کومه مينه او ښه پېژندگلوي چې عبدالرحمن بابا عُرف رحمن بابا ته ميلاؤ شوې ده هغه د ډېرو ښوښو شاعرانو په نصيب کې نشته. د پښتو بچئ بچئ رحمن بابا د يو ښه او ښايسته شاعر په حېث پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان ئې او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنگان او دروېشان ئې په وجد او سر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منگي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په گُنگوسۍ کې وائي تردې پورې چې د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ بې حده زياته ستاينه کړې ده اړ دده د شاعرۍ سليس او د عوامو د خوښۍ برابر بللي دی. ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د افسوس مقام دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات لامکمل په تفصيل سره معلوم نه دي البته که مونږ د عبدالرحمن بابا په سوانح د علماؤ مُختلف مضمونونه وگورو نو مونږ وينو چې اکثر حالات خو هغوی يو شان ليکلي دي خو بيا هم يوه نيمه خبره ئې د بل نه سېوا ليکلې ده او همدغه شان که مونږ د ټولو سوانح نگارانو په رحمن بابا ليکلئ شوی سوانح وگورو نو کافي ډېر معلومات راجمع کېدائ شي. عبدالرحمن بابا په يويشتم د جمادي الثاني سنه ۱۰۳۸ هجري کې د پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې پېدا شوی و. دا کلئ د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته دی. د پلار نوم ئې عبدالستار و، دئ په اصل کې غوري خېل و، غوري خېل څه لاروي خلق نه و، بلکه د زمکو مالکان وه او ښه په تول پوره وه په دې وجه دا نظريه چې عبدالرحمن بابا بالکل غريب سړئ وه غلطه ده البته داوه چې خپله رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه کوله، عبدالرحمن بابا پيدا شوی په بهادر کلي کې وه بيا په هزارخوانۍ کې استوگن شو په دې وجه بعضې مؤرخين ئې د بهادرکلي بولي اوځينې نور ئې د هزارخوانۍ، خو صحيح خبره همدغه ده کومه چې وليکلئ شوه. په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو. دا عالم د متنۍ اوسېدؤنکئ وه. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم دده مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوگنه شروع کړه دی په اصل يوسفزئ وه، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې د فقهې او تصوف علم حاصل کړؤ. عبدالرحمن بابا تقريباً په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته تشريف يوړلو او هلته ئې درويشت کاله عمرتېرکړؤ په خصوصي توگه نهه کاله عمر ئې په ځنگل خېل نومي کلي کې تېر کړی او پنځه لس کاله ئې په شېرکوټ نومي کلي کې تېرکړل، دلته ئې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس واخيستو او په کوهاټ کې عبدالرحمن بابا د دين ښه کلک عالم جوړ شو همدغلته رحمن بابا باندې د خدائ رحمت وشو او شاعري ئې شروع کړه، هغه شاعر چې ټول پښتانه او په پښتو ژبه پوهېدونکي غېرپښتانه ئې اوس پېژني.
هم نغمې کاندي هم رقص او هم خاندي
د رحمن په شعر ترکئ د باگرام
د رحمن بابا په پېروانو کې چې د چاسره ئې ډېره مينه وه او يو بل سره ئې ډېر تعلق ؤ هغه هم شاعرؤ غټ عالم ؤ او هغه په پېښور کې اوسېدؤ کله کله به د رحمن بابا ليدلو ته کوهاټ ته ورغئ. دده نوم محمد صديق پېښورئ ؤ په پخوانو شاعرانو کې اوچت مقام لري، په کوهاټ کې د دېره اچولو په ورځو کې د محمد صديق نه به هم رحمن بابا فېض اخيستو. د محمد صديق شاعري ډېره خوږه، پسته او په تول پوره وه تر دې پورې چې د خوشحال خان بابا په شان اوچتو شاعرانو هم د محمد صديق په غزلونو باندې جوابي غزلې وئيلي دي دلته به زه هم هغه مثال وړاندې کړم کوم چې عبدالصمد په خپل اُردو کتاب شاعر انسانيت کړی دی.
