د "هند" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳۸ کرښه: ۳۸ کرښه:
|leader_name4 = رنجن ګوګی
|leader_name4 = رنجن ګوګی
|leader_title5 = قومي اسمبلۍ سپيکر
|leader_title5 = قومي اسمبلۍ سپيکر
|leader_name5 = سوميتر مهاجن
|leader_name5 = سوميترا مهاجن
|legislature = [[د هند پارليمان]]
|legislature = [[د هند پارليمان]]
|upper_house = ''[[راجيه سبا]]''
|upper_house = ''[[راجيه سبا]]''

د ۰۷:۳۶, ۲۶ جنوري ۲۰۱۹ بڼه

Horizontal tricolor flag bearing, from top to bottom, deep saffron, white, and green horizontal bands. In the center of the white band is a navy-blue wheel with 24 spokes. بيرغ Three lions facing left, right, and toward viewer, atop a frieze containing a galloping horse, a 24-spoke wheel, and an elephant. Underneath is a motto: "सत्यमेव जयते". نښان
Image of a globe centred on India, with India highlighted.
Image of a globe centred on India, with India highlighted.
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر رام نات کوويند
 -  نايب ولسمشر وينکایا نايدو
 -  لومړی وزير نريندر مودي
 -  لويه قاضي رنجن ګوګی
 -  قومي اسمبلۍ سپيکر سوميترا مهاجن
Legislature د هند پارليمان
 -  Upper House راجيه سبا
 -  Lower House لوک سبا
جوړښت
 -  ډومينين 15 اگست 1947 
 -  جمهوريت 26 جنوري 1950 
ارتوالی
 -  ټولټال ۳,۲۸۷,۵۹۰[۱] کيلومتر2 [lower-alpha ۱]()
۱,۲۶۹,۳۴۶ sq mi 
 -  اوبه (%) 9.6
د وګړو شمېر
 -  2011 census 1,210,193,422[۲] (دوېم)
د وخت سيمه (UTC+05:30)
د انټرنټ مخکښ شپول .in
پيل ګڼ +91

هند، (په انگرېزي: India) چې په رسمي چارو کې د هند جمهوريت بلل کېږي، (په هندي: भारत गणराज्य بهارت گناراجيا) د سوېلي آسيا يو هېواد دی. دا هېواد د جغرافيايي پراخوالي له مخې د نړۍ اووم لویې هېواد او د وگړو د شمېر له مخې د نړۍ دويم گڼ مېشتی هېواد دی. يوه بله ځانگړتيا چې ددې هېواد په برخه ده هغه دا ده چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو مشهوره ولسواکه (ډيموکراتيک) هېواد دی چې لسگونه توکمونه پکې د يوه بېرغ تر سيوري لاندې سره يوځای اوسېږي. د هند لوېديځه خوا هندي سمندر ته وتلې، د دغه هېواد په لوېديځ کې د عربو سمندرگی، په ختيځ کې يې د بنگال خليج پروت دی چې دا ټول د هند ۷۵۱۷ کيلومتره سمندري ساحل جوړوي[۳]. هند د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم گډې پولې لري. د دغه هېواد په لوېديځ کې پاکستان او افغانستان [۴] په سهېل کې د چين د خلکو جمهوريت، نيپال او د بهوټان هېوادونه، په ختيځ کې د بنگله دېش او د ميانمار هېوادونه پراته دي. همداراز د هند په سوېل کې د هندي سمندر له لارې د سريلانکا، مالديپ او اندونيزيا سره د اوبو گډې پولې لري.

