د "نصر الله سوبمن منگل" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۲ کرښه: ۱۲ کرښه:
ليکوال نصرالله سوبمن منگل تر اوږدې ناروغۍ وروسته، د ۱۳۹۹ کال د وري مياشتې پر ۷ نېټه د پېنځنۍ (پنجشنبې) پر گهيځ له دې خاورينې نړۍ سره مخه ښه وکړه او د کابل په شهدای صالحيونو مړستون کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او [[جنت]] يې ځای شه.
ليکوال نصرالله سوبمن منگل تر اوږدې ناروغۍ وروسته، د ۱۳۹۹ کال د وري مياشتې پر ۷ نېټه د پېنځنۍ (پنجشنبې) پر گهيځ له دې خاورينې نړۍ سره مخه ښه وکړه او د کابل په شهدای صالحيونو مړستون کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او [[جنت]] يې ځای شه.


==چاپ شوي نښيرونه يې==
د استاد سوبمن علمي آثار

۱- جغرافيای شرق دور و جنوب شرق آسيا.
۱- جغرافيای شرق دور و جنوب شرق آسيا.
۲- درانی احمدشاه، مولف ډاکټر ګنډاسنګ، ژباړه له انګريزي څخه.

۳- لرغونی افغانستان، د هند له لرغوني جغرافيې څخه په پښتو ژباړه.
۴- د کابل سلطنت بيان، لومړی ټوک، له انګريزي څخه ژباړه.
۲- درانی احمد شاه، ليکوال [[ډاکټر گنډاسنگ]]، له انگريزي څخه ژباړه.

۵- نطق های اعليحضرت امان الله خان غازي، قسمت اول، تهيه و تدوين.
۳- لرغونی افغانستان، د [[هند]] له لرغونې جغرافيې څخه په پښتو ژباړه.
۶- نطق های اعليحضرت امان الله خان غازي، قسمت دوم، تهيه و تدوين.

۷- د سوات په پښتنو کې سياسي مشرتوب، د فريدريک بارت تاليف، له انګريزي څخه ژباړه.
۸- بيړنۍ لويه جرګه، له دري څخه پښتو ژباړه.
۴- د کابل سلطنت بيان، لومړی ټوک، له انگريزي څخه ژباړه.

۹- بيړنۍ لويې جرګې ته يوه لنډه کتنه، له دري څخه پښتو ژباړه.
۵- نطق های اعليحضرت [[امان الله خان]] غازي، قسمت اول، تهيه و تدوين.
۱۰- پښتانه په هند کې، تاليف، لاهور.

۶- نطق های اعليحضرت امان الله خان غازي، قسمت دوم، تهيه و تدوين.
۷- د [[سوات]] په پښتنو کې سياسي مشرتوب، د فريدريک بارت تاليف، له انگريزي څخه ژباړه.

۸- بيړنۍ لويه جرگه، له دري څخه پښتو ته ژباړه.
۹- بيړنۍ لويې جرګې ته يوه لنډه کتنه، له دري څخه پښتو ته ژباړه.

۱۰- پښتانه په هند کې، تاليف، لاهور.

۱۱- زندګي نامه و جزئيات حضرت سيد بهايي جان.
۱۱- زندګي نامه و جزئيات حضرت سيد بهايي جان.
۱۲- افغانستان د څلور لارې پر سر، له انګريزي څخه ژباړه.
۱۲- افغانستان د څلور لارې پر سر، له انګريزي څخه ژباړه.

د ۰۵:۱۷, ۳ اپرېل ۲۰۲۱ بڼه

نصرالله سوبمن منگل (زوکړه ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال، پکتیا-مړینه د ۱۳۹۹ ل ل کال د وري ۷، کابل) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن وو.

