د "عبدالله بن سلام" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د "عبدالله بن سلام د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اصحابو څخه وو په پيل کي يهودي وو خو وروسته..." تورو مخ جوړ شو
نښلن: 2017 source edit
 
(بې توپيره)

د ۰۶:۱۷, ۱۶ جولای ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

عبدالله بن سلام د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اصحابو څخه وو په پيل کي يهودي وو خو وروسته يې ايمان راوړ.د سوريې او فلسطين په جهاد کي يې ګډون کړی او په مدينه منوره کي وفات شو.

ژوند ليک[سمول]

عبدالله بن سلام د مدينې يهوديانو د بنو قينقاع قبيلې څخه وو.(۱) ټولو خلکو ورته د عزت او احترام په سترګه کتل که څه هم يهوديان به نه وو.هره  ورځ به یې د يهوديانو په عبادتځای کي عبادت،تدريس او تبليغ کاوه.  هغه په ريښتينولۍ, تقوا او ښه خوی مشهور وو.

عبدالله بن سلام ارام او سوله خوښونکی خو جدي سړی وو، په خپل کار او مقصد باندي يې وخت مصرف کاوه.

له عبادت وروسته به يې په خپل باغ کي کار کاوه د کجورو وني به يې پاللې. بيا به يې د خپلي ديني پوهي د زياتولو لپاره تورات لوست.

په دې مطالعه کي هغه د تورات ځيني سورتونه ولوستل چي د يوه پيغمبر د راتګ زېری په کي ورکول شوی وو، چي د پخوانيو پيغمبرانو پيغام به مکمل کړي.

کله يې چي په مکه مکرمه کي د پيغمبر د راتګ خبر واورېد نو ډېر ورته ليواله شو، کله چي به يې تورات لوست نو په هغو ځايو به ودرېد او اوږد فکر به يې په کي کاوه چېرته به چي د نوي پيغمبر د راښکاره کېدلو په هکله بيان شوی وو. څومره به يې چي مطالعه زياته کوله نو پر دې به يې يقين زیاتېده چي هغه پيغمبر همدا محمد صلی الله عليه وسلم دی چي په مکه مکرمه کي راښکاره شوی.

ايمان راوړل[سمول]

په ۶۲۲ ز کال حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له مکې مکرمې نه مدينې منوري ته هجرت وکړ. کله چي مدينې منوري ته ورسېد په قبا کي تم شو، يو سړی راغی او په مدينه منوره کي يې د محمد عليه سلام د راتګ اعلان وکړ.

ددې خبر په اورېدو سره عبدالله بن سلام د شهادت کلمه وويله او خپلي ترور ته چي په خوا کي يې ناسته وه وويل ``ترورې هغه د خدای تعالی ريښتينی پيغمبر ده، د موسی علیه سلام ورور او د هغه عقيده تعقيبوي...`` (۱)

په دې هکله عبدالله بن سلام رضي الله تعالی عنه داسي فرمايي :

``کله چي ما د پيغمبر د راتګ په اړه واورېدل ما د هغه د نوم، نسب، ځانګړتياوو، وخت او ځای په هکله څېړنه پيل کړه، او دا معلومات مي له هغو معلوماتو سره پرتله کړه چي زموږ په کتاب کي راغلي وو.

له څېړنې وروسته د هغه په نبوت یقیني شوم. که څه هم ما خپله نتیجه له يهودو څخه پټه کړه.

بيا هغه ورځ راغله چي نبي علیه سلام مکه پرېښوده او يثرب ته راغی، کله چي يثرب ته راورسېد او په قبا کي تم شو، يو سړی راغی او په خلکو کي يې د محمد عليه سلام د راتګ اوازه خپره کړه.

په دې وخت کي زه د خرما وني ته ختلی وم، او څه کار مي کاوه.‌زما ترور خالده بنت الحارث د وني لاندي ناسته وه. ددې خبر په اورېدو سره ما د الله اکبر الله اکبر نارې وکړې.

