القلي فلزات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه الحمدالله رب العلمين والصلا ته والسلام علي اشرف الانبياء والمرسلين محمدوعلي اله واصحابه اجمعين.

     لکه څرنګه چې دلوړوزده کړووزارت دقانون او لا يحې له مخې دښوونې اوروزنې پوهنځۍ دکيميا اوبيولوژي څا نګې دڅلورم ټولګي محصلين داتم سمستر په پيل کې يو موضوع دسيمينا رپه نوم اخلي او دسمستر په وروستۍ دوه هفتو کې دهغې څخه دفاع کوي په دغه اړوند ما ته هم يوه موضوع د1A) (ګروپ عنا صرو يا القلي فلزاتو تر سرليک لاند ې دمربوطه څانګې له خوا دمحترم پوهندوى سيدجمال الدين (سيدي) تر لارښوونې لاندې د(1A) ګروپ عناصر ياالقلي فلزات، دالقلي فلزاتو خواص ،دالقلي فلزاتومرکبونه،دالقلي فلزتو هايدرواکسايدونه،دالقلي فلزاتومالګي،ليتيم،ليتيم دساده موادوپه حيث،دليتيم داکسديشن (١+)درجه اومهم مرکبات ،دليتيم دوه ګونې مرکبات،دليتيم استحصال ،دليتيم داستعمال ځايونه،سوديم،سوديم دساده مادي په شکل،دسوديم خواص،دسوديم استحصال اودسوديم مرکباتو څخه مي يادونه کړي ده. اوهمدارنګه دموضوع په ليکلوکي مې دنويواومعياري کتابونو څخه مي استفاده کړيده اودامکان ترحده پوري مې کوښښ کړي دي چي دروانواوساده جملوکې مطالب وليکل شي هيله ده چي دلوستونکودګټي وړوګرځي . 
    له لارښوداستادپوهندي سيدجمال الدين(سيدي)څخه چي موضوع په ترتيب اوتنظيم کي يي له ماسره ډيري علمي مرستي کړيدي اودڅانګومحترمو استادانوراته لا زمي مشوري راکړيدي مننه تري کوم اودالله(ج) له دربار څخه ورته اجر عظيم غواړم.                                                     

په درنښت احمدالله((حسن زوي)) دکيميااوبيولوژي دڅانګي دڅلورم ټولګي محصل


د1Aګروپ عناصريا القلي فلزات دلمړي نيم اصلي ګروپ عناصر دادي ليتم-Li، سوديمNa-، پوتاشيم-K،روبيديم-Rb،سيزيم-Cs اوفرانسيم Fr- چي دالقلي فلزاتو پنوم ياديږي. ځکه چي دسوديم او پوتاشيم هايدرواکسايدونه دډيرپخوازمانې څخه د القلي فلزاتو پنوم مشهور وو.

    ليتم په ١٨١٧م کال کي دډنمارکي کيميا پوه Arfrd son لخوا په پتاليټ منرال کي چي فورمول يي   دي کشف شو دليتم نوم ديوناني کلمي LiThosڅخه چي معنا يي ډبره ده اخستل شويدي.
    په١٨٠٧م کال کي سوديم او پوتاشيم دانګليسي کيميا پوه ډيوي لخواکشف شويدي دسوديم اوپوتاشيم سمبولونه دNatron او Kaliڅخه مشتق شويديNatron  هسپانوي اصطلاح ده چي دالقلي منرال    لپاره کارول کيږي KaLi جرمني کلمه ده چي دپتاس يا نباتي القلي  لپاره پکاريږي

په ١٨٦١م کال کې روبېد يم اوسېزيم دبونزن له خواکشف شوي دي دروبېديم عنصردلاتيني کليمې Caesius يعنې ابي خړڅخه اخيستل شويدى داعناصرددوى دمشخص طيف دخطونودرنګ له مخې په دې نمونو يادشويدي .

    فرانسيم په ١٩٣٩م  کال کې د م – پيسى  له خوا کشف شوىدى چې دفرانسې دنوم څخه اخيستل شويدى .دالقلي فلزاتو داتومونو باندينى الکتروني قشر کې يود – S- الکترون وجودلري داخرڅخه مخکې انرژيکي سويه يې ډکه ده له دې کبله هغوى د- S- په کورنى پورې اړه لري دذکرشوو عناصروالکتروني جوړښت په لاندې ډول دى .  





(


٢- صفحه ١٢) دالقلي فلزاتو ځينې فزيکي ثابتونه په لاندې جدول کې ورکړل شوي دي . سمبول اتومي نمبره اتومي شعاع((nm ايونايزېشن پوتنشل(ev) کثافت

اتومي حجم cm3)) دوېلې کېدوټکى c0)) دجوش ټکى (c0 ) Li 3 0.155 0.39 0.534 13.1 80.5 1326 Na 11 0.189 5.14 0.968 23.7 97.8 883 K 19 0.236 4.34 0.862 45.3 63.7 757 Rb 37 0.243 1.52 Cs 55 0.268 3.89 1.870 70.0 28.6 690 Fr 87 0.280 3.98 0

