اوبړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اوبړۍ

اوبړۍ (په انگرېزي: algæ) د اوبو واښه يا سمندري بوټی دی. سريزه

    پوهني وزارت اولايحې سره سم هر محصل ته ددوهم ټولګې په پاى کې يوه موضوع ورکول کيږي ترڅودسيمنارپه ډول دهغې څخه دفاع وکړي په همدې اساس ماته هم دچپرهارحمايو دارالمعليمين دکيميا اوبيولوژي څانګې له خوادمحترم استادعتيق الله لودين  د لارښونې لاندې يوه علمي موضوع دليړو ګانوروزنې په نوم راکړل شوه.
   دنوموړي موضوع په ترتيب اوتنظيم کې مادبيولوژي دمعتبروکتابونوڅخه استفاده کړې ده اوکوشش مې کړى دى هغه موضوعات په کې ځاى کړم چې دلوستونکوداستفادې وړوي.
   په پاى کې دکيميا اوبيولوژي  څانګې دټولواستاذانوڅخه اوخصوصادخپل لارښوداستادعتيق الله لودين څخه        مننه کوم چې ماسره يې دموضوع په ترتيب اوتنظيم کې پوره همکاري کړې ده دالله (ج)له دربار څخه ورته اجر عظيم غواړم .
                        په درنښت

عزيزالله) دچپرهاردحمايوي دارالمعليمين د کيميااوبيولوژي څانګه ددوهمم ټولګي محصل .


د الجيانو فايلم

    الجيان دتېلوفايتادبوټوهغه ډله ده چې حقيقي ريښه، تنه (ساقه)اوپاڼې نه لري اوتېلوفايتاپه دوو لويو ډلو يعني الجيان (Algae)او فنجيانو(fangae)باندې تقسمېږي  .تېلوفايتادجسامت په لحاظ هم له يوبل څخه فرق لري ځينې لکه باکترياوې  او  واړه ،کوچني  زره بيني ژوي دي چې په مايکرون سره اندازه کېږي .
    الجي هغه تېلوفايتادي  چې شين کلوروفيل رنګ لري خوکېداى شي په ځينو ډولونو کې يې کلورفيل دنورو رنګونو لاندې پټ شوي وي .دسمندري او بحري بېکاره بوټوپه نامه سره شهرت لري د تېلوفايتا له مهمو نباتاتو څخه شميرل کيږي  هغه مضمون چي الجيان پکى مطالعه کيږي د فايکو لوژي(phycology ) په نامه ياديږي  څرنګه جې الجيان کلوروفيل لري نوځکه دلمر د وړانګو په شته والي کې د ساده  غيري عضوي موادو (H2O)او (CO2)څخه لمړي قندي مواد جوړوي چې دې عملي او کيمياوي تعامل ته ضيايي ترکيب يا (Photosyn thysis)وايې چې معادله يې په لاندې ډول ده.
                                                                                                                                                                                      کلوروفيل
                C6H12O6+O2 		                       6 CO2+6H2O                                                             دلمر وړانګې                                  
     الجيان په عمومي توګه په اوبو ،ډنډونو ،حوضونو ،جهلونو او سيندونواوهمدارنګه دبحرونوپه تروو اوبوکې پېداکېږي.همدارنګه الجيان دوچې په نمناکوځايونودونولاندې اودډبروترڅنګ وده کوي ځيني وختونه دنورواجساموسره يوه ځاى دسيمبيوسيز  symbiosis))   په ډول ژوند کوي .
    
   لکه د ډبروګل (lichens) چې دالجې اوفنجي ديوځايوالي څخه منځ ته راغلي دي .الجيان يوحجروي هم شته چې ازاد ژوند لري لکه دکلامېدوموناس (chlamdomonas) چې فلاجيل هم لري او بيضوي شکل لري ځينې بيادکالوني اوټولني په شکل ژوندکوي چې دفايتوپلانګتون (phytoplanktones) په نوم     يادېږي له همدې څخه ماهيان داوبوحيوانات دغذاپه توګه کاراخلي .

ځينې الجيان ګنده خوړونکي سيروفايت ( saprophyte) هم وي چې دعضوي موادو دتجزيې سبب ګرځي . همداشان عالي نباتات دالجيانوڅخه منځته راغلي دي او دا دنباتاتوپرمخ تللي ګرپونه دي مخکې له دې چې الجيان داوبوڅخه وچ محيط ته ووځي دهغوۍ په جوړښتونو کې په نسبي ډول يو څه پيچلتوب منځ ته راځې. وچ محيط ته د نباتاتو د باندي راوتل په احتمالي ډول د پاليوزيک(palezoicپه زمانه کې صورت نيولي دي .

    په دي باندي په باوري ډول ښه نه پوهيږو  چې کومو الجيانو  د عالي نباتاتو بنسټ او اساس ايښي دي خود معاصرو  نظرياتو  څخه دا څرګنديږي چې په احتمالي ډو ل د نصواري  رنګه الجيانو (phaeophyta)څحه منځ ته راغلي دي او په هغوي کې يو پيچلي انقسام  صورت نيولي دي  په نصوا ري رنګه الجيانو کې څو حجروي پيچلى ګا ميټجم موجود دي  ځيني نبات پيژندونکي وايې چې عالې نباتات  د شنو الجيانو څخه  مينځ ته راغلي دي چې په  هغوي کې د شين رنګه پګمنټ  د موجوديت له امله يې  هغوي ته نږدي کوي خو په شنو الجيانو کې د انقسام  پيچلي شکلونه موجود دي عالي



نباتات د نصوار ي رنګه معاصرو الجيانو څخه مينځ ته نه دي راغلي بلکي د هغوي د ځينو ابتدايي اشکالو څخه چې ډ ېر پخواله منځه تللي وه او لرونکي دساده پېچلي جوړښتونو وه منځه ته راغلي دي کوم الجيان چې وچې ته دباندې راوتلي وه په څرګند ډول يې دنسل تبادلې له امله په اوبوکې نصواري رنګه الجيانودنسل دتبادلې مختلف شکلونه منځ ته راغلي وه . دمثال په ډول د لاميناريا(lamenaria) دانکشاف په دوران کې سپوروفايټ (sporophyte) يې انکشاف يافته او ګاميټوفايټ (gametephyte) دمايکروسکوپي نبات پ شکل دى ګاميتوفايټ يې په کلي ډول دانکساف له دوران خخه پاتي دي او نبات يواځي دسپيورفايټ په شکل موجود دي .

