د "بند پښه لرونکې ژوې" د بڼو تر مېنځ توپير
۱۸ کرښه: | ۱۸ کرښه: | ||
*Chelicerata |
*Chelicerata |
||
*[[سرسوبلې]] ( Myriapoda) |
*[[سرسوبلې]] ( Myriapoda) |
||
*كلك پو ستى (فشرې) ژوي (Crustacea) |
*[[كلک پو ستى ژوي|كلك پو ستى (فشرې) ژوي]] (Crustacea) |
||
*[[شپږ پښې لرونکی ژوي]] (Hexapoda) |
*[[شپږ پښې لرونکی ژوي]] (Hexapoda) |
||
===د بدن جوړښت=== |
===د بدن جوړښت=== |
د ۱۰:۳۴, ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۵ بڼه
بند پښه لرونکی ژوي | ||||||
---|---|---|---|---|---|---|
ساينسي ډلبندۍ | ||||||
| ||||||
|
بند پښه لرونکی ژوي (په لاتين: Arthropoda) د بې شمزۍ ژويو څخه تر ټولو گڼ شمیر لرونکی ډله (شاخه) ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په طبیعت او اقتصاد کې هم مهم رول لوبوي. تر اوسه پورې ۱ میلیونه ډوله ژويان پېژندل شوي دي. د هغو زويو بدن د کوچنیو برخو څخه جوړ شوي دي، پښې یې د بندونو په مرسته تړل شوي دي او پوستکی یې د کلک پوښ (چې باندینی اسکلټ ورته وایی) لخوا پوښ شوي دي چې د عضویو او معدنیو توکو څخه جوړ شوي دي. عضلې يې د داخلي او باندينی اسکلټ سره تړل شوي دي. د رگو سیستم پرانیستل شوي دي او د ملا په برخه کې وجود لري. نوموړي ژوي په دوو جنسو (نارينه او ښځينه) تقسیم کېږي.
د بند پښه لرونکو ژويو تقسیم
بند پښه لرونکی ژوي په څلورو مهمو ډلو تقسیم کېږي:
- Chelicerata
- سرسوبلې ( Myriapoda)
- كلك پو ستى (فشرې) ژوي (Crustacea)
- شپږ پښې لرونکی ژوي (Hexapoda)
د بدن جوړښت
بند پښه لرونکی ژوي باندینی اسکلټ لري چې د کلکي کیټیني (Chitin)پوښ څخه جوړ شوي دي. بدني برخې د نری پوستی پردې په مرسته تړل شوي دي. بدن یی د دوو یا درو مهمو برخو څخه جوړېدلای سی.
- ۱. سر (cephalon) + ټټر (thorax) + نس (abdomen)
- ۲. cephalothorax + نس (abdomen)
- ۳. سر (cephalon) + ټټر (thorax)