  دالقلي فلزاتو دايونايزيشن انرژي دنوروګروپونو دعناصرو په مقايسه ډيره کمه ده او داتومونو اوايونونوشعاع يي لويي ندي اوهم داتومي نمبر په زياتيدو سره دليتم څخه تر فرانسيم  پوري اتومي اوايوني شعاع زياتيږي اوايونايزيشن پوتانشيلونه يي کميږي دهغو انيونونو مالګي چي کوچيني اندازي لري لدي قاعدي مستثنا دي.
    دليتم څخه تر فرانسيم پورې اتومي شعاع زياتيږي اودالکترون دجذب انرژي کميږي په نتيجه کي دالقلي فلزاتو ارجاعي خواص زياتيږي.  دليتم څخه تر فرانسيم پوري دالکتروني قشرونو شميرد٢-٧ پوري زياتيږي دليتم اتوم دنوروالقلي فلزاتو څخه داتوپير لري چي دده ماقبل آخرانرژيکي قشردوه الکترونونه لري چې دکوچينيواتومي اوايوني شعاع له مخي مشخص کيږي دټولوالقلي فلزاتونه يوازي چي خارجي جوړښت لمخي بلکي دآخرڅخه  د مخکي دالکتروني قشر(دليتم پرته) ورته والي لري چي داددي باعث ګرځي چي ددي عناصرو يو شمير خواص يو له بل سره ډير ورته وي.  
  فلزي خوا په القلي فلزاتو کي په ډير ښکاره ډول ظا هريږي دمثال په ډول داتومي نمبرپه زياتيدو سره فلزي خواص قوي کيږي.(٤- صفحه٢٦٦

دالقلي فلزاتو استحصال

    القلي فلزات دخپل کيمياوي فعاليت له مخي په طبعيت کي په استثنايي ډول دمرکبونو په ډول پيداکيږي . ليتم د(١٥٠)څخه په زياتو منرالونوکي پيداکيږي چي(٣٠)يي دليتم ځانګړي منرالونو څخه شميرل کيږي.
     دليتم داستحصال لپاره سپودومين(Spodumene)    اوليپيډوليټ(Lepidolite)دليتم قطران  صنعتي اهميت لري سوديم په طبعيت کې په زياته اندازه وجود لري دهغومرکبونوڅخه چې ډېر زيات صنعتي اهميت لري دادي ؛دخوړو مالگه NACLدگلابير مالگه   دچيلي ښيښه  کريوليټ اوسوديم تترابوريت(بوريکس)   اوداسي نور...
  د پوتاشيم منرالونه په طبعيت کي نظرسوديم ته په کمه اندازه پيداکيږي دځمکي په کره کي دمنرالونو په شکل ليدل کيږي سلوين  کارناليټ  

اوکاينيټ

     روبيديم اوسيزيم په کمه اندازه موندل کيږي معموﻻدوي دسوديم اوپوتاشيم په منرالونوکي وجودلري.
    فرانسيم ترټولولوي درونداوفعال القلي اوراديو اکتيف فلزدي اودنيمه تجزيه کيدووخت يي دوه ويشت دقيقي دي.        

فلزي ليتم،سوديم اوپوتاشيم دويلي شوومالګو څخه دبرقي ارجاع پواسطه لاسته راځي اويايي داړوندو هايدرواکسايدونوڅخه استحصالوي .ليتم دليتم کلورايد اوليتم فلورايد دمزابي دالکتروليزڅخه لاسته راځي.

   سوديم Na دسوديم کلورايد  اوډيرکم يي دسوديم هايدرواکسايد دالکتروليزڅخه لاسته راوړي. دسوديم داستحصال په وخت کي دسوديم کلورايدڅخه ددي لپاره چي دالکتروليزدويلي کيدو حرارت راښکته شي معموﻻ د ، CaCL2 اوNaF علاوه کوي پتاشيم معمولا دسوديمي حرارتي ميتود(دNa پواسطه احياکول) پواسطه دويلي شويKOH ياKCL څخه لاسته راوړي.
    روبيديم اوسيزيم دهغوي دکلورايدونوداحيا څخه لاسته راځي.                           دالکتروليزعمومي ميکانيزم کولاي شوپه لاندي ډول وښيو. 

په انودکې په کتود کې M_ دالقلي فلز څخه عبارت دى

٤-صفحه٢٦٧ دالقلي فلزاتو خواص فزيکي خواص:- ټول القلي فلزات په حجم کي په متمرکزه مکعبي کرستالي شبکه کي کرستل کيږي په نوي پري کولو کي دوي سپين رنګ فلزي نقره ئي ځلالري چي دهواداکسجن داکسديشن له امله ډير ژرله منځه ځي لدي سببه ټول القلي فلزات دخاورودتېلودقشرلاندې يادنجيبه غازونو په اتوموسفيرکې ساتي

دوى په سپکوفلزاتو پورې اړه لري او دچاقو  په واسطه په ډيره اسانى قطع کيږي ترټولو سخت فلزيې لېتم دى چې د لوړ برقي هدايت اوحرارتي هدايت په واسطه مشخص کيږي.
   القلي فلزات اود دوى مالګې دبنسن(Bunsen)دشغلې سره مشخص رنګونه ورکوي.دمثال په ډول لېتم Caraminered،سوديم ژيړ پوتاشيم بنفش اوسيزيم آبي رنګ ورکوي ددې عناصرو دلمبې درنګونو علت په مختلفو 

سويو کې يعنې دلوړې انژيکي سويې څخه ټيټې انژيکي سويې ته دالکترونونودانتقال له سببه دى کله چې دلمبې سره په تماس کې راځي پدى عمليه کې انژي دنوري موج په شکل چې دمعين موج لرونکى وي خارجيږي البته دمربو طه فلز په صورت کې .٤- صفحه ٢٤٩ ٢- دالقلي فلزاتو کيمياوي خواص:- دالقلي فلزاتولوړترکيبي ميل دلاندي دلايلولمخي دي ١- لوي جسامت ٢-دايونايزيشن کمه انرژي ٣- دريډ کشني پوتانشيل کوچيني کميتونه. دوي دکوټي په تودوخه اونورمالوشرايطو کي ډيرفعال دي کوچيني ريډکشني پوتانشيل ددوي ارجاعي ميل واضيح کوي دالقلي فلزاتوتعاملات په لاندي ډول دي.

