د "اورانوس" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
۸۰ کرښه: ۸۰ کرښه:
۳ــ اورانوس لومړنۍ سیاره وه چې د لروین په مرسته د اماتور ستورپوه ویلیم هرشل (William Herschel) له خوا په ۱۷۸۱ کې کشف شوه، که څه هم ویلیم هرشل او نورو ستورپوهانو تر ډېره وخته گومان کاوه چې دا یوه لکیوره (comet) ده.

۴ــ که لمر د یوې دروازې هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلي د سوري او اورانوس به بېسبال (baseball) هومره وای. اورانوس په [[لمریز غونډال]] (شمسي نظام) کې تر زحل وروسته درېیمه لویه سیاره ده؛ او تر ځمکې کابو ۶۳ واره لویه ده.
۴ــ که لمر د یوې دروازې هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلي د سوري او اورانوس به بېسبال (baseball) هومره وای. اورانوس په [[لمريز غونډال]] (شمسي نظام) کې تر زحل وروسته درېیمه لویه سیاره ده؛ او تر ځمکې کابو ۶۳ واره لویه ده.

۵ــ اورانوس هم زموږ پر لمر را څرخي. د لمر شاوخوا د اورانوس د چورلښت سرعت په یوه ثانیه کې ۶،۸ کیلو مټرو ته رسېږي. د اورانوس یو کال د ځمکې ۸۴ کلونه [یا د ځمکې ۳۰۶۸۷ ورځې] کېږي.
۵ــ اورانوس هم زموږ پر لمر را څرخي. د لمر شاوخوا د اورانوس د چورلښت سرعت په یوه ثانیه کې ۶،۸ کیلو مټرو ته رسېږي. د اورانوس یو کال د ځمکې ۸۴ کلونه [یا د ځمکې ۳۰۶۸۷ ورځې] کېږي.

د ۲۲:۱۶, ۱ اپرېل ۲۰۲۱ بڼه

اورانوس د لمریز غونډال (شمسي نظام) اوومه سیاره ده چې له لمر څخه کابو ۲،۹ ملیارډ کیلو مټره واټن لري. د لرغوني روم له ادبیاتو څخه یې د اسمان د خدای نوم پر ایښی دی. اورانوس ډېره سړه سیاره ده چې توند بادونه او د ځینو نورو سیارو په شان د انسانانو لپاره زهرجنه هوا لري. د ډېر لیرې‌والي له کبله د دې سیارې څېړل ستونزمن دی. ساینسپوهان یوازې د ریاضیکي اټکلونو له مخې د اورانوس په اړه وړاندېینې کوي.

اورانوس
د اورانوس انځور
د اورانوس انځور
د اورانوس انځور

پراخوالی
 • پراخوالی 8115600000 کیلومتره مربع[۱]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

۲ــ اورانوس هم د مشتري، زحل، او نیپټون په شان له اوبو او غازونو جوړه شوې ده، نو ځکه کلکه سطح نه لري چې څوک پر ودرېږي.

۳ــ اورانوس لومړنۍ سیاره وه چې د لروین په مرسته د اماتور ستورپوه ویلیم هرشل (William Herschel) له خوا په ۱۷۸۱ کې کشف شوه، که څه هم ویلیم هرشل او نورو ستورپوهانو تر ډېره وخته گومان کاوه چې دا یوه لکیوره (comet) ده.

۴ــ که لمر د یوې دروازې هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلي د سوري او اورانوس به بېسبال (baseball) هومره وای. اورانوس په لمريز غونډال (شمسي نظام) کې تر زحل وروسته درېیمه لویه سیاره ده؛ او تر ځمکې کابو ۶۳ واره لویه ده.

۵ــ اورانوس هم زموږ پر لمر را څرخي. د لمر شاوخوا د اورانوس د چورلښت سرعت په یوه ثانیه کې ۶،۸ کیلو مټرو ته رسېږي. د اورانوس یو کال د ځمکې ۸۴ کلونه [یا د ځمکې ۳۰۶۸۷ ورځې] کېږي.

۶ــ د اورانوس یوه ورځ د ځمکې ۱۷ ساعته او ۱۴ دقیقې کېږي؛ په داسې حال کې چې د ځمکې یوه ورځ ۲۳ ساعته او ۵۶ دقیقې ده.

۷ــ اورانوس ته کنگلنۍ بلا (ice giant) هم وايي. هغه په دې خاطر چې د دې سیارې ۸۰٪ له یخیو، اوبو، میتان (methane) او امونیا (ammonia) څخه جوړه شوې ده. البته په دننه کې یو ډبرین زړی لري.

۸ــ اورانوس خپله هواوېجه (اټموسفیر) لري چې له هایډروجن (hydrogen)، هیلیم (helium) او میتان (methane) څخه جوړه شوې ده. که کومه تشیالبېړۍ ور نږدې شي، نو د اورانوس له کنگل شویو وریځو سره به ټکر او ټوټې ټوټې شي.

۹ــ د اورانوس هر موسم کابو شل کاله دوام کوي. هغه په دې خاطر چې اورانوس ۹۷٪ کږوالی (tilt) لري. اورانوس د وریځو په پاسنۍ برخه کې ډېره شدیده یخني لري. خو لاندې بیا د میتان (methane) او امونیا (ammonia) له کبله ډېرې تودې اوبه لري. په اټموسفیر کې د میتان شتون دې سیارې ته شین او زرغون رنگ ور کړی دی.

۱۰ــ اورانوس ۲۷ سپوږمیانې لري. د دې سیارو پر ټولو سپوږمیانو د ویلیم شېکسپېر (William Shakespeare) او الېکسانډر پوپ (Alexander Pope) د کیسو د کرکټرونو نومونه ایښوول شوي دي. د اورانوس ډېری سپوږمیانې تر ۲۰۰۳ کال پورې کشف شوې؛ او کېدای شي چې نورې سپوږمیانې هم ولري.

۱۱ــ اورانوس ۱۳ کړیانې لري. دنننۍ کړیانې یې نرۍ او تیاره لري؛ په داسې حال کې چې باندېنۍ کړیانې یې روښانه او رنگه دي. د دې ۱۱مه کړۍ په ۱۹۷۷ کې کشف شوه.

۱۲ــ وایجر ۲ (Voyager 2) یوازینۍ تشیالبېړۍ ده چې له اورانوس څخه یې لیدنه کړې ده.

۱۳ــ په اورانوس کې ژوند کول ناشونی دی.

۱۴ـ اورانوس هم د زهرې په شان له نورو سیارو څخه پر مخالف لور چورلښت کوي چې دې ته د ستورپوهنې په اصطلاح کې (retrograde rotation) وايي.

تړلې لیکنې

سرچینې

  1. https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/uranusfact.html