د "محمد گلاب بشار" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۸۰ کرښه: ۸۰ کرښه:
کله چې په (۱۳۳۵)هجری لمریز کال کې چې نوموړی لا محصل ؤ دمصر له قاهری څخه دحج دپاره سعودی عربستان ته لاړ او په دغه حج کې دسعودی عربستان، مصر او پاکستان داسلامی مؤتمر هیأت په نبوی مسجد کې دحج دفلسفی او د مسلمانانو د ورورولۍ او اتحاد خبری کولی، نو نوموړی د دغه هیأت سره تماس په نیولو دهیأت په موافقی دنبوی منبر له پاسه یوه ورځ په پښتو اوبله ورځ په فارسی ژبی د مسلمانانو د ورورولۍ په باب وینا وکړی.
کله چې په (۱۳۳۵)هجری لمریز کال کې چې نوموړی لا محصل ؤ دمصر له قاهری څخه دحج دپاره سعودی عربستان ته لاړ او په دغه حج کې دسعودی عربستان، مصر او پاکستان داسلامی مؤتمر هیأت په نبوی مسجد کې دحج دفلسفی او د مسلمانانو د ورورولۍ او اتحاد خبری کولی، نو نوموړی د دغه هیأت سره تماس په نیولو دهیأت په موافقی دنبوی منبر له پاسه یوه ورځ په پښتو اوبله ورځ په فارسی ژبی د مسلمانانو د ورورولۍ په باب وینا وکړی.
==مړینه==
==مړینه==
محمد گلاب بشار د ورپېښې ناروغۍ له امله د شنبې په ورځ، کال (۳/۱۱/۱۳۹۴هجری شمسی٬۱۳/۴/۱۴۳۷هجری قمری٬۲۳/۱/۲۰۱۶ میلادی) پهpm) 10:45) بجو د فاتحی سورت د قراءت په حال کې وفات شواو دکابل دپلڅرخی په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو(انا لله وانا الیه راجعون).
محمد گلاب بشار د ورپېښې ناروغۍ له امله د شنبې په ورځ، کال (۳/۱۱/۱۳۹۴هجری شمسی٬۱۳/۴/۱۴۳۷هجری قمری٬۲۳/۱/۲۰۱۶ میلادی) پهpm) 10:45) بجو د فاتحی سورت د قراءت په حال کې وفات شواو دکابل دپلڅرخی په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.


==تړلې لیکنې==
==تړلې لیکنې==

د ۱۹:۴۴, ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۸ بڼه

محمد گلاب بشار(رحمه الله تعالی) د حضرت خان زوی او د مولوی سید ولي لمسی دی په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال د افغانستان د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالی د کنډي باغ په کلي کې زیږیدلی دی. ابتدائې زده کړې یې په ( ۱۳۱۶ - ۱۳۲۲ ) هجري لمریز کال د چپرهار په لومړني ښونځي کې کړې دي. ثانوی علمي زده کړې یې په ( ۱۳۲۳ - ۱۳۲۹ ) هجري لمریز کال د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې د شرعیاتو په مدرسه کې - چې بیا وروسته د ابوحنیفة رحمه الله په نامه ونوموله شوه - کړې دي.

دلوړو تحصیلاتو لپاره تعلیمی بورس:

هغه وخت دلومړی ځل لپاره دمصر الازهر پوهنتون ته اول ، دویم اودریم نمرو فارغانو لپاره تحصیلی بورسونه پیل شول چی په اوله دوره کې د محمد گلاب بشار سره پوهاند محمد کبیر اوپوهاند خان محمد شلگری او په دوهمه دوره کې پوهاند غلام محمد نیازی، پوهاند غلام محی الدین دریز اوپوهاند غلام صفدر پنجشیری واستول شول]. په (۱۳۳۰ ) هجری لمریز کال کې دمصر دالازهر په پوهنتون داصول الدین په پوهنځی کې شامل شو، او په ( ۱۳۳۴ ) هجری لمریز کال ورڅخه په بریالیتوب دفراغت سند ترلاسه کړو. اوبیا په (۱۳۳۶ ) هجری لمریز کال دالازهر له پوهنتون څخه د دعوت او ارشاد تخصص تړ لاسه کړو.