صديق:
څو مې څله شي د يار ښکلي ديدن ته
هم هغه څله مې بيائي ځنکندن ته
دولت:
ښايسته گُله بيا راشه ؤ چمن ته
بلبلان دي انتظار دی ؤ ديدن ته
خوشحال خان:
د صبا نسيمه راشه ؤ گُلشن ته
د گُلونو انتظار دی شگُفتن ته
چې کله په کال ۱۰۶۰ هجري کې حضرت مولانا اخوند محمد يوسف رحمة الله عليه کوهاټ کې د شيرکوټ کلي ته تشريف يووړلو نو عبدالرحمن بابا په خپل بزرگ اُستاذ پسې په ۱۰۶۲ هجري کې شېرکوټ ته راغئ او تر کال ۱۰۶۶ هجري پورې هم هلته د خپل اُستاذ په خدمت کې دېره ؤ کله چې په دې کال کې د اخون دروېزه بابا ځوی ميا عبدالکريم کريمداد د آگره (هندوستان) نه پېښور ته راغئ نو ددوي سره د ملاوېدؤ لپاره حاجي بهادر خان کوهاټئ پېښور ته راغئ او رحمن بابا هم ورسره ؤ. د ممتاز علي شاه د تبصرې تر مخه چا چې د ميا کريمداد کتابونه «الف نامه» يا «جام جهان نما» لوستلئ وي هغوی ته به دا اندازه ښه په آسانه کېږي چې رحمن باب د تصوف رنگ د چانه اخيستئ ؤ. رحمن بابا د خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې ؤ او د مياکريمداد نه ئې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړلو. د مياکريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره ؤ. دی هم يو پوه او ښه شاعر ؤ دوي سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل ؤ. په دې وجه د اخون دروېزه بابا )چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاگرد او خليفه ؤ، کوم چې په ټوله نړۍ کې د پير بابا په نوم مشهور دی او په بونير کې ئې مزار پروت دی( د دوه ځامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په کال ۱۰۶۸ هجري کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل اُستاذ حضرت مولانا اخون محمد يوسف له شېرکوټ ته راغئ او خپل اُستاذ په خدمت کې ئې اوسېدل شروع کړل. نهه کاله ئې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغئ او په هزارخوانۍ کې دېره شو، ولې جې د رحمن بابا قبيله د بهادرکلي نه د قبائيلي تقسيم په وجه هزارخوانۍ ته راغلئ وه او هم په دې کلي کې دې اوچت او خوش بيانه شاعر د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کښې د اوه اتيا کالو په عمر کې وفات شو. لوی خدائ (ج) دې اوبښي او روح دې ښاد وي.
د رحمن بابا مزار
د رحمن بابا مزار د هزارخوانۍ په هديره کې دی کوم چې تقريباً د دوه کروړه رپو په لگښت باندې ډېر ښکلئ آباد کړی شوی دی او دغه مزار مرجع فلائق دی ځوانان ورلره راځي او بوډاگان هم د هزارخوانۍ په اوږده هديره کې د رحمن بابا د مزار لپاره سفر کوي. شاعران او اديبان ئې سلام له راځي نو عالمان هم ددغې ستر عالم او شاعر زیارت کوي، ملنگان پکې دېره دي. ډېر ښايسته مزار دې د مرمر د تيږو يو ښکلئ جومات هم په ډیره ښکلې نمونه باندې پکې جوړ دی. په مزار کې ئې د افغانستان د ادبي ټولنې له طرفه ډبرليک لگېدلئ ده چې پرې په رحمن بابا هغه رالېږلئ شوی سلام لا تر اوسه شته.
چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي
رحمن وائي په هغو باندې سلام
په دې کُتبه د رحمن بابا نوم عبدالرحمن او د پلار نوم ئې عبدالستار ليکلئ دی او د زېږېدؤ نېټه ئې ۱۰۴۲ هجري ليکل شوې ده خو د عبدالحليم اثر د تحقيق تر مخه ۱۰۳۸ هجري دی. په مزار کې ئې شاؤخوا څه يخ سورئ دی. د رحمن بابا کُتب خانه هم پکې قايمه ده. د ملنگانو لپاره بېله په زړه پورې ځاي دی چې پکې رنگ په رنگ مرغۍ ساتلې دي. کونترې هم ددغه عظيم شاعر د مزار زيارت ته راځي، ولې چې ډېرې کونترې پکې دي. د هزارخوانۍ هديره د بزرگانو او اولياؤ لکه اخوند دروېزه بابا، شېخ حېدر بابا وغېره د قبرونو نه ډکه ده او تر ټولو نه زيات پکې د رحمن بابا مزار ته خلق ځي راځي. هر کال د رحمن بابا په مزار يوه پرتمينه مشاعره ترسره کېږي.
