انقره

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آنکارا
(ترکی: Ankara) (۲۸ مارچ ۱۹۳۰–)
(ترکی: Angora) (–۲۸ مارچ ۱۹۳۰)  د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
From left to right:1st and 2nd:Views of Kızılay Square , 3rd:The BDDK building, 4th:آنت‌کابیر، 5th:Atakule Tower, 6th:Ankara Intercity Bus Terminal, 7th:Sheraton Ankara, 8th:State Art and Sculpture Museum, 9th:Balgat skyscrapers in Çankaya.
From left to right:1st and 2nd:Views of Kızılay Square , 3rd:The BDDK building, 4th:آنت‌کابیر، 5th:Atakule Tower, 6th:Ankara Intercity Bus Terminal, 7th:Sheraton Ankara, 8th:State Art and Sculpture Museum, 9th:Balgat skyscrapers in Çankaya.
From left to right:1st and 2nd:Views of Kızılay Square , 3rd:The BDDK building, 4th:آنت‌کابیر، 5th:Atakule Tower, 6th:Ankara Intercity Bus Terminal, 7th:Sheraton Ankara, 8th:State Art and Sculpture Museum, 9th:Balgat skyscrapers in Çankaya.

Heart of Turkey
Location of Ankara within Turkey.
Location of Ankara within Turkey.
Location of Ankara within Turkey.

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۳۹°۵۲′ شمال ۳۲°۵۲′ ختیځ / 39.867°شمال 32.867°ختيځ / 39.867; 32.867
اداري وېش
هیواد ترکیه
د ترکیه سیمي د مرکزی آناتولی سیمي
د ترکیه ولایتونه آنکارا ولایت
پلازمینه د:
تورکيه (۱۳ اکتوبر ۱۹۲۳–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • Mayor ملیح ګوکچک (کينډۍ:Polparty)
 • Governor Alaaddin Yüksel
پراخوالی
 • لوی ښار ۲۴٬۵۲۱ کلوميټر٢ (۹٬۴۶۸ میله  مربع)
لوړوالی ۹۳۸ ميټره (۳٬۰۷۷ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۱)[۱][۲]
 • لوی ښار ۴٬۳۳۸٬۶۲۰
 • د نفوسو کثافت ۱۵۵۱/کلوميټر٢ (۴٬۰۲۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۵٬۰۴۵٬۰۸۳
وروستي مالومات
وخت زون EET (ه.ن.و+۲)
 • د اوړي وخت EEST (ت.ع.م +۳)
رسمي ژبه ترکي ژبه  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوستی کوډ 06xxx
سيمه ييز د زنګ کوډ ۳۱۲
جيو کوډ 323786[۳]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ
06  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
د ترکیه نقلیه وسایلو پلیټونه ۰۶
رسمي وېبپاڼه http://www.ankara.bel.tr/
http://www.ankara.gov.tr/
http://www.ankaraka.org.tr/
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انقره
Ankara
دوتنه:Ankara kolajı.jpg
دوتنه:Hethitische Sonne.svg
هېواد ترکیه
ولایت İç Anadolu Bölgesi
د اوسېدونکي شمیر ۴ ۴۳۱ ۷۱۹
د بحر له سطحې لوړوالي ۹۳۸ م.
دین اسلام

انقره پخوا په انگورا يادېده. په١٩٣٠ع کې پرې انقره نوم کېښودل شو.د اروپايې ترکيې پلازمينه او د هېواد مهم ښار بلل کېږي. له سمندر څخه ١٢٥ ميله لرې د سويل په لور پروت دى.

ددې ښار سم تاريخ او د رغولو پېر په کتابونو کې نشته؛ خو د اندونو له مخې دا ښار د تېږو له پېر څخه رغول شوى. په ١٠٧٣ سلجوقو ترکانو په دې ښار حمله وکړه، په ١٤٠٣ کې د سلجوقو شهزاده گانو د ښار په امنيت راوستو کې په خپلو کې سره ونښتل. په ١٣٦٠ع کې د اورخان ولکې ته ورغى. په ١٤٠٣ع يو ځل بيا د عثماني سلطنت يوه برخه شوه، او پرمختگ يې وکړ. له لومړۍ نړيوالې جگړې څخه وروسته عطاترک دا ښار خپل مرکز وگرځاوه. او په ١٩٢٣ع کې انقره د تل لپاره د هېواد پلازمينه وټاکل شوه. ددې ښار له رغوني څخه ددې ښار تاريخ مالومېږي. په دې ښار کې د اله دين په نوم جومات ډېر نوموتى دى. دا ښار ډېر تاريخې اثار لري، چې په ځېنو ځايونو کې دا تاريخ اوس هم خوندي دى. د صنعت له پلوه دا ښار د استنبول پسې دويم ښار دى. په دې ښار کې شراب، کولچې، د خوړو او څښو توکي، سمينټ او وچې شيدې په پراخه پيمانه جوړېږي. له دې پرته تعميراتي سامان الات، د ټيکټرونو پورزې او کارخانې هم شتون لري. دې ښار ته د سيلانيانو راتگ ورځ په ورځ زياتېږي، په دې ښار کې د نړۍ نوموتى موزيم هم شتون لري. په ١٩٢٨ع کې په سم ډول ددې ښار د رغولو چارې پيل شوې، او د ښار لپاره هر ډول اسانتياوې په پام کې ونيول شوې. په ٢٠٠٠ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣٠٢٣٠٠ وو.

