د "عمراخان جندولی" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و لغمان آفغانستان
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
 
۴۴ کرښه: ۴۴ کرښه:
دې یو شعر په اخیر کې مونږ مهذب یو که تیارې د جهالت لرې شې رب ذهنو نو. کې د علم مو رڼا را وله ځما د قام غوندې به بند د پرمختگ لارې شې
دې یو شعر په اخیر کې مونږ مهذب یو که تیارې د جهالت لرې شې رب ذهنو نو. کې د علم مو رڼا را وله ځما د قام غوندې به بند د پرمختگ لارې شې
خدا شین ستگو کې زما د قام ملا را واله
خدا شین ستگو کې زما د قام ملا را واله
==تړلې لیکنې==
[[د دیر نواب]]
[[د سوات نواب]]
[[مولانا عزیر ګل]]

د ۲۲:۳۰, ۲۲ جنوري ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

عمراخان جندولی په تن ورکوټې خو په زړه لکه زمرې د غیرت او میړانی ډک . غازی عمراخان په کال ۱۸۶۰ کې د دیر اولسولی د امان خان په کور کې وځیگیدو. امان خان د جندول نواب چې د مست خیل ټبر سره یی تعلق درلودو. مست خیل ټبر د افغانانو د قبیلې ترکلنۍ څانگۍ نه ده ترکلنۍ دا قبیله په میلادی کال ء1520 کې يوسفزو قبایلو کمک له د شیخ ملی بابا په درخواست د يوسفزو مدد له د دله زاکو خلاف جنگ له د لغمان افغانستان نه راغلې وه . عمراخان وړمبې علم په خپل کلی کې د قاضی عبدالجليل نه حاصل کړو او بیا یی د قران علم د حافظ عبدالمنان نه. دا هغه زمانه وه چې د دير سوات ـ بونیر کې د خانانو وړې وړې پاچاهي وی. د عمراخان پلار هغه زمانه کې د جندول نواب وو. د بدمرغه په ۱۷ پیړۍ کې دلته یو ناساپه قحط راغې او ددی سیمې پښتانه د ډیرو ستونزو سره مخ شو د خواوشا خلگ به راتلل او د یو بل کلی به یی لوټل . نو د علاقې پښتنو د یو پاچا فيصله وکړه او د عمراخان جندولی نیکه مست غلی خان بابا یی خپل پاچاه وټاکو.

د عمراخان مشری هم د هغې وخت تسلسل وو[سمول]

پهٔ کال 1863 کې چې انګريزانو د بونير پهٔ امبيله يرغل وکړو نو د خپلې خاوری له دفاع لپاره او د بونیر د يوسفزو د کمک د پاره فیض طلب خان ۶۰۰۰ لښکر سره امبیلې بونیر ته راغې او د انگریز خلاف یی یو سخت مزاحمت وکړو ددی جنگ نه وروستو فیض طلب خان وفات شو او هم دغسې مشری د هغه زوی امان خان ته میلاو شوه. څه موده پس امان خان هم وفات شو د هغه د وفات نه وروستو ړ هغه د دوه زامنو تر مینځ د جندول په نوابې اختلاف پیدا شو . ددی اختلاف له وجې عمراخان سره د خپل تورځن ملکری تور لالی خان سره سوات ته لاړو او د هغی ځایی د يوسفزو نه یی پناه وغوخته د سوات پاشیگرام يوسفزو ورته پناه ورکړه. په کال ۱۸۸۰ کې عمراخان د حج فیصله وړکړه او حجاز مقدس ته ورسيدو د عمراخان سره پیر سید احمد شا هم وو کوم چې به په اله ډهنډ کلی کې مدرسه چلوله. د حج په دوران کې د عمراخان ملاقات د دیوبند د یو لویی عالم رشید احمد گنگوهي سره او د مولانا محمودالحسن شیخ سره وشو چاچي د انگریز خلاف د ولی الله په نوم په هندوستان کې تحریک چلوو. عمراخان د مولانا شیخ الهند نه ډیر متاثره شوه او هغلته یی د انگریز خلاف د جنگ فیصله وکړه. عمراخان د وړمبی نه د خپل مشر ورور د لاسه په سوات کې د هجرت شپې ورځې تیری کړی وی خو ولی دا ځل د حج نه لاړو خپل علاقه جندول ته او خپل مشر ورور یی د خپلو ملگرو سره په صلاح مړ کړو. خو عمراخان د مشر ورور لښکر په هغه وخت محاصره کړو دی وخت کې د عمراخان د بچ کیدو هیڅ موقع هم نه وه خو د هغه مور رامخکې شوه او وسله بند خلگو ته یی وویل چې زما مشر زوی مړ شو زه په یوه سترگه ړنده شوم اوس زما بله سترگه ولی ړندوي؟ هم دی خبری خلگ واپس کړو او افغان نپولین عمراخان ته یو نوی ژوند میلاو شو. پس د ورور د مرگ نه عمراخان د جندول نواب شو . په دی لږ وخت کې هغه په چار چاپیره سیمه کې وړمبی عدالتی نظام قایم کړو. چې هر چاته به انصاف میلاویدو.