چې په خپله ئې فاني بولې رحمانه
ملگرؤ بيا څله په هغو چارو اعتبار کړئ
د رحمن بابا په باره کې اختلافي شخړې
رحمن بابا د خپلې زمانې نه تر اوسه پورې دومره یاد سړی دی چې چا د هغه د ژوند د حالاتو د جمع کولو کوشش نه ؤ کړی ولې چې هرچا پېژندلو خو د زمانې په گرد ا غبار کې د هغه د ژوند حالات پټ شول او هغه د ژوند په باره کې ډېر اختلافات پېدا شول. عجب خان چې د رحمن بابا قصه بيان کړې ده هغه د يوې افسانې حېثيت لري د عقل او پوهې خاوندان د عجب خان د کتاب نه دا اندازه لگولئ شي چې دا يو شاعرانه تخيل دی د رحمن بابا د دوست «مجنون» سره مينه او د هغه په غم کې ليونئ کېدل د رحمن بابا د ورور، رحمن بابا په کوټه کې بندول او د مجنون د هندوستان د فقير نه رحمن بابا لره په ربان کې برخه راوړل دا هر څه يوه ټوقه يو گپ او د فصل هغه تودول ښکاري ولې چې رحمن بابا په خپل ديوان کې چېرته هم خپل دغه دوست چا چې د هغه د پاره دومره لويه قرباني ورکړې وه اشاره نه ده کړې او چې رحمن بابا ئې ذکر نه دی کړی بيا د رحمن بابا ددغه دوست هغه پټ حالات څرنگه څرگند شول چې د هغه او د رحمن بابا نه علاوه بل څوک نه ؤ خبر. غرض مې دا ؤ چې دغه هسې يوه افسانه ښکاري حقيقت دا دی چې رحمن بابا يو لوی عالم په قرآن او حديث پوه د فقهې په علم پوره او د تصوف په لار کې کامل انسان وه هغه د علم صرف او نحو لوی استاذ اخون محمد يوسف ابن محمد يعقوب يوسفزي سره علم حاصل کړی ؤ د چا کتاب «شمة النحو» چې لاتر اوسه د درس نظامي په کورس کې شامل ده، مقبول او غوره کتاب دی، بله دا خبره اختلافي ده چې رحمن بابا غريب ؤ او که امير نور رحمن بابا د غورياخېل قبيلې سره تعلق لرلو او پلار ئې د خپل کلي مشر ؤ. عزيز خان چې د علاقې معزز او دولتمن ؤ هغه د رحمن بابا ورور ؤ. دا وه چې رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه ؤ خو بيا هم د هغه فقيري او ملنگي د غريبۍ او د بې وسۍ په وجه نه وه بلکه هغه دا دُنيا بده گڼله په دې وجه ددې دُنيا نه کناره شوی ؤ همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلقو هم رحمن بابا په غريبۍ او په اميرۍ شمېره ځکه نو وئې ويل:
که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم
که مې څوک په اميرۍ شمېري امير يم
بله دا چې رحمن بابا عالم ؤ او چې عالم وي هغه معلم هم وي. رحمن بابا هم شاگردان لرل لکه وائي:
هم پند اخلم هم پند وايم و هرچاته
زه د ځينو ئې مُريد د ځينو پيريم
يوه بله شخړه چې عموماً خلق پکې نښتي دي هغه دا ده چې د رحمن بابا ديوان چا مرتب کړو، ډېر خلق دا وائي چې رحمن بابا يو مجذوب ؤ د جذب په حالت کې ئې شعرونه وئيل، دوستانو ته به ئې ورکول او هغوئ به جمع کول. دلته ماته د داتا گنج بخش د کتاب «کشف المحجوب» خبره راياده شوه. هجويري په دې کتاب کې ليکلي دي چې په کتاب نوم ځکه ليکم چې ددې نه مخکې مې يو کتاب وليکه او نوم مې پرې نه ؤ هغه ځما يو شاگرد يوړلو چې ئې وگوري څه موده پس مې هغه شاگرد هغه کتاب په خپل نوم خپور کړلو. د رحمان بابا دوستانو به هغه غزلې خپل ځانله په نوم کړې وې، بله دا چې رحمن بابا څه د فوټو سټېټ ماشين خو نه ؤ چې گنې يوه غزل به ئې وويلو نو هغه به ئې لس پنځلس ځايه فوټوسټېټ کولو او بېلابېلو دوستانو ته بې ورکړلو او هغوی به ځان سره جمع کړو اصل خبره دا ده چې رحمن بابا خپل ديوان په خپله جمع کړئ دی. ده چې خپلې څه غزلې دوستانو ته ورکړې وې او څه غزلې ئې په خپل ديوان کې نه دي ليکلي. کيدائ شي چې د رحمن بابا ډېره شعري پانگه ددې کتاب نه بهر وي خو بيا هم له مونږه سره داسې څه ثبوت نشته چې مونږ ووايو چې د رحمن بابا ديوان بل چا مرتب کړئ دی. او ددې خبرې ډېر ثبوتونه دي چې دا ديوان رحمن بابا په خپله مرتب کړئ دی او هغه ثبوتونه هغه شعرونه دي کوم چې ديوان کې ددې ديوان په باره کې دي.
