د "گاليليو گاليلی" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
و Removing Link FA template (handled by wikidata) |
||
۱۰ کرښه: | ۱۰ کرښه: | ||
[[وېشنيزه:ايټالوي فيلسوفان]] |
[[وېشنيزه:ايټالوي فيلسوفان]] |
||
{{Link FA|ru}} |
د ۱۰:۱۳, ۳ نومبر ۲۰۱۵ بڼه
گاليليو گاليلی په کال (1564-1642)کې د ایټالیا په پيسا ولايت کې وزېږېد. پلار ېې وېنسنزو گاليلی د يوې ښې کورنۍ غړی خو غريب سړی و. مور ېې جوليه امننت نومېده دا د يوې مالداره اومخورې کورنۍ غړې او په خوله ډېره تېزه او ترخه ښځه وه. لکه څنگه چې د يوې مشهورې او مالدارې کورنۍ نه وه نوخپل دخاوندخواري ېې په باک نه راتله.
ددوی شپږ ماشومان و چې گاليليو گاليلی ېې تر ټولو مشر ماشوم و. د گاليليو پلار به ډېر ښه د (عود) په نامه يوه د موسيقۍ عاله غږولی شو، او هم ېې اورگن عاله ښه زده وه. همدا رنگه ېې خپل زوی گاليليو ته هم ورزده کړې وه.
زده کړې
د گاليليو گاليلی پلار گاليليو ته په کور کې سبق ورکاوه ، او تر هغه ېې کور کې ورباندې تعليم وکړ تر څو ېې دی د پوهنتون تر کچې لوړو زده کړو ته د وللمبروسه کلوسټر پوهنتون ته ورساو. وروسته له څلورو کالو د پوهنتون نه ده له ځان سره پتېيلې وه چې دی به مونک کېږي . پلار ېې د ده له اند سره همغږی نه و او نه ېې غوښتل چې گاليليو گاليلی د مونکانو تر اغېزې راشي نو ېې د هغه ځای نه کډه وکړه. پلار ېې غوښتل چې گاليليو لکه د عامو وگړو په څېر د خپل د گټې خاوند اوسي او دده پوهې ته ېې چې کتل نو ورته به ېې وېل چې بايد ډاکټر شي.
همداسې په کال 1581 کې گاليليو گاليلی د پيسا په پوهنتون کې ېې ځانته د طب په څانگه کې ځای ترلاسه کړاو په ډاکټري ېې پېل وکړ، که څه هم ده خپلې زده کړې پېل کړې وې خو د ډاکټري سره ېې پزړه پورتيا نه وه او ورځ په ورځ ېې د شمېرپوهنې سره مينه زياتېده . يوه ورځ دی د کاتېدرال کليسا کې ناست و چې ېې د کليسا په يوه څراغ سترگې ولږېدې چې ځوړند و او گرچاپېره تاوېده.