د "تور ويلني" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه: ۱ کرښه:
{{ټاکلې ليکنه}}
{| style="margin: 0 0 1em 1em; border-collapse:collapse; font-size: 90%;" border="1" cellpadding="2" align="left" cellspacing="0"
{| style="margin: 0 0 1em 1em; border-collapse:collapse; font-size: 90%;" border="1" cellpadding="2" align="left" cellspacing="0"
|- style="background-color:
|- style="background-color:

د ۲۳:۱۹, ۱۷ مې ۲۰۱۵ بڼه


Mentha piperita
تور ويلنى
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ نعناعیانو (Lamiaceae)
جېنس تور ويلنى (Mentha)

تور ويلنی (په لاتين: Mentha piperita) څو کلن درملي بوټی دی چې په اروپا او اسيا کې راشنه کېږي. نوموړی بوتی له درملنې پرته په سينگار، خوړو او څښاک کې د خوند ښه والي لپاره کارول کېږي.

تاريخ

د تاریخپوهانو په نظر چې په مصر کې په اهرام کې یې د تور ويلني پاڼې پيدا کړي، نو وايي چې تور ويلنی د لرغونو درملو بوټو څخه دی چې په لرغوني مصر کې ۳۰۰۰ کاله مخکې کارول شوی و. خو دغه بوټی په لرغوني يونان او روم کې هم کارېده. په اروپا کې تور ویلنی د درمل په توگه د ۱۸ پېړی څخه راهیسي کارول کېږي.

توصيف

تور ویلنی د نعناګانو څخه دی چې د Lamiaceae په کورنی او د ويلني په جنس پورې اړه لري. د تور وليني ساقه څلور كونجه او ارغواني ته ورته سور رنگ لري او د ساقې په مخ په هره گنډه كې دوه متقابلې پاڼې خارجېږي. د تور ويلني پاڼې بيضوى ډوله، تېره څوكه او غاښوره (دندانه) لرونكې دي. گلان يې د نعناعګانو په ډول پورې اړه لري، كېداى شي چې سره، ارغواني او يا سپين وي. نوموړې بوټي په معتدلو او لمر درلودونكو ځايونو كې ښه وده كوي او د سرطان (چنگاښ) د مياشتې نه تر اسد(زمري) مياشتې پورې گلان نيسي . منتا پي پريتا ( Mentha piperita) يو يوناني ( هبريد) محصول دى چې د اولسمې پېړۍ په وروستیو كې د مشهور انگليسي بوټي پېژندونكي (جي. رى) په وا سطه تشريح شو. او داسې ښكاري چې د نعناع ټول ډولونه چې اوس مهال كرل كېږي. په كې شامل دي. تور ويلنی په پراخه پيمانه په اروپا، د اسيا په سوېل ختيځ، شمالي او جنوبي امريكا اوستراليا كې كرل كېږي. او په وحشي او خپل سر ډول هم راټوكېږي . تور ويلنی یو شمېر طبيعي توکې لکه مېنټول (۵۰ ٪)، مېنتهون (۱۰ ٪)، پيپېروټ، ټانين، فلافونويډونه، اسېټيک اسيډ لري.

تور ويلني په طب کې

د پخواني طب له نظره تور وِیلنی نسبتا وچ او گرم دى، تور ويلني غاز ماتوونكى دى او د گېډي او كولمو گاز را كموي، گېډه (معده) قوي كوي، د معدې درد تسكينوي، د ويروس قوي ضد ځانگړنې (خواص) لري چې كولاى شي د انفلونزا (گريپ) د عامل ويروس، سنوزيت، د ستوني درد، د رېزش له كبله التهاب، د تناسلي آلې د تب خال سره مقابله وكړي او هغو ي له پښو وغورځوي. همدارنگه د والگي په درملنه كې گټور دى او د ستونې د درد د لرې كولو لپاره يي غړغړه كولاى شئ.