څه وخت وروستو عمرا خان یو مضبوط لښکر تیار کړو چې هغې کې تکړه اسونه، او د وخت ښه وسله. عمرا خان دا کوښښ کولو چې د خپل لویې طاقت سره د بر دیر نواب شریف خان باندې خمله وکړی او هغه بی دخله کړی نو هم هغسې وشوه عمرا خان د خپل لښکر سره په حاص دیر خمله وکړه او نواب شریف خان وتښتیدو. په کال ۱۸۹۲ کې عمرا خان د طاقت د لاندې ټول دیر، باجوړ، ملاکنډ سوات او د بونیر ځینې غلاقې په قبضه کې راغلې. دغې وخت کې په چترال مختار امان الملک پاچاهي کوله کوم چې د افغانستان امیر د افغانستان نه شړلې وو. مختار امان الملک د کشمیر د راجه سره او د پیرنگي یرغلگر سره ښې اړیکې درلودلې. په فروری کال ۱۸۹۵ کې عمراخان سره د خپل لښکر فیصله وکړه چې په چترال خمله پیل کړی. عمرا خان سره د خپل لښکر په چترال دننه شو او په سخته یخنې او واوره کې د دروش په مقام د مختار امان الملک د لښکر سره جگړه وکړه او د دروش قلعه یی قبضه کړه.

د انگریز پولیټکل ایحنټ ددغې قبضې نه وروستو عمرا خان ته خط ولیږو چې د دروش قلعه خالي کړه او د چترال نه اوزه. خو عمراخان هم په هغې خط په بل اړخ انگریز پولیټکل ته اخطار ورکړو چې ته اوزه د چترال نه او یا جنگ ته تیار شه.خو انگریز د هغه په خط باندی خندا وکړه چې چرته عمرا خان او چرته زما طاقت؟ عمراخان سره د خپل لښکر په چترال قلعه لویه خمله وکړه چې په نتیجه کې دواړو طرف ته سخت زیان ورسیدو خو د عمرا خان لښکر ثابت قدم پاتې شو او اخر په قلعه قبضه شو چې په نتیجه کې دوه انگریز لویې افسران او لښکر تسلیم کړو. او نیولي شوی قیدیان یې دروش ته راوستل.

په کال مارچ ۱۷۹۵ کې انگریز د یو مضبوط لښکر سره د نوښار قلعه مخاصره کړه چې پکې دننه پښتانه مجاهدین وو. انگریز عمراخان ته خط ولیږو چې زموږ قیدیان هوشي کړه نو موږ به د قلعه مخاصره ختمه کړو. خو عمرا خان ونه منله. ددغې په وروستو انگریز د سوات ناوگې د خانانو سره د باجوړ او بونیر د خانانو سره ملگرتیا وکړه چې د عمران خان په ضد لښکر تیار شي او هغه ته ماتې ورکړو. د عمراخان او انگریزانو تر مینځ یو نخښته د سخاکوټ ملاکنډ په مقام وشوه خو دا ځل هم انگریز خپل خفاظت وکړو او د عمراخان د باتورانو فقط ځان بچ کړو. په دویمه ورځ بیا عمراخان سره د خپل لښکر سره د ملاکنډ، راموړه، کوټکلې په مقام لویه جگړه وشوه او انگریز ته بیا ماتې ورکړې شوه.

