ازاده فرانسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ازاده فرانسه (په فرانسوي: France Libre) یو سیاسي بنسټ ؤ چې د فرانسې درېیم جمهوریت له نړېدا وروسته یې د فرانسې د دولت قانوني کېدو ادعا کوله. د دوه‌یمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د فرانسې له سقوط وروسته یاد بنسټ په ۱۹۴۰ز کال کې، په لندن کې، «په تبعید کې» د یوه «دولت» په توګه د فرانسوي جنرال «شارل دو ګول» په مشرۍ تاسیس شو او د د ازادې فرانسې ځواکونو (Forces françaises libres) پر مټ یې د یوه متفق ملت په توګه له محوري قدرتونو سره جګړه وکړه. سربېره پر دې، ازادې فرانسې د نازي قدرت له‌خوا اشغال شوې فرانسه کې له مقاومت څخه، چې د فرانسي دنني ځواکونو په نامه یادېده، ملاتړ وکړ او افریقا کې د فرانسې په څوګونو مستعمرو کې ستراتیژیک پایښت ترلاسه کړ.

د نازي آلمان له‌خوا د درېیم جمهوریت له ماتې وروسته، مارشال فیلیپ پتېن د یوه اوربند رامنځ‌ته کېدو لپاره هلې‌ځلې وکړې او د ویشي فرانسې په نامه یې د آلمان یو لاسپوڅي دولت رامنځ‌ته کړ. دو ګول تسلیم نه‌شو، بریتانیا ته وتښتېده او له هغه ځایه یې «د جون ۱۸ وینا» (Appel du 18 juin) خپره کړه او فرانسویان یې د نازیانو پر وړاندې مقاومت او د ازادې فرانسې له ځواکونو سره یوځای کېدو ته وهڅول. د ۱۹۴۰ز کال د اکټوبر پر ۲۷مه د ټولواکمنۍ د دفاع شورا (Conseil de défense de l'Empire)– چې وروسته د فرانسې ملي کمېټې (Comité national français یا CNF) په نامه یادېده– رامنځ‌ته شوه ترڅو په مرکزي افریقا، آسیا او اوقیانوسیه کې، چې د جون ۱۸ وینا ته یې غوږ ایښی ؤ، د فرانسې تر واک لاندې سیمې اداره کړي.

په لومړیو کې، په ارام سمندر، هند او استوایي افریقا کې د فرانسې له تصرف شویو سیمو پرته، د فرانسي ښکېلاک‌ګرې ټولواکمنۍ ټولو اړوندو سیمو د دو ګول غوښتنه رد کړه او مارشال پتېن او ویشي دولت ته یې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ. د وخت په تېرېدو او د متفقینو په غوڅې نظامي مداخلې سره، ازادې فرانسې د ویشي دولت لا زیاتې سیمې ونیولې او د ۱۹۴۲ز کال د نومبره پورې یې ډېرشمېر مستعمرې خوندي کړې.[۱]

ازاده فرانسه هم له محوري قدرتونو او هم د ویشي له پوځي ډلو سره وجنګېده او له منځني ختیځ څخه نیولې تر هندوچین او شمالي افریقا پورې یې په هرې سترې مبارزې کې ونډه واخېسته. د ازادې فرانسې سمندري ځواک په بریتانیا کې د سلطنتي سمندري ځواک او په شمالي اتلانتیک کې د کاناډا سلطني سمندري ځواک ترڅنګ د یوه مرستندوی ځواک په توګه عمل کاوه. سربېره پر دې، مخکې له‌دې چې «په تبعید کې د دولت» تر مستقیمې څارنې لاندې لویې ادارې جوړې شي، د ازادې فرانسې ځواکمنو واحدونو د بریتانیا له سلطني هوایي ځواک، د شوروي هوایي ځواک او د بریتانیا له هوایي ځانګړي ځواک سره په ډېري عملیاتو کې ونډه واخېسته.[۲]

