د "د کارن خبرې اترې:Kanay" د بڼو تر مېنځ توپير

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
←‏مرسته: نوې برخه
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱۵۳ کرښه: ۱۵۳ کرښه:


آیا تاسی مسکو ښار کې ژوند کواست؟ که مسکو ښار کې اوسیږی نو خپل ایمیل یا فیسبوک را ته ولیکی چی وکولای شم چی د ویکی په هلکه کنفرانسونو کې تاسی ته هم خبر درکړم. ما څو ځلی د پښتو ویکی په استازیتوب ګډون کړی دی، که تاسی وغواړی تاسی ته به هم خبر درکړم،ځکه ستاسو پوهه د پښتو ژبې په هکله ډیره ده او پښتو ویکی کې مو هم ډیر کار کړی دی. په احترام ابراهیم خاشرودی مسکو ښار کې افغان محصل.--'''[[User:Ibrahim khashrowdi|<span style="color:#00A550;">Ibrahim</span>]] [[Special:Contributions/Ibrahim khashrowdi|<span style="color:#000080;">Khashrowdi</span>]] ''' <sup>([[User talk:Ibrahim khashrowdi|<font color="#f00" ><b>TalK</b></font>]])</sup> 20:25, 22 اکتوبر 2015 (UTC)
آیا تاسی مسکو ښار کې ژوند کواست؟ که مسکو ښار کې اوسیږی نو خپل ایمیل یا فیسبوک را ته ولیکی چی وکولای شم چی د ویکی په هلکه کنفرانسونو کې تاسی ته هم خبر درکړم. ما څو ځلی د پښتو ویکی په استازیتوب ګډون کړی دی، که تاسی وغواړی تاسی ته به هم خبر درکړم،ځکه ستاسو پوهه د پښتو ژبې په هکله ډیره ده او پښتو ویکی کې مو هم ډیر کار کړی دی. په احترام ابراهیم خاشرودی مسکو ښار کې افغان محصل.--'''[[User:Ibrahim khashrowdi|<span style="color:#00A550;">Ibrahim</span>]] [[Special:Contributions/Ibrahim khashrowdi|<span style="color:#000080;">Khashrowdi</span>]] ''' <sup>([[User talk:Ibrahim khashrowdi|<font color="#f00" ><b>TalK</b></font>]])</sup> 20:25, 22 اکتوبر 2015 (UTC)

== مرسته ==

سلامونه ګرانه ستا د کارن سره پر ویکي خپله لیکنه هم پر مخ بیایاست ستاسو لیکنه ړنګه شوه ولي چی ویکي د شخصي لیکنو ځاي نه دي ګرانه [[کارن:Bukti.khan|بلوڅ خان]] ([[د کارن خبرې اترې:Bukti.khan|خبرې اترې]]) 14:24, 16 اپرېل 2017 (UTC)

د ۱۴:۲۴, ۱۶ اپرېل ۲۰۱۷ بڼه

د پښتو نښان
د پښتو ویکيپيډیا، پښتو ژبې پراختیا لپاره په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او ددې پوهنغونډ رغولو په پار د پښتو مېډال یوه ناڅیزه ډالۍ؛ تاسې ښاغلي ته!

--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 21:03, 6 مارچ 2015 (UTC)

ګرانو دوستانو او درنو کارنانو

ځينې ښاغلي کارنان ددې پر ځای چې یوه نوې ليکنه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای کړي ، بس يوازې په دې پسې ګرزي چې چېرته کومه نوې ليکنه ګډوه وډه کړي. دوی پخپله ګرامري او املايي ستونزې لري ، خو ځان ته دا اجازه ورکوي چې د بل چا سمه لیکنه له لوستلو او ښې توښې وباسي . سربېره پر دې له ليکنې څخه د سرچينو لينکونه او پتې لرې کوي . زما هيله له دغو ښاغليو کارنانو څخه داده ، چې خدای او رسول ته وګورئ ، د خلکو زړونه له پښتو ويکيپېډيا څخه نور مه توروئ . مننه . محمد طاهر کاڼی .


محترم کاڼی صيب سلامونه ! مننه له ځواب ځخه مو ، زه بې نومه نه يم نوم مې احمد دی خو دلته په دې (Afghanwrites) په نوم ځکه لیکنې کوم چې زما موخه يوازې ويکيپېډيا کې برخه اخيستل دي او ځان ستاينه مې نه خوښېږي ، او نه هم تاسو پشان پېژندل شوی کس يم . په هر حال ، ستاسو د لیکنې سره ځه نا ځه همغږي لرم خو په بشپړه توګه يې نه لرم ځکه باید چې يو وار له سره د زيار صيب او ارواښاد رښتين صيب په پښويې (ګرامر) باندې کتنه وکړم او پرتله يې کړم چې تاسو ته وکولی شم کره د معيار او ګړدود توپیر روښانه کړم . په يو شي چې کره خبر يم هغه د (ول ـ ووـ و) په هکله دی ، ول د ګړدود برخه ده او ـ و ـ ووـ معيار جوړوي . زه به يې انشاالله وخت سره سم درسره څېړم او هیله ده چې مالومات موږ سره شريک کړۍ . اوس مې په لنډ ګنډ وخت کې ځواب لیکلی چې بشپړ ستاسو ځواب ندی . تر بيا چې وخت په لاس راځي نو انشاالله تاسو ته ښه وخت او قلم مو تاند غواړم. په درنښت د ويکيپېډيا کاريال


محترم کاڼی صيب اسلام علیکم ! هیله ده چې نېکې هیلې او پېرزوينې مو ومنۍ . ستاسو د تاند قلم غوښتونکی يم او په ویکيپېډيا کې ستاسو د خدمت نه مننه کوم خدای (ج( مو قلم تاند لره . محترمه ستاسو د لیکنو په لړ کې چې زه يوې پښويه ييزې (ګرامري) اړخ ته ځیر شوی يم او پام مې ورګرځېدلی هغه دا چې تاسو د يوې جملې وروسته چې جمع يا ډېر اړخ ونه لري هم ورته د (وو) کاروۍ ، زه فکر کوم د محترم ارواښاد رښتين صيب څخه نیولې تر زيار صيب پورې په لیکنو کې د جمع او مفرد په حالتونو کې توپیر ښکاره شوی د بېلګې په توګه هغوی ستاسو د کارولو (وو) جمع ته کارولی لکه .

  1. زه او احمد دواړه تللي وو (جمع تېر مهال)
  2. احمد تللی و (مفرد تېرمهال)
  3. احمد د ولسمشر وياند او ټولنیز مشارو و (مفرد کس ته اشاره ده خو تېر مهال )

تاسو د دغو بېلګو په هکله څه نظر لرۍ او څنګه يې ګڼۍ ؟ ایا تېروتنې لري که نه ؟ هیله ده چې ځواب یې په مناسب وخت او حوصلې راکړۍ . په درنښت afghanwrites


قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!

تر هر څه دمخه روغتيا او ځانجوړي مو غواړم.

قدرمنه! عرض دا دی چې دغه لانديني سرليکونه هېڅ کوم ډول مالومات نه لري که چېرته تاسو وخت لری او تاسو ته زيار نه درپېښېږي نو همدغو لاندينيو سرليکونو ته يو څو کرښې مالومات وليکۍ.

ډېره مننه!

--افغان خان 04:13, 27 سېپتمبر 2009 (UTC)

السلام عليکم

قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!

خدای مو روغ او جوړ لره. ويکيپېډيا کې ستاسې زياتونې د قدر وړ دي. خو عرض دا دی چې که چېرته تاسو د ځينو سرليکنو په ليکلو کې لږ څه دقت وکړی نو دا به زموږ کار آسانه کړي. لومړی دا چې تاسې د پاړسي ژبې ګ کاروۍ او که د دغه ګاف پر ځا د پښتو ژبې ګ وکاروۍ دا به زموږ کار راته آسانه کړي. دويم دا چې تاسو يوه ليکنه په څو څو نومونو دوه ځلي خپروۍ، لکه ساري په توګه د تولستوی په نامه مو يوه ليکنه خپره کړې وه چې بيا مو بله ليکنه د تولستوی د بشپړ نوم تر سرليک لاندې بله ليکنه خپره کړې وه چې مېنځپانګه او شخصيت دواړه يوه موضوع ده. که چېرته تاسو داسې کار و نه کړۍ نو زموږ کار به مو راته آسانه کړی وي. هېره دې نه وي چې تاسې ځينې مالومات د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې نه کټ مټ دلته خپاره کړي، که چېرته له دغه کار نه هم صرف نظر وکړو نو دا به ښه ځکه وي چې موږ حق نه لرو د نورو وېبپاڼو نه د هغوی د اجازې نه پرته ليکنې يې دلته خپرې کړو، په دغه باب هم يو څو شکايتونه تر ما رارسېدلي. چې ما هم د مجبورۍ له مخې ړنګې کړي. د ويکيپېډيا مېنځپانګه وړيا ده او هر څوک په ليکنو کې زياتون او لنډون راوستلی شي، چې همدا کار د دې سبب شوی چې ځينې پښتانه ليکوال زړه نه ښه کوي چې په ويکيپېډيا کې خپلې ليکنې خپرې کړي.

