د "تاج محمد ياري حسير" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۶ کرښه: ۶ کرښه:
لومړنۍ دنده يې [[د افغانستان بانک]] د خپرونو په لوی مديریت کې پيل کړه او د افغانستان بانک مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستيال په توگه يې دا دنده تر ۱۳۶۶ ل ل کاله پورې ترسره کړه. له ۱۳۶۶ ل ل کاله تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې يې د [[افغانستان]] د ليکوالو او شاعرانو په انجمن کې د خپرونو د پازوال په توگه دنده درلوده. له ۱۳۶۸ ل ل کال څخه تر ۱۳۷۳ کاله پورې په ملي راډيو ټلويزیون کې د ليکوال، پروديوسر او د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په رياست کې د راديو د لوی مدير په توگه دنده درلوده.

کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر [[محمد نجيب الله|ډاکتر نجيب الله]] واکمني پای ته ورسېده، کورنۍ جگړې نوی زور واخيست او جهادي تنظيمونه واک و ځواک ته ورسېدل، تاج محمد ياري هم د يو گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر د هېواد پرې ښودو ته اړوت او [[سعودي عربستان]] ته کډوال شو او هلته يې په يوه لېسه کې د ښوونکي په توگه دنده درلوده.
کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر [[محمد نجيب الله|ډاکتر نجيب الله]] واکمني پای ته ورسېده، جهادي تنظيمونه واک و ځواک ته ورسېدل او کورنۍ جگړې نوی زور واخيست، تاج محمد ياري هم د گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر د هېواد پرې ښودو ته اړوت او [[سعودي عربستان]] ته کډوال شو او هلته يې په يوه لېسه کې د ښوونکي په توگه دنده درلوده.

نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې. له ۱۳۹۵ لمريز کاله راهيسې د ملي راډيو تلويزيون د اواز مجلې د پازوال چلوونکي په توگه دنده لري.
نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې. پر ۱۳۹۵ لمريز کال يې د ملي راډيو تلويزيون د اواز مجلې د پازوال چلوونکي په توگه په دنده پيل کړه او د ژوند تر پايه پر دغه دنده پاتې شو.

==مړينه==
شاعر تاج محمد ياري حسير د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۲۸ په کابل کې په خپل کور کې له دې پاني [[نړۍ]] سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او [[جنت]] يې ځای شه.
==چاپ شوي اثار==
==چاپ شوي اثار==
# ستوري او سيوري (شعري ټولگه)، د ۱۳۶۶ ل ل کال چاپ.
# ستوري او سيوري (شعري ټولگه)، د ۱۳۶۶ ل ل کال چاپ.

د ۰۳:۱۲, ۲۵ مې ۲۰۲۱ بڼه

تاج محمد ياري حسير (۱۳۳۴ لېږديز لمريز کال، د پکتيا ولايت زرملې ولسواالي-د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي ۲۸، کابل) يو افغان پښتون شاعر دی.

مخينه

تاج محمد ياري حسير پر ۱۳۳۴ لمريز لېږدي کال د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په کلالگو کلي کې زېږېدلی دی. پر ۱۳۴۲ ل ل کال د زرملې ولسوالۍ د کتې خېلو په لومړني ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۴۷ ل ل کال يې نوموړی ښوونځی پای ته ورساوه. پر ۱۳۴۸ ل کال د کابل په ابن سينا لېسه کې شامل او پر ۱۳۵۳ ل کال د دغې ليسې له ۱۲ ټولگي څخه فارغ شو. تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی ولوست او د لېسانس په درجې سره يې بری ليک تر لاسه کړ.

لومړنۍ دنده يې د افغانستان بانک د خپرونو په لوی مديریت کې پيل کړه او د افغانستان بانک مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستيال په توگه يې دا دنده تر ۱۳۶۶ ل ل کاله پورې ترسره کړه. له ۱۳۶۶ ل ل کاله تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې يې د افغانستان د ليکوالو او شاعرانو په انجمن کې د خپرونو د پازوال په توگه دنده درلوده. له ۱۳۶۸ ل ل کال څخه تر ۱۳۷۳ کاله پورې په ملي راډيو ټلويزیون کې د ليکوال، پروديوسر او د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په رياست کې د راديو د لوی مدير په توگه دنده درلوده.

کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني پای ته ورسېده، جهادي تنظيمونه واک و ځواک ته ورسېدل او کورنۍ جگړې نوی زور واخيست، تاج محمد ياري هم د گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر د هېواد پرې ښودو ته اړوت او سعودي عربستان ته کډوال شو او هلته يې په يوه لېسه کې د ښوونکي په توگه دنده درلوده.

نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې. پر ۱۳۹۵ لمريز کال يې د ملي راډيو تلويزيون د اواز مجلې د پازوال چلوونکي په توگه په دنده پيل کړه او د ژوند تر پايه پر دغه دنده پاتې شو.

مړينه

شاعر تاج محمد ياري حسير د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۲۸ په کابل کې په خپل کور کې له دې پاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي اثار

  1. ستوري او سيوري (شعري ټولگه)، د ۱۳۶۶ ل ل کال چاپ.

د شعر بېلگه

عمر «شپېته» شو «څلور» ورباندې- د «گناهونو» تر سيوري لاندې

د «امېدونو» «ارزو» ژوندۍ لا- خير که پرې شوې د زړگي «مراندې»

«خزانه» زه به لاس په «سلام» شم-نور مړاوې نه کړې د «گلو» څانگې

څنگه «دوستي» شوه څرنگ «ياري» شوه-زه درته «ژاړم» ته راته «خاندې»

لوی خدای به «عفوه» ياري ته وکړي-«نفس» و «شيطانه» هر څه چې کاندې

۷/۷/۱۳۹۸

سرچينې

  1. د تاج محمد ياري حسير له هغه ژوند ليک څخه چې د ۲۰۱۹ ز کال د اکټوبر پر ۹ د برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته سپارلی دی.