د "محمد گلاب بشار" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
|||
۱ کرښه: | ۱ کرښه: | ||
{{Refimprove}} |
{{Refimprove}} |
||
محمد گلاب بشار |
'''محمد گلاب بشار''' د حضرت خان زوی او د مولوی سید ولي لمسی دی په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال د افغانستان د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالی د کنډي باغ په کلي کې زیږیدلی دی. |
||
==زده کړې== |
|||
ابتدائې زده کړې یې په ( ۱۳۱۶ - ۱۳۲۲ ) هجري لمریز کال د چپرهار په لومړني ښونځي کې کړې دي. |
ابتدائې زده کړې یې په ( ۱۳۱۶ - ۱۳۲۲ ) هجري لمریز کال د چپرهار په لومړني ښونځي کې کړې دي. |
||
ثانوی علمي زده کړې یې په ( ۱۳۲۳ - ۱۳۲۹ ) هجري لمریز کال د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې د شرعیاتو په مدرسه کې - چې بیا وروسته د ابوحنیفة رحمه الله په نامه ونوموله شوه - کړې دي. |
ثانوی علمي زده کړې یې په ( ۱۳۲۳ - ۱۳۲۹ ) هجري لمریز کال د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې د شرعیاتو په مدرسه کې - چې بیا وروسته د ابوحنیفة رحمه الله په نامه ونوموله شوه - کړې دي. |
د ۱۹:۴۷, ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۸ بڼه
محمد گلاب بشار د حضرت خان زوی او د مولوی سید ولي لمسی دی په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال د افغانستان د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالی د کنډي باغ په کلي کې زیږیدلی دی. زده کړېابتدائې زده کړې یې په ( ۱۳۱۶ - ۱۳۲۲ ) هجري لمریز کال د چپرهار په لومړني ښونځي کې کړې دي. ثانوی علمي زده کړې یې په ( ۱۳۲۳ - ۱۳۲۹ ) هجري لمریز کال د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې د شرعیاتو په مدرسه کې - چې بیا وروسته د ابوحنیفة رحمه الله په نامه ونوموله شوه - کړې دي. دلوړو تحصیلاتو لپاره تعلیمی بورس:هغه وخت دلومړی ځل لپاره دمصر الازهر پوهنتون ته اول ، دویم اودریم نمرو فارغانو لپاره تحصیلی بورسونه پیل شول چی په اوله دوره کې د محمد گلاب بشار سره پوهاند محمد کبیر اوپوهاند خان محمد شلگری او په دوهمه دوره کې پوهاند غلام محمد نیازی، پوهاند غلام محی الدین دریز اوپوهاند غلام صفدر پنجشیری واستول شول]. په (۱۳۳۰ ) هجری لمریز کال کې دمصر دالازهر په پوهنتون داصول الدین په پوهنځی کې شامل شو، او په ( ۱۳۳۴ ) هجری لمریز کال ورڅخه په بریالیتوب دفراغت سند ترلاسه کړو. اوبیا په (۱۳۳۶ ) هجری لمریز کال دالازهر له پوهنتون څخه د دعوت او ارشاد تخصص تړ لاسه کړو. دندېد مصر څخه خپل ټاټوبی ته دځمکی له لیاری راغی او دمطبوعاتو دریاست [چې بیا داطلاعاتو او کلتور وزارت شو] په چوکات کې:
سربیره پر دی:
نوموړی په پښتو، دری او عربی ژبو باندی خبری او لیکل کوی، او د انگلیسی اوفرانسوی ژبو سره آشنایی لری. نوموړی په (۱۳۵۷)هجری لمریز کال کې دثورپه (۷) نیټه دخلق او پرچم گوندونو - چې داقتدار واکې په لاس کې واخیستلی - لخوا دوظیفی څخه برطرف شو. بیاڅه موده زندانی شو اوبیا خوشی شو او په کور کې نظربند شو . بیا په (۱۳۵۷) هجری لمریز کال دقوس دمیاشتی په پنځلسمه دحکومت استخباراتی اداره ونیولو او وروسته له تعذیبه (وهلو اوبرقی شارتونو او روحی ځورونو چې داسدالله سروری، سید داوود تړون، اسدالله امین او یو بل تن - چې نوم یی هیر شوی دی - په مشری ترسره