تر دې دمه همدومره، خدای مو پخپلو چارو کې بريالی او د پاک الله نه ستاسو روغتيا غواړم.

په ډېر درنښت

--افغان خان 15:06, 23 ډيسمبر 2009 (UTC)

يو ځل بيا سلام

قدرمنه کاڼی صيب يو ځل بيا سلامونه!

ستاسو د بې ځنډه پيغامونو نه مننه کوم. زه ستاسو د نظرونو هر کلی کوم. زه به خپل کوشش وکړم چې هغه ليکنې چې په پاړسي او په اردو او يا هم په کومه بله ژبه ليکل شوي هغه يا ړنګې او يا هم پښتو ته وژباړم، يو څه وخت دمخه مې د ويکيپېډيا په لومړي مخ باندې د ويکيپېډيا د ليکوالو د پام را اړولو په موخه د ژباړې لپاره نومېدلي مخونه ټول په يوې وېشنيزې کې سره راټول کړل او له ټولو نه مې غوښتنه هم دا وه چې د نورو وېبځايونو نه د مقالو او ليکنو د کاپي کولو پر ځای په علمي او تخنيکي لور ته پام ور ډېر کړي او هغه ليکنې چې د ژباړې لپاره نومېدلي هغه وژباړي، خو په دغه باب مې هېڅ کومه مثبته پايله و نه ليدله، نو اوس به زه همداسې وکړم چې هغه ټول مخونه چې د ژباړې لپاره نومېدلي د هغو ټولو مېنځپانګه به ليرې کړم، او يواځې پښتو سرليکونه به يې په دې تکل پرېږدم چې کېدای شي په راتلونکي کې څوک دغه تشه ډکه کړي.

که چېرته تاسو کوم بل وړانديز لری نو زما سره يې شريک کړی، زه غواړم چې د نوؤ ليکنو چوکاټ چې په لومړي مخ کې دی، هغه هم ړنګ کړم تر څو ځينې ورانکاران و نه شي کولای چې دلته ګډوډي جوړه کړي.

په درنښت

--افغان خان 10:43, 24 ډيسمبر 2009 (UTC)

کاڼي صيب ته يو وړانديز

محترم کاڼی صاحب السلام عليکم!

ګرانه وروره ستاسو ليکنې او زياتونې د قدر وړ دي. خو د ويکيپېډيا د تګلارې له مخې بايد د پوهنغونډ ټولې ليکنې بې طرفه او بې پرې وي. که چېرته موږ په يوه ژوندليک کې د يوه ليکوال او بل ليکوال او يا هم ټولو ليکوالو سره تکړه، خوږژبی او نور صفتي القاب وکاروو نو د ليکنې تول خرابېږي او د ويکيپېډيا د تګلارو نه سرغړونه ده. تاسې کولای شی خپلې ليکنې پرته د اضافي اوصافو نه وليکۍ. دا يوه غوښتنه ده له تاسې نه چې خدای دې تاسو په دې نه خپه کوي. بله خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د هرې ليکنې د سمولو په چوکاټ کې په پای کې ليکل شوي چې که چېرته تاسو نه غواړۍ چې ستاسو په ليکنه کې څوک لاسوهنې او بدلون راولي نو لطفاً يې دلته مه خپروۍ. د دې مطلب دا دی چې د ويکيپېډيا ليکنې وخت په وخت نوې کېږي او بدلون پکې راځي. او دا بدلون هر څوک پکې راوستلای شي.

خدای دی وکړي چې تاسو ويکيپېډيا پرې نږدۍ او په راتلونکي کې د هرې ليکنې په اړه کومه پوښتنه يا اعتراض ولرۍ د هماغې ليکنې د خبرواترو په مخ کې ورباندې بحث وکړۍ. او يا هم د ويکيپېډيا د مدير نه مرسته وغواړۍ.

په ډير ادب

خان ګل

خپله رايه ورکړۍ

سلامونه

لطفاً د Portal د پښتو انډول لپاره رايه ورکړۍ. د رايې د ورکولو لپاره تاسې دا کوډونه کارولی شی.

  • د portal لپاره د ور د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{ملاتړ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د تانبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{ملاتړ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د تمبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{ملاتړ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د دړه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{ملاتړ}} || --~~~~

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 21:20, 26 می 2011 (UTC)


د ويکيپېډيا په اړه ستاسې نظر

قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!

د ولادمير پوتين په اړه چې کومه ليکنه دلته ده په هغې کې تاسو ليکلي:

د ټولو کاروونکو پاملرنه: له پښتو ویکیپېډیا نه خپله شخصي او انګرېزي ویکیپېډیا مه جوړوئ.

د شخصي نه مو مطلب څرګند نه دی خو د انګرېزي نه دومره پوه شوم چې د پښتو ويکيپېډيا ډېرې داسې ليکنې دي چې په انګرېزي کې دي او بايد وژباړل شي. موږ تل هڅه کوو چې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو د معيار سره سم د پښتو ويکيپېډيا ليکنې هم پرمختللې کړو. د دې چارې لپاره دغه لاندينۍ موخې په نظر کې نيول کېږي:

  1. په پښتو ژبه د کره او پراخو سرچينو د نشتوالي پخاطر د انګرېزي ويکيپېډيا نه هغه بې پرې او بې طرفه ليکنې پښتو ته ژباړل کېږي چې ګټه يې ټولو ته وي.
  2. د سايسنس په ډګر کې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو نه ګټه اخيستل کېږي.
  3. د جغرافيايي سيمو په اړه مالومات هم د انګرېزي د ويکيپېډيا نه کاپي کېږي.
  4. د افغانستان اړونده مالومات بايد د افغاني بې طرفه منابعو نه راټول او بيا د يوې مقالې په توګه په ويکيپېډيا کې خپرې شي.
  5. زما په نظر د دينونو او فلسفې اړونده مالومات هم بايد بې پرې وي، چې لوستونکي ته د فکر کولو او بيا د خپل خوښې د دريځ ټاکلو موقع وربرابره کړي.

که چېرته تاسې د داسې کوم څه په اړه نيوکې او ګوتنيونې لرۍ چې هغه ستاسې په نظر کره او يا سم نه دي نو تاسو کولای شی چې د اړوندې موضوع د خبرواترو په مخ کې د بحثونو له لارې پېښې شوې ستونزې حل کړۍ. هېره دې نه وي چې پښتو ويکيپېډيا د هېچا شخصي پاڼه نه ده. دا د ټولو پښتنو ګډه پاڼه ده چې ټول په ګډه کولای شي چې د پوهې او علم په بېلابېلو برخو کې د مالوماتو په راټولولو سره يو هر اړخيز پوهنغونډ (دايرة المعارف) جوړ کړي.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 18:00, 2 جون 2011 (UTC)

سلامونه

ډېر ګران او قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!

ستاسې پيغام مې ولوسته او ستاسې په مطلب پوره پوه شوم. ستاسې ټولې خبرې سمې دي. موږ به هڅه وکړو چې د انګرېزي مېنځپانګې ليکنې لرې کړو او پر ځای يې د پښتو ژبې لنډ مالومات ځای پر ځای کړو. که چېرته چا غوښتل چې يوه ليکنه نوره هم پرمختللې او مخکښه کړي نو بيا کولای شي چې د انګرېزي او يا هم په هره ژبه چې يې خوښه وي مالومات راغونډ کړي بيا يې وژباړي او په پښتو ويکيپېډيا کې يې خپرې کړي. موږ دا هم هڅه کوو چې په ورکنومي توګه څوک و نه شي کولای چې پخپل سر په ليکنو کې لاسوهنې وکړي او د همدې لپاره د ويکيپېډيا ليکنې د ورکنومو او نوو کارنانو د سمونو نه ژغورو. که چېرته څوک په يوې ليکنې کې سمونې او کره کتنې ترسره کوي نو بايد ځان ته کارن نوم ولري ترڅو د نوموړي کس له لوري د ايډټونو او سمونونو پته هم ولګېږي. د دې وروسته که چېرته ستاسې په ليکنو کې خپلسري لاسوهنې کېږي نو پازوالانو ته خبر ورکړۍ او يا هم د هماغې ليکنې د خبرو اترو په مخ کې خپل دريځ روښانه کړۍ. تاسې په دې هم ډاډه اوسۍ چې تاسو کولای شی چې د روسي ژبې نه ډېرې ګټورې ليکنې پښتو کولای او بيا يې دلته خپرولی شی.

موږ غواړو چې تاسې تل د ويکيپېډيا سره مرسته وکړۍ، په ځانګړي توګه د تاريخ او جغرافيې په برخه کې. تاسې چې په روسي ژبې پوره لاسبری لری نو کولای شی چې د روسيې د بېلابېلو جغرافيايي سيمو مالومات، د سيمو نومونه، د هغه هېواد د بېلابېلو ژبو، د هغه هېواد د نومياليو او مخکښانو مالومات په پښتو ژبه دلته خپاره کړۍ. خدای دې وکړي چې زما په خبرو مو سر نه وي خوږ شوی، لنډه دا چې که چېرته کوم ورانپوهاوی ترمېنځه شوی وي نو بخښنه دې وي.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 23:37, 3 جون 2011 (UTC)

کاڼی صيب سلامونه

محترم لیکوال کاڼی صيب هيله ده چې زما لیکنه ولولۍ او سترګې ترې وانه ړوۍ . محترمه دلته هر څوک لیکل کوي چې ويکيپېډيا معياري ، بې پرې ورغوي تاسو د ولسي جرګې د غړو ، خپل د ځينو پېژندګليو لیکوالو ، هنرمندانو او يا سياستوالو پېژندګلوي د شخصي پاڼې يا مجلې په توګه پر مخ وړۍ چې دا د پوهنغونډ لپاره غیر معياري بڼه ده لطفآ تاسو دې اړخ ته پام وکړئ ستاسو لیکنه د رڼا ترين په هکله ناسوبه ستاينيزه بڼه لري زه يې بيا سموم هيله ده چې په هماغه ډول ېې پرېږدۍ . په درنښت ګل خان

پښتو ويکيپېډيا په لاتيني الفبا

خپله رايه ورکړه --Khangul 22:44, 22 جنوري 2012 (UTC)

ګل خان ورور او نورو دوستانو ته سلامونه

عزتمن ګل خانه وروره ، ستاسو خبره به کره وي ، چې له ما څخه د بېلابېلو اشخاصو په اړه ليکنې ستاينيزه بڼه غوره کوي . زه ډېری مهال کېدای شي دې ته نه يم متوجه شوی او دا کار مې په لوی لاس نه بلکې په نااګاهانه ډول کړی دی . زه په دې پوه يم چې په دې برېښنايي پوهنغونډ کې ليکنې بايد بې پرې وي ، خو بيا هم لکه څنګه چې مې مخکې هم نغوته وکړه دا کار راڅخه په نااګاهانه ډول شوی دی . زه به پر راتلونکي مهال هڅه وکړم چې دې موضوع ته پام ولرم . خدای مو ښاد ، سوکاله او بريالي لره .

Global account

Hi Kanay! As a Steward I'm involved in the upcoming unification of all accounts organized by the Wikimedia Foundation (see m:Single User Login finalisation announcement). By looking at your account, I realized that you don't have a global account yet. In order to secure your name, I recommend you to create such account on your own by submitting your password on Special:MergeAccount and unifying your local accounts. If you have any problems with doing that or further questions, please don't hesitate to contact me on my talk page. Cheers, DerHexer (خبرې اترې) 00:58, 17 جنوري 2015 (UTC)

ویکی کنفرانسونه

کاڼی صاحب سلامونه او نیکي!

آیا تاسی مسکو ښار کې ژوند کواست؟ که مسکو ښار کې اوسیږی نو خپل ایمیل یا فیسبوک را ته ولیکی چی وکولای شم چی د ویکی په هلکه کنفرانسونو کې تاسی ته هم خبر درکړم. ما څو ځلی د پښتو ویکی په استازیتوب ګډون کړی دی، که تاسی وغواړی تاسی ته به هم خبر درکړم،ځکه ستاسو پوهه د پښتو ژبې په هکله ډیره ده او پښتو ویکی کې مو هم ډیر کار کړی دی. په احترام ابراهیم خاشرودی مسکو ښار کې افغان محصل.--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 20:25, 22 اکتوبر 2015 (UTC)

مرسته

سلامونه ګرانه ستا د کارن سره پر ویکي خپله لیکنه هم پر مخ بیایاست ستاسو لیکنه ړنګه شوه ولي چی ویکي د شخصي لیکنو ځاي نه دي ګرانه بلوڅ خان (خبرې اترې) 14:24, 16 اپرېل 2017 (UTC)