   اوپه کوتلري (cutleria) کې ددې په برعکس ګاميټوفايټ يې انکشاف يافته دى په پاى کې ديکتيوتا(Dictyota) کې دواړه نسلونه ګاميټوفايټ (Gametophyte) او سپوروفايټ (sporophyte) په عين شکل سره وده کړي ده په ظاهري ډول دواړه سره ورته دي ليکن دسايتولوژي له نظره دکروموزومونوسيټ اودتکثري مختلفو غړو دموجوديت له رويه سره توپير لري . 
    کوم نباتات چې دلومړي ځل لپاره داوبوڅخه وچې ته بېرون راوتلي دي په امتحاني ډول د ډيکتيوتا(Dictyota) په شان دي چې ګاميټوفايټ اوسپوروفايټ يې يوډول انکشاف کړى دى .
    اودنسل تبادله هم لري دځمکې دمخ ساده نباتات کوم چې مونږته معلوم دي هغه پسيلوفايټا(Psilophta) څخه دي چې بدون له شک او ترديد څخه دپسيلوفايټا نباتاتوڅخه دمخه يوډول اوږده نباتات چې ساده جوړښتونه يې لرل اوالجيانوته ورته وه موجود وه .

الجيان د اقتصادله حيثه ډېر اهميت لري دمثال په ډول دغذاپه حيث دالجيانوڅخه استفاده کېږي اوهم دقنداوځينوويټامينونوله حيثه لکه (A-B) ويټامين ډېر غني دي (c)او(D) ويټامين هم په الجيانو کې پيداکېږي همداډول دبکترياودکرني لپاره ديوښه وسط په حيث روغتونونو اولابراتوارونوکې استعماليږي .

   ايودين چې يوه ډېره مهمه غيري عضوي ماده ده په طبابت کې دجراحي په څانګه کې د ټينچرايودين (Tentur iodin) جوړلولپاره پکاروړل کيږي اودالجيانوڅخه هم لاسته راځي له بلي خوا ماهيانو او دنوروبحري حيواناتولپاره دغذايې موادو په حيث کار ورکوي اوهم دهغوۍ په تنفسي چاروکې ډېر مهم رول لري .
    دالجي حجروي دېوال دسلولوز اوپکتيني موادو له مخلوط څخه جوړشوي او دهغوۍ حجرې يې احاطه کړى دى .يا يوه ډله الجي کې حجروي دېوال ديوه سريښناکه پنډ پوړ په واسطه پوښل شوى او نوريې سليکان لري . د دوي دحجرې سايتوپلازم يو ياڅو هستې واکيولونه او کلويداستونه لري په الجي کې کلوروپلاستونه ډول ډول شکلونه اوبيل بيل رنګونه لري چې دکلوروفيل پګمينټ په هغوۍ کې حتمي دي .
   دډېروالجيانوپه کلوروپلاستونوکې دپيرينودپه نوم مخصوص پروتيني جسمونه ساتل کېږي هغوۍ په نشايسته اوړي اومستقيماپه کلوروپلاستوکې ذخيره کېږي بې له نشايستې په الجيانو کې نور پولي سکرايدونه اوهمدارنګه مونوسکرايدونه اوشحميات هم ترکيبيږي همداشان يوڅه الجي (شنه اوابي الجي)دفنجي (اسکومايسيتو دې) سره ګډژوند تېروي دوه ګډې ټولنې يې منځته راوړي دي .
   دالجي مارفولوجيکې ډولونه ډېر زيات دي تقريباټولې نوعي يې چې مايکروسکوپي دي اوله يوې حجرې څخه جوړشوي دي په خاوره کې ليدل کيږي . الجي دنايتروجن دبدلېدو په عمليه کې فعاله برخه اخلي .دوى منرالي (ناتيرايتي او امونيايې )نايتروجن په هغه عضوي موادوکې چې دپروتوپلازم په جوړښت کې ورننوځي بدلوي .الجي دځمکې دموادو په دوران کې ډېرعمده رول لوبوي لکه چې دوى عضوي مواد خصوصآهغه موادچې خاوره جوړوي توليداوغونډوي .

دالجيانوډولونه

   پخوانيوالجي پوهانو(Phycologists)الجيان يواځي درنګه موادو له مخې په ځلوروټولګيوتقسيم کړي وه اماپه تېروکلونوکې الجي پوهانوداډول طبقه بندي مصنوعي ګڼلي ده اودالجيانوطبقه بندي يې دجسم جوړښت دتکثري غړوڅرنګوالى د ذخيره شوي غذاډول اوبلاخره د رنګه پګمټونوپه اساس په (٧) ټولګيوتقسيم کړى ده .
   په همدې ډول الجي طبقه بندي دحجروي دېوال په کېماوي ترکيب،جوړښت اومتحرکوحجروکې دفلاجيل موقيعت،دضيايي ترکيب دپګمنټ خاص اوهمدارنګه په حجره کې دذخيروي عضوي موادوجوړېدو دطبقې نښوپه بنسټ ولاړه ده ددغونښو بنسټ الجيان يوڅوعمده ځانګړوګروپونو باندي ويشل شوي ده ددغوګروپو څخه هغه الجيان چې په خاورو کې په پراخه اندازي سره تيت دي بيان شوي دي .

حقيقي الجيان (True Algae)

   حقيقي الجيان (Eukaryotic cell)حجراتوپورې ارتباط لري اوپه عمومي توګه دغه الجيان کلورفيل لري اودفوتوسنتيزس عمليه مخکې بيايي اوحجروي دېوال يې له سلولوزڅخه جوړشوي دى دانباتات اصلي ريشه –ساقه –پاڼه نه لري اويومخصوص جوړښت منځ ته راوړي چې تيلس(Thalus)په نوم ياديږي ددې نباتاتوتکثرپه دريومختلفوطريقو سرته رسيږي .