کیدل، او په هغه وخت سیلاب صافی هم دتعذیب لاندی و) د پل څرخی محبس ته ولیږل شو او ټول دینی کتابونه، قلمی آثار او قیمتی شیان یی مصادره شول. بیا په (۱۳۵۸ ) هجری لمریز کال دجدی دمیاشتی په شپاړسمه دسور ښکیلاگرو له راتگ وروسته دنورو زندانیانو سره آزاد شو. بیا په (۱۳۵۹)هجری لمریز کال دشینوارو له لیاری دمجاهدینو په مرسته پاکستان ته مهاجر شو. او څه موده دمهاجرینو لپاره دتعلیمی نصاب جوړولو دمرکز مسوول مرستیال ؤ. همدا راز (۱۹۸۱م- ۲۰۰۰م) د رابطه عالم اسلامی لخوا داعی او لس کاله په جامعه عثمانیه کې د استاذ په صفت خدمت کړی دی. چاپ شوي آثاردنوموړی چاپ شوی تألیفات اوژباړی:
همدا راز نوموړی يه مجلو او ورځپانو کې ډیر علمی،دینی او معلوماتی مضامین خپاره کړی دی چې هغه:
همدا راز نوموړی آریانا دایرة المعارف ته ډیر معلوماتی مضامین لیکلی دی او چاپ شویدی. نوموړی سربیره پر دغو تألیفاتو اوتراجمو دهجرت په دوران کې په مجلو، جرایدو او اخبارونو کې ډیرگټور دینی موضوعات خپاره کړی دی. همدا راز نوموړی د شیخ فتحی رفاعی تعلیمی مرکز کې دابتدایی اوثانوی مراحلو دتعلیمی نصاب په باب په کافی اندازه علمی خدمت کړی دی. نوموړی ایران، ترکیه، مصر، سعودی عربستان او روسیی ته رسمی سفرونه کړی دی، او په کنفرانسونو کې برخه اخیستی ده. ددعوت په لاره کې دنوموړی مبارکه خوږ خاطره داده:کله چې په (۱۳۳۵)هجری لمریز کال کې چې نوموړی لا محصل ؤ دمصر له قاهری څخه دحج دپاره سعودی عربستان ته لاړ او په دغه حج کې دسعودی عربستان، مصر او پاکستان داسلامی مؤتمر هیأت په نبوی مسجد کې دحج دفلسفی او د مسلمانانو د ورورولۍ او اتحاد خبری کولی، نو نوموړی د دغه هیأت سره تماس په نیولو دهیأت په موافقی دنبوی منبر له پاسه یوه ورځ په پښتو اوبله ورځ په فارسی ژبی د مسلمانانو د ورورولۍ په باب وینا وکړی. مړینهمحمد گلاب بشار د ورپېښې ناروغۍ له امله د شنبې په ورځ، کال (۳/۱۱/۱۳۹۴هجری شمسی٬۱۳/۴/۱۴۳۷هجری قمری٬۲۳/۱/۲۰۱۶ میلادی) پهpm) 10:45) بجو د فاتحی سورت د قراءت په حال کې وفات شواو دکابل دپلڅرخی په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. تړلې لیکنېعربی ترانه (بقلم:محمد گلاب بشار*رحمه الله تعالی) النشید نحن بنو الأفغان نخن بنو الأفغان دیننا الاسلام - شعارنا سلام دستورنا القرآن - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان عدونا طاغوت - بظلمه جالوت نحارب الطغیان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان ان فاقنا فی العَدد - کذلک فی العُدد لنا عون الرحمن - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان بُغیتنا السیادة - کذلک الشهادة لا الذل والحرمان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان نفضل التضحیة - لا نقبل الدنیئة سلاحنا الایمان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان بطولاتنا کثیرة - فی العالم شهیرة لا نذکر العیان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان تاریخنا وضئ - بالعبر ملئ لا یمکن النسیان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان عزتنا فی الوحدة - ذلتنا فی الفرقة لا نقبل الخذلان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان نحارب الأعداء - نکتب لهم فناء لا نترک المیدان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان ینصحکم بشار- باللیل والنهار