دندې

د مصر څخه خپل ټاټوبی ته دځمکی له لیاری راغی او دمطبوعاتو دریاست [چې بیا داطلاعاتو او کلتور وزارت شو] په چوکات کې:

  • په ( ۱۳۳۷ ) هجری لمریز کال دثور دمیاشتی په پنځلسمه نیټه دپیام حق دمجلی مدیر.
  • په ( ۱۳۳۷ ) هجری لمریز کال دمیزان دمیاشتی په لومړی نیټه په کابل رادیو کې دعربی خپرونو مدیر.
  • په ( ۱۳۳۸ ) هجری لمریز کال دمیزان دمیاشتی په لومړی نیټه دپیام حق دمجلی مدیر.
  • په ( ۱۳۴۱ ) هجری لمریز کال دمیزان دمیاشتی په لومړی نیټه دننگرهار دمجلی مدیر.
  • او د (۱۳۴۷ ) هجری لمریز کال څخه تر ( ۱۳۵۷ ) هجری لمریز کال دثور دمیاشتی اوهمی پوری ددینی تبلیغاتو او خپرونو دلوی مدیر په حیث خدمت کړی دی.

سربیره پر دی:

  • دکابل پوهنتون دادبیاتو دپوهنځی دعربی ژبی استاذ.
  • دښوونی او روزنی وزارت دسیوری لاندی کابل کې دځینو لیسو داسلامی علومو استاذ.
  • داطلاعاتو اوکلتور دوزارت دعلمی ټولنی غړی.
  • دکورنیو چارو په وزارت کې دلږعمرو مجرمینو په باب اصلاحی مشاور.
  • دروغتیا په وزارت کې دکورنیو دنیکمرغی اودکوچنیانو دښه روزلو مشاور.
  • په (۱۳۵۲) هجری لمریز کال دجمهوری نظام د دریو فرمانونو دجوړولو د څلور کسیزی هیأت غړی چې نور غړی داکتر حسن شرق،واصفی او یو بل تن ؤ.
  • نوموړی د اوقافو دتأسیس لپاره هلی خلی کړیدی چې په نتیجه کې دحج اواوقافو ریاست تأسیس شو.

نوموړی په پښتو، دری او عربی ژبو باندی خبری او لیکل کوی، او د انگلیسی اوفرانسوی ژبو سره آشنایی لری.

نوموړی په (۱۳۵۷)هجری لمریز کال کې دثورپه (۷) نیټه دخلق او پرچم گوندونو - چې داقتدار واکې په لاس کې واخیستلی - لخوا دوظیفی څخه برطرف شو. بیاڅه موده زندانی شو اوبیا خوشی شو او په کور کې نظربند شو . بیا په (۱۳۵۷) هجری لمریز کال دقوس دمیاشتی په پنځلسمه دحکومت استخباراتی اداره ونیولو او وروسته له تعذیبه (وهلو اوبرقی شارتونو او روحی ځورونو چې داسدالله سروری، سید داوود تړون، اسدالله امین او یو بل تن - چې نوم یی هیر شوی دی - په مشری ترسره کیدل، او په هغه وخت سیلاب صافی هم دتعذیب لاندی و) د پل څرخی محبس ته ولیږل شو او ټول دینی کتابونه، قلمی آثار او قیمتی شیان یی مصادره شول. بیا په (۱۳۵۸ ) هجری لمریز کال دجدی دمیاشتی په شپاړسمه دسور ښکیلاگرو له راتگ وروسته دنورو زندانیانو سره آزاد شو. بیا په (۱۳۵۹)هجری لمریز کال دشینوارو له لیاری دمجاهدینو په مرسته پاکستان ته مهاجر شو. او څه موده دمهاجرینو لپاره دتعلیمی نصاب جوړولو دمرکز مسوول مرستیال ؤ. همدا راز (۱۹۸۱م- ۲۰۰۰م) د رابطه عالم اسلامی لخوا داعی او لس کاله په جامعه عثمانیه کې د استاذ په صفت خدمت کړی دی.

