د "ويکيپېډيا:بنډارځای/تخنيک" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۹۱ کرښه: ۹۱ کرښه:


[[کارن:طاهره مجیدی]]
[[کارن:طاهره مجیدی]]

(Extension:Flagged revision)(ترویج: رپی بڼې)

د ۱۶:۲۴, ۲ مې ۲۰۱۶ بڼه

 خبرونه تخنيک تگلاره وړانديزونه لارښود بېلابېل 
دا د پښتو ويکيپېډيا د تخنيکي ستونزو د هوارولو او خبرو اترو کولو مخ دی. دلته تاسې يوازې د همدې ويکيپېډيا اړونده تخنيکي مالومات ورگډولی شئ. د دې موضوع څخه دباندې وتلې خبرې به لرې شي
« پخواني مخونه, 1

تانبه نومتشيال (Portal Namespace)

تانبو لپاره په انگلیسي کې Portal نوم کارېدلی، دا نومتشيال په پښتو ويکيپيډيا کې لا تر اوسه پورې نشته. د Portal لپاره به د پښتو نوم تانبه کاروو. په پښتو ويکيپېډيا کې د دغه نومتشيال ترلاسه کولو لپاره خپله رايه ورکړئ.

  • Portal = تانبه
  • Portal Talk = د تانبې خبرې اترې

تاييد

  1.  ملاتړ-- عثمان 00:41, 24 نومبر 2015 (UTC)
  2.  ملاتړ--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 10:59, 24 نومبر 2015 (UTC)
  3.  ملاتړ--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 16:08, 24 نومبر 2015 (UTC)
  4.  ملاتړ--ANBI (خبرې اترې) 13:18, 28 نومبر 2015 (UTC)
ترسره شو. --عثمان خان||خبرې اترې 17:14, 12 جنوري 2016 (UTC)

د ځانګړی بدلون په ځانگړی

په فېبرېکېټر کې د ځانګړی، چې په انگرېزي کې يې انډول Special دی؛ د سمون غوښتنه شوې. غوره ده چې دا لغت چې د مېډياويکي سيستم کې کارېږي؛ په ځانگړی بدل شي. د بدلون د غوښتنې دليل ناسمه حجا ښودل شوې. لطفاً خپل د ملاتړ رايې دلته لاندې ورکړئ. مننه--ANBI (خبرې اترې) 21:53, 5 ډيسمبر 2015 (UTC)

د ځانگړی ملاتړ رايې

  1.  ملاتړ--ANBI (خبرې اترې) 21:53, 5 ډيسمبر 2015 (UTC)
  2.  ملاتړ--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 10:26, 6 ډيسمبر 2015 (UTC)
  3.  ملاتړ-- عثمان انصاري اړیکه 18:24, 6 ډيسمبر 2015 (UTC)

نوي کارنانو ته اټومېټک پيغام (Extension:NewUserMessage)

دا څو ورځې ما کوښښ کولو د دوه کارونو لپاره چې روباټ جوړ کړم لومړی کار دا چې هغه روباټ په اټومېټک ډول په ليکنو کې وېشنيزې د انگرېزۍ ويکي مطابق ورگډې کړي او دوېم مقصد مې دا و چې هغه روباټ نوي کارنانو ته د ښه راغلاست پيغام ورکړي۔ هم مقصد زما يو ملگري نن پښتو ويکي کې د وېشنيزو روباټ وچلاو خو هغه روباټ کار ځکه ونکړو چې په پښتو ويکي کې وېشنيزې کمې دي نو ځکه به د وېشنيزو لپاره روباټ دوباره يوه مياشت وروستو بيا جوړ کړم

دوېم دا چې د نوي کارنانو ته د ښه راغلاست پيغام ورکول دي نو د هغه لپاره ويکيمېډيا نوې توسيع يا ايکسټينشن جوړ شوی دی ، د هغه ايکټنشن په وسيله سره به د نوي کارنانو د خبرو اترو مخ ته د ښه راغلئ پيغام ورکولی کېږي، هم ددې توسيع د نصب کولو لپاره زه دا رای شماري شروع کوم ، هيله لرم چې ملگري به ددې ملاتړ وکړي چې دا توسيع په پښتو ويکي کې نصب شي چې نوي کارنانو ته پيغام پخپله ورکولی کېږي، که پدې اړه څه پوښتنې هم کول غواړئ نو لاندې د "خبرې اترې" په سيکشن کې خپلې پوښتنې وليکئ

ملاتړ

بډ

خبرې اترې

پايله

YesY ترسره شو--عثمان خان||خبرې اترې 17:17, 12 جنوري 2016 (UTC)

د ماډيول (Module) نومتشيال نوم بدلون

سلامونه!

د ټولو کارنانو او پازوال (عثمان منصور انصاري) څخه غوښتنه ده چې د ماډيول (Module namespace) نومتشيال په نوم بدلون کې مرسته وکړي. تاسې کولای شئ د رايو له لارې د ماډيول نوم رغبېلگه ته چې کره پښتو نوم يې دی واړوئ. مهرباني وکړئ خپلې رايې په لاندې ځای کې ثبتې کړئ:

د ماډيول (Module) نوم بدلون غوښتنه.

وړانديز شوی نوم رغبېلگه (د رغولو او بېلگې يو تړنگنوم دی)

رايې (Votes)

  1.  زه د رغبېلگه ملاتړ کوم --ANBI (خبرې اترې) 09:15, 13 جنوري 2016 (UTC)

انټرفيس سموونکی (Interface-editor)

پښتو ويکيپېډيا کې ډېر يوزر ګروپونه نشته ، انټرفيس ايډيټر په دې کې يو دی۔ زه ددې يوزر گروپ لپاره دلته ستاسي رای غواړم هيله لرم چې ملگري به د ملاتړ رای وليکي، انټرفيس ايډيټر کې به هغه کارنان شامل کړی شي کوم چې په تکنيکي ستونزو پوهيږي، د پښتو ويکيپېډيا تکنيکي ستونزو ختمولو لپاره ددې يوزر گروپ اړتيا ده، دې گروپ سره صرف د تکنيکي ستونزو حل کولو اختيار.

رای

  1.  ملاتړ--عثمان خان||خبرې اترې 18:51, 23 اپرېل 2016 (UTC)
  2.  ملاتړ--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 19:47, 23 اپرېل 2016 (UTC)
  3.  ملاتړ--ابراهیم خاشرودی (خبرې) 10:29, 24 اپرېل 2016 (UTC)
  4.  ملاتړ --ANBI (خبرې اترې) 17:42, 24 اپرېل 2016 (UTC)

خبرې اترې او پوښتنې

سلامونه!

زما په نظر د (Interface editor = ليدنمخ سمونگر) ډلې ته ځکه اړتيا نشته چې دا کار هر وخت په translatewiki.net کې او همداراز دلته د پازوالانو لخوا د غونډال پيغامونه په برخه کې پازوالان کولی شي. دم مهال زه د ويکيمېډيا ژباړن يم چې په Translatewiki.net کې د يو لړ پروژو پر ژباړو بوخت يم. خو دا چې دا په يوازې سر ډېر وخت غواړي نو په همدې دليل يې کار ځنډېدلی.

د ليدنمخ د پيغامونو ايډيټر يا سمونگر بايد داسې څوک وي چې په سمې پښتو (املايي او گرامري) برلاسی وي. زموږ د پښتونخوا د سيمې پښتنو ژبنۍ پښتو سمه ده خو په ليکنئ پښتو کې ډېرې ستونزې لري. هغوی د خپلو گړدودونو له مخې ليکنې ليکي. د ډ او اوردو ډال تر مېنځ توپير کې ستونزه لره، همداراز ډېر ځله د پښتو ټ او اوردو ټ چې په سر ط لري تر مېنځ سم توپير کې هم ستونزه لري. د دې تر څنگ ياگانو سره سمه بلدتيا او د پښتو نويزونوو (Neologism) سره نابلدتيا هغه ستونزې دي چې د google translate ته ورته ستونزې رامېنځ ته کوي. زه په دې عقيده يم چې د يو کار د ناسمه توگه ترسره کولو څخه ښه دا ده چې بلکل و نه شي. دا ځکه چې که کار ناسم وي نو بيا ډېر سرخوږی رامېنځ ته کوي. هماغه کار بايد سر له نوي يو بل څوک ترسره کړي. چې په يوه کار د دوه کسانو وخت ضايع کول دي. دويمه خبره د ناکره مالوماتو په لېږدولو سره د پښتو ژبې هغه مينه وال چې غواړي پښتو زده کړي او يا هم خپله پښتو نوره هم غښتلې کړي، د يو ډول ټکنتوب (Confusion) سره مخامخېږي. دا کار ځينو غلطو مشهورېدنو ته لاره هواروي. موږ د يو شمېر غلطو مشهورېدنو ښه مثالونه لرو چې په خلکو کې يې يو ډول گډوډي رامېنځ ته کړې. درېيمه خبر دا چې که د انټرفېس يا ليدنمخ پيغام په معياري پښتو نه وي نو بيا هم گډوډي رامېنځ ته کوي. د دغو دليلونو او ډېرو هغو دليلونو له مخې چې د ستونزو د ډېرېدو سبب گرځي، زه دې نتيجې ته رسېږم چې که يو څو د گوتو په شمار کسان چې پښتو ليک لوست يې ښه وي، تر ډېره حده د گرامري او املايي تېروتنو کچه يې ډېره ټيټه وي نو هغوی کولی شي چې په translatewiki.net کې په فعاله توگه ژباړې پيل کړي. او هره هغه ژباړه چې هلته ترسره کوي دا په اتوماتيکه توگه د ټولو پښتو ويکي گانو د ليدنمخ پيغامونو کې هماغسې رامېنځ ته کېږي.

ډېر ځله زه دلته داسې کسان وينم چې د ليکنو د شمېر د ډېرولو په هڅه کې دي. چې دا پخپله د يوه کار د څو څو ځله ترسره کولو ستونزه رامېنځ ته کړې. داسې ښاغلي او اغلې دلته شته چې پښتو ليکلو شوق لري. زه يې په پوره مانا ملاتړ کوم، خو تر يو څه ليکلو دمخه که په دې لږ فکر وکړي چې زه بايد تر ليکلو دمخه د نورو ليکنې ولولم او د ياگانو د کارولو سره سم، د خپلو املايي تېروتنو اصلاح وکړم. ډېرو ښاغلو او اغلو باندې مې چې نيوکه کړې پرې بد لگېږي او بيا داسې گڼي چې زه د هغوی بدبين يم. خو په اصل کې د يو کار څو واره ترسره کولو وخت سپمولو په خاطر بايد موږ د کميت څخه د ښه کيفيت د ترلاسه کولو په مقصد کار وکړو.

اغلې طاهره مجيدي چې يوه نېکه ښځه ده نو غواړي پښتو زده کړي خو ډېر ځله يې داسې ليکنې ترسره کړي چې خپل قيتمي وخت لگولو تر څنگ يې ټولو ته کار اوږد کړی بايد يو څوک د هغې ټولې ۲۰۰ يا ۳۰۰ هر څومره ليکنې چې دي، هغه ټولې ټکي په ټکي ولولي او املا يې ورته سمه کړي. اوس که ښه فکر وکړۍ په همدې يو کار د دوه يا څو کسانو وخت ضايع شو. کله چې ما وغوښتل چې د اغلې پام د هغې املايي تېروتنو ته ور واړوم نو پر ما د طالب ټاپه ولگېده. دا ډول ورانپوهاوي او ستونزې دلته شته او د همدغو ستونزو د حل لپاره پکار دی چې په فعاله توگه کار وشي.

زما نظر دا دی چې د پښتو ويکيپېډيا د پرمختگ لپاره بايد لانديني کارونه ترسره شي:

کارونه بايد د وړتياو (استعدادونو) او مالوماتو پر بنسټ ووېشل شي. د تخنيکي څانگې او مالوماتي څانگو دندې تعريف شي تخنيکي څانگې بايد د وېبپاڼې د ډيزاين، د مالوماتو د اوډون او د کوډونو/کينډيو/گاډجېټونو چارې بايد سمبال کړي. مالوماتي ډله بايد په دوه څانگو ووېشل شي. يوه څانگه بايد د مالوماتو د ورگډولو او بله د مالوماتو د کره کولو دنده په غاړه واخلي. د څار ډله بايد د ورانکارو مخنيوی وکړي. هغه جنجالي ليکنې چې ناندرۍ راپاروي هغو کې د تعدل او بې پرېوالي له معيارونو څخه کار واخلي. همداراز گڼ شمېر بشپړې شوې ليکنې د ورکنومو کارنانو په وړاندې وتړي. کله چې يو ورکنومی کارن د آی پي پتې په کارولو سره يوه ښکنځا يا ناسم مالومات د گډوډيو د رامېنځ ته کولو په خاطر ترسره کوي، نو د دې په وړاندې يوازينۍ لار د ليکنو ژغورنه ده چې د ورکنومو کارنانو مخنيوی پرې کېدلی شي.

دا هغه نظرونه دي چې زه يې دلته شريکوم او هيله من يم چې نور کارنان هم په دې فکر وکړي. موږ د نورو ژبو ويکيپېډياگانو سره د ليکنو په شمېر کې بايد سيالي و نه لرو، زموږ سيالي د ليکنو د کيفيت او کره او سم مالوماتو په خپراوي کې وي. که ناسم مالومات خپروو دا مو د خپلو خلکو سره لويه جفا ده.

--ANBI (خبرې اترې) 01:12, 24 اپرېل 2016 (UTC)

خبره دا ده چې اوس د اکثره ميډياويکي مخونو جوړولو ضرورت نشته هغه ځکه چې translatewiki.net ته هر څه ډايرکټ شوي دي، خو انټرفيس ايډيټر دا مقصد نه دی چې هغه پښتو ته پيغامونه ترجمه کړي، انټرفيس کې بې شماره کينډۍ دي د هغو کينډو جوړولو ضرورت دی، په هغه کې د پښتو املا ضرورت نشته که مثال په توگه ځني ځاينو کې پښتو املا هم اړتيا وي نو هغه چې انټرفيس ايډيټر وليکي نو د هغه څخه وروسته پازوالان هم هغه سمولای شي نو که تاسې دا گڼله چې ځني ځای کې تېروتني دي نو پازوال هغه سمولای شي، د انټرفيس ايډيټر اختيار صرف په يو څو مخونو کې وي نور خو باقي چې څومره مخونه دي هغه صرف پازوال په اختيار کې وي، انټرفيس ايډيټر ته تر دې هم اختيار نه وي چې هغه په هغه مخونو کې لاسوهنه وکړي کوم چې پازوالانو protect کړی وي، بلکې د انټرفيس ايډيټر صرف يو څو مخونو کې ايډيت کولای شې، يو ځل به بيا زه خبره وکړم چې انټرفيس کې اکثره مخونه اوس ټرانسليټ ويکي کې ډايرکټ ژباړل کېږي خو ځني مخونه داسې دي چې هغو کې د ترجمې نه بلکې د کينډو ضرورت وي، په هغه کې پښتو املا دومره وي هم نه ، او که وي او تاسې ته ښکارېده چې څه قسمه تېروتنې دي پکې نو هغه هر پازوال سمولای شي۔ ټولې ويکيپيډياگانې د انټرفيس ايډيټر گروپ لري او زه خواهش کوم چې پښتو ويکي کې هم دا گروپ انسټال شي او پښتو ويکي د نورو څخه وروستو پاتي نشي. ددې يوزر گروپ د انسټالولو څخه وروسته هر پازوال دا کولای شي چې ځني کارنانو ته دغه اختيار(right) ورکړي او يا يي ترې بېرته واخلي۔--عثمان خان||خبرې اترې 14:39, 24 اپرېل 2016 (UTC)
او کوم تجويز چې تاسې پېښ کړي دي زما په خيال دا تجويز ستاسې ښه دی چې کار دې په يو څو څانگو کې ويشل شي، زما په خيال دا ډېر ښه تجويز دی او همداسې پکار ده چې هر کس ته مونږ يو کار وکړو چې ستاسې دې سمولو کوښښ کوئ، خو په دې تجويز عمل کولو څخه وړاندي به په بانډارځای (وړاندېزونه) والا مخ کې رای شماري وشي ددي لپاره چې د نورو کارنانو رای واخيستی شي چې ايا هغوي ددې تجويز په حق کې دي او که دا تجويز ناسم گڼي، د زياتو کارنانو د خوښې مطابق به کار وکړی شي، داسې نه چې نور کارنان دومره وخت ويکيپېډيا ته نشي ورکولای او مونږ پرې دا زمه واري وتړو چې تاسې به دا کار کوئ، هر انسان خپلواکه دی ، هر يو ته د هغه د خوښې مطابق کار ورکول پکار دي--عثمان خان||خبرې اترې 14:59, 24 اپرېل 2016 (UTC)