کله چي هغې زما تکبير واورېد په ما په قهر شوه او وې ويل "خدای تعالی د تا تبا کړي قسم په الله که چیرې تا اورېدلي وای چي موسی علیه سلام راغی ته به له دې زيات نه وې علاقمند شوی"

"ترورې، هغه د خدای تعالی ريښتينی پيغمبر ده، د موسی علیه سلام ورور او د هغه عقيده تعقيبوي".

هغه د يو څه وخت لپاره چوپه وه بيا يې وويل: "ايا دی هغه پيغمبر دی د چا په اړه چي تا موږ ته ويلي وو چي راځي به او د مخکينيو پيغمبرانو ريښتينی دعوت به خلکو ته وړاندي کوي او د خپل رب پيغام به مکمل کوي؟" ما ځواب ورکړ "هو".

سمدستي عبدالله د پيغمبر عليه سلام د ليدلو لپاره ولاړ. هغه هلته د خلکو ګڼه ګوڼه وليدله.

زه په ګڼه ګوڼه کي پر مخ لاړم تر څو هغه ته نژدې ورسېدم. لومړۍ خبره چي ما ترې واورېدلې داوې ' ای خلکو سلام خپور کړئ... نورو ته خواړه ورکړئ... د شپې تهجد وکړئ... تاسو به په سلامتيا سره جنت ته داخل شئ' ما هغه ته دقیق کتل.

ما هغه وڅېړه او په دې پوه شوم چي دا مخ دروغجن نه ده. هغه ته نږدې ورغلم او د شهادت کلمه مي وويله.

پيغمبر عليه سلام ماته مخ راواړاوه او وې ويل 'ستا نوم څه دی' ما ځواب ورکړ الحسين ابن سلام هغه وفرمايل ددې پر ځای به ستا نوم عبدالله بن سلام وي ما وويل سمه ده په هغه ذات قسم چي تاسو يې په ريښتيا پيغمبر رالېږي ياست، زه دا هيله نه لرم چي له دې وروسته د بل نوم ولرم. زه کور ته راغلم او خپلي مېرمني، ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته مي اسلام تشريح کړ.

په قرآن کریم کي ذکر[سمول]

په قرآن کریم کي عبدالله بن سلام رضي الله تعالی عنه اشارتا ذکر شوی

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِۦ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنۢ بَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ عَلٰى مِثْلِهِۦ فَـَٔامَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ.[سُوۡرَةُ الاٴحقاف : 10]

[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي كله په دې کښي فكر کړی دى چي كه دغه کلام د الله لخوا وي او تاسي  ترېنه انكار وکړ (نو ستاسي عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر يو کلام باندي خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده؛ هغه ايمان راوړ او تاسي پخپل غرور کښي وغورځېدلاست. بېشکه، الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي."

تفسير جلالین ددې آيت په تفسير کي ليکي چي له شاهد نه مطلب عبدالله بن سلام ده.

د جنت زېری[سمول]

عبدالله بن سلام لمړنی مسلمان وو چي په ژوند باندي د جنت زېری پرې وشو. په حدیث شریف کي راغلي دي چي يوه ورځ نبي علیه سلام له خپلو اصحابو سره ناست وو، ويې فرمايل "ايا تاسو غواړئ چي جنتي سړی ووينئ چي د زمکي په سر ګرځي.؟" ټولو اصحابو کرامو په چوپتيا سره نبي علیه سلام ته کتل او دا هيله يې لرله چي ددوي نوم به واخلي. نبي علیه سلام له دوئ نه لري عبدالله بن سلام رضي الله تعالی عنه ته اشاره وکړه.

وفات[سمول]

دغه جلیل قدر صحابي په ۶۶۳ ز کال وفات شو.(۲)

سرچينې[سمول]

^ Hughes Dictionary of Islam, Abdullah Ibn Salam: "She was silent for a while and then said: 'Is he the Prophet about whom you spoke to us who would be sent to confirm the truth preached by previous (prophets) and complete the message of his Lord?' 'Yes,' I replied."

^ Hirschfeld, H. [[۱]]). "Abdallah ibn Salam" in The Jewish Encyclopaedia.

په دې نامه لیکنې لپاره صحابه وگورئ.