د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه: | ۱ کرښه: | ||
'''شهسوار سنگروال''' ( زوکړه ١٩٥١ ز کال د لغمان ولايت |
'''شهسوار سنگروال''' ( زوکړه ١٩٥١ ز کال د [[لغمان ولايت]]) د [[افغانستان]] يو پښتو ژبی [[ليکوال]] دی. |
||
==مخينه== |
==مخينه== |
د ۱۰:۱۸, ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۹ بڼه
شهسوار سنگروال ( زوکړه ١٩٥١ ز کال د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال دی.
مخينه
شهسوار سنگروال پر ۱۹۵۱ ز کال د لغمان د ښکلې او شاعرانه سيمې د سنگر په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د سنگر په ښوونځي او بيا پر ١٩٦٩ ز کال د روښان ليسې څخه فارغ شو. لوړې زده كړې يې د ادبياتو او بشري پوهنو په څانگو کې بشپړې کړې. هغه لومړی د تاريخ څانگه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست. سنگروال نيازی د ښوونې او روزنې، راديو تلويزيون، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کې رسمي دندې ترسره کړې دي. پر ١٩٩٢ ز کال پېښور ته ولاړ؛ هلته يې لومړی د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې پر ١٩٩٣ ز کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې په غاړه واخيستې. په لندن کې د افغان ادبي جرگې تاسيس او مشري، د 'شمله' فرهنگي مهالنۍ تاسيس او مشري يې هم كړې ده.
چاپ شوي آثار
چاپ شوي اثار يې دادي:
- شمله
- هوسۍ او کيږدۍ.
- د شبنم ښيښه.
- د نکريزو پاڼه.
- د ډرامې تاريخ او فن.
- مساپر.
- د سپين غر له پاسه.
- څانگه.
- د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ، د تاريخ په تله کې.
- د تاريخي جغرافيې څرنگوالی.
د شعر څوبېلگې
اخځونه |