بوینس آیرس
د بوینوس آیرس خپلواک ښار | |
---|---|
Ciudad Autónoma de Buenos Aires | |
(هسپانوي: Ciudad Autónoma de Buenos Aires) (لاتيني امريکايي هسپانوي: Ciudad de Buenos Aires) |
|
په شپه کې د ښار منظره
| |
ملکه الپلالتا، د جنوبي امریکا پاریس، پلازمینه تانګو، د کتابونو ښار، پامپاس پاریس، د لاتینی امریکا هنري پلازمینه | |
په ارجنټاین هیواد کې د بوینوس آیرس خپلواک ښار نقشه
| |
موقع د بوینوس آیرس خپلواک ښار
| |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۴°۳۶′۱۲″ سویل ۵۸°۲۲′۵″ لویدیځ / 34.60333°سويل 58.36806°لويديځ | |
خپلواکی | ۱۵۳۶, ۱۵۸۰ |
اداري وېش | |
هیواد | ارجنټاين |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• والي | ماوریکیو ماکری |
• وکیلان | ماریا ایګنیا استنسورو سامویل کابانچیک دانیل فیلموس |
پراخوالی | |
• ښار | ۲۰۳ کلوميټر٢ (۷۸ میله مربع) |
• ځمکه | ۲۰۳ کلوميټر٢ (۷۸ میله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۴٬۷۵۸ کلوميټر٢ (۱٬۸۳۷ میله مربع) |
لوړوالی | 25 متر |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۱) | |
• ښار | ۲٬۸۹۱٬۰۸۲ |
• د نفوسو کثافت | ۱۴٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۳۷٬۰۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۱۲٬۸۰۱٬۳۶۴ |
د گڼه گوڼې نوم | porteño (m), porteña (f) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | ART (ه.ن.و۳-) |
C1000-14xx | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۰۱۱ |
جيو کوډ | 3435910 |
آی اېس او 3166 | AR-C[۱] |
خورلڼې ښارونه | برلين (۱۹ مې ۱۹۹۴–)
ساو پاولو (۱۹۹۹–)[۲] آتن بلګراډ بوګوتا د مشق تل آویو قاهره کيېف (۷ سپټمبر ۲۰۰۰–)[۳][۴] مادريد مونټي ویډو مسکو ناپل اوساکا بېجنګ پراګ رايو ډي جينېرو روتردام سانتیاګو سيول وارسا میلان پالرمو بارسلونا بېروت مکسیکو ښار (۲۰۰۶–) کيپ ټاؤن استانبول لندن اوهايو آټاوا کیتو زګريب باسیلیکاتا سینټ پیټرزبورګ (۲۰۱۰–)[۵] رام الله کوشیتسه ښار |
HDI | high ۰٫۹۵۳ |
رسمي وېبپاڼه | www.buenosaires.gov.ar |
سمول |
بوینس آیرس د ارجنټاین هیواد پلازمینه او لوی ښار او بندر دی.
بوېنس آیرس (په انګلیسي: Buenos Aires)، چې په رسمي توګه «د بوېنس آیرس خپلواکمن ښار» (په سپانیوي: Ciudad Autónoma de Buenos Aires) یادېږي، د ارجنټاین پلازمېنه، تر ټولو لوی او لومړی درجه ښار دی. دغه ښار د ریو دو لا پاتا په لوېدیځه څنډه کې، د سویلي امریکا سویلختیځ ساحل په غاړه واقع شوی دی. «Buenos Aires» کېدای شي د «ملایم شمال» یا «ښه هوا» په توګه وژباړل شي، خو پخوانۍ معنی یې، په شپاړلسمې پېړۍ کې د بنسټ اېښودونکو تعبیر ؤ، چې د «Real de Nuestra Señora Santa María del Buen Ayre» اصلي نوم په کارولو سره، د ایټالیا په ساردینیا کې د بوناریا له مدونا وروسته نومول شوی ؤ. [۶][۷]
د بوېنس آیرس ښار نه د بوېنس آیرس ولایت یوه برخه ده او نه د ولایت مرکز؛ بلکې یوه خپلواکمنه سیمه ده. په ۱۸۸۰ز کې، له څوګونو لسیزو سیاسي مبارزو وروسته، بوېنس آیرس فدرالي شو او د بوېنس آیرس له ولایت څخه ووت. د ښار محدوده پراخه شوه او د بېلګرانو او فلورس ښارونه پهکې شامل شول؛ اوسمهال دواړه ښاري سیمې دي. د ۱۹۹۴ز کال د اساسي قانون تعدیل لهمخې، دغه ښار خپلواکمن اعلان شو، له همدې امله، رسمي نوم یې «د بوېنس آیرس خپلواکمن ښار» دی. ښاریانو په ۱۹۹۶ز کال کې د لومړي ځل لپاره د دولت مشر وټاکه؛ مخکې تر هغو، ښاروال د ارجنټاین ولسمشر لهلورې په مستقیم ډول ټاکل کېده.[۸][۹]
تاریخ[سمول]
د ښکېلاک پېر[سمول]
په ۱۵۱۶ز کال کې، ماڼو او کاشف «خوان دیاز دو سولیس»، چې د سپانیا په نوم یې بېړۍ چلوله، لومړنۍ اروپایي وګړی ؤ چې ریو دو لا پاتا ته ورسېد. د اوسنۍ یوراګوای د چاروا قبیلې د یوه برید پر مهال ووژل شو او پهدې سره یې ماموریت لنډ شو. د بوېنس آیرس ښار لومړي ځل لپاره د «Ciudad de Nuestra Señora Santa María del Buen Ayre» په نوم ونومول شو چې تحتاللفظي معنی یې «د ملایم شمال زموږ د سېنت آغلې ماري ښار» ده او بنسټ یې د ۱۵۳۶ز کال د فبروري په ۲یمه نېټه، د یوې سپانیایي استازې ډلې لهخوا، چې مشري د پدرو دو مندوزا پر غاړه وه، کېښودل شوی دی. د مندوزا لهلورې تاسیس شوی استوګنځی د اوسمهال بوېنس آیرس د سان تېلمو سیمې، د ښار د مرکز په سویلي څنډه کې واقع شوی ؤ.
