د "مشارق الانوار" د بڼو تر مېنځ توپير
د "پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه مشارق الانوار هغه کتاب دی چې یوه ا..." تورو مخ جوړ شو نښلن: 2017 source edit |
(بې توپيره)
|
د ۰۲:۵۱, ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه
پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مشارق الانوار هغه کتاب دی چې یوه اوږده موده په هندوستان او نورو ښارونو کې د احادیثو د واحدې سرمایې په حیث د تعلیمي نصاب حصه وه او په پخوانو او نوو ټولو تذکرو کې ددې کتاب یادونه شوې، لیکن اوس هم ډیر لږ خلک د دغه کتاب یا صاحبِ کتاب په هکله ضروري معلومات لري. خو ډیر بیا هم او خصوصاً د احادیثو د کتابونو سره تعلق لرونکو طلباؤ او علماؤ دغه خپله قدیمه سرمایه د حدیثو نظر انداز کړې نده .
ددې کتاب پوره نوم ”مشارق الانوار النبویة من صحاح الأخبار المصطفویة “ دی.
مصنف یي: امام رضي الدین حسن بن محمد بن حسن بن حیدر العدوی الصغاني الحنفي (وفات ۶۵۰ھـ) دی.
مشارق الانوار د صحیحو احادیثو مجموعه ده ، د احادیثو تعداد یي د شارح مشارق الانوار سعید بن محمد بن مسعود الکازروني (مړ۷۵۸ھ) د وینا مطابق دوه زره، دوسوه او شپږ څلویښت (۲۲۴۶) دی ، د کازروني د شرحې نوم ”المطالع المصطفویة “ دی، ده د هر باب یا د نوعې په آخر کې د احادیثو تعداد هم لیکلی، د مصنف په وینا ددې کتاب په تالیف کې د خلیفه المستنصر بن الظاهر بن الناصر بن المستضي مالي کومک هم شامل وو، د کتاب آغاز پدې خطبه باندې شوی :
الحمد للّٰه محی الرمیم ومجری القلم …الخ
ژباړه : ټول تعریفونه الله سبحانه وتعالی ته دي، چې د ورستوو ( خرابو شوو ) او خاورو شو اندامونو ژوندی کونکی دی او هغه ذات چې قلم ته یئ د لیکلو قوت ورکړی دی... الخ
پدې کتاب کې دولس ۱۲ بابونه دي او په هر باب کې څو فصلونه دي. وروستی باب یې ”جوامع الأدعیة“ دی.
ددې کتاب شروحات
د دغه کتاب بې شماره شرحې او حواشي د لوی لوی علماو په قلم لیکل شوي. دا په نړۍ کې له هغه کتابو څخه دی چې پدې د پوهیدلو لپاره علماو ډیر کوششونه کړي او دغه کتاب يوه اوږده موده په اسلامي نړۍ کې د تعلیمي نصاب په حیث پاتې شوی. د څو مشهورو شرحو نومونه یي دادي :
۱_تحفة الابرار فی شرح مشارق الانوار د علامه اکمل الدین بابرتي (مړ۷۸۶ھ)
۲_شوارق الاسرار العلیة فی شرح مشارق الانوار النبویة د محمد بن یعقوب الفیروزآبادي الشیرازي (مړ ۸۷۱ھ)
۳_المطالع المصطفویة د سعید بن محمد بن مسعود الکازروني (مړ ۷۵۸ھ)
۴_ د قائق الآثار فی مختصر مشارق الانوار د محمد بن محمد الأسدي القدسي (مړ۸۰۸ھ)
۵_ حاشیة علی المشارق د شیخ قاسم بن قطلوبغا الحنفي (مړ ۸۷۹ھ)
او داسي نور... (کشف الظنون جلد ۱ صـــ ۶۳۵) .
یادونه :
د مشارق الانوار په نوم یو بل کتاب هم شته ، چې په بازار کې موندل کیږي، البته ددې پوره نوم ”مشارق الانوار علیٰ صحاح الآثار “ دی، ددې کتاب مصنف د اسلامي نړۍ ستر عالم، قاضی ابو الفضل عیاض بن موسیٰ الیحصبي المالکي (مړ ۵۴۴ھ) دی ، دا د علامه صغاني څخه مخکې تیر شوی. پدې کتاب کې په ښکلي معیار او په خالص ادب قلم استعمال شوی.
ددې کتاب موضوع د مؤطا امام مالک ، صحیح بخاري او د صحیح مسلم په مشکلو او اجنبي الفاظو تشریح او تحقیق ده ، د موضوع په لحاظ کتاب ډیر مفید دی ، د " المکتبة العتیقة و دارالتراث " څخه دوه جلدو کې چاپ شوی.
د تعجب ځای دی چې د " مکتبة الشامله " والاو دا کتاب په خپل فهرست کې شامل کړی، مګر د علامه صغاني ”مشارق الانوار “ ته یي ځای ندی ورکړی.