      ١-  دهوايا اکسجن اتعامل:-
      الف:- دتودوخي په اثرليتم نورمال اکسايد  ورکوي.

       ب:- دکوټي په تودوخه کي سوديم پراکسايد ورکوي.

         ج:- پوتاشيم ، روبيديم او سيزيم سوپراکسايدونه ورکوي چي عمومي فورمول يي     EO2                 دي.

 

 پوتا  شيم اکسا يد،روبيديم اکسايد،سيزيم اکسايدپراکسايدونه په غيرمستقيمه طريقه کېداي شي لاس ته راشي.اوهغوى دسوديم اکسايدپه نسبت غير ثابت دي .

پر اکسايدونه اوسوپر اکسايدونه قوي اکسدايزکونکي دي اوبه او نري تېزابونه هغوى په اسانۍ سره تجزيه کوي هايدروجن پر اکسايداواکسجن لاس ته راځي.

٢:-دهلوجنوسره تعامل :- القلي فلزات دت هلوجنوسره دحرارت په اثر تعامل کو ى اوآيوني هلايدونه جوړوي چې دغه تعاملونه اکزوترميک دى اوعمومي معادله يې داده .


په عادي حرارت کي القلي فلزات دفلورين ،کلورين اوهمدارنګه دبرومين اوآيودين دبړاسونو په فضاکي پخپل سرسوځي. دمايع ايودين سره سوديم په فوق العاده ډول تعامل کوي دلږي تودوخي په اثرپوتاشيم،روبيديم اوسيزيم دمايع برومين سره دقوي چاودني په ډول تعامل کوي. ٣:- دسلفر سره تعامل:- دحرارت په اثر القلي فلزات په اسانۍ دسلقر سره يوځاي کيږي سلفايدونه جوړوي.

 سوديم دويلي کيدو په اثردسلفرسره کيداي شي يوځاي شي اوپرسلفايدونه لاسته راوړي ،  ،   او   چي عمومي فورمول يي دادي  دپوتاشيم ، روبيديم اوسيزيم پرسلفايدونه معمولا ددوي دمربوطه سلفايدونواوداضافي سلفردويلي کيدو څخه لاسته راوړي يايي دوچوسلفايدونواوسلفردويلي کيدو څخه استحصالوي.

٤:- هايدروجن سره تعامل:- دلږحرارت په موجوديت کي القلي فلزات په اساني دهايدروجن سره يوځاي اوهايدرايدجوړوي چي په ايوني هايدرايدونوپوري اړه لري چي کرستالي مواددي اودويلي کيدو لوړه تودوخه لري ددوي مذابي دلوړبرقي هدايت لرونکي دي اودالکتروليزڅخه يي په انودکي هايدروجن ازاديږي. دالقلي فلزاتودهايدرايدونوجوړښت دسوديم کلورايد په شان دي.


٥:- دنايتروجن سره تعامل:- په عادي شرايطوکي يوازي ليتم په اساني دنايتروجن دنايتروجن سره تعامل کوي اوليتم نايترايد جوړوي.

دلېتم داخاصيت دنايتروجن دجذبولولپاره استعماليږي دنوروالقلي فلزاتو نايترايدونه معمولا په غير مستقيمه طريقه لاسته راوړي نايترايدونه په اسانى هايدروليز کيږي اوامونيا ازادوي .

٦:- دامونيا سره تعامل:-غازډوله امونياکه دسره کړل شوي سوديم دپاسه تيره کړوسوديم امايدSodium amide لاسته راځي.

ګرچي القلي فلزات دمايع امونياسره يوځاي کيږي لدي امله رنګه محلولونه جوړي. ٧:- سوديم اونورفلزات په ګړنديتوب سره په سيمابوکي حل کيږي چي بين الفلزي مرکبونه يعني ملغميAmalgames جوړوي.

 ٨:- داوبوسره تعامل:- ليتم په ډيرمشکل سره داوبوسره تعامل کوى

ددي ګروف نورنماينده ګان يي دکوټى په حرارت کي په شدت داوبوسره تعامل کوي او(H2) هايدروجن آزادوي.

٩:- دتيزابوسره تعامل:- القلي فلزات په ډيرشدت سره دنريويارقيقوتيزابونوسره په لاندي ډول تعامل کوي.

١٠:- داحيا کوونکي په ډول:-القلي فلزات ښه احيا کوونکي دي دوي دفلزاتو اوغيرفلزاتواکسايدونه احياکوي.


همدارنګه دفلواتوکلورايدونه هم احياکولاي شى.

ددوي په منځ کي ډيرفعال احياکوونکي کم فعاله فلزات ددوي له مالګوڅخه بي ځايه کولاي شي.

١١:- دهايدروجن سلفايدسره تعامل:-القلي فلزات دهايدروجن سلفايد سره سلفايدونه جوړوي.