١-(Vegetative Reproduction)

   په دې ډول تکثرکې دنبات يوبرخه جداکيږي اوجداشوي برخه کولاى شي چې يواځي يوطالوس (Thalus)مينځ ته راوړي .

٢- (Sporulation Reproduction)

       دغه نباتات کولاى شي چې دسپورپه وسيله هم تکثروکړي اودوه ډوله سپورونه مينځ ته راوړي .

الف- متحرک سپورونه :داسپورونوچې د(Planospore)په نوم ياديږي چې هرسپوردډېرفلاجيلا لرونکى وي . ب- غيرمتحرک سپورونه : داسپورونه چې د (Aplanospore)په نوم ياديږي داسپورونه فلاجيلا نه لري .

٣- (Gametic-Reproduction)

       دانباتات دګميټونوپه وسيله هم تکثرکوي چې داتکثردګميټونوديوځاى کېدوي په نتېجه کې صورت نيسي.
    چې مختلف ګميټونه سره يوځاى کيږي اوزايګوټ جوړوي چې دا زايګوټ انکشاف کوي اونوي نباتات منځ ته راوړي دګميټونويوځاى کېدل د(Anisogamy-Isogamy  او Oogamy په شکل صورت نيسي .



حقيقي الجيان دپګمنټونودرنګ په اساس په مختلفوډيويژنونو تقسيم شويدي . Eoglenaphyta Division شنه الجيان Division Chlorophyta Division Charyophyta Division Chrysophyta Division Phaeophyt Division Xonthophyta نصواري ياقهوي الجيان

 سره الجيان                                                          Division rhodphyta   


شنه آبي الجيان Cyanophyta

   دا فايلم د (٢٠٠٠___٢٥٠)ډولونه لري واحدالحجروي اويارشتوي جوړښت لري شنه ابي الجيان په عمومي توګه اتروتروف نباتات دي اوپه دې هم قادر دى چې د ارګانيک غذاګانوڅخه تغذيه وکړي ددې نباتاتوشين ابي رنګ غولونکى دى ځکه چې تور ،بنفش ،سور ،ژېړ ،شين ،يازيتوني شين او نور رنګونه لري .دشنو ابي الجيوحجرات (Prokaryotacell) حالت لري يعني دا الجي هستوي غشانلري اوهستوي مواد يې له سايتوپلازم سره ګډوي .داډول الجيان ديوې واحدي حجرې په شکل اوياديوې رشتې په شکل اوځينې يې په اجتماعي ياکالوني ډول سره ليدل کيږي برعلاوه ددې نباتاتوځينې انواع په بحرونوکې داوبوپه سطحه په متحرک ډول سره اشناکوي اودبحرپه سطحه په يوه لوړه پېمانه ليدل کيږي نوپه دغه صورت کې دبحر داوبو چې دغه الجيان يې د( PLANKTON)په نوم ياديږي ددې (planktan) ځينې انواع داوبوپه سطحه  قيرميزي ياسره طبقات تشکيلوي اوداوبورنګ ته تغير ورکوي نوله همدې سببه بحيره داحمرته سره بحيره يا (Red-sea) وايې ددې نباتاتوځينې انواع زهري موادتوليدوي چې د څښلواوبه انسانان مسموموي اوله بلې خواڅخه يولوى اقتصادي تاوان هم مينځ ته راوړي ځکه چې ددې نباتاتوځينې انواع په بحرونو کې دماهيانودوژلوسبب ګرځي هغه جنسونه چې زهري مواد توليدوي عبارت دي له (Anabaena) او (Microcystis)اونورد(Symbiois)په شکل ژوندکوي اوګلسنګونه                     (Lichens) مينځ ته راوړي ګل سنګونه يوډول مخصوص تيزاب افرازوي چې په غرنيومناطقوکې دتيږو دپارچه کېدوسبب ګرځي اويوډول مخصوصه زراعتي خاوره منځ ته راوړي چې نوموړي خاوره نورنباتات په ښه توګه نموکولى شي داډول (cyanophyta) د (Gleocapsa) او (Nostoc) په جنسونوپورې اړه لري اوددې نباتاتوځينې انواع رنګ نلر ي يعنې (Colorless) دي چې دا انواع په ځينوخاصوتکتيکونودبورې سره ګډيږي اويوډول مخصوصه شيريني ورڅخه په لاس راځي اودغه انواع عبارت دي له (Thiorix،Beggiota) څخه .همدارنګه دشنوالجيانودځينې نوعوڅخه په کېمياوي سروکې استفاده کيږي يعنې دنايتروجن د  نصبېدو(Nitrogen fixation)وظيفه اجراکوي په همدې ډول دشنوابي الجيانوحجروي دېوال د دوه طبقو څخه جوړ شوي دى خارجې طبقه يې د (Pectin sheath) په نوم سره ياديږي داخلي طبقه يې دپروتوپلازم په څنګ کې په عمومې ډول دسلولوزڅخه ترکيب شوى ده .
   چې دسلولوزي دېوال (Cellulosewall) په نوم ياديږي حجره يې په خپل رازکې مشخص سلولوزي ساختمان يعنې (مشخص اومعينه هسته اوهستچه )نه لري . دشنوابي الجيانوحجرې اکثره کوچنۍ خواستوانه اي کروي غيري منظم بيرل ډوله اونورشکلونه لري .همدارنګه شنه ابي الجيان دفوتوسنتيزعمليه پرمخ بيايې اودهغې فرعي محصول اکسجن دى اوځينې ددوى دهوا نايتروجن تثبيت کولي شي شنه الجيان دبکترياوپه شان واحدالحجروي هم دي اوځينې وخت اجتماعي (Colony) تشکيلوي چې دلعابي مادې په واسطه يودبل سره وصليږي .

