د "جلال الدين سيوطي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه: ۱ کرښه:
{{merge|جلال الدین سیوطي}}
{{صندوق معلومات شخص}}
نوم يې عبدالرحمن، لقب يې جلال الدین او کنیت یې ابوالفضل دی (۱). او نسب نامه يې په دې ډول ده:
نوم يې عبدالرحمن، لقب يې جلال الدین او کنیت یې ابوالفضل دی (۱). او نسب نامه يې په دې ډول ده:



د ۱۰:۰۴, ۱۵ مارچ ۲۰۲۰ پورې تازه بڼه

کينډۍ:Merge partner

نوم يې عبدالرحمن، لقب يې جلال الدین او کنیت یې ابوالفضل دی (۱). او نسب نامه يې په دې ډول ده:

عبدالرحمن جلال الدین بن ابي بکر بن محمد کمال الدین بن سابق الدین بن عثمان فخرالدین بن محمد ناظر الدین بن سیف الدین خضر بن ابن الصلاح ایوب نجم الدین بن محمد ناصر الدین شیخ همام الدین الاسیوطي المصري الشافعي.


علامه سیوطي رحمة الله علیه   په خپل یوه کتاب التحدث بنعمة الله کي د خپل علمي ژوندانه په اړه تفصیلي بحث کړی دی او فرمايي چي زما پلار به په خپل نسب کي السیوطي لیکی.  السیوطي د سیوط طرف ته منسوب دی چي اسیوط هم ورته ویل کیږي. د مصر په نواح کي د نیل د دریاب مغرب ته یو ښار دی (۲).


امام جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه  د خپل عصر د علومو د سترو ماهرینو  امامانو څخه وو. الله تعالی د هغه په ذات کي بې شمېره خصوصیات او ښېګڼي ایښي وې.



پیدایښت او سکونت یې:


امام سیوطي رحمة الله علیه  د رجب په میاشت کي، د یکشنبې په شپه،  په ۸۴۹ هـ  د ماښام وروسته (۳) د مصر په قاهره کي زېږېدلی دی. (۴)


 د علمو زده کړه يې:


نوموړی د پنځو کلونو او اوو میاشتو په عمر وو چي د خپل پلار د سیوري څخه بې برخي سو، د پلار مرحوم د وصیت مطابق د څو بزرګانو تر سرپرستۍ لاندي راغلی چي د هغو څخه یو ستر مجتهد بزرګ امام شیخ کمال الدین ابن الهمام الحنفي رحمة الله علیه  وو، نوموړي بشپړ توجه ورباندي وکړه، خپله علامه سیوطي رحمة الله علیه  په خپلو شیخو کي دده یادونه کړې ده چي وروسته به راسي.


د اوو کالو په عمر یې قرانکریم حفظ کړی او تر دې وروسته یې عمده، منهاج، اصول الفیه  ابن مالک او نور کتابونه حفظ کړل. د شیخ شمس سیرامي او د شیخ شمس مرزمان حنفي رحمهم الله څخه يې زیات درسي او غیر درسي کتابونه ولوستل. د شیخ شهاب الدین الشار مساحي رحمة الله علیه  څخه يې د فرایضو علوم زده کړل . د شیخ الاسلام علم الدین علامه بلقیني، علامه شرف الدین المناوي او د محقق دیار مصر سیف الدین محمد بن محمد الحنفي رحمة الله علیهم د درسي حلقو څخه هم تر ډېره مستفید سوی دی. (۵)


د علامه جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه  استاذان:

علامه سیوطي رحمة الله علیه   خپل شیوخ پر څلورو طبقو وېشلي دي چي د لومړیو درو طبقو د شیوخو نومونه يې په دې ډول دي:


• احمد بن ابراهیم نصرالله الکنايي الحنبلي

• قاضي القضاة عزالدین ابوالبرکات بن قاضي القضاة برهان الدین بن قاضي القضاة ناصرالدین

• احمد بن ابراهیم بن سلیمان القلیوبي

• الشهاب ابوالعباس

• احمد بن عبدالله بن علی

• الشهاب بن الجمال بن القاضي علاء الدین الکناني الحنبلي

• جلال الدین ابوالفضل وابوالمعالي

• علي بن تاج الدین محمد بن الشیخ العارف بالله سیدي یوسف العجمي الکوراني

• شیخ الاسلام قاضي القضاة شرف الدین ابوزکریا

• محمد بن موسی بن محمود الحنفي الامام بخانقاه شیخو

• و العلامة المجتهد کمال الدین بن الهمام الحنفي رحمة الله علیهم اجمعین او داسي نور.   (۶)