د بومي وګړو لهخوا د زیاتشمېر بریدونو لهامله، کډوال له دغې سیمې ووتل او په ۱۵۴۲ز کې متروکې سیمې ته واوښته. دوهیم (او دایمي) استوګنځی د خوان دو ګري لهخوا د ۱۵۸۰ز کال د جون پر ۱۱یمه تاسیس شو؛ نوموړی له پارانا سیند څخه پورې واوښت او د اسونسیون (اوسمهال د پاراګوای پلازمېنه) لهلارې دغې سیمې ته ورسېده. هغه دغه ښار د «Santísima Trinidad» په نوم یاد کړ او بندر یې «Puerto de Santa María de los Buenos Aires» ونومول شو.[۱۰][۱۱][۱۲]
بوېنس آیرس له همهغه پيل څخه، تر ډېره سوداګرۍ ته تړلی ؤ. د اوولسمې پېړۍ په ډېریو کلونو کې، سپانیایي بېړۍ د سمندري غلو له ګواښ سره مخ وې، نو لهدې امله هغو یو پېچلی سیسټم رامنځته کړ چې بېړۍ به د یوه نظامي محافظت په مرسته په یوه کاروان کې مرکزي امریکا ته لېږل کېدلې او له سویا څخه لیما، پیرو ته او وروسته بیا د سلطنت نورو ښارونو ته لېږدول کېدلې. لههمدې امله، بوېنس آیرس ته د محصولاتو رسېدل ډېر وخت نیوه او د حمل او نقل د مالیاتو لهامله یې لېږدونه ډېره ګرانه تمامېده. دغه طرحه د بوېنس آیرس سوداګران ناهیلي کړل او صنعت یوه غیررسمي ارامه بڼه ونیوله او د ښکېلاکي سیمو او له پرتګالیانو سره راکړه ورکړه پیل شوه، چې د چارواکو لهخوا هم دغه ډول سوداګري تایید شوه. د سوداګرۍ دغه بڼه د پورتېنوییانو (د بندري ښارونو وګړي) او سپانیایي چارواکو ترمنځ خپګان راولاړ کړ.
نولسمه او شلمه پېړۍ[سمول]
د نولسمې پېړۍ په ډېریو کلنو کې د ښار سیاسي وضعیت د یوې حساسې موضوع په توګه پاتې شوه. دغه ښار پخوا د بوېنس آیرس ولایت پلازمېنه وه او د ۱۸۵۳ او ۱۸۶۰ز کلونو ترمنځ د بوېنس آیرس جلا شوي ایالت پلازمېنه وه. دغه موضوع تر یوه ځلي زیات د مبارزې په ډګر کې شخړه راولاړه کړه ترڅو دغه ستونزه په ۱۸۸۰ز کال کې حل شوه؛ سیمه فدرالي شوه او د دولت مرکز شو چې ښاروال یې د ولسمشر لهخوا ټاکل کېده. کازا روزادا د ولسمشر ځای ؤ. [۱۳]
په بېوزلهمېشتو سیمو کې د نري رنځ کچه ډېره لوړه وه او روغتیایي وضعیتونه وژونکي وو. د عامه روغتیا نومهال ډاکتران او سیاستوال په ټولیز ډول هم بېوزله وګړي او هم د هغو کاږه واږه استوګنځي (conventillos) او کورونه د دغې وېرجنې ناروغۍ د خپرېدو لاملونه ګڼل. وګړو د ساري ناروغیو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه، عامه روغتیایي کمپاینونو (لکه: د واټونو پر مخ د لاړو تو کولو، د ماشومانو او کوچنیانو لپاره د څارنې سختې کړنلارې او قرنطینونه چې کورنۍ یې لهخپلو ناروغو عزیزانو څخه لېرې کولې) ته پام ونهکړ. [۱۴]
د ګمرکي مالیاتو، د ارجنټاین بهرنۍ سوداګرۍ او همدا راز د حاصل ورکوونکو لویو جلګو د رامنځته شوې شتمنۍ سربېره، د نولسمې پېړۍ په دوهیمې نیمایي کې د اورګاډي پتلیو پراختیا لپاره فابریکو ته د خامو موادو د راوړلو لهامله د بوېنس آیرس اقتصادي قدرت کچه لوړه شوه. څرنګه چې بوېنس آیرس د اروپا کډوالو، په تېره بیا ایټالیاییانو او سپانیاییانو لپاره ډېر غوره ښار ؤ، له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۳۰ز کال پورې بوېنس آیرس یو څوفرهنګي ښار شو چې د اروپایي سترو پلازمېنو په کتار کې راغی. په دغه موده کې، د کولون تالار د نړۍ په کچه د اوپېرا غوره سالون وګرځېده او دغه ښار د راډیو، تلویزیون، سینما او تیاتر سیمهییزه پلازمېنه وګرځېده. د ښار لوی واټونه د همدغو کلونو په لړ کې جوړ شول او د شلمې پېړۍ په پيل کې د سویلي امریکا تر ټولو جګې ودانۍ او د ځمکې لاندې لومړنی سیستم په دغه ښار کې تاسیس شو. له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۸۰ز پورې د ودانیو دوهیمې غوړېدا په اوږدو کې د ښار مرکز او ډېرو برخو په بڼه کې بدلون راوست.
بوېنس آیرس د ارجنټاین د نورو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو د کډوالو پام هم ځان ته راواړوه. د ۱۹۳۰ز لسیزې په اوږدو کې د خوارانو محلې (د میسریا ویلاګانې) د ښار صنعتي سیمو پر چاپېره مخ په وده وې او لهامله یې د بوېنس آیرس جمعیت په منځ کې ګڼشمېر ټولنیزې ستونزې او تولنیز توپیرونه رامنځته شول. دغه ګارګران د پېرونیزم سیاسي قشر رامنځته کړ، چې دغه پېرونیزم د ۱۹۴۵ز کال د اکټوبر پر ۱۷مه، په پلازا دو مایو کې د محوري لاریونونو پر مهال راولاړ شو. د لوی بوېنس آیرس د صنعتي کړۍ کارګران د پېرونیزم اصلي ملاتړ کوونکې سرچینه وه او پلازا دو مایو په دغه هېواد کې د ډېریو لاریونونو او سیاسي پېښو ځای ؤ؛ سره لهدې، د ۱۹۵۵ز کال د جون پر ۱۶مه، د سمندري ځواکونو یوې منشعبې ډلې پر پلازا دو مایو سیمې باندې بمبار وکړ چې لهامله یې ۳۶۴ ملکي وګړي ووژل شول. دا یوازېنی ځل ؤ چې پر ښار باندې د هوا لهلارې بمبار وشو او له دغې پېښې څخه درې میاشتې وروسته یو نظامي پاڅون ترسره شو چې په پایله کې یې د پېرون ولسمشر حکومت نسکور شو.[۱۵]
سرچينې[سمول]
- ↑ پیوستون : 2bd8607d-56fe-4fa1-96e3-3badd6a98588 — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
- ↑ http://legislacao.prefeitura.sp.gov.br/leis/lei-14471-de-10-de-julho-de-2007
- ↑ https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
- ↑ https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
- ↑ https://kvs.gov.spb.ru/en/agreements/
- ↑ "Buenos Aires City". The American Heritage Dictionary of the English Language. (2001). Boston: Houghton Mifflin Harcourt.
- ↑ Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405881180 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Ruiz Moreno, Isidro (1986). La federalización de Buenos Aires: debates y documentos. Buenos Aires: Buenos Aires: Hyspamerica. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-950-614-467-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Censo 2010. Resultados provisionales: cuadros y grá" (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Aborígenes de la Argentina Archived 5 June 2014 at the Wayback Machine.. (Spanish) John D. Torres Barreto. Retrieved 9 February 2012.
- ↑ Pedro de Mendoza. (Spanish) Retrieved 8 February 2012. Archived 11 July 2014 at the Wayback Machine.
- ↑ "Calendario Histórico – Segunda fundación de Buenos Aires" (په هسپانوي ژبه کي). Government of the Autonomous City of Buenos Aires. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسينېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Calendario Histórico – Segunda fundación de Buenos Aires" (په هسپانوي ژبه کي). Government of the Autonomous City of Buenos Aires. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسينېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Diego Armus, The Ailing City: Health, Tuberculosis, and Culture in Buenos Aires, 1870–1950 (2011)
- ↑ Guía visual de Buenos Aires centro histórico, Clarín Viajes, 2001.
- Pages with script errors
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د es-419 ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1448
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د انځور خرابه اندازه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1376
- د خاصيت کارولو پاڼې P2044
- د خاصيت کارولو پاڼې P281
- جيو کوډونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P300
- په ويکيډاټا کې خورلڼې ښارونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- هغه مخونه چې کينډۍ:استوګنيزه سيمه مالومات کاروي د نامعلومو دلیلونو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P982
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کي چي د هسپانوي (es) ژبې سرچينې موجودې دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه