د "روژه" د بڼو تر مېنځ توپير
و robot Modifying: ml:റമദാൻ |
و robot Adding: diq:Remezan, kn:ರಂಜಾನ್ |
||
۱۲۸ کرښه: | ۱۲۸ کرښه: | ||
[[da:Ramadan]] |
[[da:Ramadan]] |
||
[[de:Ramadan]] |
[[de:Ramadan]] |
||
[[diq:Remezan]] |
|||
[[el:Ραμαζάνι]] |
[[el:Ραμαζάνι]] |
||
[[en:Ramadan]] |
[[en:Ramadan]] |
||
۱۴۶ کرښه: | ۱۴۷ کرښه: | ||
[[jv:Ramadhan]] |
[[jv:Ramadhan]] |
||
[[kk:Рамазан]] |
[[kk:Рамазан]] |
||
[[kn:ರಂಜಾನ್]] |
|||
[[ko:라마단]] |
[[ko:라마단]] |
||
[[lbe:Рамазан барз]] |
[[lbe:Рамазан барз]] |
د ۰۲:۴۰, ۲ جنوري ۲۰۱۱ بڼه
روژه په لغت كي مطلق بندوالي ته وايې ، د هر شي څخه چي وي اوهر وخت چي وي . په قرآن كريم كي د بي بي مريمي د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره سوي دي . فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا ( سورة مريم آيت ۲۶ ) ترجمه : ( نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن ( الله ﷻ ) له پاره روژه ( خبري نه كول ) وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره ). او شريعت كي دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لګول دي . مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه ، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي . ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك .څښاك او جماع ( يوځايوالي) څخه . ټاكل سوي وخت عبارت دی ، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري ) . څرنګه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري ، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت . او دنورو نيت لكه : قضايې ،نذر مطلق ،دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي ، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې ،نفلي او كفاري روژي نيت . كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي ( دزخم غوړول ) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي .
دروژي فرضيتد رمضان په مياشت روژه فرض ده او دفرضيت دليل يې دا آية كريمه دي . فمن شهد منكم الشهر فليصمه ( سورة البقره آية : ۱۸۵ ) ترجمه : ( څوك چي حاضر سو له تاسي څخه مياشت دروژي ته ، نو روژه دي ونيسي ). او دا آية مبارك هم د روژي په فرضيت باندي دي دلالت كوي : كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون ° ( سورة البقره آية : ۱۸۳ ) ترجمه : ( فرض كړل سوي ده په تاسو روژه لكه فرض كړل سوي چي وه په هغو كسانو چي ستاسوترمخه وه ) ( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پوري ) .
دروژي فضيلتونهروژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي : شهررمضان الذي انزل فيه القرآن ° ( سورة البقره آية : ۱۸۵ ) ترجمه : ( د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي ( يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته ) او همدا رنګه د احديث شريف : عن ابي هريره ( رض) عن النبي ﷺ قال : من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه . ( متفق عليه _ رياض انصالحين ۲۶۱ ترجمه : ( د حضرت ابى هريره ( رض) څخه روايت دي چي رسول ﷺ فرمايلي دي : ( چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توګه او دثواب په نيت ، و به بخښل سي دده ټول مخكني ګناهونه ) . په بل حديت شريف كي ذكر سوي دي : د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات . د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي : ( چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم ) د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي . يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې : ( د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي ) . په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي ( په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي ) : خداي ﷻ زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري ، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه ( مكمله ) روژه كښي دي . او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك ، څښاك او جماع څخه ځان وساتي . له دروغو ، فحشاء ، دحرامو دليدلو او اوريدلو ، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي ﷻ رضا حاصله كړي ، د جنګ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي . كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي .
د روژى د خوړلو له پاره شرعى عذرونه۱ سفر : كه چا د سفر په وخت كښي روژه وخوړله روا ده مګر نيول يې فضيلت لري . خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده . ۲ ناروغي : كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرګ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور سي او همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرګ ويره وي لكه : تنده ، لوږه ، حمل او نور ۳ حيض اونفاس : په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده. ۴ زوړوالي : هغه چاته خوړل رواده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي. روژه ماتوونكي شيانهغه شيان چي روژه ماتوي دوه ډوله دي : ۱ هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك ، څښاك ( غذا وي او كه دوا ) او جماع په محل مشتهي كښي . ۲ هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي . لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره ، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك ، څښاك او جماع وسي . جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي . سګريټ ،چلم، نصوار ،شراب ، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كښي منع او روژه پري ماتيږي . په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي . كفارهكه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي .
۱ غلام آزادول ( كه څه هم اوس غلامان نسته )
۳ شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه : غنم نيمه صاع ( نيمه صاع اوس د دووكيلو ګرامو سره مساوي ده ) ، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي . |