د "بسوس جګړه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۲ کرښه: ۲ کرښه:

==د جګړې کیسه==
==د جګړې کیسه==
دا کیسه په عربو کې د اسلام له راتګه مخکې تېره شوې ده. د البسوس بنت منقذ په نامه عربه شاعره په بکر بن وائل قبیله کې د خپلو خوریانو جلیلة بنت مرة او جساس بنت مرة لیدو ته ځي. جلیلة د تغلب د قبیلې ملک کلیب بن ربیعة مېرمن وي. کلیب په خپلو ځمکو کې یوه نابلده اوښه ويني او په غشې یې ولي. دا د البسوس اوښه وي. البسوس غوسه کېږي، دا کړنه د خپل شان توهین ګڼي او خپل خوریي جساس ته شکایت کوي. جساس په ډېرې جذبې سره خپل اخښي کلیب ته ورځي او وژني یې. د مړینې پر مهال، کلیب پر یوه ډبره خپل ورور عدي بن ربیعة ته، چې په سالم الزیر سره مشهور وي، دا وصیت لیکي چې (سالم لا تصالح) یانې سالم دې روغه جوړه نه کوي.
دا کیسه په عربو کې د اسلام له راتګه مخکې تېره شوې ده. د البسوس بنت منقذ په نامه عربه شاعره په بکر بن وائل قبیله کې د خپلو خوریانو جلیلة بنت مرة او جساس بنت مرة لیدو ته ځي. جلیلة د تغلب د قبیلې ملک کلیب بن ربیعة مېرمن وي. کلیب په خپلو ځمکو کې یوه نابلده اوښه ويني او په غشې یې ولي. دا د البسوس اوښه وي. البسوس غوسه کېږي، دا کړنه د خپل شان توهین ګڼي او خپل خوریي جساس ته شکایت کوي. جساس په ډېرې جذبې سره خپل اخښي کلیب ته ورځي او وژني یې. د مړینې پر مهال، کلیب پر یوه ډبره خپل ورور عدي بن ربیعة ته، چې په سالم الزیر سره مشهور وي، دا وصیت لیکي چې (سالم لا تصالح) - سالمهǃ روغه جوړه مه ورسره کوه.

د کلیب وژنه د دواړو قبیلو ترمنځ د جګړې لامل کېږي.
د کلیب وژنه د دواړو قبیلو ترمنځ د جګړې لامل کېږي.

د ۰۹:۱۹, ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷ بڼه

د بسوس جګړه (عربي: حرب البسوس) هغه اوږده جګړه وه چې له اسلام څخه مخکې د عربو د دوو قبیلو ترمنځ ونښته او ۴۰ کاله یې دوام وکړ. دا جګړه د سعد بن شمس، چې د البسوس بنت منقذ په نامه عربي شاعرې ګاونډی وو، د اوښې د وژلو له کبله رامنځته شوه. البسوس، د هغه مهال نورو عربو په شان، دا کار یې په خپل شان کې ستر توهین وګاڼه او هماغه وو چې ځینې پېښې د دې جګړې لامل شول. تغلب بن وائل او بکر بن وائل قبیلې کابو څلوېښت کاله (۴۹۴ – ۵۳۴ز) وجنګېدل او یو له بله به یې د وژنو غچ اخیسته. د بسوس جګړه نن سبا د جنګ، جنجال او غچ اخیستنې د مخنیوي لپاره په عربو کې د متل په توګه کارېږي.

د جګړې کیسه