د "نظر محمد سلطانزی" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
نوی مخ: '''پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ''' د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پ...
(بې توپيره)

د ۲۱:۵۶, ۵ نومبر ۲۰۰۹ بڼه

پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پښتون افغان په ١٠ /١/١٩٤٤ ز کال دپکتيا ولايت دځدراڼومېزای ټـبر په يوه دينداره اوروڼ انده کورنۍ کې زيږيدلی دئ.


زده کړې

ده په ١٩٥٠ م کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان باباپه ليسه کې پيل اوپه ١٩٦١ م کال کې په اعلې درجه سرته رسولې دي. هغه په ١٩٦٢ ز کال کې دلوړو زده کړې لپاره لوديز المان ته ولاړ .

په ١٩٦٥ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې دعمومي فزيک په زده کړه پيل وکړاود ١٩٦٦ ز کال وروسته يې دبرلين په ازاد پوهنتون کې (Free University of Berlin) خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. سلطانزی ، په ١٩٧٠ز کال کې دتجربوي فزيک په څانګه کې د ديپلوم په اخيستلوبریالی شو. هغه د١٩٧١ زکال څخه تر ١٩٧٦ ز کال پورې دجرمني بوخوم پوهنتون ،د فزيک په دیپا رتمنت کې د يوه علمي غړي په صفت په څيړنوبوخت وو او په نوموړې موده کې دهستوي فزيک په څانګه کې دډاکتری په اخيستلو بریالی شو.

هغه په ١٩٧٧ ز کال کې دطب په څانګه کې په لوړوزده کړې پيل وکړ

دندې

پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ په څنګ کې يې دعلمي غړي اوښوونکي په توګه د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځۍ فيزيولوژي په ديپارمنت کې رسمي دنده تر سره کوله. سلطانزی د١٩٨٠ م کال څخه تر ١٩٨٦ م کال پورې دکابل پوهنتون د طبيعي علوموپوهنځی دفزيک په ديپارتمنت کې داستاد په توګه کارکاوه او وروسته دافغانستان داتوم انرژۍ دڅانګې مسئول مشر وټاکل شو. هغه د١٩٨٦ ز کال په اکټوبر مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې دبرخې اخيستلو په موخه داتریش هيواد ته ولاړ. په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان ، او ولس پالونکي ساینس پوه په توګه په افغانستان باندې دروسانو ديرغل اودافغان کمونیستي چارواکو سره د ډير کلک مخالفت درلودلوله کبله په اتريش کې سياسي پناه غوښتنې ته اړ شو او خپل هيوا دته بیرته راستو ن نه شو. سلطانزی د ١٩٨٩ز کال څخه تر٢٠٠٠ ز کال پورې داتریش هیواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې، او ٢٠٠١ ز کال څخه راپدې خوادالمان بایرن ایالت په يوه روغتون کې، د طبي فزيک پوه اوهستوي طب متخصص په صفت د راديو تېراپي(Radiation Therapy) په څانګه کې په کار بوخت دئ. سلطانزی درې زامن اودوه لوڼه لري . مشرزوی یې ډاکتر غازي محمد درادیولوژي څانګې متخصص ډاکتردی . دویم زوی یې نظیرمحمداودرېیم زوی یې وحید نومیږي چې په لوړوزده کړوبخت دي .