انقره (/ˈæŋkərə/ ANK-ə-rə، چې په امریکايي انګلیسي /ˈɑːŋ-/ AHNK-ə-rə لوستل کېږي؛ په ترکې کې [ˈaŋkaɾa] لوستل کېږي) د ترکیې هېواد پلازمېنه ده. دا ښار چې د اناتولیا په منځنۍ برخه کې پروت دی، دا ښار په ښاري مرکز کې ۵.۱ میلیونه وګړي او په انقره ولایت کې له ۵.۷ میلونو څخه ډېر وګړي لري، چې په دې سره له استانبول څخه وروسته د ترکیې دویم لوی ښار ګڼل کېږي.[۹]

څرنګه چې دا ښار د پخواني ګالاتیا ایالت د پلازمېنې په توګه (۲۸۰-۶۴ مخزېږد کلونه) او بیا وروسته تر همدې نامه لاندې د روم د یو ولایت په توګه (له ۲۵ مخزېد کال څخه تر اوومې زېږدیزې پېړۍ پورې) پاتې شوی دی، نوموړی ښار د بېلابېلو حتیاني، هېتي، لېدیایي، فریګیا یي، ګالاتیایي، یوناني، فارسي، رومي بېزانسي او عثماني لرغونو ساحو په درلودلو سره یو ډېر لرغونی ښار بلل کېږي. عثمانیانو یاد ښار لومړی د اناتولیا ایالت (له ۱۳۹۳ ز کال څخه د پنځلسمې پېړۍ تر وروستیو پورې) او وروسته د انقرې ولایت (۱۸۶۷-۱۹۲۲ز کال) په پلازمېنه بدل کړ. د انقرې تاریخي مرکز یوه ډبرینه غونډۍ ده چې ۱۵۰ متره (۵۰۰ فټه) جګوالی لري، چې د انقرې د سیند په چپه غاړه کې کوم چې په خپل وار سره د سکاریا د سیند (Sakarya River) یوه څانګه ده، پرته ده. دا غونډۍ د انقرې د کلا په پاتې شونو سره سینګار شوې ده. سره له دې چې د دغې کلا یو څو بهرني استحکامات جوړ پاتې دي، اما د ښار په لر او بر کې د رومیانو او عثمانیانو د مهندسۍ په ښه بڼه ساتل شوې بېلګې تر سترګو کېږي، چې تر نامتو یې د روم او اغستس معبد دی په کوم چې مومنټم انسارنوم هغه لیکنه چې د اګستس خدای کړنې پکې ثبت دي، ځان ستاینه کړې ده. [۱۰]

د ۱۹۲۰ز کال د اپرېل په ۲۳مه نېټه، د ترکیې لوی ملي مجلس (Grand National Assembly of Turkey) په انقره کې تاسیس شو، کوم چې د ترکیې د خپلواکۍ د جنګ په بهیر کې د ترکیې د ملي خوځښت د مرکزي دفتر شو. انقره د ۱۹۲۳ز کال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د جمهوریت په تاسیس کېدو سره د ترکیې پلازمېنه شوه، چې د عثمانې خلافت له ړنګېدو نه وروسته د ترکیې د پخوانۍ پلازمېنې استانبول د دغې رول ځایناستې شوه. سره له دې چې حکومت یو وتلی کارفرما یا ګمارونکی دی، اما انقره هم چې د ترکیې د سړکونو او د رېل د پټلیو د شبکو په مرکز کې پرته ده، یو سوداګریز او صنعتي ښار ګڼل کېږي. د انګورا وړیو چې د انګورا سویانو، د اوږدو وېښتانو لرونکو انګورا وزو (چې د موهیر الیافو سرچینه ده) او انګورا پیشو څخه تر لاسه کېږي، خپل نوم له دغه ښار څخه اخیستی دی. دا سیمه همدارنګه د خپلو ناکو، شاتو او مسقط انګورو لپاره شهرت لري. که څه هم چې انقره د ترکیې په یوې له تر ټولو وچو سیمو کې پرته ده، او تر ډېره د ستېپ (شنو بېدیاوو) ګیاوو په واسطه چاپېره شوې ده (پرته له ځنګلي سیمې چې په سویلي څنډه کې پرته ده)، دا ښار د اوسېدونکو پر سر د شنې ساحې په فارمول کې د وګړي پر سر له ۷۲ مربع متر (۷۷۵ مربع فټه) سره یو سمسور ښار بلل کېږي.[۱۱]

