د "ولسي لاره" د بڼو تر مېنځ توپير
و robot Adding: en, mr, rw Removing: ps Modifying: arz |
و robot Adding: pap:Himno nacional |
||
۱۹۹ کرښه: | ۱۹۹ کرښه: | ||
[[nrm:Antienne]] |
[[nrm:Antienne]] |
||
[[oc:Imne nacional]] |
[[oc:Imne nacional]] |
||
[[pap:Himno nacional]] |
|||
[[pl:Hymn państwowy]] |
[[pl:Hymn państwowy]] |
||
[[pt:Hino nacional]] |
[[pt:Hino nacional]] |
د ۱۴:۲۳, ۱۹ جنوري ۲۰۱۱ بڼه
ولسي لاره (په پارسي: ملي سرود، په انګرېزي: National Anthum) د الفاظو يوه مجموعه وي، د كليمو يوه سلسله وي. د جملو يو تركيب وي او د نظم يوه ټوټه وي، خو دا بېله ځانګړنه نه ده، بلكې هر نظم او شعر خصوصيت لري. له دې كبله د ملي سرود سپېڅلى او د درناوي وړ مقام هغه الفاظ، كليمې، جملې او نظم ترلاسه كوي، چې د شكل له مخې يـې الفاظ ښكلي، شمېرلي او د الماسو او لالونو غوندې راڼه او توږلي وي او د مانا له لحاظه د يوه ملت ملي روح په كې خوندي شوى وي. د يوه ملت ملي وياړونه يـې ځلولي وي، د يوه ملت د پرون، نن او سبا د هندارې بڼه ولري او د يوه ملت د اوسېدونكو د پرمختګ او ترقۍ راتلونكې موخه په نښه كړي.
همدا سبب دى چې ملتونه او ملي حكومتونه د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره د خپل هېواد لوى، لوى شاعران مسابقې ته رابولي، ټول د خپل، خپل فكر له مخې شعرونه جوړوي. مسئول مقام ته يـې سپاري او بيا يو جګپوړى هياْت ورته ټاكي چې هم يـې له ادابي او فكري او هم يـې له ملي اړخه ارزيابي كوي او په نتيجه كې هغه شعري ټوټه د ملي سرود لوړ او سپېڅلى مقام ترلاسه كوي، چې د شكل او محتوى له نظره په تول برابره او د يوه ملت د خصلت او جوهر ښكارندويه او څرګندويه وي. د شكل له نظره په لنډيز او د مانا له نظره په وجيزتوب ولاړه وي.
د ملي سرود بل شرط دا هم دى چې هغه به د اړوند هېواد په ملي او د اكثريت په ژبه ويل شوى او پېيل شوى وي او دا د ملي ژبې د يو شمېر نورو حقونو په څنـګ چې يو منل شوى او نړيوال حق دى. چې د امتياز او تفوق طلبۍ هېڅ تور نه پرې نښلي.
د منل شوي ملي سرود بله مرحله هغه ته د يوه موزون او پاخه كمپوز جوړولو مرحله ده، چې دا هم يا د مسابقې له لارې او يا هم د موسيقۍ د يوه پاخه استاد په وسيله جوړېږي او په درېيمه مرحله كې د هغه د ويلو لپاره د خوږغږو هنرمندانو يوه ډله ټاكل كېږي، چې په خاص شور، ځوږ، احساساتو او پرتم يـې ووايي.
ددې مرحلو تر ترسره كېدو وروسته ملي سرود په ملت او
ټولنه كې خپل سپېڅلى او لوړ مقام ترلاسه كوي؛ د رسمي غونډو، مېلمستياوو او مجلسونو په پرانيستلو كې اورول كېږي؛ د عسكري قطعو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي او اساسي مركزونو درسي ورځې او محفلونه پرې پيلېږي. د ملي راډيو ټلوېزيون خپرونې پرې پيل او پايته رسېږي او په ټولو ملي او رسمي مراسمو كې يـې سپېڅلى غږ پورته كېږي او د داسې درناوي مقام ته رسېږي، چې له اميره تر فقيره، له رئيس جمهوره تر مزدوره ټول مجبور او مكلف دي، چې د ملي سرود د غږېدلو پر وخت له ځايه ولاړ شي او احترام يـې وكړي.
د ملي سرود نوم دا ټول خصوصيات او ځانګړنې لري او كه دا ملي روحيه په كې ساتل شوې نه وي، نو بيا نه د ملي سرود مقام ترلاسه كولاى شي او نه د درناوي او احترام.
نولسمې او شلمې پېړۍ چې د اّسيا او افريقا تر ښكېل لاندې هېوادونو د خوځښتونو، پاڅونونو، غورځنګونو او خپلواكۍ ته د رسېدلو پېړۍ دي، د ملي سرودونو د جوړېدلو لړۍ هم پياوړې كړې او ژوندي او له څپاندو ملي احساساتو ډك سرودونه يـې رامنځته كړي دي، چې موږ يـې د نړۍ په هېوادونو كې اورو او يا ددوى د راډيوګانو او ټلوېزيونونو له څپو څخه زموږ غوږونو او سترګو ته رارسېږي.
افغانستان چې د اّسيا او افريقا د ګڼو هېوادونو د اّزادۍ مخكښ، سرلارى او سرمشق دى، د خپلې خپلواكۍ تر ترلاسه كېدو ډېر ژر د ملي سرود د كمبوت احساس وكړ او په دې لاره كې يو لړ هڅې وشوې، د اعليحضرت امير امان الله خان په وخت كې دوې ترانې په ملي ژبه (پښتو) جوړې شوې، چې په غونډو كې به ويل كېدې، خو د ملي سرود لوړ مقام يـې ترلاسه نه كړاى شو. د اعليحضرت محمدنادرشاه په وخت كې هم په پښتو ملي ژبه يو عسكري مارش جوړ شو، خو دا هم د ملي سرود مقام ته ونه رسېد. د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په وخت كې د شاهي سلام په نامه يو سرود موجود و، چې د الفاظو ترانه يـې نه درلوده او د ملي سرود خلا يـې ډكه كړې وه.
په افغانستان كې د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره اساسي اقدام د شهيد سردار محمد داود خان د جمهوريت په دوره كې وشو، دا وخت دولت ټولو شاعرانو ته اعلان وكړ چې په پښتو ژبه د ملي سرود لپاره داسې شعر جوړ كړي، چې ويل يـې يوه- دوې دقيقې ونيسي. بيا ټاكلى هيات د دې شعرونو له منځ څخه ملي سرود انتخابوي. ګڼو شاعرانو خپل شعرونه د ملي سرود لپاره كانديد كړل، چې بيا هياْت له دې ټولو څخه يو داسې شعر د ملي سرود لپاره خوښ كړ. چې د الفاظو له اړخه ډېر لنډ او د مانا له اړخه ډېر وجيز او د ټولو ملي هيلو ځوابګوى و. ددې شعر ويناوال د هېواد نامتو او پياوړى شاعر ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا او كمپوز يـې د هېواد پياوړي اديب او موسيقيپوه ارواښاد استاد برېښنا جوړ كړى و.
د افغانستان ددې واقعاً او نه زړېدونكي ملي سرود متن دا دى:
څو چې دا ځمكه اّســـمان وي څو چـــې دا جــهــان ودان وي څو چې ژوند پر دې جهان وي څو چـــې پاتــې يـــو افغان وي تـــل بــه دا افـــغــــانستان وي تــــل دې وي افــغــــان مــلــت تـــــل دې وي جــمــهـــوريــــت تـــل دې وي مــلــــي وحـــدت تل دې وي افغان ملت جمهوريت تل دې وي افغان ملت جمهوريت مــلي وحــدت مـــلي وحـــدت
كله چې په افغانستان كې د كمونستانو په لاس د 1357ل كال د غويي خونړۍ كودتا وشوه، نو دوى د شوروي په لمسه او د شوروي د خوښولو لپاره له هېواده د ټولو ملي - اسلامي نخښو له منځه وړلو او د هرڅه د كمونستي او روسي كولو چار ته لاس وغزاوه، چې په دې لړ كې يـې ملي بيرغ او ملي سرود هم له منځه يووړل او د ملي سرود پرځاى يـې يو داسې شعر چې د افغانستان ملت د ملي روحيې، ملي خصلت او ملي وياړونو يو ټكى هم په كې نه و، د ملي سرود په نامه رامنځته كړ، خو دا په هېڅ ډول ملي سرود نه و او په حقيقت كې د كمونستانو د روس غلامۍ يو سنَد و، چې د كمونستي او روسي رژيم د روحيې په رڼا كې يـې رامنځته كړى و. ددې كمونستي سرود متن دا دى:
ګرم شــــه، لا ګرم شــه ته اى مقــــدس لمــره! اى د ازادۍ لــمـــــره اى د نېكمرغۍ لمره
I I I I
مـــوږ په توپانونو كي
پــــرې كړه د بري لاره
هـــم د تورو شپو لاره
هـــم د رڼايــــــــي لاره
سره د سربازي لاره
پـــاكـــه د وروري لاره
I I I
دا انــــقـــلابي وطن
اوس د كارګرانو دى
دغه د زمرو ميراث
اوس د بزګرانو دى
تــــېـر شــــو د ســــتم دور
وار د مـــــزدورانــــــو دى
I I I
مـــــــــوږ پــه نړيوالو كې
سولــه او وروري غواړو
موږه زيارايستونكو ته
پــــراخـــــــه اّزادي غواړو
مـــوږ ورته ډوډۍ غواړو
كور غواړو ، كالي غواړو!
IIII
دا د ملي سرود (؟) په نامه منظومه چې ډېره اوږده او له لفاظيو ډكه ده، نه يوازې دا چې ملي محتوى نه لري، بلكې د "ملي سرود" تر سرليك پرته يوه ملي كليمه او جمله هم نه لري. حتى د افغان او افغانستان نوم هم په كې نه شته او د هر كمونستي او د شعر په اصطلاح انقلابي (!) وطن لپاره سرود ترې جوړېدلاى شي، نو ځكه لكه څنـګه چې دا كمونستي رژيم د شوروي د ټانكونو په وسيله پر افغانستان تپل شوي و، همداسې دا سرود هم پرې تحميل شوى و، چې د ملت د پاڅون په وړاندې ددې رژيم له نسكورېدو سره دا سرود هم ددوى په خوله كې وچ شو او له منځه لاړ.
د كمونستاتو تر سقوط وروسته په هېواد كې يو بل د عجيب او غريب تركيب درلودونكى حكومت چې د مجاهدينو او كمونستانو په ګډون جوړ شوى و او ژور ستمي او ستمي تمايلات په كې موجود وو رامنځته شو، خو له دې سره، سره ددې بې رنـګه او بې ايډيالوژۍ حكومت برسېرنه (روبنايي) بڼه په اسلامي تظاهر ولاړه وه، چې په همدې لړ كې يـې د لويې جرګې پرځگاى د "اهل حل و عقد" په نامه داسې شورا جوړه كړه چې تش نوم يـې اسلامي، خو غړي يـې په يو ګونديز او يو ستميز تمايل راغوښتل شوي وو او همدې حكومت د ملي سرود په نامه يو دري شعر وړاندې كړ، چې متن يـې دا دى:
<poem> مرغان په ټوله نړۍ كې يو راز چغېږي د دنيا د ټولو سيندونو غږ او ځوږ سره ورته دى خو هر هېواد ځانـګړى (ملي سرود) لري هو! انسان د جهان تر ټولو ژويو پوه او هوښيار دى! |