د "گړپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و ANBI پرته له دې چې يو مخ گرځونی پرېږدي له ګړپوهنه څخه گړپوهنه ته مخ ولېږداوه
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه: ۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{صاف}}
'''ګړپوهه''' يا صرف(morphology) د نومونو او فعلونو له اوړون(ګردان) سره تړاو لري. له دې پلوه د يوې يوازېنۍ کره يا معياري [[پښتو]] پر وړاندې ګړنۍ يا ګړدودي پښتو بې کچه توپيرونه لري او په دې توګه ډېرليکوال، او رسنوال (ژورنالېستان)، په تېره خبريالان او وياندان له بېلابېلو ګړدودي وارينټونو سره خورا زياته ژبنۍ ګډوډي(انارشي) رامنځته کوي.
'''گړپوهه''' يا صرف(morphology) د نومونو او فعلونو له اوړون(گردان) سره تړاو لري. له دې پلوه د يوې يوازېنۍ کره يا معياري [[پښتو]] پر وړاندې گړنۍ يا گړدودي پښتو بې کچه توپيرونه لري او په دې توگه ډېرليکوال، او رسنوال (ژورنالېستان)، په تېره خبريالان او وياندان له بېلابېلو گړدودي وارينټونو سره خورا زياته ژبنۍ گډوډي(انارشي) رامنځته کوي.


