د "جمعیت اصلاح افغانستان" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
۱ کرښه: ۱ کرښه:
د جمعیت اصلاح افغانستان اصلاحي ـ ټولنیز حرکت د ۱۳۸۲لمریز کال په مني کې خپل فعالیت د یو ټولنیز سازمان په چوکاټ کې له معتدل اسلامي مرجعیت سره، پیل کړی.
--د جمعیت اصلاح افغانستان-- اصلاحي ـ ټولنیز حرکت د ۱۳۸۲لمریز کال په مني کې خپل فعالیت د یو ټولنیز سازمان په چوکاټ کې له معتدل اسلامي مرجعیت سره، پیل کړی.


جمعیت اصلاح د ټولنې د تغییر او اصلاح لپاره د سولییزې او ډاګیزې مبارزې لاره غوره کړې، هڅه کوي چې د دعوت، فکري او کلتوري فعالیتونو او خلکو ته د خدمت له لارې د افغانستان په مادي او معنوي رغونه کې ونډه واخلي.
جمعیت اصلاح د ټولنې د تغییر او اصلاح لپاره د سولییزې او ډاګیزې مبارزې لاره غوره کړې، هڅه کوي چې د دعوت، فکري او کلتوري فعالیتونو او خلکو ته د خدمت له لارې د افغانستان په مادي او معنوي رغونه کې ونډه واخلي.

د ۱۸:۵۳, ۲۷ اگسټ ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

--د جمعیت اصلاح افغانستان-- اصلاحي ـ ټولنیز حرکت د ۱۳۸۲لمریز کال په مني کې خپل فعالیت د یو ټولنیز سازمان په چوکاټ کې له معتدل اسلامي مرجعیت سره، پیل کړی.

جمعیت اصلاح د ټولنې د تغییر او اصلاح لپاره د سولییزې او ډاګیزې مبارزې لاره غوره کړې، هڅه کوي چې د دعوت، فکري او کلتوري فعالیتونو او خلکو ته د خدمت له لارې د افغانستان په مادي او معنوي رغونه کې ونډه واخلي.

د جمعیت اصلاح اهداف[سمول]

د »جمعیت اصلاح» له ټولو کوښښونو او هڅو څخه اساسي موخه د اسلام د سپېڅلي دین د اقامې او تطبیق په لاره کې د هڅو له مخې د الله(جل جلاله) رضا او اخروي بریالیتوب ته رسېدل دي.

د »جمعیت اصلاح» په اند د دین د اقامې معنا دا ده چې انسان په هغه چارو کې چې دده د واک په دایره کې وي، په خپله رضا اوخوښه د الله تعالی نظام او حاکمیت داسې ومني لکه چې ټولو کایناتو د فطرت له مخې منلى دى.

له اقامت دين څخه یې موخه د دين د يوې ځانګړې برخې نه بلكې د ټول دين واکمنول دي، برابره خبره ده چې له فردي ژوند سره تړلې وي او كه د ټولنيز ژوند پورې، لمانځه، روژې، زكات سره تړاو ولري اوكه له اقتصاد، معاملاتو، تمدن او سياست سره، د اسلام يوه برخه هم اضافي نه بلكې ټول اسلام ضروري بولو، دا د يوه مؤمن دنده ده چې له تجزيې او ويش پرته د ټول اسلام دقايمولو لپاره هڅې وكړي، د اسلام كومه برخه چې فردي ژوند سره اړه لري هر مؤمن يې بايد په خپل ژوند كې قايمه كړي او د كومې برخې قايمېدل چې له ټولنيز كوښښ پرته شونى نه وي نو مومنان به په ګډه د هغه لپاره د ډله ایز نظم او كوښښ اهتمام كوي، كه څه هم چې د مؤمن د ژوند اصلي موخه د الله (جل جلاله) رضا اود آخرت برياليتوب وي، خو دغې موخې ته له دې پرته چې په نړۍ كې د الله (جل جلاله) د دين دقايمولو هڅه وشي رسېدل شوني نه دي، نو بناءً د مؤمن اصلي هدف د دين اقامت او د الله (جل جلاله) خوښي ده چې د دين قايمولو دهڅو په پايله كې لاس ته راځي.

د جمعیت اصلاح پروګرامونه[سمول]

جمعیت اصلاح خپلو لوړو موخو ته د رسېدو لپاره له لاندې وسایلو او لارو څخه زیاته ګټه اخلي

الف – دعوت او تبلیغ[سمول]

له دعوت او تبلیغ څخه موخه دا ده چې جمعیت اصلاح، فکر، اهداف او د اسلام پيغام له ممکنو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره په روښانه توګه د ملت غوږونو ته ورسوي. په دې برخه کې زمونږ عمده وسایل، د قرآن کریم د پوهنې اونۍ، د  قرآن کریم د ترجمې دورې، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت دورې، سیمینارونه، کنفرانسونه، د اسلامي معارف کورسونه او ځوانان د تحصیل او تخصص  لاس ته راوړلو په برخه کې هڅول او له هغوی سره مرسته او داسې نور دي.

ب ـ تنظیمول او روزنه:[سمول]

جمعیت اصلاح، په لومړي قدم کې د اسلام عام پيغام او اهدافو ته قانع شوي کسان تنظیموي، بیا هغوی د اسلامي تعلیماتو په اساس داسې روزي چې هر یو یې په صالح او مصلح شخص تبدیل شي او د دنیوي امتیاز په پام کې نیولو پرته د وطن د آبادۍ او د اسلامي آرمانونو د تحقق په لاره کې هر ډول خدمت ته تیاری ولري.

ج ـ نصیحت او ارشاد:[سمول]

له نصیحت او ارشاد څخه موخه مسئوولینو او عامو خلکو ته د سالمو او ګټورو نصیحتونو او مشورو وړاندې کول د دې حدیث شریف «الدین النصیحة» په اساس دي، د دې واجب له اداء کولو څخه د جمعیت اصلاح موخه، په ټولنه کې د خیر او نېکۍ عام کېدل او د ستونزو او کمیو علاج او درملنه ده.

د ـ د ټولنې خدمت:[سمول]

د جمعیت اصلاح له کاري وسایلو څخه بله وسیله خلکو ته د تعلیمي، روغتیایي، خیريه او داسې نورو فعالیتونو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کول او نور خدمتونه وړاندې کول دي. جمعیت اصلاح د خلکو خدمات افتخار او الله تعالی ته د نزدې والي سبب ګڼي، فقیرانو او بېوزلو لاس نیونه د ټولنیزو غوره عبادتونو څخه شمېري،جمعیت اصلاح د خپل تېر فعالیت جریان کې په همدې معنویاتو او له همدې طریقې څخه په استفادې سره د خپلې ټولنې په مادي او معنوي ښېرازتیا کې هڅه کړې ده.

تړلې لیکنې[سمول]