١٢:- داستلين سره تعامل:-القلي فلزات د سره ايوني کاربايدونه جوړوي اوهايدروجن آزادوي.


١٣ :- دالکولوسره تعامل:-القلي فلزات دالکولوسره تعامل کوي ‌‌‌‌‌‌اوهايدروجن آزادوي.

٤- صفحه ٢٦٩-٢٧٣


دالقلي فلزاتومرکبونه دالقلي فلزاتو زيات شميرمرکبونه ايوني دي ددي فلزاتو(Na ، K،Rb،Cs) مثبت يوولانسه ايونونوپه باندني الکتروني قشرکې آته اودليتم دوه الکترونونه موجوددي دغه ايونونه قطبي کوونکي اغيزه اوډيرلږقطبي خواص لري.

دالقلي فلزاتو مرکبونه معمولابيرنګه دحرارت په مقابل کي مقاوم اوپه اوبوکي ښه حل کيږي دليتم دايون ځانګړي جوړښت 1S2  له مخي ځيني  مرکبونه    ،  ،  ،  يې په اوبوکې په ښه ډول نه حل کيږي دالقلي فلزاتوايونونه په عملي ډول اکسديشني خواص نه لري.           دالقلي فلزاتو(Na ،K،Rb ،Cs اوFr ) دکيتونونولپاره چي آته الکتروني لرى دډيرلږقطبي کوونکي اغيزي له امله مغلق مرکبونه نه جوړوي داچي اکواکامپلکسونه يي کم پايداره دي لدي سببه دالقلي فلزاتوزياتره مالګي کرستالوهايدريتونه جوړووي داډل کريستالوهايدريتونه لکه:
  او هايدريتوڅخه عبارت دى يعني هغوي داسي جوړښت لري چي دمختليفواشارولرونکوايونونودالکتروستاتيکي اغيزي له امله راغونډيږي اوثبات يي ثابتيږي.
  دليتم ايون د ، ، ، ، په مقايسه کوچيني شعاع لرى مګرقطبي کوونکي اغيزه يي زياته ده چي داسي مغلق مرکبونه جوړوي چي دکواردنيشن عدديي څلوردي دمثال په ډول   ١- صفحه ١٧

اکسايدونه اوهايدرواکسايدونه:-دالقلي فلزاتواکسايدونه يادفلزاواکسجن دمستقيم تعامل څخه لکه ياپه غيرمستقيم ډول لاسته راوړى دمثال په ډول دفلزدپراکساداحياکول دهمدې فلزپه واسطه

اودپتاشيم،روبيديم اوسيزيم اکسايدونه دهغوى دمربوطه سوپراوکسايدونوڅخه لاس ته راوړي .

، او سپين رنګه مواددى ژيړاو نارنجي رنګ لرى.د القلي فازاتو اکسايدونه ډير فعال دى چى په فعال ډول داوبوسره تعامل کوى اړونده هايدرواکسايدونه جوړوي.

په لاندې سلسله کې داکسايدونوفعاليت زياتيږي.


دالقلي فلزاتوهايدروکسايدونه:- جامد سپين کرستالي مواد دي په طبيعت کې نه پيداکيږي اوله دې امله هغه د کلورايدونو داوبلنومحلولونو دالکتروليزڅخه لاس ته راوړي . دغه ميتوددسوديم اوپوتاشيم هايدرواکسايدونواستحصال صنعتي اساس جوړوي . کتود

انود


همدارنګه سوديم هايدرواکسايددجوش ميتودپه واسطه يعنې د ابورسېدلې چونې دتعامل څخه لاس ته راځي.

کله چې ديوخالص هايدروکسايداستحصال هدف وي دفلزاتواواوبودتعامل څخه اويادمربوطه الکولودمالګودهايدروليزڅخه گټه اخلو.

په اوبوکې د انحلال دنورهايدرواکسايدونوپه مقايسه کم دي.

  دالقلي فلزاتودهايدرواکسايدونودانحلال عمليه يوه اکزوترميک عمليه ده څرنگه چې دوي قوي  قلوي خواص لري بنادالقلي په نوم هم ياديږي دسره کيدوپه اثرتجزيه کيږى چي دنوروالقلي فلزاتوهايدرواکسايدونوڅخه توپيرلري.
 	 

جامدهايدرواکسايدونه اودهغوي اوبلن محلولونه اوله اتوموسفيرڅخه کاربن داي اکسايدجذبوي.

دالقلي فلزاتونايترايدونه ديرفعال دي هغوي داوبوپه واسطه ژرتجزيه کيږي قلوي امونياجوړوي.

دنايترايدونودهايدرليزپه نتجه کې بين البيني امايدونه منځته راځي.

دالقلي فلزاتوامايدونه په مايع امونياکې قلوي خواص لري.