هند د اباسيند د درې د تمدن ځای دی او دا سيمه په تاريخ کې د بېلابېلو امپراتوريو د سوداگرۍ او تگ راتگ يوه اهمه لاره پاتې شوې. د هند وړه وچه د ډېر پخوا نه د کلتوري بډاينې او د بېلابېلو کلتورونو تر مېنځ د سوداگرۍ اهمه وچه پاتې شوې.[۵] په دې هېواد کې د نړۍ ځلور اهم مذهبونو، هندويزم، بوديزم، جاينيزم او سکهيزم سرچينه اخيستې او له همدغه څای نه راوتلي، چې بيا وروسته زرتشتي، يهوديت، عيسويت او اسلام د بېلابېلو کلتورونو سره دې خاورې ته راغلي. کله چې د ۱۸ مې پېړۍ په پيل کې د ختيځ هند برتانيوي شرکت دې هېواد ته لاره وموندله نو هند هم ډېر ژر د لويې برتانيې د سلطنت برخه وگرځېدله او دا خاوره د انگرېزانو د نيواک لاندې راغله. کله چې هند د برتانيوي يرغل لاندې ؤ نو د هند د بېلابېلو توکمونو لخوا په گډه د انگرېزانو په وړاندې گڼ شمېر جگړې شوي چې د دغو جگړو او مقاومتونو په پايله کې په ۱۹۴۷ ز. کال کې دغه هېواد بشپړه خپلواکي لاسه ته راوړله.[۶]

د هند جمهوريت ۲۸ رياستونه او د ۷ متحدو سيمو يو ډيموکراټيک پارلماني سيستم لري. دا هېواد د نړۍ د لويو اقتصاد لرؤنکو هېوادونو په ۱۲ کتار کې ځای لري او د سوداگرۍ د ادلون بدلون په مارکېټ کې د نړۍ ځلورم پېرېدونکی قدرت گڼل کېږي. له ۱۹۹۱ ز. کال نه راپدېخوا د اقتصادي سمونونو نه وروسته هند د نړۍ په اقتصاد کې يو چټک پرمختلونکی هېواد گرځېدلی،[۷] خو، دا هېواد لا تر اوسه پورې د ډېر غربت،[۸] بې سوادۍ، ناروغۍ او د خوړو د کمښت او زمولتيا د ستونزو سره لاس او گرېوان دی. هند نه يواځې يو گڼ ژبنيز، گڼ توکميز او متفرقه ټولنه لري بلکه دا هېواد د حيواني ځنگلي ژوند او د ځنگلي ژوند پراخه خوندي چاپېريال کور هم دی.

آرپوهه

د هند نوم د لرغونې پاړسي ژبې د لغت هندو, او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو, نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی.[۹] لرغونو يونانانو هندوان د اندوی (Ινδοί) په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی.[۱۰] د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توگه کارېدلی.[۱۱] د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده.[۱۲]

يادښتونه

  1. "Profile". india.gov.in. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Provisional Population Totals, Census 2011، ص. 160.
  3. Kumar, V. Sanil (2006). "Coastal processes along the Indian coastline" (PDF). Current Science. 91 (4): 530–536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Footnote: The Government of India also considers Afghanistan to be a bordering country. This is because it considers the entire state of Jammu and Kashmir to be a part of India including the portion bordering Afghanistan. A ceasefire sponsored by the United Nations in 1948 froze the positions of Indian and Pakistani-held territory. As a consequence, the region bordering Afghanistan is in Pakistan-administered Kashmir.
  5. Oldenburg, Phillip. 2007. "India: History," Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2007© 1997–2007 Microsoft Corporation.
  6. written by John Farndon. (1997). Concise Encyclopedia. Dorling Kindersley Limited. د کتاب پاڼې 455. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7513-5911-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Poverty estimates for 2004-05, Planning commission, Government of India, March 2007. Accessed: 25 August 2007.
  8. "India", Oxford English Dictionary, second edition, 2100a.d. Oxford University Press.
  9. Basham, A. L. (2000). The Wonder That Was India. South Asia Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 0283992573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Official name of the Union". Courts Informatics Division, National Informatics Centre, Ministry of Comm. and Information Tech. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۰۷. Name and territory of the Union- India, that is Bharat, shall be a Union of States. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Hindustan". Encyclopædia Britannica, Inc. 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  1. "The country's exact size is subject to debate because some borders are disputed. The Indian government lists the total area as ۳٬۲۸۷٬۲۶۰ kم2 (۱٬۲۶۹٬۲۲۰ ميل2) and the total land area as ۳٬۰۶۰٬۵۰۰ kم2 (۱٬۱۸۱٬۷۰۰ ميل2); the United Nations lists the total area as ۳٬۲۸۷٬۲۶۳ kم2 (۱٬۲۶۹٬۲۱۹ ميل2) and total land area as ۲٬۹۷۳٬۱۹۰ kم2 (۱٬۱۴۷٬۹۶۰ ميل2)." (Library of Congress 2004).