مخینه

څېړنپوه نصرالله سوبمن منگل پر ۱۳۲۸ ل ل کال د هغه وخت سمت جنوبي يانې پکتيا د لژې درې د سيدگي کلي په يوه کورنۍ کې زېږېدلی وو. د هغه خدای بښلی پلار الحاج تازه گل د سروزير شامحمود خان د گارډ يو افسر وو او د هغه په برکت او پاملرنه يې خپلې زده کړې تر ليسانس پورې په کابل کې ترسره کړې. تر فراغت وروسته پر ۱۳۴۹ ل ل کال د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون د ريفرنس د مدير په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۵۰ ل ل کال د کادر لپاره په ازاده سيالۍ کې په دويمه پوړۍ بريالی او د ښوونې او روزنې پوهنځي د جغرافيې د څانگې د ښووند (استاد) په توگه ومنل شو.

نصرالله سوبمن منگل پر ۱۳۵۶ ل ل کال له کابل پوهنتونه د پوهنيزې پوړۍ (علمي رتبې) په ساتنې سره د پښتو څېړنو نړيوال مرکز ته تبديل شو. دا مرکز پر ۱۳۵۷ ل ل کال د افغانستان په علومو اکاډمي کې ويله (مدغم) شو. په دغه مرکز کې د پوځي خدمت د احتياط دورې (۱۳۶۵-۱۳۶۶ ل ل) په تفريق سره نږدې شل کاله د تاليف او ترجمې د څانگې د امر په توگه دنده ترسره کړه. پر ۱۳۸۲ ل ل کال د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د مرستيال په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۸۳ ل ل کال يې د يو کال په موده د ملگرو ملتونو د يوناما په څانگه کې دنده پر مخ یووړه او بيا پر ۱۳۸۴ ل ل کال علومو اکاډمۍ ته راستون او د يوې لنډې مودې لپاره د ټولنيزو علومو د مرکز د سروال په توگه وگومارل شو. تر دې وروسته پر همدغه کال د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د مرستيال په توگه وگومارل شو.

خدای بښلی منگل پر ۱۳۹۲ ل ل کال دويم ځل د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د تاليف او ترجمې د څانگې د امر په توگه انتصاب او تر ۱۳۹۶ ل ل کاله همدغلته پاتې شو. د همدغه کال په غبرگولي مياشت کې د نورو مشرانو اساتيدو په شان د کورناستو (متقاعدينو) په لړ کې راغی.

مړینه

ليکوال نصرالله سوبمن منگل تر اوږدې ناروغۍ وروسته، د ۱۳۹۹ کال د وري مياشتې پر ۷ نېټه د پېنځنۍ (پنجشنبې) پر گهيځ له دې خاورينې نړۍ سره مخه ښه وکړه او د کابل په شهدای صالحيونو مړستون کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- جغرافيای شرق دور و جنوب شرق آسيا.

۲- درانی احمد شاه، ليکوال ډاکټر گنډاسنگ، له انگريزي څخه ژباړه.

۳- لرغونی افغانستان، د هند له لرغونې جغرافيې څخه په پښتو ژباړه.

۴- د کابل سلطنت بيان، لومړی ټوک، له انگريزي څخه ژباړه.

۵- نطق های اعليحضرت امان الله خان غازي، قسمت اول، تهيه و تدوين.

۶- نطق های اعليحضرت امان الله خان غازي، قسمت دوم، تهيه و تدوين.

۷- د سوات په پښتنو کې سياسي مشرتوب، د فريدريک بارت تاليف، له انگريزي څخه ژباړه.

۸- بيړنۍ لويه جرگه، له دري څخه پښتو ته ژباړه.

۹- بيړنۍ لويې جرګې ته يوه لنډه کتنه، له دري څخه پښتو ته ژباړه.

۱۰- پښتانه په هند کې، تاليف، لاهور.

۱۱- زندګي نامه و جزئيات حضرت سيد بهايي جان. ۱۲- افغانستان د څلور لارې پر سر، له انګريزي څخه ژباړه. ۱۳- افغانستان، ناپېيلتوب او زبرځواکونه، له انګريزي څخه ژباړه. ۱۴- د امريکا متحده ايالتونو منطقوي جغرافيه. ۱۵- د سيد بهايي جان پېژندنه. ۱۶- په سلګونو ژباړې، له انګليسي او فارسي ژبو څخه. ۱۷- په سلګونو علمي – څېړنيزې مقالو ليکل د تاريخ، جغرافيې، ادب او نورو ټولنیزو علومو په برخه کې.