دشنوابي الجيانوتکثرپه غيري زوجي ډول دي اودضيايي ترکيب څخه پس دهغوۍ په حجراتوکې ګلايکوجن ياګلايکوپروتين دذخيرې په ډول ليدل کيږي . الجيان عمومآپه تازه اوبوکي وده کوي اوددې ټولګى مهم نماينده ناستاک (Nastoc) دى چې په غيرې زوجي اوقلمه وهولوپه شکل تکثرکوي داډول الجي دزنتوفيل اوفايکوسيانين پګمنټونه لري .

   دشنه ابي الجيانوداستعمال په واسطه ځمکه له نايتروجن څخه غني کيږي په دې باره کې يوشمېرمملکتونوپوره تحقيقات کړي دي ددغه مايکرواورګانيزم کلچرونه خاورې ته داخلوي چې له همدې امله داعلميه دالګاليزشن په نوم ياديږي دالګاليزشن په سبب تروپيک زون اوډېر زيات د وريجوپه کرونده کې مطالعه شوي دي دالجيانو رطوبت ډېر خوښيږي اوپه هغه خاوروکې چې رطوبت يې کافي نه وي ښه تکثرنکوي دوريجوکروندې ډېري تر اوسه پورې دشنه ابي الجيانو(١٣٠)نوعي پېژندل 

شوي دي چې نايتروجن تثبيت کولى شي . Nostoc (ناسټک) : دا شين ابي الجي په ډنډونو او ولاړو اوبو کې د پوکاڼې په څېر ليدل کېږي که چيرې دا پوکاڼې وچاودلى شي يو ګڼ شمېر تاورنه ترې راوځي چې هر تار يې د حجراتو څخه تشکيل شوى دى يعنې د ناستاک حجرات د تسبيح د دانو په څېر سره نښتى وي اما هره حجره په خپل ذات کې مستقله وي . د حجراتو لړى په ځينو نقاطو کې يو ډول شفاف حجرت ليدل کېږي چې پنډ ديوال لري او په دواړو سرونو کې سوري لري دا حجرات د (heterocyst) په نوم ياديږي . هيتروسسټ د فيلامنټ په پارچه کېدو کې کومک کوي او ځينې وختونه د سپور په شان نيش وهي او نوى فيلامنټ رمنځته راوړي .





                                                                                                                                 (١) شکل 

لومړى اودوهم شکل دشنوابى الجيانو(cyanophyta )

                                                                                                                                 (٢)  شکل

شنه الجيان (Chlorophyta)

   شنه الجيان زيات انواع لري چې دمارفولوژي له نظره تقريباددغونباتاتو (٨٠٠٠) انواع ثابت شوي دي چې وحيدالحجروي اويارشتوي ډوله څانګيز جوړښتونه لري چې زياتره خوږو اوبو اوخليجونوکې ژوندکوي خوځينې نوريې په تروو اوبو کې هم خپل ژوندسرته رسوي .
   ددې نباتاتودترسباتو په وسيله داوبو رنګ شين ګرځي اوتقريبا د (١٠٠) مترو په ژوروالى کې هم پيداکيږي په همدې ډول دانباتات دنورو نباتاتوپه څيردغذايې موادو توليدونکې يا(Producer) دې له بلې خوا دغه نباتات په بحرونو کې دماهيانو لپاره مهم غذايې موادتشکيلوي کلوروفيل يې په کلوروپلاستونوکې ځاى لري چې کلوروفلاستونه يې شين رنګ لري حجرات يې مشخص اومنظمې هستې لري .
   حجروي ديوال يې دسلولوزڅخه جوړشوي دي داوبړۍ خواړه دنشايستې په شکل ذخيره کوي دمثال په ډول کلاميدوموناس (Chlamydomonas) دى چې يوحجروي الجي دي چې کلوروپلاست يې پياله ماننده ساختمان لري .

شکل يې ګرد يابيضوي دى چې ديونازک دېوال په واسطه پوښل شوي دي دحجرې په پورتني برخه کې يې دوه سلياليدل کيږي .

 پدې نباتاتوکې دحجرې انکشاف په درى ډوله صورت نيسي .

دانکشاف په اول ډول کې له يوې واحدي حجرې څخه يوزيات شمېر نوي حجرات مينځ ته راځي يعني په اوله حجره کې حجروي تقسيم صورت نيسي هغه پدې توګه چې اوله حجره دوه چنده کېږي اودغه عمليه څووارې تکراريږي او يوشمير حجرات مينځ ته راځي چې ديوې لزجي چسپناکې پردې په واسطه احاطه کيږي اوپه دې توګه يوکالوني تشکيلوي اوهره مرحله په جلانومونو سره ياديږي چې دغه ډول انکشاف د(Volovocin line) په نوم ياديږي .

   په دوهم ډول انکشاف کې ديوې واحدي حجرې دتقسيم څخه رشتوي ډوله حجرات مينځ ته راځي اوپه نتېجه کې رشتوي شکله الجيان توليديږي ځينې وخت دغه رشتوي حجرات په شاخچه يې شکله توګه انکشاف کوي چې دا انکشاف دحجراتو (Tetrasporeline) په نوم ياديږي .

په دريم ډول انکشاف کې ديوې حجرې څخه څو هستوي حجرې مينځ ته راځي چې نوموړې حجره وده کو ي اوڅو حجروي جوړښت توليدوي چې هره برخه يې زياتې هستې لري.

   ځينې کلوروفايتا کلوروفيل نه لري بلکه دنورو نباتاتودپاسه لکه چاى ،مرچ ، وغيره وده کوي .دکلوروفايتامشهورنماينده ګان عبارت دي له (Protococcus) ، ulothrix،او spirogyra،څخه .





                                                                                                                              (١) شکل 

لومړى اودوهم شکل دشنوالجيانو(chlorophyta ) دي

                                                                                                                             (٢) شکل


يولوترکس (ulothrix)

   ددې الجيانو جسم ديو غيرمنشعب پګمنټ څخه تشکيل شويدي ددې ډول الجيانو حجرات استوانه يې شکل لري چې ديوبل سره نښتي اودالجي رشته يې جوړه کړيده دقاعدې حجرې خپل شکل ته تغير ورکړي او د مېخ په څېر الجي پر ځمکه خپل اجسام نښلوي داجوړښت د (Holdfast) په نوم ياديږي هره حجره يې يواځي يوګروپ کلوروپلاست لري چې دواړه سرونه يې خلاص وي يولوترکس په ويالو او ولاړو اوبوکې په ډبرواويانوروشيانوپورې نښتي ليدل کيږي اما ځينې وختونه داوبو په منځ کې دلامبو په حال ليدل کيږي .







