د "اريايان" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
و اريائيان، اريايان ته ولېږدېده
(بې توپيره)

د ۱۵:۳۰, ۳ جون ۲۰۱۱ بڼه

کينډۍ:صافدا ثابته شوېده چي اريائيان دوه زره او پنځه سوه ( ٢٥٠٠ ) کاله پخوا تر ميلاد په لرغوني افغانستان کي ميشت شويدي . دې قوم ځان ته ارين ويل چي د ښو خويونو خاوندان اويا داصيلو وګړو مانا لري . د لومړنيو تم ځايونو په اړه يې لا ډاډمن مالومات نشته ، خو دا څرګنده شوېده چي افغانستان ته د سير دريا او اموسند له شمالي لوري را تير شوي او په بلخ کي يې د لومړي مدنيت بنسټ ايښۍ دۍ .

د لومړنيو اريائيانو په ټولنيز ژوند کي کورنۍ ډير ارزښت درلود . کورنۍ ته يې (کولا ) ويل چي تر اوسه هم دا نوم په کهول کي ليدل کيږي . دڅو کورنيو څخه يوه قبيله جوړېدل چي د هغې قبيلې رئېس ته يې (پتي) ويل دڅوقبيلوڅخه يو ټبر(قوم)جوړېدئ چي هغه ته يې ( وېسه)اويا ( ګرامه ) ويل . د پاچا د اوسېدلو ځای ته يې ( پور ) وايه چي دا درې نومونه تر اوسه هم په شېر پور ، ويس او بګرام کي ليدل کيږي .

اريا ئيانو بلخ ته تر رسيدلو وړاندي کوچياني ژوند درلود . د هغو څيړنو له مخي چي په ١٩٣٩ ميلادي کال د سمرقند په تال برزو کي تر سره شوې ، د يوه اريا ئې پاچا انځور ( تصوير ) د يوه خاورين لوښي پر مخ ولېدل شو . د پوهانو په باور دا د اريا ئېانو د لرغوني پاچا ګيومرث انځور دۍ . په ويدي سرودونو کي هم د کوچيانو همدا پاچاد ګيومرث په نوم ياد شويدۍ . په ويدي متن کي د پاچا د يادوني څخه دا په ډاګه کيږي چي اريا ئيانو په کوچاني ژوند کي هم د پاچاهۍ نظام درلود .

اريا ئېانود خپلو اوسېدو سيمو ته (اريانا ويجه )يا ( اريانا ورشو ) ويل . هغه مهال چي اوسنۍ بلخ يا پخواني بُخِدي ته ورسېدل ، هلته يې ديوه نوي مدنيت بنسټ کښيښود . د بٌخدي لرغونۍ ښار يې دخپل لومړني پايتخت او اداري مرکزپه توګه وټاکه . د کوچاني ژوند تر څنګ يې په کرهڼه او بڼوالۍ لاس پوري کړ . د اوسېدلو لپاره يې ارت کورنه جوړ کړل . ښار يې جوړ کړ او دهغه ښار د ساتني لپاره يې پلن ديوالودنه او لوړ برجونه ودان کړل ، چي زياتي نښانې يې لا تر اوسه پاتي دي .

د څلور ګونو ويدي ټولګي څخه دا په ډاګه کيږي چي اريائيان د پرمختللو او شاعرانه ادبياتو خاوندان وه . ټاکلي ټولنيزمناسبات اوکورنۍ اړيکي يې درلودل .داسي ځانګړي اوډله ايزاخلاقي اصول او مقامونه يې په خپلو کي درلودل چي د خپلو روحاني او مذهبي شخصيتونودرنښت به يې د هغو په پلي کولو سره پر ځای کاوه .

په بٌخدي ( بلخ ) کي د اريا ئې وګړو زياتوالي هغوۍ اړ کړل چي د لويديځ او سهيل ختيځ پر لور په ډله ايزه توګه د ليږد او مهاجرت لړۍ پيل کړي . د لويديځ پر لور لومړۍ پخواني پارس يا اوسني ايران او بيا د او سنۍ ترکيې او تر هغه وړاندوکرښوهم تير شول .هغه ډله اريا ئيان چي دسهيل ختيځ پرخوايې مخه وکړه ، هغوۍ بيا لومړۍ دلرغوني هندشمالي او بيا مرکزي سيموته ورسېدل

سرچنه

سلام فرهنګي ټولنه له ويبپاڼه څخه