== نوم اوړون يااسمي ګردان(nominal flection) ==
== نوم اوړون يااسمي گردان(nominal flection) ==
# نومونه څلور ډوله يا ډلې دي: څيزنوم يا اسم، ستاينوم يا صفت، شمېرنوم يا عدد، نومځری يا ضمير. په دوی کې ضمير تر ټولو زيات لوی او کوشني ډولونه لري. د فعلي ګردان ترڅنګه په دې تړاو هم زياته ګړدودي رنګارنګي رامنځته کېږي، په تېره د سوېل لويديځوالو، په تېره کندهاريانو له خوا چې د خج (اکسنټ) له لامله د نورو ګردو ګړدودوالو پر وړاندې دوه دوه ډوله ښځينه- نرينه پايلې سره توپيروي، لکه ((ښځه)) پر زورکيواله پايله پای ته رسوي او په(ي) يې جمع کوي، خو پلمه يا پلوشه د ټوليزې کره پښتو غوندې په زورواله پايله وايي او په(ې) جمع کوي، دلته يې پر يوڅو بېلګو بسنه کوو: يوې ښځي ښوونکي دخپلي يوې شاګردي د ازمويني پارچې يا پاڼي ورکي کړې؛ زلمی ښوونکئ سپن ږيرئ پلار لري، يو نری نروچکئ سړی او يو غښتلئ اڅکزی دلي راغلل. همداراز د نورو ګردو پر خلاف يووستوي ضميرونه او ادات (مې، دې، يې، دی، ستاسې، چې، کې...) پر (مي، دي، يي، دئ، ستاسي، چي، کي...) اړوي.
# نومونه څلور ډوله يا ډلې دي: څيزنوم يا اسم، ستاينوم يا صفت، شمېرنوم يا عدد، نومځری يا ضمير. په دوی کې ضمير تر ټولو زيات لوی او کوشني ډولونه لري. د فعلي گردان ترڅنگه په دې تړاو هم زياته گړدودي رنگارنگي رامنځته کېږي، په تېره د سوېل لويديځوالو، په تېره کندهاريانو له خوا چې د خج (اکسنټ) له لامله د نورو گردو گړدودوالو پر وړاندې دوه دوه ډوله ښځينه- نرينه پايلې سره توپيروي، لکه ((ښځه)) پر زورکيواله پايله پای ته رسوي او په(ي) يې جمع کوي، خو پلمه يا پلوشه د ټوليزې کره پښتو غوندې په زورواله پايله وايي او په(ې) جمع کوي، دلته يې پر يوڅو بېلگو بسنه کوو: يوې ښځي ښوونکي دخپلي يوې شاگردي د ازمويني پارچې يا پاڼي ورکي کړې؛ زلمی ښوونکئ سپن ږيرئ پلار لري، يو نری نروچکئ سړی او يو غښتلئ اڅکزی دلي راغلل. همداراز د نورو گردو پر خلاف يووستوي ضميرونه او ادات (مې، دې، يې، دی، ستاسې، چې، کې...) پر (مي، دي، يي، دئ، ستاسي، چي، کي...) اړوي.
# ځينې نور بيا ټولمنلې ښځينه جمع پايله((- يندې)) پر((-انې)) يا((-ګانې)) بدلوي، لکه: مورانې، خورانې، ترورانې، نندرورانې...(زرمله...)يا مورګانې، خورګانې، ترور ګانې، نندرور ګانې...(ننګرهار...).
# ځينې نور بيا ټولمنلې ښځينه جمع پايله((- يندې)) پر((-انې)) يا((-گانې)) بدلوي، لکه: مورانې، خورانې، ترورانې، نندرورانې...(زرمله...)يا مورگانې، خورگانې، ترور گانې، نندرور گانې...(ننگرهار...).
# زورکيوال ښځينه مفرد او جمع نومونه( کړکۍ، ډوډۍ، ناروغۍ، څوکۍ...) خو له سوېل لويديځ سره شمال ختيځ هم لږوډېره ملتيا کوي او –اَنې هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه: کړکيانې، ډوډيانې، ناروغيانې... .
# زورکيوال ښځينه مفرد او جمع نومونه( کړکۍ، ډوډۍ، ناروغۍ، څوکۍ...) خو له سوېل لويديځ سره شمال ختيځ هم لږوډېره ملتيا کوي او –اَنې هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه: کړکيانې، ډوډيانې، ناروغيانې... .
# (الف-) او (-و) پای ښځينه نومونه د (–وې) پرځای په ناکره پايله((- ګانې)) جمع کوي، لکه: غواګانې، ژړاګانې، خنداګانې، رڼاګانې، برېښنا ګانې، بيزو ګانې، زانګو ګانې، ورشو ګانې، پېرزوګانې، ارزوګانې... .هرګوره، (الف-) او(–زور) پای نرينه نومونه په –ګان ډېرګړی(جمع) کېږي، لکه: ماماګان،کاکاګان، اکاګان، لالاګان، بېړاګان، بوراګان، بوده ګان، ساده ګان، خوځنده ګان، پوونده ګان... .
# (الف-) او (-و) پای ښځينه نومونه د (–وې) پرځای په ناکره پايله((- گانې)) جمع کوي، لکه: غواگانې، ژړاگانې، خنداگانې، رڼاگانې، برېښنا گانې، بيزو گانې، زانگو گانې، ورشو گانې، پېرزوگانې، ارزوگانې... .هرگوره، (الف-) او(–زور) پای نرينه نومونه په –گان ډېرگړی(جمع) کېږي، لکه: ماماگان،کاکاگان، اکاگان، لالاگان، بېړاگان، بوراگان، بوده گان، ساده گان، خوځنده گان، پوونده گان... .
# په کره پښتو کې اوږد(و O) ښځينه پايله ده، لکه بيزو، پيشو، زانګو، ورشو... او لنډ(و U) نرينه، لکه لاټو، ټټو، يابو، سادو، جادو، کدو...، نو بايد اردو(پوځ)، ډېپو او داسې هر خپل و پردي نوم نرينه و کارول شي. هرګوره، ((اردو)) د ژبني نامه په توګه، لکه بله هره ژبه، ښځينه راځي! همداراز ((اړيکی- اړيکي)) نرينه او ((راتلونکې)) ښځينه په پام کې نيول په کاردي، نه د يوشمېر وياندانو غوندې سرچپه!
# په کره پښتو کې اوږد(و O) ښځينه پايله ده، لکه بيزو، پيشو، زانگو، ورشو... او لنډ(و U) نرينه، لکه لاټو، ټټو، يابو، سادو، جادو، کدو...، نو بايد اردو(پوځ)، ډېپو او داسې هر خپل و پردي نوم نرينه و کارول شي. هرگوره، ((اردو)) د ژبني نامه په توگه، لکه بله هره ژبه، ښځينه راځي! همداراز ((اړيکی- اړيکي)) نرينه او ((راتلونکې)) ښځينه په پام کې نيول په کاردي، نه د يوشمېر وياندانو غوندې سرچپه!


{| class="wikitable"
{| class="wikitable"
۴۰ کرښه: ۴۰ کرښه:




== کړاوړون(فعلي ګردانconjugation ) ==
== کړاوړون(فعلي گردانconjugation ) ==


1) داچې پښتو له ګرامري پلوه يوه ځانساتې (محافظه کاره) ژبه ګڼل کېږي، او ډېرې زړې تاريخي ځانګړتياوې يې خوندي ساتلې، نو فعلي ګردان يا صرف يې زښت زيات پراخ و پېچلی دی او د ګڼو بې قاعده ګيو ترڅنګه ډېره ګړدودي رنګارنګي لري، لکه د فارسي((رسيد)) پر وړاندې: ورسېد،ورسېده، ورسېدو، ورسېدلو، أورسېدو، أورسېدلو، ورسېدئ، ورسېدلئ.
1) داچې پښتو له گرامري پلوه يوه ځانساتې (محافظه کاره) ژبه گڼل کېږي، او ډېرې زړې تاريخي ځانگړتياوې يې خوندي ساتلې، نو فعلي گردان يا صرف يې زښت زيات پراخ و پېچلی دی او د گڼو بې قاعده گيو ترڅنگه ډېره گړدودي رنگارنگي لري، لکه د فارسي((رسيد)) پر وړاندې: ورسېد،ورسېده، ورسېدو، ورسېدلو، أورسېدو، أورسېدلو، ورسېدئ، ورسېدلئ.


له دې لامله دغه ګرامري برخه تر بلې هرې برخې يووالي او کره والي ته زياته اړتيا لري، د ساري په توګه له يادشويو وارينټو څخه يوازې د مرکز لپاره ((ورسېد)) کره منل شوی، هم د تاريخي لرغونوالي او لنډوالي او هم د دودوالي له پلوه!
له دې لامله دغه گرامري برخه تر بلې هرې برخې يووالي او کره والي ته زياته اړتيا لري، د ساري په توگه له يادشويو وارينټو څخه يوازې د مرکز لپاره ((ورسېد)) کره منل شوی، هم د تاريخي لرغونوالي او لنډوالي او هم د دودوالي له پلوه!


2) له معياري پښتو سره يوشمېر ناولده او ناروږدي ليکوال او رسنوال نوم اَري(له نومو رغېدلي) فعلونه د تېرمهال(ماضي) غوندې په وسمهال(حال) کې هم په لوی لاس ترکيبوي او ګرانوي، لکه:
2) له معياري پښتو سره يوشمېر ناولده او ناروږدي ليکوال او رسنوال نوم اَري(له نومو رغېدلي) فعلونه د تېرمهال(ماضي) غوندې په وسمهال(حال) کې هم په لوی لاس ترکيبوي او گرانوي، لکه:




۵۸ کرښه: ۵۸ کرښه:
| (سره) مخېږي، مخوي || مخ کېږي، مخ کوي
| (سره) مخېږي، مخوي || مخ کېږي، مخ کوي
|-
|-
| گډوډېږي، گډوډوي|| گډوډکېږي،گډوډکوي
| ګډوډېږي، ګډوډوي|| ګډوډکېږي،ګډوډکوي
|-
|-
| بوختيږي، بوختوي || بوخت کېږي، بوخت کوي
| بوختيږي، بوختوي || بوخت کېږي، بوخت کوي
۸۶ کرښه: ۸۶ کرښه:
| ځواکمنېږي، ځواکمنوي || ځواکمن کېږي، ځواکمن کوي
| ځواکمنېږي، ځواکمنوي || ځواکمن کېږي، ځواکمن کوي
|-
|-
| ځوانمرګېږي، ځوانيمرګوي || ځوانيمرګ کېږي، ځوانيمرګ کوي
| ځوانمرگېږي، ځوانيمرگوي || ځوانيمرگ کېږي، ځوانيمرگ کوي
|-
|-
| کمزورېږي، کمزوروي || کمزور کېږي، کمزور کوي
| کمزورېږي، کمزوروي || کمزور کېږي، کمزور کوي
۹۶ کرښه: ۹۶ کرښه:
همداسې نورکنسوننټ پای او يا سيمي واوېل(ی) پای صفتونه، په بله وينا، هغه صفتونه چې پر يوه کنسوننټ (consonent) او يا (لږو ډېر) سيمي واوېل (y) پای ته رسي، لکه: خپل، بډای، ځای، لوی، بوی، توی...:
همداسې نورکنسوننټ پای او يا سيمي واوېل(ی) پای صفتونه، په بله وينا، هغه صفتونه چې پر يوه کنسوننټ (consonent) او يا (لږو ډېر) سيمي واوېل (y) پای ته رسي، لکه: خپل، بډای، ځای، لوی، بوی، توی...:


خپلېدل – خپلول، بډايېدل- بډايول،، ځايېدل- ځايول، لويېدل- لويول، ...- بويول، ګويېدل- ګويول، تويېدل- تويول، ښويېدل- ښويول، خوړينېدل- خوړينول،کونډېدل- کونډول، خوارېدل- خوارول،زيانېدل- زيانول، تاوانول، ډنګرېدل- ډنګرول، چاغېدل- چاغول، لويېدل _ لويول،سترېدل – سترول، تورېدل- تورول، سپينېدل- سپينول، برګېدل- برګول، جړاوېدل- جړاوول، مرورېدل- مرورول، ترورېدل- ترورول، بېزارېدل - بېزارول، تارومارېدل- تارومارول، ارزانېدل- ارزانول، ګرانېدل- ګرانول، ړنګېدل- ړنګول، ورانېدل- ورانول، ويجاړېدل- ويجاړول، توندېدل – توندول، تېزېدل- تېزول، کنګالېدل- کنګالول، وزګارېدل- وزګارول، بېګارېدل- بېګارول...). (لوبه) د واوېل پای نوم په توګه (لوبېدل- لوبول) او داسې يو نيم بل نوم يا صفت هم په استثنايي ډول په حال زمانه کې يووستوی ګردانېږي (وردګ ستړی، خوشې... هم همداسې ګردانوي).
خپلېدل – خپلول، بډايېدل- بډايول،، ځايېدل- ځايول، لويېدل- لويول، ...- بويول، گويېدل- گويول، تويېدل- تويول، ښويېدل- ښويول، خوړينېدل- خوړينول،کونډېدل- کونډول، خوارېدل- خوارول،زيانېدل- زيانول، تاوانول، ډنگرېدل- ډنگرول، چاغېدل- چاغول، لويېدل _ لويول،سترېدل – سترول، تورېدل- تورول، سپينېدل- سپينول، برگېدل- برگول، جړاوېدل- جړاوول، مرورېدل- مرورول، ترورېدل- ترورول، بېزارېدل - بېزارول، تارومارېدل- تارومارول، ارزانېدل- ارزانول، گرانېدل- گرانول، ړنگېدل- ړنگول، ورانېدل- ورانول، ويجاړېدل- ويجاړول، توندېدل – توندول، تېزېدل- تېزول، کنگالېدل- کنگالول، وزگارېدل- وزگارول، بېگارېدل- بېگارول...). (لوبه) د واوېل پای نوم په توگه (لوبېدل- لوبول) او داسې يو نيم بل نوم يا صفت هم په استثنايي ډول په حال زمانه کې يووستوی گردانېږي (وردگ ستړی، خوشې... هم همداسې گردانوي).


د پوروييونو(پرديو کلمو) په ګردان کې هم د پښتو له دغې سېنتيتيکي يا ترکيبي (synthetic) ځانګړتيا او اسانتيا څخه کار اخېستل په کاردي، لکه:
د پوروييونو(پرديو کلمو) په گردان کې هم د پښتو له دغې سېنتيتيکي يا ترکيبي (synthetic) ځانگړتيا او اسانتيا څخه کار اخېستل په کاردي، لکه:
سازمانول، بسيجول، خزانول، ګومارل، ګوزارشول، دنبالول يا دومبالول، ماشينول، مېچنول، دېموکراتيکول، بچول، چالانول، پرچاوول، تاوول،ګردانول، سرګردانول، چاغول، تندرستول، داغول، ميدول، مردارول، پرېشانول، رخصتول(رسختول)،مجازول، تضمينول، بربادول، بدلول(بدل کول بله مانا لري)... .
سازمانول، بسيجول، خزانول، گومارل، گوزارشول، دنبالول يا دومبالول، ماشينول، مېچنول، دېموکراتيکول، بچول، چالانول، پرچاوول، تاوول،گردانول، سرگردانول، چاغول، تندرستول، داغول، ميدول، مردارول، پرېشانول، رخصتول(رسختول)،مجازول، تضمينول، بربادول، بدلول(بدل کول بله مانا لري)... .


يو لړ منځ واوېلي(intervocalic) صفتونه په داراز ګردانو کې لنډيز مومي، لکه:
يو لړ منځ واوېلي(intervocalic) صفتونه په داراز گردانو کې لنډيز مومي، لکه:
{| class="wikitable"
{| class="wikitable"
|-
|-
۱۳۹ کرښه: ۱۳۹ کرښه:
|}
|}


''' د يوه معياري باقاعده فعلي ګردان بېلګه''':
''' د يوه معياري باقاعده فعلي گردان بېلگه''':


* تېرمهال(ماضي):
* تېرمهال(ماضي):
۱۵۹ کرښه: ۱۵۹ کرښه:
:دا پاڅېږي- دوی پاڅېږي... .
:دا پاڅېږي- دوی پاڅېږي... .


4) د يوه بېقاعده فعلي ګردان بېلګه:
4) د يوه بېقاعده فعلي گردان بېلگه:


:تېرمهال: زه راغلم- موږ راغلو... ترپايه.
:تېرمهال: زه راغلم- موږ راغلو... ترپايه.
۱۶۶ کرښه: ۱۶۶ کرښه:
:زه تېرباسم- موږ تېر باسو... .
:زه تېرباسم- موږ تېر باسو... .


5) د تواني يا امکاني فعل(Potential verb) ګردان راز راز ګړدودي وارينټونه لري، بېلګې يې دادي:
5) د تواني يا امکاني فعل(Potential verb) گردان راز راز گړدودي وارينټونه لري، بېلگې يې دادي:




۱۷۹ کرښه: ۱۷۹ کرښه:
| ما و نه شو خوړی، ما و نه سوای خوړای || ما و نه شو خوړای
| ما و نه شو خوړی، ما و نه سوای خوړای || ما و نه شو خوړای
|}
|}
6) د ارماني يا تمنايي فعل(optative verb) ګردان له پاسني هغه سره يوازې په اهنګ توپير مومي او هسې د ښه ترا څرګندتيا لپاره يې((کاش، کاشکې)) په سرکې راوړل کېږي او په ليک کې يې پای ته نداييه(!)اچول کېږي، لکه:
6) د ارماني يا تمنايي فعل(optative verb) گردان له پاسني هغه سره يوازې په اهنگ توپير مومي او هسې د ښه ترا څرگندتيا لپاره يې((کاش، کاشکې)) په سرکې راوړل کېږي او په ليک کې يې پای ته نداييه(!)اچول کېږي، لکه:
{| class="wikitable"
{| class="wikitable"
|-
|-
۱۹۰ کرښه: ۱۹۰ کرښه:
| (کاش، کاشکې) وخوړی، وخوړلی || (کاش، کاشکې) وخوړلای
| (کاش، کاشکې) وخوړی، وخوړلی || (کاش، کاشکې) وخوړلای
|}
|}
7) د کندهارۍ او ننګرهارۍ... پښتو په لاسوند که له مجهول اصلي فعل active main verb) سره مرستيال يا معاون فعل(auxiliary verb) مل شي، اړونده ګرداني پايله يوازې په مرستيال پورې نښلول په کار دي:
7) د کندهارۍ او ننگرهارۍ... پښتو په لاسوند که له مجهول اصلي فعل active main verb) سره مرستيال يا معاون فعل(auxiliary verb) مل شي، اړونده گرداني پايله يوازې په مرستيال پورې نښلول په کار دي:
لکه:
لکه:
{| class="wikitable"
{| class="wikitable"
۲۰۶ کرښه: ۲۰۶ کرښه:


[[وېشنيزه:پښویه]]
[[وېشنيزه:پښویه]]
[[وېشنيزه:ګړپوهنه]]
[[وېشنيزه:پوهنه]]

د ۲۱:۰۷, ۲۰ نومبر ۲۰۱۳ بڼه

گړپوهه يا صرف(morphology) د نومونو او فعلونو له اوړون(گردان) سره تړاو لري. له دې پلوه د يوې يوازېنۍ کره يا معياري پښتو پر وړاندې گړنۍ يا گړدودي پښتو بې کچه توپيرونه لري او په دې توگه ډېرليکوال، او رسنوال (ژورنالېستان)، په تېره خبريالان او وياندان له بېلابېلو گړدودي وارينټونو سره خورا زياته ژبنۍ گډوډي(انارشي) رامنځته کوي.

نوم اوړون يااسمي گردان(nominal flection)

  1. نومونه څلور ډوله يا ډلې دي: څيزنوم يا اسم، ستاينوم يا صفت، شمېرنوم يا عدد، نومځری يا ضمير. په دوی کې ضمير تر ټولو زيات لوی او کوشني ډولونه لري. د فعلي گردان ترڅنگه په دې تړاو هم زياته گړدودي رنگارنگي رامنځته کېږي، په تېره د سوېل لويديځوالو، په تېره کندهاريانو له خوا چې د خج (اکسنټ) له لامله د نورو گردو گړدودوالو پر وړاندې دوه دوه ډوله ښځينه- نرينه پايلې سره توپيروي، لکه ((ښځه)) پر زورکيواله پايله پای ته رسوي او په(ي) يې جمع کوي، خو پلمه يا پلوشه د ټوليزې کره پښتو غوندې په زورواله پايله وايي او په(ې) جمع کوي، دلته يې پر يوڅو بېلگو بسنه کوو: يوې ښځي ښوونکي دخپلي يوې شاگردي د ازمويني پارچې يا پاڼي ورکي کړې؛ زلمی ښوونکئ سپن ږيرئ پلار لري، يو نری نروچکئ سړی او يو غښتلئ اڅکزی دلي راغلل. همداراز د نورو گردو پر خلاف يووستوي ضميرونه او ادات (مې، دې، يې، دی، ستاسې، چې، کې...) پر (مي، دي، يي، دئ، ستاسي، چي، کي...) اړوي.
  2. ځينې نور بيا ټولمنلې ښځينه جمع پايله((- يندې)) پر((-انې)) يا((-گانې)) بدلوي، لکه: مورانې، خورانې، ترورانې، نندرورانې...(زرمله...)يا مورگانې، خورگانې، ترور گانې، نندرور گانې...(ننگرهار...).
  3. زورکيوال ښځينه مفرد او جمع نومونه( کړکۍ، ډوډۍ، ناروغۍ، څوکۍ...) خو له سوېل لويديځ سره شمال ختيځ هم لږوډېره ملتيا کوي او –اَنې هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه: کړکيانې، ډوډيانې، ناروغيانې... .
  4. (الف-) او (-و) پای ښځينه نومونه د (–وې) پرځای په ناکره پايله((- گانې)) جمع کوي، لکه: غواگانې، ژړاگانې، خنداگانې، رڼاگانې، برېښنا گانې، بيزو گانې، زانگو گانې، ورشو گانې، پېرزوگانې، ارزوگانې... .هرگوره، (الف-) او(–زور) پای نرينه نومونه په –گان ډېرگړی(جمع) کېږي، لکه: ماماگان،کاکاگان، اکاگان، لالاگان، بېړاگان، بوراگان، بوده گان، ساده گان، خوځنده گان، پوونده گان... .
  5. په کره پښتو کې اوږد(و O) ښځينه پايله ده، لکه بيزو، پيشو، زانگو، ورشو... او لنډ(و U) نرينه، لکه لاټو، ټټو، يابو، سادو، جادو، کدو...، نو بايد اردو(پوځ)، ډېپو او داسې هر خپل و پردي نوم نرينه و کارول شي. هرگوره، ((اردو)) د ژبني نامه په توگه، لکه بله هره ژبه، ښځينه راځي! همداراز ((اړيکی- اړيکي)) نرينه او ((راتلونکې)) ښځينه په پام کې نيول په کاردي، نه د يوشمېر وياندانو غوندې سرچپه!
کره ناکره
ښځه، ښځې ښځه، ښځي
لاره(لار)، لارې لاره(راه)، لاري
لاره، لارې لاره(نغمه)،لارې
بڼه، بڼې بڼه(پر)، بڼي
بڼه، بڼې ڼه(شکل)، بڼې
ښوونکې، ښوونکې ښوونکي،ښوونکي
ښوونکی، ښوونکي ښوونکئ،ښوونکي
سړی، سړي سړی، سړي
ته چېرې اوسې؟ ته چيري اوسي؟
دی چېرې اوسي؟ دئ چيري اوسي؟
بډوډی مې کمزوری دی بډوډئ مي کمزورئ دئ.
ولې دې دومره مرغومی رانيوه؟ ولي دي دوني مرغومئ رانيوئ؟


کړاوړون(فعلي گردانconjugation )

1) داچې پښتو له گرامري پلوه يوه ځانساتې (محافظه کاره) ژبه گڼل کېږي، او ډېرې زړې تاريخي ځانگړتياوې يې خوندي ساتلې، نو فعلي گردان يا صرف يې زښت زيات پراخ و پېچلی دی او د گڼو بې قاعده گيو ترڅنگه ډېره گړدودي رنگارنگي لري، لکه د فارسي((رسيد)) پر وړاندې: ورسېد،ورسېده، ورسېدو، ورسېدلو، أورسېدو، أورسېدلو، ورسېدئ، ورسېدلئ.

له دې لامله دغه گرامري برخه تر بلې هرې برخې يووالي او کره والي ته زياته اړتيا لري، د ساري په توگه له يادشويو وارينټو څخه يوازې د مرکز لپاره ((ورسېد)) کره منل شوی، هم د تاريخي لرغونوالي او لنډوالي او هم د دودوالي له پلوه!

2) له معياري پښتو سره يوشمېر ناولده او ناروږدي ليکوال او رسنوال نوم اَري(له نومو رغېدلي) فعلونه د تېرمهال(ماضي) غوندې په وسمهال(حال) کې هم په لوی لاس ترکيبوي او گرانوي، لکه:


کره ناکره
مخامخېږي، مخامخوي مخامخ کوي، مخامخ کوي
(سره) مخېږي، مخوي مخ کېږي، مخ کوي
گډوډېږي، گډوډوي گډوډکېږي،گډوډکوي
بوختيږي، بوختوي بوخت کېږي، بوخت کوي
لاسليکېږي،لاسليکوي لاسليک کېږي، لاسليک کوي
اټکلېږي، اټکلوي اټکل کېږي، اټکل کوي
ځوانېږي، ځوانوي ځوان کېږي، ځوان کوي
پيلېږي، پيلوي پيل کېږي، پيل کوي
ناروغېږي، ناروغوي ناروغ کېږي، ناروغ کوي
رنځورېږي، رنځوروي رنځور کېږي، رنځور کوي
زيانېږي، زيانوي زيان کېږي، زيان کوي
کړکېچنېږي- کړکېچنوي کړکېچن کېدل- کړکېچن کول
زيانمنېږي، زيانمنوي زيانمن کېږي، زيانمن کوي
اغېزمنېږي، اغېزمنوي اغېزمن کېږي، اغېزمن کوي
اندېښمنېږي، اندېښمنوي اندېښمن کېږي، اندېښمن کوي
ځواکمنېږي، ځواکمنوي ځواکمن کېږي، ځواکمن کوي
ځوانمرگېږي، ځوانيمرگوي ځوانيمرگ کېږي، ځوانيمرگ کوي
کمزورېږي، کمزوروي کمزور کېږي، کمزور کوي
زورورېدل- زورورول زورور کېدل- زورور کول
ښکرورېدل- ښکرورول ښکرور کېدل- ښکرور کول

همداسې نورکنسوننټ پای او يا سيمي واوېل(ی) پای صفتونه، په بله وينا، هغه صفتونه چې پر يوه کنسوننټ (consonent) او يا (لږو ډېر) سيمي واوېل (y) پای ته رسي، لکه: خپل، بډای، ځای، لوی، بوی، توی...:

خپلېدل – خپلول، بډايېدل- بډايول،، ځايېدل- ځايول، لويېدل- لويول، ...- بويول، گويېدل- گويول، تويېدل- تويول، ښويېدل- ښويول، خوړينېدل- خوړينول،کونډېدل- کونډول، خوارېدل- خوارول،زيانېدل- زيانول، تاوانول، ډنگرېدل- ډنگرول، چاغېدل- چاغول، لويېدل _ لويول،سترېدل – سترول، تورېدل- تورول، سپينېدل- سپينول، برگېدل- برگول، جړاوېدل- جړاوول، مرورېدل- مرورول، ترورېدل- ترورول، بېزارېدل - بېزارول، تارومارېدل- تارومارول، ارزانېدل- ارزانول، گرانېدل- گرانول، ړنگېدل- ړنگول، ورانېدل- ورانول، ويجاړېدل- ويجاړول، توندېدل – توندول، تېزېدل- تېزول، کنگالېدل- کنگالول، وزگارېدل- وزگارول، بېگارېدل- بېگارول...). (لوبه) د واوېل پای نوم په توگه (لوبېدل- لوبول) او داسې يو نيم بل نوم يا صفت هم په استثنايي ډول په حال زمانه کې يووستوی گردانېږي (وردگ ستړی، خوشې... هم همداسې گردانوي).

د پوروييونو(پرديو کلمو) په گردان کې هم د پښتو له دغې سېنتيتيکي يا ترکيبي (synthetic) ځانگړتيا او اسانتيا څخه کار اخېستل په کاردي، لکه: سازمانول، بسيجول، خزانول، گومارل، گوزارشول، دنبالول يا دومبالول، ماشينول، مېچنول، دېموکراتيکول، بچول، چالانول، پرچاوول، تاوول،گردانول، سرگردانول، چاغول، تندرستول، داغول، ميدول، مردارول، پرېشانول، رخصتول(رسختول)،مجازول، تضمينول، بربادول، بدلول(بدل کول بله مانا لري)... .

يو لړ منځ واوېلي(intervocalic) صفتونه په داراز گردانو کې لنډيز مومي، لکه:

ناکره کره
کوڼ کېدل- کوڼ کول کڼېدل – کڼول
کوږکېدل- کوږ کول(کوږېدل- کوږول) کږېدل- کږول
ړوند کېدل- ړوند کول .ړندېدل- ړندول
پوخ کېدل- پوخ کول پخېدل- پخول
خپورېدل- خپورول خپرېدل- خپرول
سوړ کېدل- سوړ کول سړېدل- سړول
تود کېدل- تود کول تودېدل- تودول
زوړ کېدل- زوړ کول زړېدل- زړول
موړ کېدل- موړ کول مړېدل- مړول
څورب کېدل- څورب کول څربېدل- څربول
تريخ کېدل- تريخ کول ترخېدل- ترخول
تريو کېدل- تريو کول تروېدل، تروول
زيږ کېدل- زيږ کول زږېدل- زږول
پوست کېدل- پوست کول پستېدل- پستول(نرمول)
پوست کېدل- پوست کول پوستېدل- پوستول(سپينول)
(وروستېدل- وروستول ورستېدل- ورستول

د يوه معياري باقاعده فعلي گردان بېلگه:

  • تېرمهال(ماضي):
  • لازمي(intransitive):
زه پاڅېدم- موږ پاڅېدو
ته پاڅېدې- تاسې پاڅېدئ
دی پاڅېد- دوی پاڅېدل
دا پاڅېده- دوی پاڅېدې... .
  • متعدي(transitive):
ما پاڅوه، موږ پاڅوه ...
زه پاڅوم_ موږ پاڅوو
  • وسمهال(حال):
زه پاڅېږم- موږ پاڅېږو
ته پاڅېږې- تاسې پاڅېږئ
دی پاڅېږي_ دوی پاڅېږي
دا پاڅېږي- دوی پاڅېږي... .

4) د يوه بېقاعده فعلي گردان بېلگه:

تېرمهال: زه راغلم- موږ راغلو... ترپايه.
وسمهال: زه ځم- موږ ځو... تر پايه.
یا: ما تېراېست- موږ تېراېست...
زه تېرباسم- موږ تېر باسو... .

5) د تواني يا امکاني فعل(Potential verb) گردان راز راز گړدودي وارينټونه لري، بېلگې يې دادي:


ناکره کره
ما وکړی شو ما وکړای شو
زه کړی شم زه کړای شم
ما و نه شو خوړی، ما و نه سوای خوړای ما و نه شو خوړای

6) د ارماني يا تمنايي فعل(optative verb) گردان له پاسني هغه سره يوازې په اهنگ توپير مومي او هسې د ښه ترا څرگندتيا لپاره يې((کاش، کاشکې)) په سرکې راوړل کېږي او په ليک کې يې پای ته نداييه(!)اچول کېږي، لکه:

ناکره کره
تللی وی، تللای وای (کاش، کاشکې) تللی وای
(کاش، کاشکې) لاړلی (کاش، کاشکې) ولاړلای
(کاش، کاشکې) وخوړی، وخوړلی (کاش، کاشکې) وخوړلای

7) د کندهارۍ او ننگرهارۍ... پښتو په لاسوند که له مجهول اصلي فعل active main verb) سره مرستيال يا معاون فعل(auxiliary verb) مل شي، اړونده گرداني پايله يوازې په مرستيال پورې نښلول په کار دي: لکه:

د سرليک متن
مړی خاورو ته و سپارلی شو مړی خاورو ته وسپارل شو
مړي خاوروته وسپارلي شول مړي خاورو ته وسپارل شول
جنازه ولېږدولې شوه جنازه و لېږدول شوه
جنازې ولېږدولې شوې جنازې ولېږدول شوې