چاپ شوي آثار

دنوموړی چاپ شوی تألیفات اوژباړی:

  1. دمحمد عبقریت، عباس محمود العقاد ، دعربی څخه پښتو ته (۱۳۴۱)هجری لمریز کال داسد میاشت.
  2. رهنمای حج، او دحج لارښودنکی ، دری او پښتو تألیفات (۱۳۴۳)هجری لمریز کال.
  3. سیصد حدیث، دتألیف دهیئات غړی، دری او پښتو ترجمه (۱۳۴۶)هجری لمریز کال.
  4. محمد لوی پیغمبر، دشیخ محمود شلتوت لیکنه، دعربی څخه پشتو ته ژباړه (۱۳۴۸)هجری لمریز کال.
  5. محمد پیامبر بزرگ، دشیخ محمود شلتوت لیکنه، دعربی څخه دری ته ژباړه (۱۳۴۹)هجری لمریز کال.
  6. دمحمد - صلی الله علیه وسلم - عظمت، پښتو تألیف (۱۳۵۵)هجری لمریز کال.
  7. ندای سید جمال الدین افغان، محمود ابوریة، له عربی څخه دری ته ژباړه (۱۳۵۵)هجری لمریز کال.
  8. اسلام وتنظیم خانواده، دری تألیف (۱۳۵۶)هجری لمریز کال.
  9. شریعت واشارات حکیم سنایی غزنوی بر آن، دری تألیف (۱۳۵۶)هجری لمریز کال.
  10. دافغانستان دمسلمان ملت غوښتنی،پښتو تألیف (۱۳۵۹)هجری لمریز کال.
  11. ټولو ته غږ، پښتوتألیف (۱۳۵۹)هجری لمریز کال.
  12. جهاد در اسلام، دری تألیف (۱۳۶۱)هجری لمریز کال.
  13. قضیة افغانستان وواجب المسلمین، عربی تألیف (۱۳۶۱)هجری لمریز کال.
  14. دافغانستان مسأله او دمسلمانانو مسؤلیت، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۶۱)هجری لمریز کال.
  15. الطریقة الجدیدة فی تعلیم اللغة العربیة،پښتو ترجمه (۱۳۶۱)هجری لمریز کال.
  16. داهل سنت او جماعت عقیده، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۶۲)هجری لمریز کال.
  17. کامل لمونځ، خلیل الرحمن ، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۶۲)هجری لمریز کال.
  18. دفخرالمشایخ میاگل جان صاحب پیژندنه، ددری څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۶۲)هجری لمریز کال.
  19. ابوعبیدة بن الجراح، عابد العمروسی، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۶۴)هجری لمریز کال.
  20. داصحابو دژوند پلوشی، دوکتور عبدالرحمن رأفت الباشا، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۶۵)هجری لمریز کال.
  21. داسلام له نظره دښځو حقوق،پښتو تألیف (۱۳۷۳)هجری لمریز کال.
  22. امام اعظم ابوحنیفه او په اسلامی عقیده کې دهغه نظریی، دکتور عنایت الله ابلاغ، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۷۵) هجری لمریز کال.
  23. حقوق داحادیثو په پلوشو کې،پښتو تألیف (۱۳۸۷)هجری لمریز کال.
  24. دصحابیاتو دژوند پلوشی، محمود طعمة حلبی، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۸۸)هجری لمریز کال.
  25. جنگ داسلام له نظره،احمد نار، دعربی څخه ‎پښتو ته ترجمه (۱۳۸۹)هجری لمریز کال.
  26. دینی لار ښوونی، پښتو تألیف (۱۳۹۰)هجری لمریز کال.
  27. د حکمت پلوشی، پښتوتألیف (۱۳۹۳)هجری لمریز کال.
  28. دشاهی وخت په شورا کې دمولوی محمد نبی محمدی دتقریر لیکنه، دفارسی څخه عربی ته ترجمه.

