د "مرکزي حکومت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سمون لنډیز نسته
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
(بې توپيره)

د ۱۰:۴۰, ۱۳ جون ۲۰۱۱ بڼه

وحداني حكومتونه

وحداني حكومت هغه ډول حکومت دی چې واحد يا نا وېشلى وي او په مركزي حكومت او سيميز حكومت كې خپلواكه ادارو كې واك په منظم ډول نه ويشل كېږي. په داسې دولت كې د هيواد ټول نظم د يوه مركزي حكومت په لاس كې وي. كه څه هم د اجرايه اسانتياوو په خاطر سيميزي ادارې جوړېږي ليكن شتون يې د مركزي حكومت تابع وي. په ځيني هيوادونو كې مركزي حكومت سيميزو ادارو ته ښه ډېر واك وركوي. د برتانيې سياسي نظام همدغه اصول كاروي ليكن په ځيني وحداني دولتونو كې په سيميزو چارو كې مركزي حكومت ډېر دخيل وي. په برتانيه، فرانسه، هسپانيا، ايټاليا، ناروې، سويډن، ډنمارك، نوي زيلنډ، پرتګال، كولمبيا، تركيه، كينيا، آييوري كوسټ او اسرايل كې د حكومت ډول وحداني (واحد ) نا وېشلى دٰى.


سرچینې