دپوتاشيم ،روبېديم ،سېزيم امايدونه په مايع امونيا کې ترټولو ښه حل کيږي حال دا چې ترټولو کم منحل دى اواما يدونه تجزيه کوي قلوي اوامونياجوړوي

١- صفحه ٦٧ دالقلي فلزاتومالگې دالقلي فلزاتومالگې معمولاً دټولوتېزابوسره وجودلري دمعمول سره سم دوى بې رنگه کرستلي مواددي چې ايوني رابطې لري درنگه مالګې د رنګ علت دانيونونوله امله دى. دلېتم مرکبونه دخپلو خواصوله امله دنورو مشابه القلي فلزاتو دمرکبو څخه توپير لري مګر د مرکبونه راپه يادوي چې دلېتم په مرکبوکې داډول بې قاعده ګي ترټولو دمخه دلېتم ايون په جوړښت پورې اړه لري . دلېتم دمالګې انحلاليت د مالګودانحلاليت سره ورته دى دبېلګې په ډول : LiF په اوبوکې په کمه اندازه(په ١٨سانتي ګرېدتودوخه کې ٠،٢٧ګرامه په سل ګرامه اوبوکې )لېتم کاربونېت دګرمولو په اثرپه او باندې په ډېره اسانۍ تجزيه کيږي دنوروالقلي فلزاتوکاربونيتونه نسبت دالقلي فلزاتوټولې مالګې دوېلې کېدولوړې تودوخې اودمحلولونواومذابودلوړبرقي هدايت له مخې مشخص کېږي دالقلي فلزاتومالګې دهلوجني ايونونوڅخه جوړې شوې دي يوازې دلېتم ايون دهايدروتېشم زياته انرژي لري له همدې امله هغه په جامدومالګوکې اکواء دهايدروتېشن په شکل وي چې دنوروورته القلي فلزاتودمالګوسره ډيرزيات توپيرلري دقوي تېزابودمالګوڅخه دلېتم دمالګودانحلال قابليت زيات دى . حال داچې په ضعيفوتېزابونوکې دلېتمي مالګودانحلال قابليت نظرنوروالقلي فلزاتوته ډېرکم دى په اوبلنومحلولونوکې دضعيفو تېزابونومالګې هايدروليزکيږي اودهايدروکسل دايونونوغلظت په محلول کې زياتيږي اومحيط قلوي کوي .


دالقلي فلزاتومضرمرکبونه اوهمدارنګه داړونده فلزاتو دبړاسونوبې رنګه لمبه په ځانګړورنګونو(لېتم قرمزي ،سوديم ژېړ ،پوتاشيم بنفش) رنګوي چې په تخنيک اوتحليلي کميا کې زيات کارول کېږي . القلي فلزات په زياته اندازه استعماليږي . سوديم په زياته پېمانه درنګونوپه جوړولوکې همدارنګه دمصنوعي مينځونکوموادوپه صنعت کې استعماليږي . جامداوهمدارنګه مايع سوديم دلوړحرارتي هدايت له مخې دحرارتي ناقل په حيث يې په کاروړي يااستعمالوي .

    القلي فلزات دانسان په بدن کې عمده بيولوژيکي رول لري . دمثال په ډول دې وينې دپلازما اسموتيک فشارترټولولمړى دسوديم کلورايد په واسطه په معينه سويه ساتل کيږي .دپوتاشيم څخه  لاسته راوړي چې داوبولاندې اوفضايي کشتۍ ګانوکې د دجذب اواکسجن دبياتوليدلپاره کارول کېږي .

دهمدي هدف لپاره هم استعماليږى.

د داستعمال په صورت کي په کمه اندازه اکسجن تولديږى مگر يو ارزانه مرکب دى ليتم دځينوالياژونوسره دعلاوه کوونکوپه توګه اضافه کوي دليتم ايزوتوپ دتريتيم دصنعتي استحصال لپاره کارول کيږي.

سيزيم په پوتوالمنتونوکې استعماليږي دآزادوالقلي فلزاتوپه مقايسه پهزيات مقدار سره دهغومرکبونه په ځانگړى ډول ډهغوي مالگي استعمالوي.

    سوديم کلورايد دسوديم کاربونيټ،سوديم هايدرواکسايد اوکلورين اونورزيات شميرموادوداستحصال لپاره استعمالوىبرسيره پردي سوديم کلورايددخوړو جوړونکي جزدى دلاروپه سرديخ دمخنيوي لپا ره اوهمدارنګه په زياتوتوليداتوکې کارول کيږي.پوتاشيم کلورايدچې دطبعي زخايروڅخه استخراجوي اودکيماوي سري په ډول ېې استعمالوي سوديم کاربونيت دالمونيم په توليد،دښيښي جوړولو،صابون جوړولواونوروکې سوديم هايدرواکسايددصنعتي اليافوپه صنعت،درنګونواونفتي محصولاتوپه تصفيه کي سوديم پراکسايدپه سپينولو،ضدعفوني کولواونوروکې سوديم سلفيت اوپوتاشيم کاربونيت دښيښي په توليدکې پوتاشيم نايتريت دکيماوي سري په جوړولوکې اوسوديم اوپوتاشيم مرکبونه په پراخه پيمانه استعماليږي.
    ليتم هايدرواکسايددعلاوه کوونکې په توګه په قلوي بطري ګانوکې کارول کيږي ترڅودهغوي کارکولوموده زياته کړي لېتم اوکسايددمخصوصوښيښودسورتونوپه ترکيب کې وجودلري چې دويلې کيدودټيټې درجې لرونکې دې.
   القلي فلزاتواودهغوې مرکبونه په زياته اندازه په علمې څيړنوکې استعمالوې 