خو د بدمرغه خپلو پښتنو د وخت درغلو تالی سټو ملایانو د انگریز په وینا د خان عمراخان مخالفت شروغ کړو او د افغان نپولین خان عمرا خان د پښتونستان خوب نیمگړې پاتې شو. ښاغلې خان عمرا خان ډېر مهم رول لوبولې وو د خان عمراخان د میړاني توپې نن هم په مردان کې پرتې دې چې د هر پښتون لپاره د فخر او ویاړ وړ دی دې لوئ پښتون د جهاني سامراج پرنگې لنډ او تنگ لاس باندې ښه په نره مقابله اوکړه او ډېرې غزا گانې یې وکړي مگر روستو دوئ د پرنگیانو او د دوئ د ایجنټانو په زور د کوزې پښتونخوا نه برې پښتونخوا مزار شریف ته په پناه اغستو مجبور کړو د عمرا خان په تلو پرنگې واسرئ هند د خوشالۍ نه وویل چې زمونږ دښمن عمرا خان اوس زمونږ د خوږ دوست امیر عبدالرحمان خان میلمه شو د دې نه معلومیږې چې د لوئ عمرا خان خلاف کابل او کلکته هند سره یو شوي وو او د ده ملي ارزوگانې یې شنډې کړې عمرا خان دوئ په ارام نه پرېښودو دا ځکه چې دغه نر پښتون د ډریورنډ د کرښې سخت دښمن او مخالف ؤ عمرا خان په هیڅ صورت د پښتون ویش نه منلو هم دغه د ده جرم ؤ دې د پرنگې د فارورډ پالیسۍ لپاره خطرناک ؤ د امیر عبدالرحمان خان دلالۍ لپاره نو دوئ دواړه د پیاوړي عمرا خان په خلاف سره یو لاس شول او دغه لوئ پښتون یې په فوجي او سیاسي توگه شل کړو چې پدیکې مقامي ملگري پښتانه ملکان او نوابان او په خصوصې توگه د چترال والي او مولان او سیدانو د پرنگې ښه کلکه دالالي گړې وو په مهمه توگه اخوان الالیاس چې شامل وو د ښاغلي عمرا خان متعلق په بابت ډاکټر وارث خان په خپل کتاب د (اذادۍ تحریک ) کې داسې لیکي: پاڼه ۸۹ د ترکلنۍ قبیلې مست خیل خاندان عمرا خان د جندول ۱۸۹۳ پورې د پرنگې خلاف جنگ وکړو د دې نر پښتون مړستون مزار د برې پښتونخوا په مزار شریف ولایت کې دې گور یې روښانه او اروا یې ښاد د جنت په په لوړو درجو کې یې لوړ مقام د الله ج نه غوړو امین

خپلې خبرې د پښتنو تاریخ چې لو لې نو دا خبره لکه د نمر ځلنده ښکارې چې د پښتنو ملې وحدت د مذهبې توندرو د لاسه تالا ترغه دې نن هم دا لوبه دوام لرې لږ د مولا دا تور مخ قام ته سرگنده ول پکار دې زما مراد د علما ئ سو نه دې یو شعر په اخیر کې مونږ مهذب یو که تیارې د جهالت لرې شې رب ذهنو نو. کې د علم مو رڼا را وله ځما د قام غوندې به بند د پرمختگ لارې شې خدا شین ستگو کې زما د قام ملا را واله

تړلې لیکنې[سمول]

د دیر نواب د سوات نواب مولانا عزیر ګل