د "زمبورک توپ" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د "زمبورک توپ: " د هغه توپ تصویر چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان..." تورو مخ جوړ شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
(بې توپيره)

د ۲۱:۵۶, ۲ مې ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

زمبورک توپ: " د هغه توپ تصویر چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه. د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه شوه.

په هند د احمد شاه ابدالي حملو کې دغه سپکې توپې له کندهار په اوښانو بار د بولان درې له لارې وړل کیدی. پخپل هدف د نښې ویشتلو لپاره به يې اوښ هغې خوا ته ګرځوو. د دې لپاره به اوښبه او توپچي دواړو لکه د یو ټیم کار کوو او په ګډه خپله دنده سر ته رسوله. د پاني پت په درېم جنګ کې دغو توپو ډېر انسانان او څاروي ووژل.

زمبور (ډمبره) د ګرمو ملکونوهغه تور زهرژن مچۍ ده چې څوک وچیچي نو د درد نه علاوه انسان وژلې هم شي. د توپې نوم له هم هغې زمبور نه واخیستل شو او بیا په پښتو ژبې کې دا ښېره هم دود شوه چې:

” په زمبورک سوری شې.”...".