٢- صفحه ١٩


ليتيم Lithium (Li) دلېتيم کمياوي سمبول (Li)دى اتومي کتله يې (٩٤١.٦)ده اواتومي نمبريې(١١)دى.لېتيم دپاتې القلي فلزاتوڅخه دايونايزېشن انرژي دقيمت دزيا توالي اودخپل کوچني اتومي اوايوني جسامت له مخې توپير کيږي . دلېتيم لپا ره غوره خواص دايوني رابطې تشکيلدل دي په همدې لحا ظ دلېتيم لپاره هماهنګي عددپه مرکبا توکې دمتنا وب جدول ددوهم تنا وب دنورپا تې عناصرو په خلا ف له څلورو څخه زيا ت دى يعنې د(Li) هماهنګي عدد دڅلوروڅخه زيا ت دى اودپا تې عناصرو (Na،K،Rb،Cs،Fr)هما هنګي عددونه له څلورو څخه کم دي سره له د ې لېتيم هم دخپل ايون دکوچني والي په نسبت دلوړ او زيا ت سلواتشن انرژي لري اوپه لېتيم لرونکي عضوي مرکباتوکې (Li) کوولا نسي اړيکه لري . اولېتيم په کا في اندازه دځمکې په قشر کې منتشر شوى دى اودهغې مقدار(٠٠٢.٠)فيصده مولي برخه تشکيلوي طبعي لېتيم له دوه ثا بتوايزوتوپونو يعنې فيصده او فيصده څخه تشکيل شويدې. اودلېتيم دراډيو اکتيف اېزوتوپونه هم په مصنوعي ډول توليد شوي دي .لېتيم د(١٥٠)څخه په زياتومنرالونو کې پيدا کيږي .چې (٣٠)يې دلېتيم ځانګړي منرالونه شمېرل کيږي دلېتيم دمنرالونو دجملې څخه چې زيا ت اهميت يې ترلاسه کړى دىاوهم داستحصال لپا ره صنعتي اهميت لري عبارت دي له . ١:- سپادومين (Spadumene) ٢:-ليپډوليټ Lepidolite)) ٣:-امبليګونيټAmblygonite))



ليتيم دساده موادو په حيث لېتيم دساده مادې په شکل سپين نقره يي نرم فلزدى لېتيم دډېروسپکو فلزاتو دجملې څخه دى او نسبت نورو القلي فلزاتو ته سخت دى ولې بياهم دچاقوپه واسطه په اسانۍ سره قطع کېږي کله چې دچاقو په واسطه پرې شي سپين رنګه فلزي نقره يي ځلا لري چې دهوا داکسجن داوکسېدېشن له امله ډېرژرله منځه ځي له همدې کبله يې کيميا وي فعاليت ډېرزيآت دى اودخاورودتېلولاندې اودنجيبه ګازاتوپه اتوموسفيرکې يې ساتي .

    لېتيم اودهغوى مالګې د(Bunsen )دشغلې سره مشخص رنګ ورکوي دمثال په توګه لېتيم د(Caramime-red)رنګ ورکوي .
    لېتيم نظر(Na،K،Rb،Cs،Fr)ته لوړکمياوي فعليت لري اولوړترکيبي طبعيت يې دلاندې دلايلوله مخې دى.

١- دايونايزېشن کمه انرژي ٢- درېډکشن پوتانشيال کم اويا کوچينى کميت لري اوکوچينى پوتانشيل رېډکشن دلېتيم ارجاعي طبعيت واضح کوي .

دلېتيم اتوموزېشن انرژي نظرنوروالقلي فلزاتوته زياته ده دلېتيم الکترودي ستاندردپوتنشيال منفي قېمت زيات دى (Li=-3,05V) سره دى 
   دهمدي الکترودي پوتانشيل له مخي ليتيم خپل الکترونونه دلاسه ورکوي Oxidination)) کيږي اوارجاعي قابليت يي کم وي. يعني ريډکشن خاصيت يي کم وي.
    دکيمياوي فعاليت له مخي ليتم له ځيني فلزاتوڅخه وروسته پاتې دي سره لدې چې دالکترودې ستاندردي پوتانشيل منقي قيمت يې هم زيات دې.
 لکه چي مخکي ورته ايشاره وشوه پورتني مطالب دليتيم فزيکي خواص بيانوي. ليتيم لوړکيمياوي فعاليت لري اوپه عادي شرايطوکي کي داکسجن او نايتروجن سره تعامل کوي له همدي لحاظه په هوا کي فوراًاکسديشن کيږي اونري تياره خړ قشر جوړوي اوپدي عمليه کې او جوړوي اوله      ٢٠٠درجه سانتي ګيريد څخه لوړه تودوخه کې سوزي
 او دکلورين ،فلورين او همدارنګه دبرومين او ايودين په بخاراتو کې په خپل په عادي تودوخه کې مشتغل کيږې. همدارنګه دحرارت په مرسته له سلفر،کاربن ،هايدروجن اوغيرفلزاتو سره تعامل کوې اورابطه يې اکثراً ايونى ده.
 
 
   

دلېتيم داکسدېشن (١+) درجه اومهم مرکبات دلېتيم منرالونه اومصنوعي مرکبات عبارت دي له :١- مولبدينونه٢-المونېتونه ٣- کاربونېتونه٤- سليکونه ( ( تيتانيتونه اونور. دليتيم مرکبات عبارت دې له:-

...
 دفلزاتوکيمياوي تعامل يوله بل سردبين الفلزې مرکباتوپه نوم ياديږې ليتيم دفلزاتوسره بين الفلزې مرکبات جوړوې   ليتيم دنوروالقلي فلزاتوسره افتيکتيلي مخلوطونه جوړوې.