امام سیوطي د خپلو استاذانو د جملې څخه د احنافو د علماوو یادونه په داسي ډول کوي:


ما په همدغه موده کي پر شیخ شمس الدین محمد ابن موسی الحنفي رحمة الله علیه  باندي چي د شیخو د خانقاه امام وو صحیح مسلم روایتاً او الفیة درایتاً ولوستل، او الشفاء مي ور څخه واورېدی، شیخ شمس الدین الحنفي رحمة الله علیه  د صالحو علماوو د جملې څخه وو چي د الله تعالی سره يې خاص ټینګ تعلق وو او د خلګو څخه به جلا وو خو پر درس او خلګو ته نفع رسولو باندي وړاندي وو. پر ده باندي مي کافیه، ایساغوجي ولوستل، او المتوسط، شافیة او الفیه او نور مي ور څخه واورېدل او تر هغه مي ورسره تعقیب کړه تر څو چي هغه وفات سو.


بل ځای لیکي:

او په هم دغه موده کي مي د مصر د علامه محقق شیخ سیف الدین محمد بن محمد الحنفي رحمة الله علیه  د درسونو سماع لازمي وګرځول او دا داسي ستر عالم وو چي د نورو استاذانو څخه يې څوک مستغني کوی چي په دې اړه علامه کمال الدین بن الهمام رحمة الله علیه  فرمايي چي دا د ټول مصر محقق عالم دی. او زما په نظر چي په احنافو کي تر ابن الهام رحمة الله علیه  وروسته دده مثل نسته. او شیخ سیف الدین رحمة الله علیه  د خپل نهايي علم تر څنګ استقامت، دینداري، تقوا، زهد، تواضع، د نفس د خواهشاتو څخه په لیري والي، ډېر عبادت کولو، د کتاب الله تلاوت کونکی، رژوه نیونکی، قیام کونکی، د حساب او میزان د احادیثو د ویلو په وخت کي ژړېدونکی، خشوع لرونکی، عابد او د الله تعالی ولي وو چي په ۸۸۱  هـ کي وفات سو او د امام شافعي رضي الله عنه سره نژدې خاورو ته وسپارل سو. (۷)


د امام سیوطي رحمة الله علیه د حافظې قوت:


امام سیوطي رحمة الله علیه  د خپلي زمانې د حدیثو تر ټولو لوی عالم وو. هغه په خپله ویلي دي چي ما ته دوه لکه احادیثه یاد دي. که تر دې زیات احادیث زما لاس ته راغلي وای نو هغه به مي هم یاد کړي وای. شاید په دنیا کي تر دې زیات احادیث موجود نه وه. (۸)


د امام سیوطي رحمة الله علیه  علمي کارنامې:


د داود مالکي په وینا د نوموړي تصانیف تر ۵۰۰ زیات دي. د نوموړي مجتهدانه بصیرت، پراخ نظر او زیات معلومات پر دې خبره لوی شهادت دی. د نړۍ مشهور معاصر عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله په اصلاحي خطبات کي فرمايي چي علامه جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه  داسي علم نه دی پرې ایښی چي پر هغه يې کتاب نه وي لیکلی.....او د تفسیر په علم کي دده درې تصانیف موجود دي چي یو يې هم "مجمع البحرین" دی کوم چي په (۸۰) جلدونو کي لیکل سوی دی. که څوک په نن زمانه کي دا وغواړي چي دده ټول لیکلي کتابونه مطالعه کړي نو ددې لپاره ټول عمر په کار دی مګر علامه جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه  په څلویښت کاله کي دننه دا  ټول تصانیف لیکلي دي.  (۹)


