د "تاج محمد ياري حسير" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه: ۱ کرښه:
'''تاج محمد ياري حسير''' (۱۳۳۴ لېږديز لمريز [[کال]]، د [[پکتيا ولايت]] زرملې ولسواالي-د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي ۲۸ کابل) يو [[افغان]] پښتون [[شاعر]] دی.
'''تاج محمد ياري حسير''' (۱۳۳۴ لېږديز لمريز [[کال]]، د [[پکتيا ولايت]] زرملې ولسواالي-د ۱۴۰۰ ل ل کال د [[غويی|(مياشت)غويي]] ۲۸، کابل) يو [[افغان]] پښتون [[شاعر]] دی.


==مخينه==
==مخينه==

د ۰۳:۰۲, ۲۵ مې ۲۰۲۱ بڼه

تاج محمد ياري حسير (۱۳۳۴ لېږديز لمريز کال، د پکتيا ولايت زرملې ولسواالي-د ۱۴۰۰ ل ل کال د (مياشت)غويي ۲۸، کابل) يو افغان پښتون شاعر دی.

مخينه

تاج محمد ياري حسير پر ۱۳۳۴ لمريز لېږدي کال د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په کلالگو کلي کې زېږېدلی دی. پر ۱۳۴۲ ل ل کال د زرملې ولسوالۍ د کتې خېلو په لومړني ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۴۷ ل ل کال يې نوموړی ښوونځی پای ته ورساوه. پر ۱۳۴۸ ل کال د کابل په ابن سينا لېسه کې شامل او پر ۱۳۵۳ ل کال د دغې ليسې له ۱۲ ټولگي څخه فارغ شو. تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی ولوست او د لېسانس په درجې سره يې بری ليک تر لاسه کړ.

لومړنۍ دنده يې د افغانستان بانک د خپرونو په لوی مديریت کې پيل کړه او د افغانستان بانک مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستيال په توگه يې دا دنده تر ۱۳۶۶ ل ل کاله پورې ترسره کړه. له ۱۳۶۶ ل ل کاله تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې د افغانستان د ليکوالو او شاعرانو په انجمن کې د خپرونو د پازوال په توگه دنده درلوده. له ۱۳۶۸ ل ل کال څخه تر ۱۳۷۳ کاله پورې په ملي راډيو ټلويزیون کې د ليکوال پروديوسر او د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په رياست کې د راديو د لوی مدير په توگه دنده درلوده.

کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني پای ته ورسېده، کورنۍ جگړې نوی زور واخيست او جهادي تنظيمونه واک و ځواک ته ورسېدل، تاج محمد ياري هم د يو گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر د هېواد پرې ښودو ته اړوت او سعودي عربستان ته کډوال شو او هلته يې په يوه لېسه کې د ښوونکي په توگه دنده درلوده.

نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې. له ۱۳۹۵ لمريز کاله راهيسې د ملي راډيو تلويزيون د اواز مجلې د پازوال چلوونکي په توگه دنده لري.

چاپ شوي اثار

  1. ستوري او سيوري (شعري ټولگه)، د ۱۳۶۶ ل ل کال چاپ.

د شعر بېلگه

عمر «شپېته» شو «څلور» ورباندې- د «گناهونو» تر سيوري لاندې

د «امېدونو» «ارزو» ژوندۍ لا- خير که پرې شوې د زړگي «مراندې»

«خزانه» زه به لاس په «سلام» شم-نور مړاوې نه کړې د «گلو» څانگې

څنگه «دوستي» شوه څرنگ «ياري» شوه-زه درته «ژاړم» ته راته «خاندې»

لوی خدای به «عفوه» ياري ته وکړي-«نفس» و «شيطانه» هر څه چې کاندې

۷/۷/۱۳۹۸

سرچينې

  1. د تاج محمد ياري حسير له هغه ژوند ليک څخه چې د ۲۰۱۹ ز کال د اکټوبر پر ۹ د برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته سپارلی دی.