د "چارسده" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۶ کرښه: ۲۶ کرښه:
* پروفيسرډاکټر احسان علي
* پروفيسرډاکټر احسان علي
* آفتاب احمد خان شېرپاؤ
* آفتاب احمد خان شېرپاؤ
* [[مولانا شمس الحق افغاني]]

د ۱۹:۱۵, ۱۸ جون ۲۰۱۸ بڼه

چارسده د پاکستان د ولايت (صوبه) خېبر پختونخوا يو ښار دی او د چارسدی ولسوالي (ضلع) مرکز دی. دا ښار د پېښور نه ۲۹ کلومتره لرې دې۔ چارسده کښي درې تحصيلونه دي چې نومونه يي دا دي، تحصيل چارسده، شبقدر او تنگې۔

تاريخ

د چارسدې تاريخ ډير زوړ دې۔ دا ښار د شپگمې صدې قبل مسيخ نه تر دوېمې صدې عيسوي پورې د گندهارا تهذيب سر دفتر وؤ۔ ددې زوړ نوم "پشکلاوتي" وؤ چي مطلب يي دے د برسنډے (کنول) ښار۔دا دگندهارا دباچائي انتظامي مرکزوؤ۔ په تاريخ کښي گڼو حمله آورو په دې زائے حکومت کړې دې۔ په دغې خلقو کښې فارسي، سکندراعظم، مريائي، ترکيان، کشن، او هنزيان شامل دې۔

فصلونه

تماکو، گنې، غنم، جوار او چقندر د دې علاقے اهم فصلونه دي۔ په سبزو کښې الو، ټماټر، باټينگڼ (بانجان)، بنگلے (بهنډې)، ساگ او نورې گڼ شمېر سبزے رازي۔ په ميوه کښې خرماڼې (خوبانې/مندته)، نيمبو، الوچه، توت، او شلتالان ډېر ښه کيږي۔ د دې زائے املوک ډېر مشهور دي او د ابازو امونه هم ډېر يادېگي۔

مشهور څيزونه

د چارسدې د رځړو مټائي، د چارسدې څپلے، گړه او د چارسدے وريجې ډير يادېگي۔

د نظارې ځائنه

د چارسدے مزکه ډېره اباده او زرخيزه ده، دا وئيلې کيگي چي چارسده د ښائست په حقله دمشق سره مشابهت لري۔ دلته درې سيندونه دي۔ خيالے چې ده سوات نه راغلې دے، سردرياب چې ده کابل نه راغلے دې او جيندے۔دا درې سيندونه د اوبه خور د پاره استعمالېگې۔

باچاخان پوهنتون

د باچاخان پوهنتون په دے علاقه کښې د تعليم يوه غټه اداره ده۔دا کال ۲۰۱۲ کښې د جولائي په مياشت کښي جوړه کړې شوه۔ دا د چارسدے يو مشهور شخصيت پروفيسر ډاکټر احسان علي په نگرانې کښې جوړه شوه او ړومبې مشر ئي پروفيسر ډاکټر فضل الرحيم مروت وؤ۔

منډه هېډورکس

دا د چارسدې په سيمه کښې يو ورکوټے بند دے۔ د دے اوچتوالې ۳۶۸ متره دې۔ دا دابازو په مقام باندې د جندي په سيند باندې جوړ دې۔

نوموړي خلق

په دې سيمه کښې هميش ډېر نوموړي خلق زيگيدلي دي چې يو څو پکښي دا دي۔

  • خان عبدالغفار خان
  • عبدالغني خان
  • عبدالولي خان
  • اسفنديار ولي خان
  • مولانا حسن جان صېب
  • مولانا شېخ ادريس صېب
  • مولانا مفتي عبدالله شاه صېب
  • حاجي صاب ترنگزئي
  • پروفيسرډاکټر احسان علي
  • آفتاب احمد خان شېرپاؤ
  • مولانا شمس الحق افغاني