لکه:
زه رحمن په خپل اشعار شکرگزار يم
چې دا هسې رنگ ديوان مې دی موندلئ
هسې زيب کا په بياض د رحمن شعر
لکه زلفې د خوبانو په رُخسار
د رحمن د سوزان شعر ؤ ته حېران يم
چې ئې اور بل شوی نه دی په ديوان
درُست ديوان د رحمن زار تر دا غزل شه
چې بيا ئې کړو کردار د دروېشانو
يو کتاب په سړبن کې چا ونه کړو
ای رحمانه چې ئې وکړؤ دا کتاب
ددې خبرې نه دا ظاهريږي چې رحمن بابا څه د جهان نه ناخبره نه ؤ بلکه يو ښه پوه او عالم سړئ وه. د دُنيا د سياست نه خبردار وه، د زمانې د حالاتو نه باخبره ؤ ځکه خو ئې د خپل هم عصرؤ په باره کې شعرونه ويئلي دي. د اورنگ زېب عالمگير په زمانه کې چې کوم سياسي حالات ؤ هغه ئې بيان کړي دي. د خپل پېش رو شاعر خوشال خان په شعر ئې خپل شعر له فضيلت ورکړئ دی دا هر څه د ځان او جهان نه بې خبره سړئ نشي کولائ بلکه يو پوه عالم ئې کولائ شي لکه د خپل شعر تعريف کوي:
يو خوشحال يوکم سل خټک نور په صبيعت کې
ځار شه د رحمن سړبني د يوه درده
يا:
که ئې شعر د رحمن مومند په غوږ شي
غوږ به نه باسي په شعر د خوشحال څوک
او يا لکه:
خوشحال او دولتا مې غلامان دي
زه رحمن په پښتو ژبه عالمگير يم
ددې نه دا معلومېږي چې د رحمن بابا خپل کتاب په خپله مُرتب کړئ وه او بيا بېلابېلو دوستانو نقل کړئ وه، خو دا خبره څه مستنده نه ده چې گنې رحمن بابا بس همدغه ديوان پرې ايښئ دی بلکه اوس هم زاړه مجلسيان چې د نورؤ مجلسيانو شاگردان دي، د رحمن بابا د کسرلاندې غزلې او رُباعيانې وائي چې په موجوده ديوان کې ئې درک نه لگي. کېدائ شي چې رحمن بابا په نظم او نثر کې نور هم ډېر څه ليکلي خو لاتر اوسه ځمونږ په لاس نه دي راغلي. بله دا چې د ديوان په بېلابېلو نُسخو کې هم غزلې کمې بېشې وي. يوه دا خبره هم کېږي چې رحمن بابا او خوشحال بابا يو بل سره مناظره کړې وه او که نه؟ خوشحال خان خټک يو سردار جنگجويه سالار ؤ. د هغه خپلې جگړې دومره وې چې زما خيال دی چې هغه د شاعرۍ مناظرؤ ته وزگار نه ؤ، هغه د مغُلو سره نښتئ وه، قېد کې ؤ، بيا په افغانستان کې جنگ کې شريک شوئ وه. دا کېدائ شي چې رحمن بابا د يو عقيدتمن په حېث د خوشحال خان سره ملاقات کړئ وي خو د شعر مناظره که شوې وائ نو رحمن بابا يا خوشحال خان به ئې څه ناڅه ذکر کړئ وه، پاتې شوه هغه شعرونه چې په هغې کې ئې خوشحال خان ته اشاره کړې ده نو داسې شاعران کم و بېشي کوي چې د خپل پېش رو شاعرانو په شاعرۍ خپل اشعارؤ له فضيلت ورکوي لکه رحمان بابا د مرزاخان بېضاوي، انصاري او د مېرزا محمد عزيز ارزاني د شخړې په باره کې ليکي:
د مېرزا د ارزاني دعوی به پرې کا
قدردان د شاعرانو رحمن راغئ
خو ددې شعر له مخې رحمن بابا د مرزا انصاري او د محمد عزيز ارزاني هم عصر گڼل يا ئې ورسره شعري مناظره کول نه ثابتېږي ځکه چې مرزا انصاري په کال ۱۰۴۰ هجري کې شهيد شوی وه دغه وخت د رحمن بابا عمر تقريباً دوه کاله وه او مُحمد عزيز ارزاني په کال ۱۰۵۳ هجري کې وفات شوی وه، دغه وخت د رحمن بابا عُمر څوارلس کالا وه. يوه اختلافي خبره دا ده چې د رحمن بابا اولاد وه او که نه؟ د مېجر راورټي د تحقيق مطابق د لور د طرفه اولاد ئې په بهادر کلي کې اوسېږي او د رحمن بابا د ايکي يو ځوی له طرفه د رحمن بابا د اولاد سلسله ختمه شوې ده خو د رحمن بابا هغه اولاد چې د شعر په شکل دي چې تر څو پښتو په دُنيا ده دا اولاد به ئې تل تر تله ژوندئ وي او پښتانه به ئې تل يادوي.