کونو خیر الأعوان - نحن بنو الأفغان نحن بنو الأفغان **************** دبشار صاحب دخاطراتو له کتاب څخه: مولانا محمد گلاب بشار - رحمه الله تعالی - دری ځلې محمد رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یې په خوب کې لیدلی وه چې په عربی ژبې سره و، چې یو ځل پر رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یې سلام وکړ او نبی کریم - صلی الله علیه وسلم - دسلام ځواب ورکړاو ورڅخه یې دنوم پوښتنه وکړ، بشار صاحب خپل نوم ذکر کړ نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - خپل کاتب ته امر وکړ: نوم یې ولیکه ! او هغه نوم یې ولیکل. بل ځل پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - د څو تنو اصحابوسره په حلقه کې ناست و، بشار صاحب پر هغو سلام واچوه ، پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - دسلام ځواب وکړ او وی ویل: څه غواری؟ بشار صاحب وویل: ادعوا الله لی، نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - دواړه لاسونه اوچته کړل اوورته دعاوی وکړ. او بل ځل پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - داصحابو- رضوان الله علیهم - سره چې ټول په ښه جامه کې وو او دپیغمبر- صلی الله علیه وسلم - له مخ څخه د نور پلوشی هری خواته خپریدل نو بشار صاحب پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - همدا ویل: ما شاء الله ، لاحول ولا قوة الا بالله... اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید. محمد عمر ۲/۳/۲۰۱۷م دبشار صاحب یو شعر: ای ننګرهاره تا کې رمز دابادۍ او ښکلا شته تا کې درس دهر کمال اود بقا شته ستا نارنج چې شنه جامه لري په تن همیشه کوي هر چا ته دا ګفتن مانه زده کړه ښه درسونه دعبرت تل ما دی کړی له غلیم څخه نفرت تل زه کتاب دفلسفې هم دعبرت یم تل شین منظر مې سمسورتیا اوابادي ده بل الهام مې پتمني او خوشحالي ده نن چې کړمه سپین ګلان په پسرلي زه په دې پوه شه چې وینا کړمه رمزي زه هغه دا چې په ژوند ټوله صفایي کړه له بدۍ او له افته جدایي کړه له اخلاصه فضا ته کړه معطره زما حال باندې ته پوه شه ښه بهتره دګناه له توره داغه ځان ته ساته په درنښت او شفقت ګوره هر چا ته باغ هغه دی چې پکې وي ډیرې میوې هم ګلونه رنګ په رنګه که یې شمیرې خپل بڼ ساتئ خوندي له هرافته هیڅ ونکړئ په دې کار کې کسالت ورورولی او اتحاد کې ډیر قوت دی تفرقه او دښمنۍ کې بد ذلت دی رقابت کړئ دوطن په ابادۍ کې هم یې کړئ دټولنې سوکالۍ کې رحم کړئ تل په خوارانو ضعیفانو هم کړئ وچې اوښکې تل دیتیمانو ښه هغه دي چې له نورو ځان پتنګ کړي نه هغه چې له نورو ځان په څنګ کړي هغه څوک چې له نورو قربا نیږي د هغه مثال دی شمع چې بلیږي چې دبل په غم غمجن شي خیر الناس دی چې دنورو کړول کړي شر الناس دی د آسیا د وچې زړه ستاسې هیواد دی هر یوه لره ښکاره دغه بنیاد دی دی د ده په حال د نورو حال تړلی که پرې غم شي بل به هم شي غم لړلی خپل هیواد کړئ تل خوندي له غلیمانو امانت دی شئ بیدار ای باتورانو آبادۍ ته یې ملاوې وتړئ په کلکه چې دعزت پړاو ته رسئ ټول بې شکه غاړه تا کړه خلاصه ای ګلاب بشاره! هر یو پوه شه چې نور ځي په کومه لاره سرچینېhttp://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=17104 http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=17104 https://www.facebook.com/emran.sahak |