                                                                                                                             (١) شکل 

لومړى اودوهم شکل ديولوترکس(ulothrix) دي

                                                                                                                              (٢) شکل 


سپايروجيرا يعني اوبړۍ Spirogyra

   دشنوپګمنټونو لرونکو الجيو دډلي څخه يو سپايروجيرا يا اوبړۍ دي چې په طبيعت کې په زياته اندازه پيداکيږي دانباتات عمومآ ديوې شنې اوروښانه کتلې په شان دډنډونو ولاړو اوبو اودويالو پرمخ ليدل کيږي چې داوبود وريښمو په نوم هم ياديږي جسم يې يوحجروي پګمنټ دى چې عمومآ څانګي نلري هره حجره يې يو ياډېر فنري کلوروپلاستونه لري دحجرې په مرکزکې هسته موجوده ده چې سايتوپلازميک تارونوپه واسطه دکلوروپلاست پيرايدونوسره وصليږي په اوبړيوکې زوجي تکثرپه يوځانګړي طريقې سره صورت نيسې چې دکانجوکيشن په نوم سره ياديږي پدې صورت که ددوه نژدې حجراتوترمنځ يوبرامدګي پيداکيږي اوپه يوه ټکي کې سره وصليږي چيرته چې يوسورى توليديږي اويوتيوب منځ ته راوړي ددې تيوب ديوې حجرې محتويات بلې حجرې ته تېريږي په دې ډول ددې ټولوحجروپګمنټومنځګړتوب جوړوي اودحجراتومحتويات نقليږي چې په نتېجه کې ديوه پګمنټ ټول هجرات خالي اودبل پګمنټ حجراتومحتوياتوسره يوځاى کيږي القاح صورت نيسې اوزايګوټ منځ ته راوړي چې دزايګوسپورپه نوم ياديږي .
   وروسته بيايوپنډدېوال جوړوي اوزايګوسپورپه يوه مرحله کې داخليږي کله چې دمورنۍ حجرې دېوال له منځه ځي زايګوسپور بېرون وځي اودودې په موسم کې فعاليت کوي دزايکوسپور لومړى فعاليت دادى چې تنقيصي وېش (Mobisis)لاندې واقع کيږي .
   اوپه نتېجه کې څلورهستې منځ ته راوړې چې په درى برخو تجزيه کيږي اويوه هسته باقي پاتي کيږي چې يونوى پګمنټ منځ ته راوړي څرنګه چې دپګمنټونوپه جسامت کې توپيرنشته نوله دې کبله کولى شوچې داتکثر (Isogamy)وګڼوڅرنګه چې ددې پګمنټونو‌څخه حرکت کوي چې هغه پګمنټ دى نوپدې صورت کې (Hetrogamy)هيتروګمي ورته هم ويلى شو.
   اماپه حقيقت کې داتکثردمارفولوژي له نقطې نظره ايزوګمي اودفزيالوژي له نقطې نظره هتروګمي ګڼل کيږي داچې يوپګمنټ تل په يوه وخت کې يوپګمنټ توليدوي بناپردې سبب ددې عمليې په اخره کې ديوپګمنټ دټولوحجراتومنځ خالي اودبل پګمنټ ټول حجرات زوسپورونه لري له دې کبله ديټروکانجوکشن(Ateralco njugation)څخه توپيرکيږي کوم چې په ځينووختونوکې ديوپګمنټ په حجراتوکې صورت نيسې .






(١) شکل لومړى اودوهم شکل دسپايروجيرايعنې اوبړۍ (spirogyra)


                                                                                            (٢) شکل 

.زېړشنه الجيان (Xonthopyta ياYellgreen algae)

   ژېړشنه الجيان (زنتوفايتاCxonthophyta) په يوحجروي اورشتوي شکلونوسره په خاوره کې ليدل کيږي جسم يې دسيفوني ډوله جوړښت په شان ښکاري (دخپلې يوې تخريبي قوي له اثره څوهستوي حجري دي ) دزېړ شنه الجي تر ټولو مشخصه  نښه په ډېرويوحجروي شکلونو او زوسپورکې دډول ډول فلاجيل شتوالى دى معمول آ يوفلاجيلا له بل څخه اوږد وي چې غشايې اکثره له (n)نمايې ټوټوڅخه جوړه شويده چې ځينې وختونه دوېش کېدوقابيليت لري تکثر يې غيري تناسلي غيري زوجي (زوسپوراو اتوسپور)شکل سره صورت نيسي ايزوګوني زوجي عمليه په دوى کې ډېره کمه ليدل کيږي .
   زنتوفايتاشين او زېړ رنګ لري چې زېړوالى يې د (Xenthophyll) زنتوفيل پګمينټ له کبله دي په همدې ډول نباتاتوکې يوډول دريښې په شان جوړښتونه ليدل کيږي چې نوموړي د (Rhigoids) په نوم  ياديږي چې خپل ځانونه په ځمکه خښوي پګمينټ يې څودانې هستې لري او داهستې دکوم جانبي ديوال په واسطه يو دبل څخه نه دي جداشوى په نباتاتوکې دي کثيرالهستوي حالت 

ته (Conocyte) ويل کيږي په دوى کې زوجي اوغيري زوجي تکثر دواړه صورت نيسي .