سلام او نیکۍ هیلي ستا سو ته: ګرانو د پښتو ویکی لیکوالانو، واقعا زه ډير په دي باندي کار کووم چي د خپل لیکنۍ سمه کرم واقعا واقعا . ام زما تقصیر نه دۍ.دلته خو خلک حتی پښتو نه غږیګي واقعا زماکم څوک هم پښتو لیکلۍ نه شي هیڅ څوک هم نشته چي تینه زده کرم.ولي زه بیسواده نه یم!عربي او انګلیسي او فارسي باندي سمه پوهیګم او پوهنتون ته زم زه د دی ورتیا لرم چي علمي او پوهنیز مقالات ولیکم(زما لیکني د محتوا کمه ستونزه نه لري او زه هغي سرچینه باندي پام نیسم ) زما پښتو لیکنه که کم زره ناسمه ده خو زه څه وکرم واقعا دونه ډير وقت نلرم چي کینمه ډیر وقت کیدم پښتو باندي اما پښتو زما ستونزه ده هغه هم په لیکنو کې ،واقعا زما حیف راځي چي د پښتو ژبه د علمی او ځیني نور موضوعاتونه محروم پاتي شي او واقعا دا موضوع زما ویکي تا رولي نه بیکاریم او نه خرابکار.واقعا زما ته هم ډیر ناخاشیني حس دۍ چي یو شی لیکم اما محتوا دهغي سمه اما لیک کې ناسم وي :(.چون ویکی مرجع دی اوباید سم وي. که زما د رای پیغام هم نه وو خو !ولي که کم روباټ یا ده سي کم شي وي چي لکه زما غوندي خلکو سره مرسته وکری په سمه لیکونوکي واقعا ښه به وې.که زما ویکی ته ستونزه جوره کرۍ ده، نو کم څوک که زماته پښتو سمه لیکنه کې مرسته کولۍ شي لطفا د لطف زمانه دریغ کوئ مه.

  • ANBI ګرانه وروره:

زه ستاسونه بخښنه غاروم که ستاسو زما خفه شلئ واقعا زه بی ادبه انسان نه یم .ستاسو ماته لارښود وکرو اما هغه طالب مسله یو سو تفاهم وه زه دا هیله لرم چي هغه هیره کو.

کارن:طاهره مجیدی

(Extension:Flagged revision)(ترویج: رپی بڼې)