د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ځمکپېژندنه (انګلیسي: Geography)ځمکپېژندنه په حقیقت کې د جوړو شویو انساني ټولنو د اړیکو څېړنه د دوی د ژوند له چاپېریا ل سره ده. یا په بله مانا ځمکپوهنه هغه پوهنه ده چې د ځمکې د سطحې او د ځمکې په سر د شته طبعي څېزونو لکه: اوبه، هوا او خاورې او د ځمکې پر مخ د نورو څیزو اړیکې له انسانانو سره څېړي. چې بیا د دې هر یوه توکو څېړنې له دې پوهنې سره نورې څانگې هم ورزیاتې کړي لکه: ځمکپېژندنه، هوا پېژندنه. ستورپوهنه، خلکپېژندنه، ژونپوهنه او داسې نورې برخې
'نور...
کانپوهنه (په انگرېزي: Mineralogy) د زمکپوهنې يوه څېرمه زده کړه ده چې د کانونو کيميا، کرسټالي جوړښتونو او فيزيکي ځانتياو په اړه څېړنې پکې ترسره کېږي. په کانپوهنه کې نورې ځانگړې زده کړې، د کانونو آر او د جوړښت بهير، د کانونو ډلبندۍ، د هغوی جغرافي وېش او د کانونو استخراج هغه نورې ځانگړې زده کړې دي چې په کانپوهنه کې نغاړل شوي.
لاوا تونل طبيعي تونلونه دي چې اورغورځوونکې لاوا يې تر خپل شا پرېږدي، ويل کيږي چې دا ډول تونلونه د سپوږمۍ په سطحه هم ليدل شوي دي.
سمول د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې
| |
|