ليتيم يوشميرفلزاتونه داهمميت څخه ډک فزيکېاوکيمياوي خواص وربخښي.مثلا:- دالمونيم الياژچي لرونکي د Li=1فيصده وې دالمونيم الياژته ميخانيکي ثبات عالي مقاومت درنګ په مقابل کي ترلاسه کوې دLi= 2فيصده علاوه کول په تخنيکي مسو(Cu)کي دهغوې برقې هدايت لوړبيايې.




دليتيم دوه ګوني مرکبات دليتيم دوه ګوني مرکبات بي رنګه کرستالې مواددي اوعبارت دي دمالګو اومالګو ته ورته مرکبات دي ددوه ګونو مرکباتو او مالګو له جملي څخه ، او دحل کيدو کم قابليت لرې. ليتيم اکسايدسپين رنګه جامده ماده ده اودساده مادو دتعامل څخه لا سته راځې لکه  : پر اکسايدونه( ) دليتيم لپاره لږمعمول دي مګر پر سلفايدنه او پرکاربايدونه يې هم ليدل شوى وى.سوپراکسايدونه يې تراوسه ليدل شوى ندى ليتيم اکسايد داوبوسره په شدت تعامل کوى او جوړوى.

سپين رنګه کرستلې ماده ده په اوبوکې ښه حليږې اوقوى قلوي جوړوى.

نوټ:- دليتيم افتيکتيکى مخلوطونه په لاندې ډول دي. ، ، اودليتيم د دوه ګونې مرکباتومثالونه عبارت دي له:- ، اوداسې نور... دليتيم استحصال ليتيم دليتيم کلورايد(LiCl)دالکتروليزڅخه لاسته راځې.

                                                         انود

ليتيمKCl،LiCl افتيکيتيکې مخلوط اومذابې دالکتروليزڅخه لاسته راوړى.

اوهمدارنګه اوفلزې سوديم دتعامل څخه هم ليتيم په لاس راځې.


دليتيم داستعمال ځايونه

  لېتيم دعلاوه کونکوپه توګه زياتوي چې دالياژونوپه استحصال کې په کا ريووړل شي دلېتيم سپک ايزوتوپ دترېتم دصنعتي استحصال لپا ره کارول کيږي .

   لېتيم دعضوي موادو په ترکيب يا توليد کې هم استعما ليږي چې دهغې اهميت به په عضوي کيميا کې وڅېړل شي .دلېتيم منرالونه اومصنوعي مرکبات لکه المونيتونه ،کاربونېتونه ،سلېکلتونه ،مولبدنېتونه په صنعت کې دمخصوصو بنسټونو او هغه ښيښې چې دهغه څخه ماوراء بنفش وړانګې تېرېداى شي استعماليږي .

نوټ :- الياژونه :- زيات فلزات په ويلې شوي هالت کې يوله بل سر ه مخلوط کېداى شي په نتيجه کې الياژونه حاصليږي . سوديم (Sodium ) Na

   دسوديم اتومي وزن (٢٣) او اتومي نمبر يې (١١) اوسوديم يودهغه عنا صر وله جملې څخه دى چې په ځمکه کې زيا ت منتشر دي (٤.٢) فيصده مولي برخه يا (٣.٢) فيصده اوهم دلمر په اتوموسفير کې اودسياراتو په منځ کې کشف شوى دى .
      دسوديم منرا لونه عبا رت دي له :-

١- دخوړومالګه ٢- ميرابليټ Merablit ٣- کريوليټ Carulit ٤- بوريکس Borix ٥- ابليټ Ablite

     سوديم Na په بحري اوبوکې ٢.٥ فيصده موجوددى. سوديم دنورو عناصرو سره يوځاي دطبعي سليکتونواوالمو نيتونو کې هم شامل دي.
    دسوديم مرکبات په حيواني اونبا تي ارګا نېزمونو کې هم شامل دي چې عملا  ً دسوديم کلورايد په شکل ليدل کيږي .مثلاً دانسا ن په وينه کې د   Na+    ايونونه ٠.٣٢ فيصده په هډوکو کې  ٠.٦ فيصده اوپه پلا زما يي غشاء کې د٠.٦ څخه تر ١.٥ فيصده موجود دى  .

سوديم په هايدرو سفير کې سمندر ونوپه اوبوکې ټنه وجودلري . ٨-صفحه ٢٩٦ سوديم دساده مادې په شکل سو ديم دساده مادې په شکل سپين نقره يي سپک فلزدى کثافت يې ٠.٩٧ فيصده دى نوموړى فلزنرم او دزوبان تودخه يې نسبتاً ټيټه ٩٧،٨ درجه دسانتي ګرېدده او دغليان ټکى يې ٨٨،٣ درجې دسانتي ګرېد دى دکمياوي خو اصو له مخې فعال فلزدى په هواکې فوراً اکسېدېشن کېږي داکسېدېشن محصول ديوې نرمې مادې په حيث توليديږي په عادي حرارت کې دفلورين اوکلورين په اتوموسفير کې په خپل سر مشتغل کېږي دلږحرارت ورکولو په مرسته دمايع برومين ،سلفر ،ايودين اوهايدروجن سره تعامل کوي .


    سوديم ديو شمېر فلزاتو سره تعامل کوي اوبين الفلزي مرکبات توليدوي مثلاً:دقلعي (Sn)سره يوشمېر مرکبات توليدوي چې دهغوى مرکبونه په لاندې ډول دي  ، ، ، دځينوفلزاتوسره جامدمحلولو نه تشکيلوي افتيکتيکي الياژونه له  او څخه تشکيل شوى وي په عادي شرايطو کې مايع دى دذوبان يا وېلې کېدو نقطه يې  ده سوديم د(Hg) سره املګم (ملغمه )جوړوي .
سوديم په مېتالوژي کې تراستفادې لاندې قرار نيسي فلزي سوديم اودهغې مايع الياژدپوتاشيم سره په عضوي سنتېزکې استعمالېږي. دارجاع کوونکو په حيث اکثراً دسوديم دالياژونو څخه کاراخلي سوديم په اتومي انرژيکي دستګاه کې دحرارت دانتقالوونکي په حيث استعمالېږي .

دسوديم فزيکي خواص :سوديم دسپينوزروپه شان سپين رنګ لري اوفلزي ځلايې دزيات فعاليت له امله ډېر ژرخړېږي دايونرم فلزدى چې مونږکولاى شو دچاقوپه واسطه يې پرې کړو کثافت يې له اوبوڅخه لږدى اوهمداسبب دى چې داوبوپه مخ لامبووهي . ٧-صفحه ١٤٣ دسوديم کيمياوي خواص :سوديم دخورا زيات کيمياوي فعاليت له کبله دنفتويا خاورو تېلو په بوتلونوکې اوياله هواڅخه په خالي لوښوکې ساتل کېږي دسوديم فلزپه ازاده هواکې له اکسېجن سره دلاندې معادلې په اساس سوديم پراوکسايدجوړوي .

همدارنګه سوديم په زياته چټکتياسره دهلوجنو ،سلفر ،فاسفورس اونورو غيرې فلزي عناصروسره دلاندې معادلې په اساس تعامل کوي اومختلېف مرکبونه جوړوي


سوديم دزيات کيمياوي فعاليت له کبله دهايدرو جن سره تعامل کوي اوسوديم هايدرايدجوړوي

دوېلې شويوهايدرايدو په برېښنايي تجزيه کې دهايدروجن ايونونه مثبت قطب(انود ) ته ځي اودالکترون په ورکولو دلاندې معادلې سره سم دهايدروجن دغازپه شکل الوزي .


سوديم په چټکتياسره له اوبوسره تعامل کوي اوسوديم هايدرواوکسايدجوړوي .

سوديم دمالګې له تېزابوسره تعامل کوي دخوړو مالګه جوړوي اوهايدروجن ازادوي .

٧- صفحه ١٤٣ دسوديم استحصال :سوديم دسوديم کلورايددالکترولېزدمذابې اوبعضاً دسوديم هايدرو اوکسايددمذابې څخه لاس ته راوړي دسوديم داستحصال له پاره سوديم کلورايدتر دذوبان يا وېلې کېدوتودوخه لري مګر دپوتاشيم کلورايد،کلسيم کلورايد،سوديم فلورايداويادنورومالګوپه واسطه دهغه دوېلې کېدونقطه د پورې ټيټيږي ياکمېږي . دسوديم مرکبات:دسوديم ډېرمعمولي مرکبات ايوني دي سوديم کرېستلي جوړښت لري اوپه کم اوزيات شکل سره وېلې کېږي دمذابې په حالت کې الکترولېت دى (دبرق هادي ) دى اوپه اوبوکې ښه حل کېږي اودهغې يوکم شمېر مشتقات مغلق ايونونه دي کمپلېکس مرکب جوړوي چې په اوبوکې لږحلېږي همدارنګه دسوديم هايدروکاربونېتونه د سره په توپيرکې په نسبي صورت کم حلېږي څه رنګه چې دسوديم ايون قطبي کوونکى خاصيت کم دى نو له دې امله مغلق مرکبات نه توليدوي اودهغه اکواکمپلېکسونه هم کم ثبات لري ځکه اکثره مرکبات يې کرېستلوهايدرېتونه نه شي توليدولاى اوپه نسبي ډول داډول کرېستلوهايدرېتونه ثابت دي . ، سوديم داکسېجن سره تعامل کوي لاندې اوکسايدونه جوړوي . ١- سوديم اوکسايد ٢-سوديم پراوکسايد ٧- صفحه ٨٠


کاستک سوډا:دسوديم کلورايد داوبلن محلول دبرقي تجزيې څخه په لاس راوړل کېږي .



کاستک سودا سپين رنګه بلوري ماده ده چې درطوبت دجذبولو خاصيت لري له دې امله سرتړلو بوتلونوکې ساتل کېږي چې په ٣١٨ درجې دسانتي ګرېد کې وېلې اوپه ١٤٠٠ درجه دسانتي ګرېدکې په جوش راځي په اوبوکې دحلېدوپه نتيجه کې زياته تودوخه توليدوي په ورېښمو،صابون اوکاغذجوړولوکې ورڅخه کاراخيستل کېږي . سوديم کلورايد: دسوديم کلورايديادخوړومالګې مهمه منبع دسمندرونواوبه دي دسوديم کلورايدڅځه دسوديم کاربونېتو اوسوديم هايدرو اوکسايدوداستحصال له پاره دشيريخ په جوړولوکې اودستوني ددرد دکنګل دماتولوله پاره کاراخيستل کېږي . دخوړومالګه دتېزابواوالقليو له تعامل څخه لا س ته راځي سوديم کاربونېت: دامالګه سپين رنګه جامده ماده ده چې اوبه لروونکي بلورونه يې دواشنګ سوډاپه نوم يادېږي القلي خواص لري دصابون اوښيښې په جوړولوکې په کاروړل کېږي .