د "معصومه عصمتي وردگ" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۳ کرښه: ۱۳ کرښه:


== ليکنې ==
== ليکنې ==
د محترمې ليکوالې لخوا مهم اثار د ٬٬ خوشالخان کيست ؟ ٬ په نوم کتاب و او انکشاف موقف زن از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امير عبدالرحمان خان ٬ کتابونه ېې په فارسي (دري) ژبه کې خپاره شوي دي .
د محترمې ليکوالې لخوا مهم اثار دا دي
۱)(خوشالخان کيست ؟) په نوم کتاب و
۲)(انکشاف موقف زن از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امير عبدالرحمان خان) کتابونه ېې په فارسي (دري) ژبه کې خپاره شوي دي .
د اغلې عصمتي وردګ له نورو اثارو څخه ٬٬ د مخ پر ودې هېوادونو ټولنيز٬ اقتصادي ، سياسي او فرهنګي پرابلمونه څېړنيز اثر ېې هم کښل شوی چې د چاپ لاندې دی .
د اغلې عصمتي وردګ له نورو اثارو څخه ٬٬ د مخ پر ودې هېوادونو ټولنيز٬ اقتصادي ، سياسي او فرهنګي پرابلمونه څېړنيز اثر ېې هم کښل شوی چې د چاپ لاندې دی .
اغلې عصمتي وردګ لنډ داستانونه هم کښلي او په ۱۳۳۳ کال کې ېې د اريانا جايزه هم ګټلې ده.
اغلې عصمتي وردګ لنډ داستانونه هم کښلي او په ۱۳۳۳ کال کې ېې د اريانا جايزه هم ګټلې ده.

د ۰۰:۲۹, ۹ نومبر ۲۰۰۹ بڼه

معصومه عصمتي وردګ (۱۳۰۹ لمريز کال ) د افغانستان يوه پياوړې ليکواله او څېړونکې وه چې د ښوونې او روزنې د وزيرې په توګه يې هم دنده ترسره کړې. نوموړې په کابل کې له خدای بخښلي عبدالخالق خان کره زېږېدلې وه.

زده کړې

نوموړې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل په ملالۍ لېسه او لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بشپړې کړې . ماسټري ېې د متحدو ايالاتو د ، ايلنوې ، په ايالت کې د شيکاګو له نشنل کالج څخه د ښوونې او روزنې په څانګه کې اخيستې ده.

دندې

په ۱۳۲۷ لمريز کال په ملالۍ ښوونځي کې د ښوونکې په توګه او په ۱۳۳۶ لمريز د ښځينه ښوونځيو د عمومي څارونکي او په ۱۳۳۷ لمريز کې د زرغونې لېسې د مديرې په توګه ېې دندې ترسره کړي دي . اغلې عصمتي وردګ په ۱۳۳۹ لمريز کې د هېواد په کچه د ښځينه ښوونځيو عمومي امره او د نجونو روزنه ، مجلې او د ښوونکې د صندوق افتخاري مديريت هم پر غاړه درلود. چې په ۱۳۴۴ لمريز کال په ولسي جرګه کې د کندهارولايت د معروف ولسوالۍ له خوا استازې وټاکل شوه . په ۱۳۵۸ يو ځل بیا د ملالۍ لېسې ښوونکې ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د سيد جمال الدين افغان په تجربوي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه د معارف په خدمت کې وه. اغلې عصمتي وردګ په ۱۳۵۹ لمريز کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسلکي غړې او پنځه کاله د کابل پوهنتون د ادبياتو او د اقتصاد پوهنځي کې د تدريس سپڅلې دنده پر غاړه لرله . اغلې عصمتي وردګ د ښځو د سر تر سره شورا د مشرې او د ښوونې او روزنې د وزيرې په توګه خپل پوهنيز خدمتونه غزولي دي . له دې سره په علمي او ادبي څېړنو او ليکنو هم بوخته وه. چې د هېواد په ورځپاڼو ، جريدو او مجلو کې وخت پر وخت خپرې شوې دي .

ليکنې

د محترمې ليکوالې لخوا مهم اثار دا دي ۱)(خوشالخان کيست ؟) په نوم کتاب و ۲)(انکشاف موقف زن از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امير عبدالرحمان خان) کتابونه ېې په فارسي (دري) ژبه کې خپاره شوي دي . د اغلې عصمتي وردګ له نورو اثارو څخه ٬٬ د مخ پر ودې هېوادونو ټولنيز٬ اقتصادي ، سياسي او فرهنګي پرابلمونه څېړنيز اثر ېې هم کښل شوی چې د چاپ لاندې دی . اغلې عصمتي وردګ لنډ داستانونه هم کښلي او په ۱۳۳۳ کال کې ېې د اريانا جايزه هم ګټلې ده. په هېواد کې دننه او د باندې ېې په علمي کنفرانسونو او پوهنيزو غونډو کې هم برخه اخيستې او بيلا بېل مډالونه ېې ترلاسه کړي دي . اغلې عصمتي وردګ د خپلو پوهنيزو هڅو او بوختياوو په بهير کې هېوادوال او خلکو ته درانه خدمتونه ترسره کړي چې د افغان مېرمنو د غورځنګ مخکښه رول ېې د وخت او حالاتو په تيارو کې تلپاتې مشالونه ګڼلای شي . مېرمن عصمتي وردګ د نوي کهول په ښوونه او روزنه کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او د معارف او پوهنې په خدمت کې ېې رغنده او نوښتګر دريځ نوې لارې په نښه کړې دي . په پښتو لنډيو ېې هم څېړنه کړې او د پښتنې مېرمنې دريځ ېې په کې څېړلی دی. له پښتو ، فارسۍ پرته ېې په فرانسوي او انګرېزي هم ليکنې خپرې شوي دي . اغلې عصمتي وردګ د هېواد د ملي او علمي شخصيت او د مرحوم محمد داوودخان په کابينه کې د پوهنې ، کانو او صنايعو او سرحدونو وزير خدای بخښلی پوهاند ډاکټر عبدالقيوم وردګ د ژوند ملګرې وه. په دې لنډو وختونو کې د هغې د مړينې خبر ډېر په ټول افغان وېبپاڼه کې خپور شو. د هغې د مړينې له کبله په هېواد کې دننه او دباندې ډېريو فرهنګي ټولنو د خواخوږۍ او غمشريکۍ اعلانونه خپاره کړل. په رښتيا چې د افغانستان او افغانانو لپاره د داسې يوې مېرمنې مړينه لويه ضايه ده او د ويکيپېډيا د ليکوالو ډلګۍ هم د نوموړې درنې کورنۍ ته خپل د خواشينۍ د څرګندولو سره سره، لاسونه په دعاګانو پورته کوي او نوموړې ته د پاک الله (ج) نه د فردوس جنت غوښتنه کوي.