تنفس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تنفس Respiration هغه عمل ته ويل کيږي چي وروستي هايدروجن قبلونکي ماليکولي هایډروجن وي. يا په عمومي ډول هغه عمل دي چي انرژي منځته راولي او يو Oxidation عمليه ده او په دري ډوله دي .

هوازي تنفس[سمول]

يو عمل دي چي د يو قسم مسايل جوړه وي او د Oxidation, Reduction تعامل څخه منځته راځي. دوهمه او وروستي يي هايدروجن قبلوونکي دي چي د ازاد اکسيجن پواسطه صورت نيسي او پدي ترتيب سره انرژي توليديږي .

ان ايروبيک ريسپايريشن[سمول]

ان ايروبيک ريسپايريشن دا هغه قسم تنفس دي چي بغير د ماليکولي اکسيجن څخه نورو غيرعضوي موادو هايدروجن قبلوونکي په حيث وظيفه ترسره کوي. لکه نايتريت، سلفيت، کاربونيت (Co3) او نور مرکبات. لکه تيتانوس بکتريا، سپايرويست، سفلس، بسيلي، سپورتوليدونکي Clostridium او نور. غير هوازي بکتريا خپل د ضرورترور انرژي د تخمر عملي په وخت کي (Fermentation) اخلي او کاربنداي اکسايد ازادوي .

اختياري هوازي تنفس[سمول]

د هوا اکسيجن په موجوديت او نه موجوديت کي تنفس ترسره کولي شي، دا ډول بکتريا په هغه هوا کي چي لرونکي د لږ مقدار اکسيجن وي ژوند کوي دا ډول بکتريا دmicro aerophilic په نوم ياديږي، د دي ډلي بکترياو څخه چي د ناروغي د منځته روړلو سبب کيږي عبارت دي له Strepto cocci او Typhoid bacilli څخه .