رېښه

د انقرې د نامه املا د عصرونو په اوږدو کې بېلابېلې بڼې خپلې کړې دي. دا نوم د هېتیانو د کلتوري مرکز انقواش څخه اخیستل شوی دی، که څه هم دا د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. په کلاسیکه لرغونې دوره کې او د منځنیو پېړیو په اوږدو کې، دا ښار په یوناني کې د انکاریا ( Ἄγκυρα چې معنا یې لنګر دی) او په لاتیني کې انکایرا په نومونو سره پېژندل کېده؛ ګالاتیايي سیلتي نوم یې هم کېدای شي یوه پورتنیو ته ورته بڼه درلوده. په ۱۰۷۳ز کال کې د سلجوقي ترکانو تر واکمنۍ لاندې له راتلو وروسته دا ښار په زیاتره اروپایي ژبو کې په انګورا سره شهرت وموند؛ دا ښار همداراز په عثماني ترکي ژبه کې اېنګورو (Engürü) بلل کېده. د دې نوم انګورا بڼه د حیواناتو د نسل په بېلابېلو ډولونو کې او په متحده ایالاتو کې د ډېرو ځایونو په نومونو کې حفظ شوې ده (انګورا وګوئ).[۱۲][۱۳][۱۰][۱۴]

تاریخچه

د دې سیمې تاریخ د ژېړو (برونز) زمانې ته د حتیانو تمدن ته رسېږي، چې په تعقیب یې په دویمه مخزېږده زریزه کې هېتیان، په لسمه مخزېږده پېړۍ کې فریګیان او ورپسې وروسته لیدیان، فارسیان، یونانیان، ګالاتیایان، رومیان، بېزانسیان او ترکان (د روم سلجوقي سلطنت، عثماني خلافت او په پایله کې جمهوري ترکیه) ځای ناستي شول.

لرغونی تاریخ یې

د انقرې د ښار د مرکز په شاوخوا کې تر ټولو پخوانۍ مېشتېدنې د حتیانو له تمدن سره تړاو لري کوم چې د ژېړو په دوره (Bronze Age) کې موجود و او په تدرج سره شاوخوا له ۲۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰ مخزېږد کال پورې د اندو-اروپایي هېتیانو په تمدن کې جذب شو. دې ښار د فریګیانو تر واکمنۍ لاندې په شاوخوا ۱۰۰۰م.ز کال کې د لویوالي او اهمیت له اړخه وده پیل کړه او وروسته له هغې چې په هغه وخت کې ګوردیوم (د فریګیا پلازمېنه) یوې زلزلې په شدت سره ویجاړ کړ، له نوموړي ښار څخه ورته په لویه پیمانه د مهاجرینو په راتګ سره یې په لوړه کچه پراختیا تجربه کړه. په فریګیایي روایاتو کې ټولواک مېداس د انکایرا د تاسیس کوونکي په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې جغرافیه پوه پوسانیاس یادونه کړې ده چې دا ښار په حقیقت کې له هغه څه څخه چې د اوسنۍ لرغون پوهنې سره سمون لري، ډېره لرغونتیا لري.[۱۵]

د فریګیایانو په واکمنۍ پسې لومړی لودیایي او وروسته فارسي واکمنۍ ځای ناستې شوه، له دې سره سره فریګیایي پیاوړې د بزګرۍ ځانګړتیا پاتې شوه، لکه څرنګه چې د ډېرې وروسته رومي دورې د قبرونو له تيږو څخه مشاهده کېږي. د فارسیانو واکمنۍ تر ۳۳۳ م.ز کال پورې د لوی سکندر له خوا د فارسیانو تر ماتې او د هغه په لاس د دې ښار تر فتحې پورې ادامه درلوده. سکندر له ګوردیوم ښار څخه انقرې ته راغی او د یوې لنډې مودې لپاره په یاد ښار کې مېشت شو. په ۳۲۳م.ز کال کې په بابل کې د هغه له مړینې او ورسره د نوموړي د جنرالانو تر منځ د هغه د سترواکۍ له وېشل کېدو وروسته، انقره او د هغې ګاونډ د انټیګونوس تر ونډې لاندې راغلل.

