د "غلام صديق مخترع" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه: ۱ کرښه:
{{صاف}}
{{صاف}}
غلام صدیق مخترع وردګ په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالی د تنګی د درې د امیرکلا د شاګل خیلو په کلی کې زیږیدلی
غلام صدیق مخترع وردګ په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالی د تنګی د درې د امیرکلا د شاګل خیلو په کلی کې زیږیدلی .

او د نوموړی پر وینا په هغه وخت کې د بیلابیلو لاملونو له کبله چې یو یې هم د ښوونځیو لیرې والی و، په دې نه دی توانیدلی، چې ښوونځی ته لاړ شي او زدکړې وکړي. نوموړي په خصوصی توګه د هغه وخت معمولي کتابونه لکه بوستان، ګلستان، خلاصه، قدوری او داسې نور دیني کتابونه لوستی. دده په وینا لیکنه او زده کړه یې له خپل پلار او د خپل کلي له ملا امام څخه زده کړې دي. که څه هم زموږ د هېواد دغه د مخترعینو مخکښ نالوستی دی، خو سره له دې هم د خپل استعداد او خدایي نبوغ له کبله په دې توانیږي چې لوستل او لیکل وكولاى شي. ښاغلی مخترع هماغه د ژوند له لومړیو کلونو څخه چې نژدی دولس کلن وو، د نويو ابتکاراتو رامینځ ته کولو ته ملا تړلی وه. هر هغه څه یې چې په خپل چاپیریال او ماحول کې ترسترګو کېدل هغې ته د پوښتنې وړ وو. د هرڅه په هكله ورته بیلابیل سوالونه ورته پیدا کیدل. د بیلګې په توګه ولې دیو کس غږ بل کس ته ورسیږي؟ ولې زموږ سترګې ډول ډول شیان په بیلابیلو رنګو ویني؟ ولي الوتکه الوزي؟ ولی شپه او روځ رامنځ ته کیږي؟ او په لسګونو داسې نور.
== زده کړې ==
د نوموړی پر وینا په هغه وخت کې د بیلابیلو لاملونو له کبله چې یو یې هم د ښوونځیو لیرې والی و، په دې نه دی توانیدلی، چې ښوونځی ته لاړ شي او زدکړې وکړي. نوموړي په خصوصی توګه د هغه وخت معمولي کتابونه لکه بوستان، ګلستان، خلاصه، قدوری او داسې نور دیني کتابونه لوستی. دده په وینا لیکنه او زده کړه یې له خپل پلار او د خپل کلي له ملا امام څخه زده کړې دي. که څه هم زموږ د هېواد دغه د مخترعینو مخکښ نالوستی دی، خو سره له دې هم د خپل استعداد او خدایي نبوغ له کبله په دې توانیږي چې لوستل او لیکل وكولاى شي. ښاغلی مخترع هماغه د ژوند له لومړیو کلونو څخه چې نژدی دولس کلن وو، د نويو ابتکاراتو رامینځ ته کولو ته ملا تړلی وه. هر هغه څه یې چې په خپل چاپیریال او ماحول کې ترسترګو کېدل هغې ته د پوښتنې وړ وو. د هرڅه په هكله ورته بیلابیل سوالونه ورته پیدا کیدل. د بیلګې په توګه ولې دیو کس غږ بل کس ته ورسیږي؟ ولې زموږ سترګې ډول ډول شیان په بیلابیلو رنګو ویني؟ ولي الوتکه الوزي؟ ولی شپه او روځ رامنځ ته کیږي؟ او په لسګونو داسې نور.

په لومړیو کې د ده په وینا ډیر شمیر ستونزې د نوموړي د لارې خنډ وي. چا به لیونی ګاڼه، چا به ویل چې اعصاب یې خراب شوي دي او آن دا چې پلار یې هغه په زیارتونو او پر ډاکترانو ګرځاوه ترڅو د نوموړي درملنه وکړي.خو مخترع لیونۍ نه وو او نه یې هم ناروغی درلوده، بلکې هغه څه چې ده غوښتل پرې پوه شي دنورو له درک څخه لوړ وو. هر څه يې چې لیدل له هغې څخه یې یو الهام اخیست او هغه یې د یوې تجربې د ترسره کولو لامل ګرځېدل.

د ۰۰:۵۸, ۹ نومبر ۲۰۰۹ بڼه

کينډۍ:صاف غلام صدیق مخترع وردګ په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالی د تنګی د درې د امیرکلا د شاګل خیلو په کلی کې زیږیدلی .

