د "شبلي نعماني" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: Reverted د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
Removing Shibli_Nomani.jpg, it has been deleted from Commons by P199 because: per c:Commons:Deletion requests/File:Shibli Nomani.jpg.
نښلن: په لاسي‌لاس بیرته راګرځول
 
۱ کرښه: ۱ کرښه:
[[File:Shibli Nomani.jpg]]
علامه شبلي نعماني رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ز كال د هندوستان د متحده صوبې د اعظم ګړهـ د ضلع په بندول نومي كلي كي زيږېدلي وو ، علامه شبلي په يوه درنده اوشتمنه كورنۍ كي پيدا شوي وو، د پلارنوم يې حبيب الله او ډېر پوه وكيل وو.
علامه شبلي نعماني رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ز كال د هندوستان د متحده صوبې د اعظم ګړهـ د ضلع په بندول نومي كلي كي زيږېدلي وو ، علامه شبلي په يوه درنده اوشتمنه كورنۍ كي پيدا شوي وو، د پلارنوم يې حبيب الله او ډېر پوه وكيل وو.



د ۱۶:۱۸, ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱ پورې تازه بڼه

علامه شبلي نعماني رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ز كال د هندوستان د متحده صوبې د اعظم ګړهـ د ضلع په بندول نومي كلي كي زيږېدلي وو ، علامه شبلي په يوه درنده اوشتمنه كورنۍ كي پيدا شوي وو، د پلارنوم يې حبيب الله او ډېر پوه وكيل وو.

هركله چې په دغه زمانه كې په هند كې فارسي ژبه علمي او د لويو خلكو ژبه ګڼل كېدله ، نو اول يې فارسي ژبه په پوره ډول زده كړه او بيا يې وروسته د عربي ژبي په زده كولو پيل وكړ او د غازي پور په دارالعلوم كي يې د مولانا محمد فاروق څخه عربي علوم ولوستل.

مولانا شبلي د خپل ډېرلياقت په وجه خپل استاذ مولانا محمد فاروق د دغه دارالعلوم سرمدرس ته دومره ګران و چې دغه مولانا به ځان ته د علم د ځنګل زمرى اوده ته به يې د زمري بچئ وایه او ده ته به يې ويل چي " انا سيد و انت شبلي " ددې څخه وروسته يې په رامپور كي د مولانا ارشاد حسين څخه چې يو پياوړى فقيه عالم وو د فقهي معتبر كتابونه ولوستل اوڅه موده وروسته د رامپور څخه د عربي آدب د زده كړي له پاره لاهور ته ولاړی او په لاهوركي يې د مولانا فيض الحسن څخه چي د آدب په فن كي د خپل وخت اصمعي ګڼل كېدی، د عربي آدب حماسه نومي كتاب يې شروع كړ، په لاهوركي د يو څو مياشتو له تېره ولو څخه وروسته سهارنپور ته ولاړ، په دې ښاركي يې د پياوړي پوه محدث مولانا احمد علي رحمه الله عليه څخه د احاديثو ټول كتابونه ولوستل، مولانا شبلي رحمة الله علیه په نولس كلنۍ كې په سنه [[۱]] ع كال ترمذي وويله.

هركله چي د مولانا د كورنۍ خلك د حج له پاره تيارشول نو مولانا هم د خپل محترم استاذ څخه رخصت واخيست او د هغوى سره بيت الله شريفي ته ولاړ، كوم وخت چي د مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته ورسيد نوپه دغه ځاى كي ورباندي يو ناشنا حال راغى او په دغه حالت كې يې د عشق يوه ډېره خوږه اوپه زړه پورې فارسى قصيده وويله ، ده د مدينې منورې په كتاب خانو كي د آحاديثو ډېر نااشنا كتابونه وكتل.

ددې سفر څخه  وروسته مولانا د ظاهري علم پر ځاى د باطني علم په لټه كې شو او په دې وخت كي به يې كله كله په ارود ، فارسى ، او عربي ژبو شعرونه ويل،او د درس او تدريس كاربه يې هم كاوه په دې لړكي دى د خپل ورور مهدي د ليدلو له پاره د علي ګړهـ كالج ته ورغى ، چي په دې ترڅ كي يې د سرسيد سره هم ليدل كتل وشول، په دې ليدلو كتلو كي سرسيد د علامه شبلي څخه وغوښتل چي زموږ كالج ته راشه علامه شبلي دغه غوښتنه ومنله او د علي ګړهـ  په كالج كي د فارسي عربي ژبې د پروفيسر په حيث وټاكل شو، په دغه وخت كي مولانا حالى هم په دغه كالج كې دېر وو او ارنلډ نومي مستشرق هم دغه كالج ته راغلى وو، علامه شبلي رحمه الله ته هم سرسيد په دغه كالج كي د اوسېدلو له پاره ځاى وركړ.

دغو پوهانو به په خپلو منځو كي علمي بحثونه كول، چي ددې علمي څېړنو او بحثونو په نتيجه كي د نويو او زړو علمونو په منځ كي د ګډون يو خاص صورت را پيدا شو.

هركله چې علامه شبلي د سرسيد كتابخانه وليدله، نو ډېر خوشحال شو په دې كتابخانه كي د مصر او اروپا نوي زاړه كتابونه په خاص ترتيب په الماريو كې ايښودل شوي وو. په دې وخت كي مولانا محمد حسين ازاد "سنين اسلام" نومي كتاب ليكلي وو، چي د دغه كتاب نقشه به هروخت د حضرت علامه شبلي سترګوته مخكې مخكې كېدله، دغه كتاب د شبلي په زړه كې نوى جوش راپيداكړ اول يې په زړه كي دا فكر پيداشو چې د اسلامي هيوادونو يو تاريخ وليكي ، خو دا كار ور ته ډېر دروند كارښكاره شو اوپه زړه كې يې دا فيصله وكړه چې د اسلام د نوميالو او لويو خلكو تاريخ وليكي، چې ددې مفكورې په اثر يې د( المامون) نومي كتاب په ليكلو پيل وكړ،ددې كتاب څخه وروسته يې په دې موضوع كي ډېري رسالې او كتابونه وليكل.

په سنه [[۲]]ع كال كې يې (سيرت النعمان) نومي كتاب وليكي ، ددې كتاب د ليكلو څخه وروسته دى دارنلډ سره د مصر، شام  او روم په سفر روان شو او يوه مفصله

سفرنامه يې وليكله، هركله چې د [[۳]]ع كال د جون په مياشت كې سرسيد وفات شو نوعلامه شبلي د شپاړسو كلونو د خدمت څخه وروسته د علي ګړهـ  كالج د پروفيسرۍ څخه استعفى وكړه اوخپل اصلى ځاى اعظم ګړهـ  ته ولاړ اوپه دغه ځاى كې يې د( الفاروق) په ليكلو ګوتي پوري كړې ، ددې كتاب د بشپړولو څخه څو ورځي وروسته دده

پلار وفات شو او د كور غمونه ور د غاړې شول، د كورلانجو داسي وارخطا كړ چي د دكنحيدراباد ته ولاړ او د غلته د مولوي سيدعلي بلګرامي سره دېره شوه، د مولوي بلګرامي په لارښوونه يې د علومواو فنونو د تنظيم چارې په غاړه واخيستلې، په دې ځاى كې يې ا لغزالي مولانا روم او علم الكلام او الكلام نومي كتابونه وليكل چې دغه ټول كتابونه چاپ شوي اوپه علمي ټولنوكې يې ښه هركلى شوى دى،

دعلامه شبلي رحمه الله تصنيفونه چې ځينې د كتابونو او ځينې د رسالو په شكل په فارسي او عربي ژبو ليكل شوي دي دادي:

الجزيه،

رسايل شبلي،

مضامين عالمګير

ديوان شبلي

دستهء ګل

بوى ګل

او ځېنې خطونه

او په اردو ژبه كي يې دا كتابونه ليكلي دي:

اسكات المعتدي

بدرالاسلام

الجزيه النقد على التمدن الاسلامي كتابخانه اسكندريه.

د مولانا ډير مشهوركتابونه دادي:

المامون،

سيرت النعمان،

الفاروق، سفرنامه

الغزالي علم الكلام

الكلام د مولانا روم سوانح

انيس او بيرموازنه شعرالعجم څلور ټوكه

او سيرت النبي شپږ ټوكه


چې دوه ټوكه يې پخپله مولانا بشپړكړي دي او څلور ټوكه يې علامه  سيد سليمان ندوي رحمه الله بشپړ كړي دي.

د علامه شبلي رحمه الله وروستى او ډېرمهم تصنيف (سيرت النبي) دى، هر كله چي مولانا د سيرت څو جلدونه وليكل نو ناروغتيا ورته پېښه شوه او د پنځلسو ورځو ناروغتيا څخه وروسته د  [[۴]] ع كال د نومبر د مياشتې په ۱۸ نېټه د پنځوسو كلونو په عمر وفات شو.


---------------------------

د علامه شبلي نعماني رحمه الله سیرة النعمان دلته کښته کړی: سیرة النعمان

د علامه شبلي نعماني رحمه الله ژوند لیک په عربي ژبه: علامه شبلي رحمه الله

سرچينې[سمول]

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=6339