د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۳۷ کرښه: | ۳۷ کرښه: | ||
==اخځونه== |
==اخځونه== |
||
۱- http://samsoor.com/sheruna.php |
|||
۲- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2008/11/081102_studio7-sangarwal.shtml |
|||
۳- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&cl=CL5.24&d=HASHaf8a81c6190bd448ecbd44&x=1 |
|||
د ۰۹:۰۲, ۵ اکتوبر ۲۰۲۰ بڼه
شهسوار سنگروال (زوکړه ١٩٥١ زېږدي کال د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.
مخينه
شهسوار سنگروال پر ۱۹۵۱ ز کال د لغمان د ښکلې او شاعرانه سيمې د سنگر په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د سنگر په ښوونځي او بيا پر ١٩٦٩ ز کال له روښان ليسې څخه فارغ شو.
ښاغلي شهسوار سنگروال خپلې لوړې زده کړې د ننگرهار په لوړ ښوونتون (عالي دارالمعلمين) د تاريخ، جغرافې په څانگه او د ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې تر سره کړې دي. هغه لومړی د تاريخ څانگه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست. سنگروال نيازی د ښوونې او روزنې، راديو تلويزيون، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کې رسمي دندې ترسره کړې دي. پر ١٩٩٢ ز کال پېښور ته ولاړ؛ هلته يې لومړی د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې پر ١٩٩٣ ز کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې پر غاړه واخيستې. په لندن کې د افغان ادبي جرگې تاسيس او مشري، د «شمله» فرهنگي مهالنۍ بنسټ اېښوونه او مشري يې هم كړې ده.
چاپ شوي نښيرونه يې
۱- شمله.
۲- هوسۍ او کيږدۍ.
۳- د شبنم ښيښه.
۴- د نکريزو پاڼه.
۵- د ډرامې تاريخ او فن.
۶- مساپر.
۷- د سپين غر له پاسه.
۸- څانگه.
۹- د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ، د تاريخ په تله کې.
۱۰- د افغانستان د تاریخي جغرافیی څرنگوالی. د ۲۰۰۶ ز کال، د الازهر خپرندویې ادارې پښور چاپ.
د شعر څوبېلگې
اخځونه۱- http://samsoor.com/sheruna.php ۲- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2008/11/081102_studio7-sangarwal.shtml |