د رحمن بابا په باره کې دا ويل چې صرف يو نصيحت کونکئ شاعر وو ، د دُنيا د نزاکتونو نه لرې وه نو دا غلطه ده . رحمن بابا د دې دُنيا اوسېدؤنکئ يو حساس او نازک زړئ شاعر وو ، په هغه د دې دُنيا حُسن او رشتو اثر اچولو ، د تُرکو د حُسن چرچې د هغه په شعرونو کې شته دي ، حال دا ده چې اکثر شاعري ئې د تصوف د وحدت الشهور د عشق الهي او عشق محمدي نه ډکه ده خو بيا هم نرمې او نازکې جذبې ئې په شعر کې څرگندېږي کومې جذبې چې د يو عاشق د دُنيا د معشوقې سره وي لکه چې وائي:
زه رحمن چې يار ووينم وايم خدايه خېرکړې
گډه ښاپېرۍ ده د بني آدم لـه زاتـه
زه رحمـن پـه خلـقـو د زلـفـو بـنـد يـم
لا د پاسه سور پېـزوان او بلـه نتـه
معشـوقـه که د خپـل سـر پـه بهـا مـومـي
و رحمـن و تـه وړيـا ده بهـانـه ده
هم نغمې کانـدي هـم رقـص او هـم خـانـدي
د رحمـن په شعـر تُـرکـی د بـاگـرام
سهل کار دی کـه رحـمـن پـه زړه ازار شـي
چـې خاطرر د هغې مستې آزار نـه شـه
ارغـوانـي جـامـې چـې اغونـدي رحـمـانـه
بيا ئې جوړ کړه ستا د قتل اسبابونه
رحمن بابا او دُنيا
هوښيار مه گڼه هوښيار ددې دُنيا
بې وقوف دی وقوف دار د دې دُنيا
روښنائي په هغو زړونو ده حرام
چې پرې کښېني گرد غُبار د دې دُنيا
که څه هم چې رحمن بابا د کلي د مشر ځوی وه او د عزيز خان غوندې خان ورور يا تُربور ئې لرلو خو بيا هم رحمن بابا ددې دُنيا نه کناره کش وه او دا څنگه چې د آقا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په باره کې حديث راغلئ دی چې د وفات په وخت ئې نه درهم په کور کې وه نه دينار او څنگه چې د حضور (ص) حديث دی «الفقر فخري» يعنی زما فخر زما فقيري ده نو ځکه رحمن بابا په دې دُنيا کې ددې دُنيا نه کناره کشي خوښه کړه او په جار ئې ووئيل:
څوک دې راکاندي قسم په کردگار
که درهم لرم په کور کې يا دينار
خو بيا هم رحمن بابا د چا نه څه نه ؤ غوښتي او خلقو به مالدار او شتمن گڼلو:
زه دينار او درهم نه لرم په کور کې
ولې نور عالم مې بولي دُنيا دار
هم په دا چې نه له ځايه چېرته خوځم
نه د هېڅ يوه مخلوق يم منت بار
د رحمن بابا ديوان د دُنيا نه په کناره او د رحمن بابا د قناعت په شعرونو ډک دی: