د "کوروش ۲" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
ود سمون لنډیز نسته |
||
۲۶ کرښه: | ۲۶ کرښه: | ||
|} |
|} |
||
'''کوروش ۲''' یا '''ستر کوروش''' ( په فارسی : |
'''کوروش ۲''' یا '''ستر کوروش''' ( په فارسی : کوروش بزرگ په [[مېخي ليکدود|مېخي ليک]]: [[دوتنه:Old Persian ša.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian u.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian ri.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian u.png|20px ]][[دوتنه:Old Persian ku.png|20px ]]) د هخامنشیانو د کوړنی څخه یو مشهور حکمران، [[د هخامنشیانو واکمني|د هخامنشیانو]] د واکمنی بنسټ ایښودونکی او فاتح وو. |
||
== د کوروش نوم == |
== د کوروش نوم == |
د ۱۲:۲۳, ۳۰ مې ۲۰۱۴ بڼه
کوروش ۲ | |
---|---|
دوتنه:Kuroshekabir.jpg | |
زېږېدنه | ۵۹۰ ق.م. |
مړينه | ۵۳۰ ق.م. |
کوړنی | د هخامنشانو کوړنی |
پلار | کمبوجیه ۱ |
زوی | کمبوجیه ۲ |
د هخامنشیانو واکمنی د کوروش حکومت په وخت کی |
کوروش ۲ یا ستر کوروش ( په فارسی : کوروش بزرگ په مېخي ليک: ) د هخامنشیانو د کوړنی څخه یو مشهور حکمران، د هخامنشیانو د واکمنی بنسټ ایښودونکی او فاتح وو.
د کوروش نوم
د تاریخ پوهانو په نظر د کوروش نوم ډېر پخوانی نوم دی چی په فارسی ژبه کی د خورشید معنی لری. ( په پښتو ژبه کی لمر) د کوروش نوم یوازې په پخوانی فارسی او عصری فارسی متنونو کی راغلی دی. مګردغه نوم ( کوروش ) په اروپایی متنونو کی ډېر مغایر نومونه لری.
- پخوانی فارسی : کوروش
- عصری فارسی : کوروش
- یونانی ژبه :Κύρος Β'
- یهودی ژبه:کورِوش Koresh כורש
- لاتینی ژبه :سیروس Cyrus؛
تاریخ
په ۷ ق.م. پېړۍ کی ایران د ماد واکمني په لاس کی وو. په دی وخت کی د کوروش پلار د هخامنشانو د کوړنی څخه یو حکمران وو چی په فارس کی یی حکومت کاوه. د کوروش نیکه د ماد حکمران وو. کوروش ۲ د پلار تر وفات وروسته په ۵۵۹ ق.م. د فارس حکمران شو. په ۵۵۳ ق.م. کال کی کوروش ۲ د ماد د حکمران سره د اختلاف په سبب په ضد قیام وکړ. په ۵۴۹ ق.م. کال کی د ماد اردو د کوروش پوځ لخوا ماته وخوړله او ماد واکمنی د کوروش لاس ته ورغله. په ۵۴۷ ق.م. کال کی د لیدیې حکمران د کوروش پر واکمنی برید وکړ مګر کوروش هغه پوځ ته ماته ورکړه. په ۵۴۰ ق.م. کال کی کوروش باختر ونیول. د کوروش پوځ د باختر تر نیولو وروسته د بابل واکمنی ته ورسیده او دغه هېواد یی ونیول. کوروش په فارس کی نوی پایتخت تاسیس کړ چی د پاسارګادا په نوم یادېږی. کوروش دېړ زغمن حکمران وو. خلکو د هخامنشیانو په ولایتونو کی کولای سول د سیمو د خدایانو ستاینه وکړی. کوروش ۲ په ۵۳۰ ق.م. کال کی په جګړه کی د سکیټ د اردو لخوا ووژل شو. د کوروش په وخت کې د ډېرو آريايی قبايلو په ځانګړې توګه د افغانانو فرهنګي میراثونو ته ډېر زیان اړولی دی . کوروش ته ېې ځکه هم کوروش خونین (وينه څکښونکی کوروش) ویلې . دی ډېر ظالم او ځان خوښوونکی پاچا تېر شوی دی .
سرچینې
- ترجمه
- Klíma, O.: Sláva a pád starého Íránu, Praha 1977.
- Encyclopaedia Iranica
- Livius