د "تفسير ايوبي حنفي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د "شاهکار پښتو تصنیف (تفسیر ایوبي حنفي) بشپړ او له چاپه راووت د پښتو په علمي نړۍ کې یو ستر ګام..." تورو مخ جوړ شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
(بې توپيره)

د ۱۲:۰۶, ۷ مې ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

شاهکار پښتو تصنیف (تفسیر ایوبي حنفي) بشپړ او له چاپه راووت د پښتو په علمي نړۍ کې یو ستر ګام

د ارواښاد شیخ ایوبي کندهاري په لاس لیکل شوی تفسیر

ټولو مینه والو ته زیری ورکول کیږي چې د هیواد د ستر علمي شخصیت، جید عالم، شیخ القران والحدیث مولانا عبیدالله ایوبي کندهاري (حفظه الله) په لاس لیکل شوی د قران عظیم الشان پښتو تفسیر، چې له کلونو راهیسې تر لیکنې لاندې وو، بشپړ او په ۱۹ ضخیمو ټوکونو کې د چاپ په ګاڼه وپسولل شو. نوموړی تفسیر د ( تفسیر ایوبي حنفي) په نامه نومول شوی، یو جامع تفسیر دي چې د قراني ایاتو، نبوي احادیثو او د صحابه کرامو د اثارو په رڼا کې لیکل شوي دي او ورسره په خپل ځای د معتمدو عقلي تفاسیرو نه خورا په زړه پوري مقتبسات او علمي نکات پکې راغونډ شوي دي او د منقولاتو او معقولاتو يو ښکلی امتزاج پکې لحاظ شوی دي. په نوموړي تفسیر کې له صرفي، نحوي او لغوي تحقیقاتو نیولې، د معاني، بیان، بدیع او منطقي علومو مباحث رانغښتل شوي دي، د عقلي علومو په برخه کې هم په بیلا بیلو موضوعاتو کې علمي او څیړنیز تفصیلات لري. معاصرو فقهي مباحثو او مسائلو ته پکې زیاته ونډه ورکول شوې چې تفسیر ته یې نوره ځلا وربخښلې ده. په ټولیزه توګه دنوموړی تفسیر ټول موضوعات په خورا روان، ساده او عام فهمه طرز لیکل شوي چې په پښتو تفاسیرو کې یې ساری کم لیدل کیږي ، او هر عام او خاص ترې استفاده کولای شي