   غيري زوجي تکثر د سپورنجيم په يوه برخه کې يوڅو حجروي زوسپور مينځ ته راځي چې خارجي سطحه کې ديوګڼ شمېر فلاجيلونو په واسطه پوښل شوي وي کله چې دسپورنجيم دېوال له منځه ځي زوسپور ازاديږي اولامبووهي بيالږ څه وخت وروسته توقف کوي چې دموسم په وخت کې نېش وهي اونوى نبات مينځ ته راوړي .
   په زوجي تکثر کې د اووګونيا(Oogonia) اوانتريديا (Antheridia) غړى ياپګمنټ کې اوياپه متقابلوپګمنټونوکې توليديږي اووګونيم ديوډول دېوال په واسطه دپګمنټ څخه جداکيږي اويوه هستوي لويه هګۍ منځ ته راوړي .
   انتريدم چې يوکډيزه څيره لري اود هغې په منځ کې يوګڼ شمېر سپرمونه ځاى لري کله چې سپرمونه ازاديږي دخپلوفلاجيلونوپه واسطه لامبووهي او اووګونيم کې داخليږي اوددې سپرمونو څخه دهګۍ دهستې سره يوځاى کيږي او القاح صورت نيسي بياد زايګوټ يوپنډ دېوال توليدوي اوپه يوه دوره کې داخليږي تر څوچې د دوبى په موسم کې يونوى پګمينټ منځ ته راوړي .






(١) شکل لومړى شکل اودوهم شکل زيړشنه (yellgreen algae)

(٢) شکل


نصواري الجيان

   داګروپ الجيان (٢٦٥) جنسه او(٢٠٠٠____١٥٠٠) پورې نوعې يې پېژندل شوي دي چې تقريباټول په اوبو کې ژوند کوې .
   داډول الجيان دکلوروفيل برسيره نصواري رنګ لري چې هغه پرې غالب دي اودا الجيان نصواري ښکاري همدارنګه په دې ډول الجيانوکې ايودين ډېر زيات دي په همدې خاطر دا الجيان دجاغور دناروغي لپاره  ګټور دي دا الجيان زيات حجروي دي خپل خواړه دتېلواوقندونو په شکل سره ذخيره کوي ددې مثال اونمونه فوکس (Fucus) دي چې دونې په شان شکل لري


يوګليناي الجيان (Euglenoephyceae)

   يوګلينايي الجيان عمومآيو حجروي وي چې شين رنګه پلاستيدونه لري اوټول انواع يې فلاجيل لري او حرکت کوي حجروي غشالري اوهسته يې لويه اوغټه وي اوداالجيان په غير زوجي ډول تکثرکوي چې په دووبرخو ويشل کيږي ددې نماينده   Euglina  دې اوبل نماينده يې Anthozyphone  دى.

طلايې الجيان (Chrysophyceae )

   په دي ډول الجيانو نه طلايې ياGolden Algea راځي چې په بيولوژي کې ورته Diatom هم وايې داالجيان دکلوروفيل سربيره قهوي اوژيړ رنګونه  

لري .ددي الجيانو ديوالونه دسليکان څخه جوړ شوي دي چې دوه برخي لري يوه برخه په بله پرته ده اومنظم ښکلي شکلونه يې مثلثي ،بيضوي ،کروي ،مربع ډوله ،مستطيل ډوله او نور ښکلي شکلونه يې دګاڼو په شان ښکاري .دماهيانو خوراک دهمدې څخه دي اواميبونه هم همدا الجيان خوري په جنسي اوغير جنسي طريقو تکثر کوي .










                                                                                                        (١) شکل

لومړى شکل د يوګليناي الجيانو (Euglenoehyceae) دى




                                                                          (١) شکل
                                                                      (٢) شکل

سره الجيان (Rhodophyceae)

   ددغه ډول الجيانوحجرې دکلوروفيل سربېره سور پګمنټ هم لري چې همدارنګ پرې غالب دي داالجيان په ګرموبحرونوکې ډېر عميق او ژور ژوندکوي دتارونو ،څانګو،اوبنګوپه شان شکلونه لري چې  په جنسي او غيري جنسي توګه تکثر او ډېرښت کوي .
   ددې ډول الجيانو څخه په لابراتوارونوکې د اګر-اګرماده جوړوي چې دمکروبونو دکلچرلپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي يعني په طبابت کې استعماليږي ددې الجيانو نماينده پارافيرا(Paraphyra) دى چې دچنار دپاڼې په شان شکل لري . 
   سره الجيان (٤٠٠)جنسه او (٢٥٠) نوعې لري په عمومي ډول دا الجيان څو حجروي دي اوهيڅ ډ ول فلاجيل نه لري اودکلوروفيل (A) او (B) درلودونکې دي سربېره پردې چې سور پګمينټ (phycoery thrine) په نوم ياديږي خو اکثره يې ابي پګمينټ هم لري ذخيره شوي غذايې مواديې يوډول نشايسته ده چې حقيقي نشايستې ته ورته ده او د (Flondech staich) په نوم يادېږي .
   دا الجيان کثيرالحجروي دي او په اوسط ډول د(٣¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬____٤) انچه پورې تکثر کوي  ديادلو وړده چې د القاح څخه وروسته  مراحل چې په مختلفو ګروپونوکې توپير لري (Bangiophyceae) اکثره په غيرزوجې ډول تکثر کوي دسرو الجيانو پرمخ تللى ټولګى (Plorideo phyceae) کې زوجي تکثر ډېر پېچلى دى او دتقليلي وېش عمليه په عمومي ډول يوه اويا ډېرو (Mitosis) عملې څخه وروسته صورت نيسي .
   دالقاح د عملې څخه وروسته ځانګړې ريشتې چې (Arnimeblastfilaminp) په نوم ياديږي توليديږي دارشتې يايه مستقيم ډول کارپوګونيم ياديوه اويا د ډېرو تعاللي حجرو (Awilarg cell) څخه چې د زايګوټ او دبعضوڅخه بقاياوې چې په هغوۍ کې مهاجرت کوي توليديږي .

دسروالجيانو اقتصادي ارزښت

   سر الجيان (Rhodopyceae) دبحري حيواناتو دخورا کې توکو ښه منبع ده (Dulse) چې ددغې الجيانو څخه لاسته راځي دشيرني په شان خوړل کېږي .همدارنګه دکچالو او (Parphgva) چې د ارغواني تيراتيزک په نوم ياديږي دغذايې موادو په حيث خوړل کېږي .برعلاوه له دې څخه مرجاني الجيان د (Corol algae) په مرجاني جزيرو کې دمرجاني تيګو په کلکوالي کې مرسته کوي د دې ټولګي مهم نماينده نيمالين (Nemalion) يوسفيونيا او کاندريس څخه عبارت دي .