یوه بله مهمه پراختیا د پونتوس (Pontos) د یونانیانو تر واکمنۍ لاندې واقع شوه، څوک چې هلته د ۳۰۰م.ز کال په شاوخوا کې راغلل او دې ښار ته یې په شمال کې د تورې بحیرې د بندرونو او کریمیې؛ په سویل کې د اسېریا، قبرس، او لبنان: او په ختیځ کې د ګرجستان، ارمنستان او فارس تر منځ د اجناسو د سوداګرۍ لپاره د پېر او پلور د مرکز په توګه پراختیا ورکړه. په هغه وخت کې دې ښار همداراز خپل Ἄγκυραa (انقېریا چې معنا یې په یونانۍ ژبه کې لنګر دی) نوم واخیست، کوم چې په ډېر لږ تغییر سره ترې د اوسني انقرې (Ankara) نوم راوځي.

تر سېلتي واکمنۍ لاندې تاریخچه

په ۲۷۸ م.ز کال کې دا ښار او په څنګ کې یې منځنۍ اناتولیا، د یوې سېلتي ډلې ګالاتیایانو له خوا نیول شوي وو، چا چې انقره د خپلو قبیلوي مرکزونو څخه یوه، او د تکتوساګ د قبیلې مقر وګرځاوه. نور قبیلوي مرکزونه د تروکمي قبیلې اړوند پېسینوس چې اوسنی بالاحصار دی، او د توليستوبوګي قبیلې اړوند د انقرې په ختیځ کې تاویوم وو. نوموړی ښار په هغه وخت کې د انقیرا په نامه پېژندل کېده. د سېلتیک توکم کېدای شي د شمېر له مخې لږ و؛ نوموړې یوه د اشرافو واکمني وه چې په فریګیاي-ژبو کروندګرو باندې یې ولکه درلوده. په هر ترتیب، په ګالاتیا کې په سېلتي ژبه خبرو کولو د ډېرو پېړیو لپاره دوام درلود. د څلورمې زېږدیزې پېړۍ په وروستیو کې سېنټ جېروم چې د دالماتیا اصلي اوسېدونکی و، دا وموندله چې د انقرې په شاوخوا کې ویل کېدونکې ژبه د رومي نړۍ شمال لوېديځ لوري ته تیر ښار ته نږدې د ویل کېدونکې هغې سره ډېر ورته والی درلود.[۱۶]

د روم تر واکمنۍ لاندې تاریخچه

دا ښار متعاقباً د روم د سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې راغی. په ۲۵م.ز کال کې سترواک اغستس دا ښار د پولیس (polis چې معنا یې ښار کېږي) حیثیت ته لوړ کړ او د رومي ولایت ګالاتیا پلازمېنه یې وګرځاوه. [۱۷]

انقره د مومنټم انسایرانوم (د اغستس او روم معبد) لپاره شهرت لري کوم چې د اغستس د کړنو یو رسمي یادګار شاملوي، کومه چې د معبد په دېوالونو کې د مرمرو په ټوټو کې یوه لیکنه ده او رېس ګېستای ډيوي اګستي (Res Gestae Divi Augusti) بلل کېږي.

سرچينې

  1. Citypopulation.de - Turkey 2011
  2. "Türkiye İstatistik Kurumu (TÜİK) - Büyükşehir belediyeleri ve bağlı belediyelerin nüfusları - 2011". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. پیوستون : 323786  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. http://en.sistercity.info/sister-cities/Minsk.html
  5. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  6. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  7. https://os.dc.gov/sites/default/files/dc/sites/os/publication/attachments/OS_DC_Ankara_Agreement_2011.pdf — د نشر نېټه: ۱۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. https://tbilisi.gov.ge/img/original/2018/6/12/tbilisiinfigures.pdf
  9. Lord Kinross (1965). Ataturk: A Biography of Mustafa Kemal, Father of Modern Turkey. William Morrow and Company. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Chisholm 1911، صص. 40–41.
  11. "Municipality of Ankara: Green areas per head". Ankara.bel.tr. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Judy Turman: Early Christianity in Turkey". Socialscience.tjc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ نومبر ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Saffet Emre Tonguç: Ankara (Hürriyet Seyahat)". Hurriyet.com.tr. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Baynes 1878، ص. 45.
  15. Pausanias, Description of Greece, 1.4.1., "Ancyra was actually older even than that."
  16. Livy, xxxviii. 16
  17. Belke, Klaus (1984). "Ankyra". Tabula Imperii Byzantini, Band 4: Galatien und Lykaonien (په الماني ژبه کي). Vienna: Verlag der Österreichischen Akademie der Wissenschaften. د کتاب پاڼي 126–130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-0634-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)