د امام سیوطي رحمة الله علیه  مشهور تفسیر جلالین کوم چي په درس نظامي کي يې اوله نیمايي برخه داخله ده د علامه محلی رحمة الله علیه  تر وفات وروسته صرف په څلويښتو ورځو کي پوره کړی چي په دغه وخت کي يې عمر تقریباً دوه ویشت کاله وو. ددې څخه معلومیږي چي علامه موصوف څومره سریع التصانیف وو. تر ټولو د کمال خبره دا ده چي د جلالین شریف پاته برخه يې د اوله څخه تر اخره پوري  بالکل د علامه محلی رحمة الله علیه  په طرز او انداز باندي لیکلی ده. (۱۰)


امام سیوطي رحمة الله علیه  فرمايی چي زما تصنیفات پر اووه ډوله دي:


لومړی ډول: هغه دي چي ما پکښي تفرد کړی دی یعني زما د علم له مخي په نړۍ کي چا د هغه تصنیف مثال نه دی وړاندي کړی او هغه اتلس تصنیفات دي:


۱: الاتقان في علوم القرآن

۲: الدرالمنثور في التفسیر بالمأثور

۳: ترجمان القرآن

۴: آسرار التنزیل

۵: الإکلیل في استنباط التنزیل

۶: تناسق الدرر في تناسب الآیات والسور

۷: النکت البدیعات علی الموضوعات

۸: جمع الجوامع في العربیة

۹: شرح یسمی همع الهوامع

۱۰: الأشباه والنظائر

۱۱: السلسلة في النحو

۱۲: النکت علی الألفیة والکافیة والشافیة والشذور والنزهة (في مؤلف واحد)

۱۳: الفتح القریب علی مغنی اللبیب

۱۴: شرح شواهد المغني

۱۵: الاقتراح في أصول النحو وجدله

۱۶: طبقات النحاة الکبری تسمی بغیة الوعاة

۱۷: صون المنطق والکلام عن فن المنطق والکلام

۱۸: الجامع في الفرائض


دوهم ډول:  هغه دي چي د هغو مثل سته او کېدلای سي یو علامه يې تصنیف کړي او په دې تصانیفو کي د هغو معتبرو کتابونو څخه اخذ سوی دی چي په یو یا ډېرو جلدونو کي لیکل سوي دي او دا پنځوس کتابونه دي.


دریم ډول: هغه دي چي د هغو کوچني معتبرو کتابونو څخه لیکل سوي دي چي د هغو حجم کم دی او د رسالو په شکل کي وي او دا اویا کتابونه دي.


څلورم ډول: دا هغه ډول تصانیف دي چي د رسالو په شکل کي دي البته د فتواوو د کتابونو څخه پرته او دا سل تالیفات دي.


پنځم ډول: دا هغه ډول تصانیف دي چي د فتواوو د واقعاتو څخه لیکل سوي دي او دا اوس اتیا تالیفات دي.


اووم ډول: هغه تصنیفات دي چي شروع په سوې وي خو وروسته د انسان عزم د هغه په اړه کمزوری سوی وي او ددغو تصانیفو لږ برخه لیکل سوې وي.  (۱۱)


د امام سیوطي رحمة الله علیه د ځينو تصانیفو نمونې:


التحبير في علم التفسير / تحقيق ودراسة

مرقاة الصعود إلى سنن أبي داود

نواهد الأبكار وشوارد الأفكار حاشية السيوطي على تفسير البيضاوي / موافق للمطبوع

جامع الأحاديث

الثغور الباسمة في مناقب سيدتنا فاطمة

  عين الاصابة في استدراك عائشة على الصحابة

  التوشيح شرح الجامع الصحيح

  قوت المغتذي علي جامع الترمذي

الفارق بين المصنف والسارق

  المطالع في تناسب المقاطع والمطالع

  قطف الأزهار المتناثرة في الأخبار المتواترة

  مقامات السيوطي

مسند أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها من جوامع الكبير في الحديث

  الإقتراح في علم أصول النحو

  شرح السيوطي على ألفية ابن مالك

معترك الأقران في إعجاز القرآن

الكوكب الساطع نظم جمع الجوامع

  برد الأكباد عند فقد الأولاد

  الفتح الكبير في ضم الزيادة إلى الجامع الصغير   معجم مقاليد العلوم في الحدود والرسوم

