجوک ويبپاڼه 2014. "د کندهار د خاکريز ولسوالۍ چي د وسپنې کانونه هم لري". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. نشرونه په ٢١ مارچ ٢٠١٥ - ١ وری ١٣٩٤ د بي بي سي پښتو لخوا. "په خاکريز ولسوالۍ کي د نوروز جشن". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)