اينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اينه
انساني جسم کې د اينې ځای

اينه (په انگرېزي: Liver) په شمزۍ دارو او نورو ژويو کې يو حياتي اورگان دی. دا اورگان د انسانانو او ژويو په بدن کې ډېرې دندې ترسره کوي چې په دغو کې د بدن نازهرجن کول، د پروټينو جوړښت او هضمي کړنو کې اړين ژونکيميايي توکي جوړول دي. د ژوندي پاتې کېدو لپاره اينه يو اهم اورگان دی، که څه هم چې د اينې ډايليسېز د لنډې مودې لپاره کارېدلی شي خو دم مهال داسې هېڅ کومې لارې چارې نشته چې د اينې د نشتون جبران کړي.

د بدن همدا غړی په استقلاب کې ډېر اهم رول لري او په بدن کې يو شمېر کړنې لکه د گلايکوجن زېرمه، د وينې د سرو توکو تجزيه، د پلازما د پروټينونو جوړښت، هورموني توليد او د بدن نازهرجن کول د اينې له اهمې دندو شمېرل کېږي. اينه د پرين نه لاندې د گېډې په سيمه کې ځای پر ځای ده. دا اورگان يو الکلاين مرکب چې د تريخوب يا صفرا په نوم يادېږي جوړوي. د تريخوب دنده د بدن د شحمياتو هضمول دي. اينه له يو ځانگړي ژونپوهنيز ووب نه جوړ دی چې د ډېرې لوړې اندازې ژونکيميايي تعاملونو د زغملو او اداره کولو توان لري، په دغو ژونکيميايي تعاملونو کې د وړو او پېچلو ماليکيولونو جوړېدنې او ماتېدنې نغښتې دي، چې د حياتي کړنو لپاره ډېر ضروري دي.[۱]

په طبي چارو کې اينې ته د هېپاټو يا هېپاټېک په نوم اشاره کېږي، دا اصطلاح د يوناني ژبې د هېپر (ἡπαρ) له نوم نه راوتلې چې د اينې په مانا دی. په عربي ژبه اينې ته کبد وييل کېږي.

اناتومي

اينه يو سور-نسواري رنگه اورگان دی چې په بڼه او په کچه څلور ناموزونه لېرگۍ لري. د يوې انساني اينې تول له 1.44 - 1.66 کيلوگرامه وي،[۲] دا يو نرم، گلابي-نسواري رنگه، مثلثي اورگان دی. دا په انسان کې تر ټولو لوی داخلي اورگان (د بدن څرمن تر ټولو اورگانونو لوی اورگان دی) او تر ټولو لوی غباندی دی.

دځیگر داخلي جوړښت څه ډول دی

ځیگر له گڼو حجرو جوړ شوی دی چې دبیلابیلو موادو د ترشح لپاره فعالیت کوي دځیگر حجرې په داسې بڼه سره یوځاي شوي دي چې یوه لاره یې سره نغاړلې د ه او دغه لاره یامجرا دصفراوي موادو دتشولو دنده لري صفرا دځیگر د حجرو په وسیله جوړیږي او دوړو نلکو په وسیله لوې لارې یا نلکې ته ورځي دغه وړې لارې هم یو بل سره گنډل شوې دي او بالاخر ه درستې په یوې لارې کې تشیږي دغو لارو ته صفراوي لارې وايي. دې ته په پام سره چې ځیگر له دوو لویو برخو یا (لوپونو )جوړ شوی دی نوله هرې برخې چې صفراوي نلکه رواځي دهماغه لوپ یا برخې په نوم یادیږي یعنې ښۍ او چپه صفراوي لاره یې بللې دي چې دغه دواړه لارې هم سره یوځاي کیږي او په گډه صفراوي کڅوړې ته تشیږي . صفراوي کڅوړه چیرته ده ؟: صفراوي کڅوړه گلابي رنگ لري اودځیگر په ښکتنۍ برخه کې له دغه غړي سره نښتې ده صفراوي لارې چې په ځیگرکې تیرې شوې دي په گډه خپله صفرا چې دځیگر حجرې ېې جوړوي دغې کڅوړې ته تشوي .

صفراوي کڅوړه څه دنده لري

صفراوي کڅوړه درې اساسي دندې لري لومړی داچې دصفرا زیرمتون دی يعنې صفراپکې ساتل کيږي .دغه ماده په پر له پسې ډول ځیگر کې جوړیږي خو یوازې داړتیاپه وخت کولمو ته تويږي نو صفراوي کڅوړه صفراوي ماده ساتي اوپه مناسب وخت کې دهورمونونوپه ځواب کې دغه کڅوړه ځان راټولوي او خپله صفرا کولموته آستوي دا دصفراوي کڅوړې دوهمه دنده ده او ددغې کڅوړې دریمه دنده دصفراغلیظه کول دي .په هغې موده کې چې صفرا په کڅوړه کې پاتې کیږي له هغې ضافي اوبه جذب کیږي په دې ډول نه پریږدي چې اضافي اوبه له بدنه ووځي .


سرچينې

  1. Maton, Anthea (1993). Human Biology and Health. Englewood Cliffs, New Jersey, USA: Prentice Hall. OCLC 32308337. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-981176-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cotran, Ramzi S.; Kumar, Vinay; Fausto, Nelson; Nelso Fausto; Robbins, Stanley L.; Abbas, Abul K. (2005). Robbins and Cotran pathologic basis of disease (الطبعة 7th). St. Louis, MO: Elsevier Saunders. د کتاب پاڼې 878. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7216-0187-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)