حسن المحاضرة فى أخبار ملوك مصر والقاهرة

وصول الأماني بأصول التهاني

بغية الوعاة في طبقات اللغويين والنحاة

كفاية الطالب اللبيب في خصائص الحبيب

الشمائل الشريفة

اتمام الدراية لقراء النقاية

همع الهوامع في شرح جمع الجوامع

جمع الجوامع

عقود الزبرجد على مسند الإمام أحمد في إعراب الحديث

إلقام الحجر لمن زكى ساب أبي بكر وعمر

أنموذج اللبيب في خصائص الحبيب

عقود الجمان في علم المعاني والبيان

ذم المكس

إرشاد المهتدين إلى نصرة المجتهدين

تزيين الممالك بمناقب الإمام مالك

العرف الوردي في أخبار المهدي

الغرر في فضائل عمر

مشتهى العقول في منتهى النقول

تمهيد الفرش في الخصال الموجبة لظل العرش

الروض الأنيق في فضل الصديق

نظم العقيان في أعيان الأعيان

الحبائك في أخبار الملائك

الدرر المنتثرة في الأحاديث المشتهرة

طبقات المفسرين

طبقات الحفّاظ

مطلع البدرين فيمن يؤتى أجره مرتين

المهذب فيما وقع في القرآن من المعرب

لباب النقول في أسباب النزول

الحاوي للفتاوى

لب اللباب في تحرير الأنساب

المزهر في علوم اللغة وأنواعها

لباب الحديث

ما رواه الأساطين في عدم المجيء إلى السلاطين

الآية الكبرى في شرح قصة الاسراء

أسباب ورود الحديث

تدريب الراوى في شرح تقريب النواوي

تحفة الأبرار بنكت الأذكار النووية

أسرار ترتيب القرآن

شرح السيوطي على سنن النسائي

مفحمات الأقران في مبهمات القران

الديباج على صحيح مسلم بن الحجاج

تنوير الحوالك شرح موطأ مالك

اللآلئ المصنوعة في الأحاديث الموضوعة

تاريخ الخلفاء

إسعاف المبطأ برجال الموطأ الفية السيوطي

إعراب القرآن

تبیض الصحیفة لمناقب ابي حنیفة





امام سيوطي رحمة الله علیه  فرمايي چي وروسته زما تصنیفات په ټولو ملکونو کي نشر سول  او فرمايي چي زما ځینو ملګرو زما په اړه یو خوب لیدلی وو نو هغه خوب يې وه شیخ صالح محب الدین الفیومي رحمة الله علیه  ته بیان کړی چي کله هغه د عمرو په جامع کي خلګو ته وعظ کاوه نو نوموړي شیخ ددې خوب تاویل داسي وکړی چي هغه (امام سیوطي رحمة الله علیه ) به تر هغه وخته پوري  وفات نه سي تر څو چي دده علم په مشرق او مغرب کي نشر نه سي.


د امام سیوطي رحمة الله علیه  تصانیف په ټوله اسلامي نړۍ کي نشر سول او د مختلفو منطقو خلګ به دده د کتابونو د ترلاسه کولو لپاره راتلل، هغه به يې لیکل او بیا به يې په خپلو ملکونو کي استفاده ځني کول.  (۱۲)


علامه محقق شیخ عبدالفتاح ابوغده رحمة الله علیه  په خپل کتاب قیمة الزمن عندعلماء کي لیکي چي شیخ  نجم الدین الغزي رحمة الله علیه  په "الکوکب السائرة بأعیان المئة العاشرة" کي لیکي چي علامه سیوطي رحمة الله علیه  په کتابت او تالیف کي د ګړنديتوب له کبله د الله تعالی د نښو څخه یوه ستره نښه ده. (۱۳)  او  د یو بل روایت له مخي يې د تصانیفو شمېر شپږو سوو (۶۰۰) ته رسیږي. (۱۴)


د څلویښتو کلونو له عمر څخه وروسته:


کله چي امام سیوطي رحمة الله علیه  د عمر څلویښتو کلونو ته ورسېدی نو د درس، تدریس، افتاء، قضاء غرض دا چي د دنیا د ټولو کارونو څخه يې لاس واخیستی او ګوشه نشیني یې اختیار کړه او په ریاضت، عبادت، رشد او هدایت کي مشغول سو او په دې اړه يې یو کتاب د التنفیس په نامه ولیکی. (۱۵)


 استغنی او بې نیازي یې:


د دنیوي مال او دولت څخه دومره بې پروا وو چي امرا او  اغنیا به يې ملاقات ته راتلل او هر یوه به تحفې او هدیې ورته راوړلې  مګر مصوف به د هیچا هدیه او تحفه نه قبلول. سلطان غوري یو خصي غلام او زر اشرفۍ ورته را واستولې، نوموړي اشرفۍ ورته واپس کړې، غلام یې ازاد کړی، د نبوي حجرې خادم يې وګرځاوه او خپل خادم ته يې وویل چي اینده دي څوک موږ ته هديې نه راوړي،  الله عزوجل موږ ددغو دنیوي تحفو او هدیو څخه مستغني کړي یو.