زده کړې

د نوموړی پر وینا په هغه وخت کې د بیلابیلو لاملونو له کبله چې یو یې هم د ښوونځیو لیرې والی و، په دې نه دی توانیدلی، چې ښوونځی ته لاړ شي او زدکړې وکړي. نوموړي په خصوصی توګه د هغه وخت معمولي کتابونه لکه بوستان، ګلستان، خلاصه، قدوری او داسې نور دیني کتابونه لوستی. دده په وینا لیکنه او زده کړه یې له خپل پلار او د خپل کلي له ملا امام څخه زده کړې دي. که څه هم زموږ د هېواد دغه د مخترعینو مخکښ نالوستی دی، خو سره له دې هم د خپل استعداد او خدایي نبوغ له کبله په دې توانیږي چې لوستل او لیکل وكولاى شي. ښاغلی مخترع هماغه د ژوند له لومړیو کلونو څخه چې نژدی دولس کلن وو، د نويو ابتکاراتو رامینځ ته کولو ته ملا تړلی وه. هر هغه څه یې چې په خپل چاپیریال او ماحول کې ترسترګو کېدل هغې ته د پوښتنې وړ وو. د هرڅه په هكله ورته بیلابیل سوالونه ورته پیدا کیدل. د بیلګې په توګه ولې دیو کس غږ بل کس ته ورسیږي؟ ولې زموږ سترګې ډول ډول شیان په بیلابیلو رنګو ویني؟ ولي الوتکه الوزي؟ ولی شپه او روځ رامنځ ته کیږي؟ او په لسګونو داسې نور.

په لومړیو کې د ده په وینا ډیر شمیر ستونزې د نوموړي د لارې خنډ وي. چا به لیونی ګاڼه، چا به ویل چې اعصاب یې خراب شوي دي او آن دا چې پلار یې هغه په زیارتونو او پر ډاکترانو ګرځاوه ترڅو د نوموړي درملنه وکړي.خو مخترع لیونۍ نه وو او نه یې هم ناروغی درلوده، بلکې هغه څه چې ده غوښتل پرې پوه شي دنورو له درک څخه لوړ وو. هر څه يې چې لیدل له هغې څخه یې یو الهام اخیست او هغه یې د یوې تجربې د ترسره کولو لامل ګرځېدل.

لومړنۍ اختراع یې یوه راډیو وه. چې د ګوګرد له قطي څخه یې جوړه کړې وه او دبریښنا له انرژۍ څخه پرته کار کاوه. نوموړي د ژوندانه په بېلابېلو پړاوونو کې د هېواد په ډېرو برخو کې کار کړیدی. خو رسمي دندې یې په مؤقتی ډول کله یو ځای او کله هم بل ځای ترسره کړي دي. چې له هغې ډلې څخه د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځی کې (چې د موټر د ټیراډ له پاره یې داسې ګولۍ جوړه کړه چې د موټر له چپه کېدو څخه مخنیوی کوي او جرمنی انجینرانو هم تصدیق کړې ده. د اوبو داسې یو چایجوش چې جوړ کړ چې وروسته له ځوښېدو څخه یې برېښنا پخپله قطع کېږي او کله چې اوبه یې سړې شي اتومات بېرته دبریښنا جریان ورته وصل کیږي او داسې نور. د هلمند په لشکر ګاه کې یې دوه کاله دنده ترسره کړې او دځینو اختراعاتو په لاسته راوړلو کې یې بری موندلی دی. د وخت د فواید عامې په وزارت په قوه کار کې یې د مېخانیک په توګه درى کاله دنده ترسره کړې ده، د اوبو او بریښنا په وزارت کې د لومرینۍ انرژۍ دتولید په څانګه کې دنوموړې شعبې د مرستیال په توګه وظیفه سرته رسولې ده. دپېداګوژۍ په انستیتیوت کې دقردادي معلم په توګه کار کړی دی. د پلتخنیک په پوهنتون کې یې (نژدی یوکال) اوهمدارنګه د جنګلک په فابریکه کې څو ځله په وقفه یې توګه د کارګر، د ورکشاف د مرستیال او په آشیانه کې د قرار دادي ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې دي. خو ډېرې تجربې، اختراعګانې او تخنیکي کارونه یې په خپل شخصي ورکشاپ کې ترسره کړي دي. نوموړی خپله ټوله پلارنۍ ځمکه او کور دغه بیوزله هیواد او خلکو ته د خدمت او د خپلو لاسته راوړنو لپاره خرڅ کړي چې اوسمهال په خپل تللي ملکیت هېڅ راز خفګان نه څرګندوي بلکي ویاړ کوي، چې د هېواد لپاره یې قرباني ورکړې ده. نوموړی شپږ اولادونه لري چې څلور یې زامن او دوه یې لورګانې دي. زامن یې اولادونه لري او لورګانې یې هم د خپل بخت کورونو ته تللې دي. دوه زامن یې تخنیکی کارونه ترسره کوي او یو زوی یې د یخ دتولید په برخه کې کار کوي. نوموړی اوسمهال د کابل ښار د شاه شهید په لومړي سړک کې په یو اطاقه کور کې له خپلو اولادونو څخه جلا د ژوند شپې ورځې په داسې حال کې تېروي چې د خپل ورکشاپ ډېر وسایل او سامانونه یې دخپل ورځني ژوند دتېرولو لپاره خرڅ کړي او د یوې وچې ډوډۍ د اخیستلو له پاره هم اړ دی. ژوند یې له کړاوونو څخه ډک او دبیوزلۍ په سخت حالت کې د خپل ژوند وروستي کلونه تېروي. نوموړی تردې مهاله۳۴۵درې سوه او پنځه څلووېښت اختراعاګانې او ابتکارات ترسره کړي دي چې د ۱۳۴۲ کال څخه را پدېخوا دهېواد په بېلابېلو رسنیو کې په دې هکله له نوموړی سره مرکې هم شوې دي او د اختراعاتو په هکله یې ډول ډول مقالې خپرې شوي دي. ددې خبرې یادونه ضروري ده چې د حکومتي چارواکو له خوا نوموړي ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او هر وخت یې له نوموړي سره د نه مرستې دلیل د بودیجې کموالی ښودلی دی. د ښاغلي صدیق مخترع ځینو هغو اختراعګانو ته په لاندې ډول اشاره کوو چې نوموړي جوړ کړي دي:

  1. د داسې واټر پمپ جوړول چې د انرژۍ له مصرف څخه پرته اوبه پورته کوي.
  2. داسې چپرکټ چې د غله په راتګ سره د کور خاوند راویښوي، د غله عکس اخلي، خپلوانو او پولیسو ته خبر ورکوي.
  3. داسې ماشین چې د اتو دقیقو په ترڅ کې له مستو څخه کوچ جلا کوي.
  4. داسې زانګو چې د ماشوم په ویښیدو سره په اتومات ډول زنګیږي.
  5. داسې راډیو چې د برېښنا له انرژۍ څخه پرته غږیږي.
  6. داسې اتومات مېز چې د هوټلونو لپاره جوړ شوی او پرته له ګارسون څخه مشتري کولی شي خپله د خوښې وړ غذا آشپز ته په ګوته کړي چې څه ډول خواړه غواړي.
  7. داسې لاس وینځونکی یا دستشویی چې د انسان په ورنږدې کېدو سره په اتومات ډول اوبه راپریږدي او کله چې انسان ترې لرې شي اوبه په خپله قطع کیږي. همدارنګه د انسان په ورنژدی کېدو سره هغه ته دسمال او صابون هم رانږدې کوي.
  8. داسې ماشین چې له نخودو څخه یې نری پوستکی جلا کوي.
  9. داسې موټر چې د لمر له انرژۍ څخه په ګټه اخیستلو سره کار کوي.
  10. له لمري انرژۍ نه په استفادې سره داوبو ګرموونکي چې دآفتاب ګرمۍ په نامه یادیږي.
  11. داسې الوتکه چې الوزی، په وچه کې موټر دي او که اوبه مخې ته ورشي، نو د کښتۍ کار هم ترېنه اخیستل کیږي.
  12. داسې بېلونه چې د ښه کیفیت لرونکی دي.
  13. داسې ماشین چې د ورځې کولی شي اویا تر اتیا زره پخې خښتی تولید کړي

او په لس ګونو داسې نورې.

یادونه: د ښاغلی مخترع هره اختراع به له ځانګړی تشریح او د امکان په صورت کې دهماغه اختراع له عکس او تصویر سره یو ځای د جغتو د مهالنۍ په راتلونکو ګڼو کې تاسو قدرمنو لوستونکو ته وړاندې شي. دیادونې وړ ده، چې د ښاغلي غلام صدیق مخترع اختراعات او ابتکارات له نورې نړۍ څخه په ټیټه کچه نه دي بلكې ډیر شمیر اختراعات یې د کابل پوهنتون، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ له خوا تایید شوي دي)، زموږ ټولو له پاره په ځانګړي توګه دولتي چارواکو، خصوصي پانګه والو او انفرادی اشخاصو ته لازمه ده تر څو د نوموړی لاس نیوي وکړي، نوموړی وهڅوي او لازمه مرسته ورسره وکړي. همدارنګه لازمه ده چې د ښاغلي غلام صدیق مخترع اختراعاتو ته په عمل کې د پلې کیدو جامه په تن کړو څو زموږ هیواد هم د ودې او تکامل په لورې چټک ګامونه اوچت کړي. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې په نړۍ کې نوي نوي اختراعات په لومړی سرکې په همدې اوسنۍ بڼه رامینځ ته شوی نه وو بلکي د ډیرو پوهانو د کار او د کلونو په تیریدو سره بشپړ شوي دي.

که د مخترع په هکله هر څومره ولیکل شی بیا به هم کم وي خو د لیکنې لمن په خپلې دې څلوریزه رانغاړم چې:

د اتلو نوم یادیږي په نړۍ کې - په ژوندون یې قدر کیږي په نړۍ کې بدمرغي داسې زموږ د کلي دود ده- پس له مړینې اتلان ستايي نړۍ کې

سرچينې

  • د چغتو مهالنۍ