له حقوقي پلوه، د شمالي افریقا له بیا نیولو وروسته، تبعید په رسمي ډول پای ته ورسېده ځکه چې د ازادې فرانسې دولت ته زمینه برابره شوه ترڅو له لندن څخه ووځي او په الجزیره کې ځای پر ځای شي. له هغه ځایه، د فرانسې ملي ازادۍ کمېټه (Comité français de Libération nationale یا CNFL) د ټولو فرانسویانو د موقت حکومت په توګه رامنځ‌ته شوه. د ۱۹۴۴ز کال د اګوسټ پر ۲۵ د ازادې فرانسې ۲یمې زغره‌والې فرقې او مقاومتي ځواکونو پاریس ازاد کړ، حکومت د هېواد پلازمېنې ته منتقل شو او د فرانسې جمهوریت موقت دولت (gouvernement provisoire de la République française یا GPRF) رامنځ‌ته شو. موقت دولت د نړېوالې جګړې تر پایه او په ۱۹۴۶ز کال کې د څلورم جمهوریت تر رامنځ‌ته کېدو پورې فرانسه کې حاکم ؤ او په‌دې توګه د درېیم جمهوریت (چې په ۱۹۴۰ز کې سقوط شو) د لنډمهالو ځایناستو رژیمونو لړۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

د ۱۹۴۳ز کال د اګوست پر ۱ «L'Armée d'Afrique» په رسمي توګه د ازادې فرانسې له ځواکونو سره یوموټی شو ترڅو د فرانسې ازادیپال پوځ رامنځ‌ته کړي. د ۱۹۴۴ز کال تر نیمایي پورې د دغه پوځ د ځواکونو شمېر تر ۴۰۰،۰۰۰ زیات وو او د نورماندي او سویلي فرانسې په برید کې یې ګډون وکړ او په پای کې پاریس ته سوق شو. لږ موده وروسته هغو په الزاس، آلپ او بریتاني کې وجنګېدل. د نړېوالې جګړې تر پای پورې یې شمېر ۱،۳۰۰،۰۰۰ ته رسېده چې په ټوله اروپا کې د متفقینو څلورم لوی پوځ ؤ او د فرانسې له‌لارې د متفقینو په پرمختللو او پر آلمان باندې د متفقینو په برید کې یې ګډون وکړ. د ازادې فرانسې دولت، له ازادۍ وروسته یو لنډمهال جمهوري حکومت رامنځ‌ته کړ چې په ۱۹۴۶ز کې یې د څلورم جمهوریت د رامنځ‌ته کېدو لپاره لاره اواره کړه.

مخینه[سمول]

سریزه[سمول]

د ۱۹۴۰ز کال د مې پر ۱۰، نازي آلمان پر فرانسې او کوزو هېوادونو (بلجیم، لوګزامبورګ او هالنډ) باندې یرغل وکړ او په چټکۍ سره یې بلجیم او هالنډ ته ماته ورکړه، زغره‌والې فرقې د آردن له‌لارې د برید پر مهال، فرانسوي-بریتانیایي ضربتي ځواک منزوي کړ. د مې میاشت په پای ته رسېدو سره، د بریتانیا او فرانسې شمالي پوځونه د دنکیرک، کالي، بولون، سېنت ولري-ان-کو او لیل په څېر یو لړ چریکي جګړو په لړ کې کلابند شول. یوازې د دنکیرک تخلیې لړۍ د دغو پوځونو د دفاع، په تېره بیا په لیل کې د فرانسوي پوځ د لښکر مقاومت له‌امله ترسره شوه. [۳]

د مې له ۲۷ د جون تر ۴ پورې، د بریتانیا اعزامي ځواک له ۲۰۰،۰۰۰ زیات غړي او ۱۴۰،۰۰۰ فرانسوي سرتېري له دنکیرک څخه تخلیه شول. هېڅ لوري دې ته د جګړې د پای ټکي په سترګه نه‌کتل؛ فرانسوي اېستل شوي سرتېري ژر بېرته فرانسې ته ستانه شول او د جون په ډېریو جګړو کې یې ونډه واخېسته. آلن بروک، له دنکیرک څخه له اېستل کېدو وروسته، د جون پر ۲ شربورګ ته لاړ ترڅو د لومړي کاناډایي لښکر ترڅنګ، BEF (په بریتانیا کې یوازېنی پاتې شوې زغره‌واله فرقه) له سره تشکیل کړي. خلاف د هغه څه چې ګومان یې کېده، په جون کې د فرانسویانو روحیه د مې میاشت په پرتله لوړه وه او په سویل کې یې د فاشیستې ایټالیا یرغل په اسانۍ سره دفع کړ. د سومې په اوږدو کې یوه دفاعي کرښه له سره رامنځ‌ته شوه خو د فرانسې په شمال کې ډېري کرښې د هوایي جګړې له‌امله نه، بلکې تر ډېره بریده د هوایي ډګرونو د اشغال له کبله له‌منځه لاړې.[۴][۵]

د جون پر لومړۍ نېټې شارل دو ګول بریډ جنرالي ته ترفېع وکړه؛ نوموړی د جون پر پنځمه د صدراعظم پاول رینو له‌خوا په دفاعي چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په توګه وګومارل شو، چې د فرانسې په کابینه کې یو کوچنی منصب ؤ. دو ګول د منل شویو مفکورو ننګولو ته په لېوالتیا مشهور ؤ؛ په ۱۹۱۲ز کال کې یې غوښتنه وکړه ترڅو د پتېن په غونډ کې وګومارل شي، چې هغه مهال د پتېن شعار له متداول اُرتودوکس پر وړاندې په بشپړ توپیر سره د «اور ځواک وژل کوي» ؤ. همدا راز، هغه د نومهالو وسلو جګړو د مفکورو مدافع ؤ چې د ورماخت له‌خوا کارول کېدې او د مونت‌کورنت جګړې پر مهال د څلورمې زغره‌والې فرقې قوماندان ؤ. سره له‌دې، هغه په شخصي توګه هومره مینه‌وال نه‌درلودل؛ په ۱۹۴۰ز کال کې هېڅ لاس‌لاندې نظامي چارواکي ورسره یوځای نه‌شول.[۶][۷][۸][۹]

نوی فرانسوي قوماندان «ماکسیم ویګان» ۷۳ کلن او د پتېن په څېر ؤ، له انګلیس څخه یې کرکه درلوده او دنکیرک یې د یوه متفق په توګه بریتانیا د بې‌‌اعتمادې بېلګه ګڼله؛ موده وروسته دو ګول وویل چې د جون پر ۸، د آلمانیانو د بریدونو له سره نیولو او د ژرمهاله اوربند غوښتلو پر مهال، هغه «ناهیلی شو». دو ګول د دولت د وزیرانو له یوې کوچنۍ ډلې څخه ؤ چې د مقاومت د دوام غوښتونکی ؤ او رینو لندن ته واستوه ترڅو د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د غوښتل شوي اتحاد لپاره مذاکره وکړي. کله چې دغه پلان له ماتې سره مخ شو، هغه د جون پر ۱۶ استعفا ورکړه او پتېن د شورا مشر شو. د جون پر ۱۷ دو ګول بوردو ته لاړ خو کله چې د جګړې د محوري قدرتونو او پتېن د اوربند خبر ورورسېد، همهغه ورځ لندن ته ستون شو.[۱۰][۹]

سرچينې[سمول]

  1. French India, New Caledonia/New Hebrides and French Polynesia, were totally dependent economically and for their communication on British and Australian goodwill and support for Vichy was not a realistic option. Jean-Marc Regnault and Ismet Kurtovitch, "Les ralliements du Pacifique en 1940. Entre légende gaulliste, enjeux stratégiques mondiaux et rivalités Londres/Vichy", Revue d'histoire moderne et contemporaine, vol. 49, No. 4 (Oct. – Dec., 2002), p. 84–86
  2. Stacey 2007، ص. 373.
  3. Horne, Alistair (1969). To Lose a Battle; France, 1940 (الطبعة 2007). Penguin. د کتاب پاڼې 604. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0141030654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Taylor, p.58
  5. Alexander, Martin (2007). "After Dunkirk: The French Army's Performance Against 'Case Red', 25 May to 25 June 1940". War in History. 14 (2): 226–227. doi:10.1177/0968344507075873. ISSN 1477-0385. S2CID 153751513. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jackson, Julian (2018). A Certain Idea of France: The Life of Charles de Gaulle. Allen Lane. د کتاب پاڼي 110–111. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1846143519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Horne, Alistair (1962). The Price of Glory; Verdun 1916 (الطبعة 1993). Penguin. د کتاب پاڼې 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0140170412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Jackson, p. 110
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munholland 2007، ص. 10.
  10. Shlaim, Avi (July 1974). "Prelude to Downfall: The British Offer of Union to France, June 1940". Journal of Contemporary History. 9 (3): 27–63. doi:10.1177/002200947400900302. JSTOR 260024. S2CID 159722519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)