کرامات يې:


د نوموړي خاص خادم محمد بن علي حباک صاحب وايي چي یوه ورځ يې د قیلولې په وخت کي ما ته وویل: که چیري ته زما د مړ کېدو څخه مخکي زما راز ښکاره نه کړې نو ته به د مازیګر لمونځ په مکه معظمه کي ادا کړې. ما ورته وویل چي زه ستا سره وعده کوم چي ستاسو دغه راز به ښکاره نه کړم. هغه راته وویل چي سترګي دي بندي کړه! زما لاس يې ونیوی او تقریباً ۲۷ قدمه له روانېدو وروسته يې راته وویل: سترګي دي خلاصي کړه. کله چي مي سترګي خلاصي کړې نو ګورم چي موږ د معلاة په درو ازه کي وو. کله چي حرم ته ورسېدو نو طواف مو وکړی، د زم زم اوبه مو وچیښلې. بیا يې راته وویل چي په دې خبره تعجب مه کوه چي زموږ لپاره مځکه لنډه سوه. بیا یې راته وویل: که غواړې زما سره ولاړ سه او که نه نو د حاجیانو سره راسه. ما عرض وکړی چي ستاسو سره زم. د معلاة پوري ولاړو او راته ویې ویل چي سترګي دي بندي کړه، زه یې تر اوو قدمونو پوري روان کړم کله چي مي سترګي خلاصي کړې نو موږ په مصر کي وو. (۱۶)


د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیارت او د شیخ السنة خطاب:


علامه موصوف رحمة الله علیه  څو ځله رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خوب کي لیدلی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته په یا شیخ السنة یا شیخ الحدیث اواز کړی دی. شیخ شاذلي رحمة الله علیه  (چي دده شاګرد دی) فرمايي چي ما پوښتنه ځني وکړه چي تا سو واري رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خوب کي لیدلی دی؟ هغه وفرمایل چي تر اویا ځله زیات مي لیدلی دی. (۱۷)


د امام سیوطي رحمة الله علیه  علمي مقام:


د علومو د تحصیل څخه وروسته په کال ۸۷۱ هجري کي يې د افتاء کار شروع کړی او یو کال وروسته يې د حدیثو د املاء کار شروع کړی. امام سیوطي رحمة الله علیه  د خپل تبحر في العلم او د خپلي رتبة الاجتهاد په اړه فرمايي: قد رزقت والله الحمد التبحر في سبعة علوم: التفسیر والحدیث والفقه والنحو والمعاني والبیان والبدیع علی طریقة العرب البلغاء.


یعني الحمدلله ما ته الله تعالی په اوو علومو کي د عربو دبلغاوو په څېر تبحر (ژوره پوهه) راکړې ده لکه تفسیر، حدیث، فقه، نحو، معاني، بیان او بدیع. او بیا فرمايي چي دا په دې ډول چي په دې علومو کي بیله فقه څخه چي زه څومره رسېدلی یم بل څوک (زما په عصر) کي نه دی رسېدلی. (۱۸)

امام سیوطي رحمة الله علیه  په التحدث بنعمة الله کتاب کي د اسلامي امت د مجددینو په اړه اوږد بحث کوي، او د امت د ځینو مشهورو علماوو یادونه کوي او وورسته لیکي: موږ اوس په ۸۹۶ هجري سنه کي قرار لرو او دا فقیر د الله فضل ته امید لري چي په خپل دغه نعمت سره يې ونازوي چي هم دی (سیوطي) به مجدد وي کوم چي د هرو سلو کلونو په سر کي راځي.  (۱۹)


د امام سیوطي رحمة الله علیه  مذهبي تګ لاره:


امام سیوطي رحمة الله علیه  شافعي مذهبه وو ، خپله امام سیوطي رحمة الله علیه  فرمايي: کله چي زه د ترجیح درجې ته ورسېدم نو بیا هم د امام نووي رحمة الله علیه  د ترجیح څخه نه ووتم که څه هم زما په نزد راجح خبره د هغه (د تحقیق) خلاف ښکاره کېده او کله چي د اجتهاد درجې ته ورسېدم نو په افتاء کي د امام شافعي رضي الله عنه د مذهب څخه خارج نه سوم، او هغه کسان چي د اجتهاد درجې ته رسېدلي دي هغو د امام شافعي د مذهب مطابق فتوا ورکول،  نه د خپل اختیار څخه او دا به يې ویل: "السائل انما یسألني، عن مذهب الشافعي لا عن ما عندي." او دا هم وايي چي ما د اجتهاد د رتبې په خاطر په ډېرو لږ مسایلو کي د امام شافعي رحمة الله علیه  د مذهب د قول څخه بل قول غوره کړی دی.  (۲۰)


د وفات کال یې:


 امام سیوطي رحمة الله علیه  د لاس د پاړسوب په ناروغي اخته وو چي بالاخره د اسلامي امت دا ستر علمي ځلانده ستوری د جمعې په شپه د جمادي الاول پر ۱۹ مه  په ۹۱۱ هـ کي ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. (۲۱) او د الافاریقي په جامع کي لمونځ ورکول سو او د باب القرافة په شرق طرف کي خاورو ته وسپارل سو. (۲۲)


----------------

یادونه: ددې  لیکني نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼه د نوم  په یادولو جواز لري.


ماخذونه:


۱: التحدث بنعمة الله، للإمام جلال الدین السیوطيرحمة الله علیه  : ص ۳۲، المطبعة العربیة الحدیثة

۲: ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین، تالیف: حضرت مولانا محمد حنیف ګنګوهي رحمة الله علیه : ص ۲۸. طبع: اشاعت اسلام کتب خانه، پشاور

۳: التحدث بنعمة الله (کتاب المذکور)، ص ۳۲

۴: قیمة الزمن عند العلماء، للعلامة الشیخ عبدالفتاح ابوغدة رحمة الله علیه : ص ۱۴۲، المکتبة المعروفیة، کوئته

۵: ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین: ص ۲۸  

۶: التحدث بنمعة الله: ص ۴۴-۶۹  

۷: بهجة العابدین في ترجمة حافظ جلال الدین للشا‍ذلي: ص ۲۴۲ المحلق مع التحدث بنعمة الله.  

۸: ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین: ص ۳۰  

۹: اصلاحي خطبات: فقیه العصر علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله: جلد: ۶: ص: ۱۰۳ اردو. طبع: میمن پبلشرز  

۱۰: ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین: ص ۳۲ او د جلالین شریف حاشیه: ص ۴، طبع: مکتبة الحبیبیة  

۱۱: التحدث بنعمة الله: ص ۱۰۵  

۱۲: التحدث بنمعة الله: ص ۱۵۵  

۱۳: قیمة الزمن عندالعلماء: ص ۱۴۳  

۱۴ : موسوعة الاعلام، حرف السین، طبع: وزارة الأوقاف المصرية، من المکتبة الشاملة. د علامه سیوطي رحمة الله علیه  د نورو تصانیفو نومونه په التحدث بنعمة الله، هدیة العارفین او نورو کتابونو کي سته.

۱۵: قیمة الزمن عندالعلماء: ص ۱۴۳ و ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین: ص ۳۰  

۱۶: ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین: ص ۳۱  

۱۷ : ظفرالمحصِّلین باحوال المصنفین: ص ۳۱

۱۸: التحدث بنعمة الله: ص ۲۰۳ او ظفرالمحصلین باحوال المصنفین: ص ۲۹  

۱۹: التحدث بنعمة الله: ص ۲۲۷

۲۰: التحدث بنعمة الله: ص ۹۰. (وقال هو السیوطي المصري الشافعي في الصاوي علی الجلالین، هدیة العارفین: باب العین)  

۲۱ : قیمة الزمن عند العلماء: ص ۱۴۲

۲۲: قیمة الزمن عند العلماء: ص ۱۴۲