د "اسماعيل دهلوي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د "==ژوند== اسماعيل دهلوي (۱۷۷۹/۴/۲۶–۱۸۳۱/۵/۶)(۱) اسلامي عالم او د سيک امپراتوري په وړاندي د سي..." تورو مخ جوړ شو
نښلن: 2017 source edit
 
(بې توپيره)

د ۰۴:۲۰, ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

ژوند[سمول]

اسماعيل دهلوي (۱۷۷۹/۴/۲۶–۱۸۳۱/۵/۶)(۱) اسلامي عالم او د سيک امپراتوري په وړاندي د سيد احمد بريلوي لخوا د پښتون قبايلو په ملاتړ د اعلان شوي جهاد يو مهم غړی وو. سک امپراتوري د نولسمي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کي د هند د نيمي وچي شمال لويديځه برخه کنترولوله، چي مرکز يې په پنجاب کي وو.(۲)

دهلوي د ۱۷۷۹ز کال د اپريل په ۲۶ نېټه وزېږېد. هغه د اسلامي نړۍ د ستر عالم شاه ولي الله دهلوي (۱۷۰۳–۱۷۶۲) لمسی وو.(۱) کله چي د هند په شمال کي د سید احمد بريلوي(۱۷۸۶–۱۸۳۱) په مشرۍ نوي اسلامي خوځښت سر راپورته کړ، دهلوي له دې خوځښت سره يو ځای شو. ځکه ګډي موخي او اهداف يې لرل. ددغه نوي خوځښت کړنلاره د طريقه يي محمديه په نوم مشهوره شوه. تر څو اسلامي عقيده له هندو رواج، کلتور او عاداتو نه پاکه کړي.(۳)  د هغه هڅه دا وه چي مسلمانه ټولنه په دې قانع کړي تر څو اسلام له هندو عقيدې له اغېز نه پاک کړي.

هغه په خپله نظريه کلک وو. او عقيده يې لرله چي دين بايد په خپل اصلي شکل تطبيق شي. هغه نظريه چي په تدريجي توګه جهاد هم کي راځي.(۳) ددغه خوځښت موخي داوه چي يو اسلامي دولت رامنځته کړي چېرته به مسلمانان خپل عبادات په صحيح ډول تر سره کړي. هغه مهال، د شمالي هند زياته برخه د بريتانيا تر کنټرول لاندي وه. نو ددې خوځښت رهبري پرېکړه وکړه چي داسي يوې سيمي ته لاړ شي چي د بريتانيا کنترول په کي کم او مسلمانان په کي اکثريت وي. ددې لپاره د هند شمال لویدیځ سرحدي سيمه خيبر پښتونخوا وټاکل شوه.
"د خيبر پښتونخوا سيمه ددې کار لپاره غوره شوه. ځکه داسي فکر کېده چي ددې سيمي مسلمانان به ددې کار لپاره قرباني ورکړي. پښتانه به ددغه تحريکي خوځښت ملاتړ وکړي."(۴)که څه هم دوی په دې سيمه کي ډېر ژر له همدې پښتنو قبايلو سره د هغو د پخوانيو قبايلي او ملي رواجونو له امله په ستونزه کي ولوېدل‌. ددوی ځيني پخوانيو قبايلي مشرانو په ځايي خلکو باندي خپل اغېز په خطره کي وليد. او ددوی قومي رواجونه او پښتون ملت پالنه کومه چي دوی هيله نه درلوده چي د اسلام په نوم د نوي خوځښت لخوا د ختم کړی شي.(۴)
د شمال لویدیځ سرحد پنجاب او کشمير سيمي په ۱۸۳۱ز کال کي د مهاراجا رنجيت سنګ تر کنټرول لاندي وې، هغه همدارنګه توقع لرله چي په راتلونکي کي د شمال لویدیځ سرحد ټولي پښتني سيمي ونيسي. نو هغه ددې لپاره خپل قوي سک پوځ دې سيمي ته ولېږه. تر څو له دوی سره وجنګېږي. او له سختي جګړې وروسته يې دوی ته په بالاکوټ کي ماتي ورکړه. دواړه شاه اسماعیل دهلوي او سيد احمد بريلوي د ۱۸۳۱‌ز د مئ په شپږمه له سيکانو سره په جګړه کي شهيدان شول.(۴)
==وفات==
اسماعيل دهلوي د هغه وخت د واکمن مهاراجا رنجيت سنګ د پوځ خلاف جګړه کي د ۱۸۳۱ کال د مئ په شپږمه نېټه شهيد شو.ځيني تاريخ پوهان له ديني پلوه پښتانه قبايل له خوځښت سره په خيانت تورنوي، او دغه خوځښت ستايي.(۴)
==ليکني==
•تقويت الايمان
•صراط المستقيم
==سرچينې

^ Jump up to:a b c d Profile of Dehlvi on books.google.com website Retrieved 16 August 2018

^ Jump up to:a b Profile of Sikh ruler Ranjit Singh on Encyclopedia Britannica Retrieved 16 August 2018

^ Jump up to:a b c d e Past present: When history fails Dawn (newspaper), Published 3 March 2012, Retrieved 16 August 2018

^ Jump up to:a b c d Past present: The intolerant invaders Dawn (newspaper), Published 12 June 2013, Retrieved 16 August 2018