                                                                                                                              (١) شکل

لومړى اودوهم شکل دسوروالجيانودى ( Rhodophyceae )

                                                                                                                  (٢) شکل


دالجيانوډېرښت اوتکثر

   دالجيانوتکثرمختلف ډولونه لري خوپه  عمومي توګه يوحجروي ويش (fission) دعمل په واسطه تکثرکوي حال داچې کثيرالحجروي الجي کولاى شي چې دتکثردواړه ډولونه زوجي اوغيري زوجي ولري بايدوويل شي چې غيرزوجي تکثريې د دوګوني وېش په واسطه ترسره کيږي .
   چې يوه حجره په دوه برخووېشل کيږي لومړى په هسته اوبياپه سايتوپلازم وېشل کيږي وروسته ديوې حجرې څخه دوه حجرې مينځ ته راځي دالجيانو دوهم ډول تکثرچې دزوجي تکثرپه نوم ياديږي چې قلم کول دي که جيري الجيان ټوټه ټوټه شي نوبياهم يوه ټوټه يې نوى ژوندپيل کوي په زوجي تکثرکې هم الجيان ډېرښت کوي چي عمومآپه دې کې يوحجروي الجيان شامل دي .
   يوحجروي الجيان جنسي حجرې ياګميټونه (Gametis)جوړوي چې يويي مونث اوبل يې مذکروي بيادواړه جنسي حجرې (Sexcell)سره يوځاى کيږي اودهغې څخه القاح شوي هګۍ يازايګوټ مينځ ته راځي چې داهګۍ يوکلک دېوال لري اودناوړه شرايطوپه اساس ځاى پرځاى پاتي کيږي وروسته دزايګوټ (Zygote) په مينځ  کې ډېرحجرات منځ ته راځي کله چې شرايط ورته مساعدشي نوبيايې پوښ وشليږي اونوى حجرات ورڅخه ازادشي اکثره وخت دا ډول تکثر په اميب کې زيات ليدل کيږي لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه نودالجيانوتکثرپه دوه ګوني وېش اوجنسي وېش سره صورت نيسي


دالجيانوتغذيه اوپګمنټونه

   الجيان دکلوروفيل په لرلوسره کولى شي چې د ساده غيري عضوي موادوڅخه لکه اوبه (CO2)کاربن داى اکسايدپېچلي عضوي مرکبونه جوړکړي دغذايي مواددجوړولودغه عمليه چې دلمردوړانګوپه موجوديت کې ترسره کيږي دضيايي ترکيب په نوم ياديږي اوهم کولى شي چې شحم اوپروتين جوړ کړي کافي مواد اونايتروجن لرونکي مرکبونه دخپل محيط څخه لاس ته راوړي .

پګمنټونه ( Pingments)يارنګه مواد

   پګمنټونه درنګه موادوڅخه يوهم کلوروفيل دى چې په ټولوالجيانوکې په زياته اندازه پيداکيږي دپلاستيدونوشين رنګ دنورو رنګه موادوپه واسطه                        پټېدلى شي مثلادفوکوزنتين(Fucoxanthin)فايکوفين(Phycophein)نصواري پګمنټونه په نصواري الجي کې نصواري بارز رنګ منځ ته راوړي حال داچې فايکواريترين (Phycoerythrin)اوفايکوسيانين (Phycocynin)پګمنټونه سور اوشين ابي رنګه په ټولنيزالجي اوشنوابي الجي کې توليدوي .

ډاي اتومي الجيان(کريزوفايتاChrysofhyta))

   داګروپ ٢٥٠جنسه او١٠٠٠٠٠نوعي ددوي تعين شويدي ډاي اتومونه يوحجروي شکل سره معلوميږي ددوى حجروي دېوآل سليکان لري اوددووپلوڅخه جوړشوي دي يوپه بل پسې ورننوځي اودقطعې دوه برخوته ورته دي دداى اتومي الجيانودېوال که دتنکيوغاړو ،کرښو،سوريو،اونوروشتوالى دهغوۍ مشخصات دي .
   دغه الجيان دښوينده حرکت قابليت لري دخاص پروتوپلازمي جرياناتوپه واسطه چې دحجروي دېوال دمخ په درزوکې توليديږي سرته رسيږي په حجروکې غذايي مواد ذخيره کوي چې عمده مثال يې دمشخصاتوډولونه اونشايستوي مواددي .
   ډاى اتومونه په غيري زوجي اوزوجي طريقوسره تکثرکوي چې په خاوره کې د(Hantzschia،Navicula،Pinnuloria،Nitzschia)اوداسې نوروالجيانو  نوعي تيت شوي دي .
    ځينې وختونه ډاى اتومونه په (Colony)ډول ژوندکوي په خوږواوترواوبوکې په زيات شمېر پيداکيږي ډاى اتومونوته دنباتي عالم جواهر هم وايې .ځکه چې جالب اوپه زړه پوري رنګونه لري اوله بلې خواڅخه ګڼ شمېر هندسي شکلونه لري بعضي په اوبوکې لامبووهي اوبعضي نوريې په نورونباتاتواواجساموپورې نښتې وي حجروي دېوالونه يې دوه برخې لري چې داخلي برخه يې دپکتين څخه اوخارجي برخه يې دسليکان (Si)څخه جوړه شوي ده هسته يې دسايتوپلازم په مرکزي برخه کې ځاى لري ذخيره شوي غذايي هيڅکله نشايسته نه وي بلکه يوه غيري منحله ماده اودشحمياتو اووالوټين (Valutin)څخه مرکبه ده .
    دډاى اتومونودېوالونه دکوچنيوټکوپه واسطه ښکلي شوي دي په دې ترتيب يې دډاى اتومونودېوال ته په زړه پوري جوړښت وربښلى دى دډاى اتومونوغيري زوجي تکثردحجروي ويش په واسطه صورت نيسې .
   په دې ډول چې يوه لورنۍ حجره په يونيم کې اوبله لورنۍ برخه يې په بل نيم کې ځاى نيسې بياورو وروحجره نوي دېوال اوتشکيلوي زوجي تکثريې دپګمنټونوديوځاى کېدوپه واسطه صورت نيسې پګمنټونه ددوه ډاى اتومونودحجراتوپه واسطه اوياديوه ډاى اتوم دحجراتوپه واسطه توليديږي کله چې ګاميټونه يوځاى کيږي القاح صورت نيسې وروسته بيازايګوټ نېش وهي چې په دې حالت کې داکسوسپور (Axcospore)په نوم ياديږي کله چې (Auxospore)دخپلې ودې اعظمي حدته ورسيږي دېوالونه جوړوي وروسته له هغې دعادي تکثر يعنې حجروي انقسام په واسطه تکثر کوي ډاى اتومونه هم پخواني نباتات دي څرنګه چې دانباتات په زيات شمېر په بحرونوکې ژوندکوي نوکله چې داژوندى نبات مري نودبحرپه تل کې کېني .    عضوي موادتجزيه کيږي اوتېل منځ ته راوړي اوسليکاني پوښ يې باقي پاتي کيږي دډېروکلونودتېرېدوسره دسليکاني موادويوه پېړه طبقه په وجودراوړي چې دډاى اتوم خاوري په نوم ياريږي څرنګه چې خاوره غيري عادي فزيکي خواص لري له دې کبله په صنايعوکې استعماليږي دډاى اتومونودېوال نښې درى ډوله دي چې عبارت دي له (Aerola،Costa،Puncta)څخه .

(١)- Aerola : دانښه عبارت دى له نازکوحجراتوڅخه چې دسليکاني راوتلوبرخوپه واسطه احاطه شويدى د ايرولاپه داخل کې يوه کوچنۍ خاليګاه موجوده ده چې ددوهمې ايرولايعنې (Secondary aerola) په نوم ياديږي (٢)- Puncta : داعبارت دوړواوساده اېرولاڅخه ده چې اکثره ډاى اتومونوکې نژدې قر ار لري اونازک قطارونه يې د(Stvis)په نوم ياديږي قطارونه يې دمشخصوراوتلوبرخوپه مينځ کې ځاى نيسې چې د(Costa)په نوم ياديږي په اکثره (Pinnatadiatams)که ديوغيري سليکاني عمودي ژوروالى په (Valve)کې موجوددي چې د(Rapha)په نوم ياديږي په ځينوالجيانوکې (Raphe)په يوه کانال کې چې د(Kael)په نوم ياديږي قرارلري . دډاى اتومونو ارزښت

   ډاى اتومونه لمړى توليدونکي (Producere)دى چې په مستقيم اوغيري مستقيم ډول دخوږواوتروو اوبودژونديواجساموخوراکي موادجوړوي دنلونودعايق نه تېروونکي اودبخاردېګونولپاره په کار وړل کيږي په جيولوجي کې دډاى اتومونودتېل اوغازدطبقاتودمعارف په توګه استعماليږي .
   دډاى اتومونوخاوره دفوتوګراف او دبطريودخاليګاوودډکولولپاره هم په کار وړل کيږي .







                                                                                                                     (١)  شکل
                                                                                                                     (٢) شکل
                                                                                                                      (٣)  شکل
                  پورته درې واړه شکلونه د ډاي اتومونو(Diatoms)  دي                                                                                                              


دالجيانواقتصادي ارزښت

   الجيان  زيات اقتصادي ارزښت لري ځکه  دوې ،دويټامينونو اوزيات شمېر کاربوهايدريتونو په لرلوسره غذايي اهميت لري .همدارنګه الجيان دماهيانواونوروبحري حيواناتولپاره دخوراک ذريعه ګرځي دخرمايي اوقرمزي اوبړيوڅخه په ډېروځايونوکې خصوصآپه ختيځوملکونوکې دانسانانودخوړوپه حيث استفاده کيږي .

الجيان لاندې اقتصادي اهميت لري ١- دقندونواوويټامينونوزېرمه اوزخيره ده ٢- نصواري الجيان دايوډين په لرلوسره طبي اهميت لري چې دجاغوردعلاج لپاره زيات ګټوردي. ٣- سره الجيان په لابراتوارونوکې د اګراګر(Agar Agar)دمادې لپاره استعماليږي چې دباکتريولوژي په لابراتوارونوکې دميکروبونودکرلولپاره ورڅخه ګټه اخيستل کيږي . ٤- الجيان پوتاشيم اونورې مالګې لري چې کيمياوي سري ورڅخه جوړيږي ٥- دټکرانواورختونوداوبدلولپاره په کاروړ ل کيږي . ٦- په ايودين ،ايس کريم ،غاښونوکريم ،دبوټانورنګ ، چاکلېټ او شېرنې کې استعماليږي . ٧- په صنعت کې ورڅخه دفلزاتودثيقل کولوکاراخلي . ٨- په ديګونوکې دحرارتي عايق په حيث استعماليږي . ٩- دبورې په توليدکې دفلترکولولپاره په کاروړل کيږي . ١٠- په اوبوکې اکسېجن ازادوي له دې کبله زيات اهميت لري خوځينې داوبودککړېدوسبب هم کيږي.


اخځليکونه

١-اميري،محمدظاهر.(١٣٨٩).عمومي نباتات.مومندخپرندويه ټولنه . ٢-بابکر خيل،بادشاه خان.(١٣٨٦).مايکروبيولوژي .دساپى پښتوڅيړنواوپراختيامرکز. ٣-شيرزى،احسان الله الفت(١٣٨٩).عمومي بيولوژي (لومړى برخه).عنايت خپرنديه ټولنه . ٤-فقير،مرضيه بيګم.(١٣٨٦).الجيان .دانشګاه ګيلان. ٥-مهر،هرمزديار.(١٣٨٤).الجيان .فردوس مشهد.