همدا راز نوموړی يه مجلو او ورځپانو کې ډیر علمی،دینی او معلوماتی مضامین خپاره کړی دی چې هغه:

    • پیام حق،
    • لمر،
    • عرفان،
    • کابل،
    • اوقاف،
    • حربی پوهنتون،
    • ننگرهار،
    • اصلاح،
    • انیس،
    • هیواد او نوری دی.

همدا راز نوموړی آریانا دایرة المعارف ته ډیر معلوماتی مضامین لیکلی دی او چاپ شویدی. نوموړی سربیره پر دغو تألیفاتو اوتراجمو دهجرت په دوران کې په مجلو، جرایدو او اخبارونو کې ډیرگټور دینی موضوعات خپاره کړی دی. همدا راز نوموړی د شیخ فتحی رفاعی تعلیمی مرکز کې دابتدایی اوثانوی مراحلو دتعلیمی نصاب په باب په کافی اندازه علمی خدمت کړی دی. نوموړی ایران، ترکیه، مصر، سعودی عربستان او روسیی ته رسمی سفرونه کړی دی، او په کنفرانسونو کې برخه اخیستی ده.

ددعوت په لاره کې دنوموړی مبارکه خوږ خاطره داده:

کله چې په (۱۳۳۵)هجری لمریز کال کې چې نوموړی لا محصل ؤ دمصر له قاهری څخه دحج دپاره سعودی عربستان ته لاړ او په دغه حج کې دسعودی عربستان، مصر او پاکستان داسلامی مؤتمر هیأت په نبوی مسجد کې دحج دفلسفی او د مسلمانانو د ورورولۍ او اتحاد خبری کولی، نو نوموړی د دغه هیأت سره تماس په نیولو دهیأت په موافقی دنبوی منبر له پاسه یوه ورځ په پښتو اوبله ورځ په فارسی ژبی د مسلمانانو د ورورولۍ په باب وینا وکړی.

مړینه

محمد گلاب بشار د ورپېښې ناروغۍ له امله د شنبې په ورځ، کال (۳/۱۱/۱۳۹۴هجری شمسی٬۱۳/۴/۱۴۳۷هجری قمری٬۲۳/۱/۲۰۱۶ میلادی) پهpm) 10:45) بجو د فاتحی سورت د قراءت په حال کې وفات شواو دکابل دپلڅرخی په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

تړلې لیکنې

عربی ترانه (بقلم:محمد گلاب بشار*رحمه الله تعالی)

النشید

نحن بنو الأفغان

نخن بنو الأفغان

دیننا الاسلام - شعارنا سلام

دستورنا القرآن - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

عدونا طاغوت - بظلمه جالوت

نحارب الطغیان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

ان فاقنا فی العَدد - کذلک فی العُدد

لنا عون الرحمن - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

بُغیتنا السیادة - کذلک الشهادة

لا الذل والحرمان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

نفضل التضحیة - لا نقبل الدنیئة

سلاحنا الایمان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

بطولاتنا کثیرة - فی العالم شهیرة

لا نذکر العیان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

تاریخنا وضئ - بالعبر ملئ

لا یمکن النسیان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

عزتنا فی الوحدة - ذلتنا فی الفرقة

لا نقبل الخذلان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

نحارب الأعداء - نکتب لهم فناء

لا نترک المیدان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

ینصحکم بشار- باللیل والنهار

کونو خیر الأعوان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

****************

دبشار صاحب دخاطراتو له کتاب څخه:

مولانا محمد گلاب بشار - رحمه الله تعالی - دری ځلې محمد رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یې په خوب کې لیدلی وه چې په عربی ژبې سره و، چې یو ځل پر رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یې سلام وکړ او نبی کریم - صلی الله علیه وسلم - دسلام ځواب ورکړاو ورڅخه یې دنوم پوښتنه وکړ، بشار صاحب خپل نوم ذکر کړ نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - خپل کاتب ته امر وکړ: نوم یې ولیکه ! او هغه نوم یې ولیکل. بل ځل پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - د څو تنو اصحابوسره په حلقه کې ناست و، بشار صاحب پر هغو سلام واچوه ، پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - دسلام ځواب وکړ او وی ویل: څه غواری؟ بشار صاحب وویل: ادعوا الله لی، نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - دواړه لاسونه اوچته کړل اوورته دعاوی وکړ. او بل ځل پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - داصحابو- رضوان الله علیهم - سره چې ټول په ښه جامه کې وو او دپیغمبر- صلی الله علیه وسلم - له مخ څخه د نور پلوشی هری خواته خپریدل نو بشار صاحب پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - همدا ویل: ما شاء الله ، لاحول ولا قوة الا بالله...

اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید.

محمد عمر

۲/۳/۲۰۱۷م

دبشار صاحب یو شعر:

ای ننګرهاره

تا کې رمز دابادۍ او ښکلا شته

تا کې درس دهر کمال اود بقا شته

ستا نارنج چې شنه جامه لري په تن

همیشه کوي هر چا ته دا ګفتن

مانه زده کړه ښه درسونه دعبرت تل

ما دی کړی له غلیم څخه نفرت تل

زه کتاب دفلسفې هم دعبرت یم تل

شین منظر مې سمسورتیا اوابادي ده

بل الهام مې پتمني او خوشحالي ده

نن چې کړمه سپین ګلان په پسرلي زه

په دې پوه شه چې وینا کړمه رمزي زه

هغه دا چې په ژوند ټوله صفایي کړه

له بدۍ او له افته جدایي کړه

له اخلاصه فضا ته کړه معطره

زما حال باندې ته پوه شه ښه بهتره

دګناه له توره داغه ځان ته ساته

په درنښت او شفقت ګوره هر چا ته

باغ هغه دی چې پکې وي ډیرې میوې

هم ګلونه رنګ په رنګه که یې شمیرې

خپل بڼ ساتئ خوندي له هرافته

هیڅ ونکړئ په دې کار کې کسالت

ورورولی او اتحاد کې ډیر قوت دی

تفرقه او دښمنۍ کې بد ذلت دی

رقابت کړئ دوطن په ابادۍ کې

هم یې کړئ دټولنې سوکالۍ کې

رحم کړئ تل په خوارانو ضعیفانو

هم کړئ وچې اوښکې تل دیتیمانو

ښه هغه دي چې له نورو ځان پتنګ کړي

نه هغه چې له نورو ځان په څنګ کړي

هغه څوک چې له نورو قربا نیږي

د هغه مثال دی شمع چې بلیږي

چې دبل په غم غمجن شي خیر الناس دی

چې دنورو کړول کړي شر الناس دی

د آسیا د وچې زړه ستاسې هیواد دی

هر یوه لره ښکاره دغه بنیاد دی

دی د ده په حال د نورو حال تړلی

که پرې غم شي بل به هم شي غم لړلی

خپل هیواد کړئ تل خوندي له غلیمانو

امانت دی شئ بیدار ای باتورانو

آبادۍ ته یې ملاوې وتړئ په کلکه

چې دعزت پړاو ته رسئ ټول بې شکه

غاړه تا کړه خلاصه ای ګلاب  بشاره!

هر یو پوه شه چې نور ځي په کومه لاره

سرچینې

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=17104 http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=17104 https://www.facebook.com/emran.sahak